د کارولو معيارونه
هنډبوک جرمني : ټوګېدر پلټفارم ته ښه راغلاست! دلته له یو بل سره په نهو ژبو باندې خپلې تجربې او مالومات شریکولی شئ. همدارنګه کولی شئ د ټولنې له نورو غړیو سره په اړیکه کې شئ او نظرونه مو له یو بل سره شریک کړئ. په فورم کې، کولی شئ خپل پوښتنې په مستعار نوم هم وکړئ، د نورو خلکو پوښتنو ته ځواب ووایاست او خپل تجربې شریکې کړئ.
زموږ پلټفارم ته تر راتګ وروسته باید هر څوک د ارامۍ احساس وکړي. که له د توپیري چلند سره مخ کېږياو یا هم داسې پوسټونه په مخه درځي چې ځورونکي او له توپیريچلند څخه ډک وي نو هیله ده چې زموږ له همکارانو سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې شئ. (هغوی د @ په شکل مېنشن کولی شئ) یا هم د هغه پوسټ ریپورټ کړئ.
د دې لپاره چې زموږ پلټفارم په مستعار نوم او خوندي ډول وکاروئ، مهرباني وکړئ لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ:
• هېڅکله خپل اصلي نوم مه کاروئ. تاسو کولی شئ د ثبت پر مهال مستعار نوم وکاروئ. له نوم سره مو باید هېڅ ډول شخصي مالومات ونه لیکئ ښه ده چې داسې یو نوم وکاروئ لکه Ahmad2024.
• هېڅکله شخصي معلومات لکه خپل او د نورو کسانو نوم، د زیږون نیټه، بشپړ پته، د تلیفون شمېره یا بریښنالیک مه خپروئ.
• هېڅکله هم خپل یا د نورو شخصي مالومات له نوم، د زېږون نېټه، پټه، د ټلیفون شمېره او یا هم بريښنالیک په فورم کې مه خپروئ.
موږ تل له درناوي د ډکو خبرو او نورو ته د ګټورو مالوماتو د ورکولو هرکلی کوو!
زموږ همکاران تل فورم ګوري او ستاسو پوښتنو ته به ځواب درکړي. د مشورتي مرکزونو مشاورین به هم ستاسو پوښتنو ته ځواب ووایي. د مشورتي مرکزونو مشاورین چې په دې برخه کې مسلکي زده کړې لري به ستاسو پوښتنو ته ځواب درکړي او همدارنګه که په فورم کې داسې موضوع او مالومات ګورئ چې ستاسو په نظر باندې ناسم دي هیله ده چې موږ ترې خبر کړئ.
زموږ مالوماتي څپرکي وخت ناوخته زموږ د همکارانو له خوا ایډیټ کېږي هیله ده د نویو مالوماتو لپاره د څپرکي نېټه وګورئ.
د دې لپاره چې فورم له درناوي ډک د تبادلې ځای پاتې شي، موږ درنه هیله کوو چې لاندې لارښوونې په نظر کې ونیسئ:
مهرباني وکړئ مؤدب اوسئ.
موږ هېڅ کله د داسې خبرې نه شو زغملای چې د چا د جنسیت، قوم، معیوبتوب او د LGBTQIA+ پر وړاندې له توهین او سپکاوي څخه ډکې وي.
موږ ټول هغه نظرونه او پروفایلونه له منځه وړو چې له کرکې او سپکاوي ډکې خبرې خپروي. له کرکې څخه د ډکو خبرو نه زموږ موخه دا ده:
• د ځانګړي دلیل له مخې د خلکو سپکاوی او پر هغوی له سپکاوي څخه د ډکو خبرو برید چې معمولا د انټرنټله لارې کېږي.
• د خلکو یا هم د ځانګړې ډلې پر وړاندې د کرکې، سپکاوي یا تاوتریخوالي غوښتنه
• د ځانګړو خلکو پر وړاندې له سپکاوي د ډکو نظریو خپرول
• ټول هغه سپوټونه چې له سپکاوي، توپیري چلند او توهین څخه ډک وي
• ټول هغه پوسټونه چې د ټولنې نورو غړو د محرمیت او خصوصیت خلاف وي یا د نافذه قوانینو خلاف وي.
نور مالومات:
• داسې پوسټونه یا لینکونه مه شریکوئ چې د فکري ملکیت حقونه (سافټویر، ویډیو، آډیو، عکسونه) نقض کوي یا د نافذه قوانینو سره په ټکر کې دي.
• زموږ فورم ته درناوی وکړئ. اعلانونه او سپم مالومات مه خپروئ.
• جعلي خبرونه او اوازې مه خپروئ.
یادونه: هغه پوسټونه چې د ټولنې د اصولو خلاف وي، زموږ له داخلي مشورې وروسته به لرې شي.
د خپرولو قانوني ادعا نشته. هغه کاروونکي چې په بیا بیا د فورم اصولو څخه سرغړونه کوي، له فورم څخه به بند شي. د جدي سرغړونو په صورت کې، ستاسو حساب هم ډلېټ کېدای شي.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.