له کرايي کور څخه وتل (Auszug)
کله چې کرايي کور پرېږدې، څه ته بايد پام وکړئ؟
له کرایې له کور څخه وتل یا نوي کور ته کډه کول جنجالي کار دی او ډېره ستړيا لري. دلته به تاسې ته وښيو چې څه ته پام وکړئ او کوم ګامونه اړين دي، څو هر څه په اسانۍ ترسره شي.
په څه باید پوه شم؟
کله چې له کرایې کور څخه وځم، په څه باید پام وکړم؟
کله چې تاسې له کرایې کور څخه وځئ، مهمه ده چې هر څه په وخت سره پلان کړئ. په عمومي ډول، په جرمني کې د کرایې تړون (Mietvertrag) په درې میاشتني مهلت سره پای ته رسول کیږي. البته که تړون له دې د لنډ وخت اجازه ورکړي، ښايي مخکې پای ته ورسيږي. د کور د کرايې تړون لغوه کول (Kündigung) بايد په ليکلي ډول او په ټاکلي وخت کې وړاندې شي. د کرایې په تړون کې د اصطلاحاتو په پام کې نيولو سره لهناسم پوهاوي څخه ډډه وکړئ. خپل کرایه ورکوونکی په وخت سره د وتلو په اړه خبر کړئ او د کور د سپارلو وخت روښانه کړئ. په دې سپارلو کې به د کور حالت په ګډه سره وارزول شي.
د کور سپارنه د وتلو پر مهال يو مهم ګام دی. په دې کې به تاسې او ستاسې کرایه ورکوونکی په ګډه د کور حالت وارزوئ. په دې وخت کې به يو سپارليک (Übergabeprotokoll) جوړ شي، چې په هغه کې به ټول نقصونه یا زیانونه ذکر شي. دا سند مهم دی ترڅو د راتلونکو لانجو څخه ډډه وشي. ډاډ ترلاسه کړئ چې کور پاک او د تړون له مادو سره سم وسپارئ. په دې تړون کې ښايي ښکلايي ترمیمات (Schönheitsreparaturen) هم شامل وي. د برېښنا، اوبو او ګازو ټول شمېرې وليکئ، څو د وروستۍ محاسبې په وخت کې کومه ستونزه رامنځته نه شي. د کور سپارلو په پای کې به کليانې وسپارل شي.
له کور څخه د وتلو په اړه او د سپارلو لپاره نورې لارښوونې او د سپارليک سند نمونه له (Mieterschutzbund) وېبسایټ څخه په (PDF) بڼه ښکته کولی شئ.
د وتلو پر مهال، د کرایه کوونکي په توګه کوم حقونه او مسئوولیتونه لرم؟
د وتلو پر مهال د کرایه کوونکي (Mieter) په توګه هم حقونه او هم مسئولیتونه لرئ. تاسې مکلف ياست چې کور په هغه حالت کې وسپارئ چې په کرایې تړون (Mietvertrag) کې ښوول شوی دی. ډېری وخت په تړون کې راغلي چې تاسې بايد ښکلايي ترمیمات (Schönheitsreparaturen) ترسره کړئ، لکه د دېوالونو رنګول. مهمه ده چې دا مقرره وګورئ چې په قانوني ډول هم معتبره ده او که نه؛ ځکه چې ټول شرطونه د ښکلايي ترمیماتو لپاره قانوني نه دي. په دې برخه کې د کرايه کوونکو د خونديتوب ټولنه(Mieterschutzbund) یا د کرایې ټولنه (Mieterverein) مرسته وکړي. په (mieterbund.de) باندې د خپلې سيمې د کرايه کوونکو د خونديتوب ټولنه موندلی شئ. د مصرفوونکو مرکز (Verbraucherzentrale) د لټون بله سرچينه کېدی شي.
يادونه: د کرايه کوونکو د خونديتوب ټولنه (Mieterschutzbund) یا د کرایې ټولنه (Mieterverein)يوه اداره ده چې له کرایه کوونکو سره مرسته کوي. که تاسې له خپل کور يا خپل کرایه ورکوونکي سره ستونزه لرئ، نو هلته مشوره او ملاتړ ترلاسه کولی شئ. د بېلګې په توګه، که کرایه ډېره لوړه وي، په کور کې ترميمات اړین وي يا له کرایه ورکوونکي سره لانجه وي، دا ټولنه مرسته درسره کولی شي. دا ټولنه د کرایه کوونکو د حقونو لپاره هڅې کوي او له تاسې سره د حللارې په موندلو کې مرسته کولی شي. د دې ټولنو د خدمتونو ترلاسه کولو لپاره، عموماً باید غړی شئ او کلنی غړیتوب ورکړئ (شاوخوا ۵۰ یورو)، خو به په بدل کې بشپړه مشوره او قانوني ملاتړ ترلاسه کوئ.
زه به خپل ضمانت (Kaution) بیا کله ترلاسه کړم؟
ضمانت (Kaution) هغه پیسې دي چې کرایه ورکوونکی يې د تړون (Mietverhältnis) په پیل کې له تاسې اخلي. له وتلو وروسته کرایه ورکوونکی مکلف دی چې دا ضمانت (Kaution) بېرته ورکړي، البته نه سملاسي. کرایه ورکوونکي حق لري چې ضمانت تر هغې پورې وساتي، څو ټولې احتمالي اړتياوې (لکه د ترمیماتو لپاره يا پاتې اضافي لګښتونو لپاره) روښانه شي. که کوم لوی زیان ونه موندل شو، په عموي توګه ضمانت بايد له وتلو وروسته د شپږو میاشتو په موده کې ورکړل شي.
له وتلو مخکې او وروسته باید په څه شي پام وکړم؟
له وتلو څخه مخکې بايد په ځینو اداري شیانو ځان پوه کړئ. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په (کور کرايه کول) څپرکي کې ترلاسه کولی شئ. له لومړنیو ګامونو څخه يو دا دی چې تاسې بايد خپل استوګنځي د ثبت په دفتر (Meldebehörde) کې راجستر کړئ او خپل ښار یا سيمې ته خپله نوې پته ورکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په (د استوګنځي ثبتول) څپرکي کې ترلاسه کولی شئ.
بل ګام دا دی چې بايد د برېښنا، ګاز، اوبو او انټرنټ لپاره خپل قراردادونه فسخه کړئ او د نوې پتې لپاره نور تړونونه وکړئ.
که بل ښار ته کډه کوئ، نو باید په یاد ولرئ چې خپل ماشومان په ښوونځي يا د ماشومانو پالنځای (Kita) کې ثبت کړئ او د بيمې ادارې او بانک ته هم د کډه کولو په اړه مالومات ورکړئ.
له وتلو وروسته مهمه ده چې کور پاک او په سم حالت کې پرېږدئ، څو د سپارلو په وخت کې کومه ستونزه رامنځته نه شي. همدا شان د برېښنا، ګاز او اوبو د مېترونو شمېرې وليکئ، څو وروسته د محاسبې په وخت کې کومه جنجال رانه شي.
مهم
له کرایې کور څخه د وتلو پر مهال يو مهم ټکی دا دی چې ښه پلان جوړ کړئ او د تړون (Mietvertrag) له مخې عمل وکړئ. دا کار به کډه کول اسانه کړي او د کرایې کوونکي (Mieter) په توګه به ستاسې حقونه خوندي پاتې شي. خپل مسئوليتونه وپېژنئ، د کور د سپارلو پلان جوړ کړئ او ټول اړین کارونه ترسره کړئ، څو خپل ضمانت (Kaution) پرته له کومې ستونزې بېرته ترلاسه کړئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ