په جرمني کې بانکي حساب

اوسمهالیز 21.09.2023

څنګه کولی شو یو عادي بانکي حساب پرانیزو؟

لکه څنګه چې ډېری مالي چارې په جرمني کې د بانکونو په وسيله سر ته رسېږي، له همدې کبله موږ د خپلو معاشاتو او مالي مرستو د تر لاسه کولو يا هم کرايې، بېلونو او ورته نورو اداينو د ترسره کولو لپاره بانکي حساب ته اړتيا لرو. بانکي حساب درسره مرسته کوي تر څو خپلې پيسې خوندي وساتئ، پيسې ولېږئ، او همدا راز له نورو څخه پيسې ترلاسه او په نغدي ډول یې د خپل اکونټ په مرسته راخپلې کړئ. له بانکي اکونټ سره د نغدي معاملاتو پر ځای کولی شئ د بانک له لارې په اسانه او کم وخت کې خپل بېلونه او کرايې ورکړئ. 

په دې څپرکي کې موږ د بانکي حساب د پرانستلو او اړونده موضوعاتو په اړه مالومات درکوو

په څه باید پوه شم؟

ايا کولی شم يو بانکي حساب پرانيزم؟

په جرمني کې د بانکي حساب پرانستلو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

  • باید عمر مو ۱۸ کاله وي.‌

يادونه: ماشومان له ۷ کلنۍ څخه خپل بانکي حساب پرانستی شي، خو باید والدین یا هم سرپرستان یې ورسره همغږي وي.‌

  •  بايد د هويت يو معتبر سند د بېلګې په توګه پاسپورټ، اقامه /د استوګنې اجازه، يا ډولډونګ او يا هم د لنډ مهالې استوګنې اجازه یا (Fiktionsbescheinigung) ولرئ.‌ د حساب پرانېستلو لپاره يوازې د (Aufenthaltsgestattung) درلودل بسنه نه کوي.  ځکه اړتیا ده،‌ چې په په معتبرو اسنادو خپل هویت ثابت کړئ.‌ 
  •  بانک وخت ناوخت تاسې ته پوسټ استوي، او د دې لپاره بايد تاسې بانک ته يوه مشخصه پته ورکړئ چې بانک په راتلونکې کې همغه پتې ته پوسټ درولېږي. که چېرې ثابت او دايمي استوګنځای ونه لرئ، کولی شئ د مشاورې د مرکز او يا د خپلو باوري دوستانو د کور او استوګنې د ځای پته ورکړئ، مهمه دا ده چې ستاسې په نه شتون کې دوی ستاسې بانکي پوسټونه تر لاسه کړي او درته یې وسپاري. 
چېرته او څه ډول کولی شم يو عادي حساب پرانيزم؟

تاسې په ټولو هغو بانکونو کې چې  شخصي/عامه مشتريان قبلوي، اکونټ پرانستلی شئ. په جرمني کې ډېری بانکونه په بېلابېلو سيمو کې څانګې لري، خو داسې بانکونه هم شته، چې په فزيکي بڼه څانګې نه لري، دا بانکونه د ډايرکټ‌بانک يا Direktbank په نوم ياديږي. کولی شئ له دې بانکونو سره د ټليفون او انټرنېټ له لارې اړيکه ونيسئ.

له بلې خوا کولی شئ هغه بانکونو ته چې څانګې يې په فزيکي ډول شته،‌ ورشئ، له کارکوونکو سره یې وګورئ او په اړونده موضوعاتو خبرې ورسره وکړئ‌. غوره ده چې مخکې له ورتګ د بانکي څانګې د کاري وخت په اړه مالومات تر لاسه کړئ. 

په پورتنيو دواړه (عادي او او ډايرکټ) بانکونو کې د عادي بانکي حساب د پرانيستلو لپاره باید یوه فورمه ډکه کړئ.‌ کولی شئ (د مصرف کوونکو د ملاتړ مرکز)/ له وېبسايټ څخه  په جرمني ژبه د عادي حساب د پرانيستلو فورم تر لاسه کړئ‌. 

 که د دغه فورم د ډکولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ، کولی شئ د مشورې د کوم مرکز څخه مرسته وغواړئ. 

 

د بانک د څانګو په مرسته د بانکي حساب پرانستل:

 

 ډېری وخت کولی شئ له نوبت نيولو پرته د بانک اړونده څانګې ته ورشئ او خپل بانکي حساب  پرانېزئ. د بانک کارکوونکي به د اړتيا په صورت کې د فورمونو په ډکولو کې مرسته درسره وکړي. اړينه ده چې تاسې په دې وخت کې د هويت د تثبيت يو سند لکه پاسپورټ، اقامه / د استوګنې اجازه، د ثبتېدو سند، ډولډونګ او يا هم د لنډ مهاله استوګنې اجازه  Aufenthaltsgestattung   له ځانه سره ولرئ، ځکه چې کارکوونکي بايد د حساب له پرانستلو مخکې ستاسې هويت ثابت کړي. 

 

ډايرکټ‌بانک کې د حساب پرانيستل: 

 

په ډايرکټ‌بانک کې د حساب د پرانيستلو لپاره د اړوند بانک په ويبسايټ کې د حساب د پرانيستلو فورم په انلاين ډول ډک کړئ او يا هم کولی شئ ياد فورم تر ډکولو وروسته د پوسټ له لارې نوموړي بانک ته ولېږئ. کله چې بانک ستاسې پوسټ تر لاسه کړي، تاسې به د پوسټ او يا ايميل له لارې د بانک يو تاييد تر لاسه کړئ. د تاييد دا پوسټ او ايميل په دې مانا دی چې بانک ستاسې پوسټ تر لاسه کړی دی. بانک په لسو ورځو کې تاسې ته خبر درکوي چې ستاسې د بانکي حساب پرانيستلو غوښتنه منل کېږي او يا رد کېږي. د منلو په صورت کې به تاسې بانکي قرارداد او نور اړين اسناد هم په پوسټ کې تر لاسه کړئ. 

 

بانکونه د نوو مشتريانو د هويت د تثبيت لپاره د Post-Ident-Verfahrenپه نوم د يوې پروسې څخه کار اخلي. په دې پروسه کې تاسې ته د بانک لخوا د پوسټ يوې ادارې ته معرفي کېږئ چې بايد هلته لاړ شئ او خپل د هويت اسناد لکه پاسپورټ، اقامه /د استوګنې اجازه، د ثبتېدو سند،‌ ډولډونګ او يا هم د لنډ مهاله استوګنې اجازه Aufenthaltsgestattung  ورته وړاندې کړئ، تر څو ياده اداره د بانک په نيابت کې ستاسې اسناد و ارزوي او تایید یې کړي. په دغه اداره کې مخکې له مخکې نوبت نیولو ته اړتیا نشته.‌

سربېره پر دې ډېر بانکونه خپلو مشتريانو ته دا امکان هم ورکوي چې د ويډيويي اړيکي له لارې  خپل هويت ثابت کړي. ياده پروسه د Video-Ident-Verfahren په نوم يادېږي چې د درېیمګړې ادارې کارمندان ستاسې هويت اروزي او تاييدوي. له ويډيويي اړيکې مخکې د بانک لخوا تاسې د اړيکې د وخت په اړه مالومات درکول کېږي او يو لېنک درته لېږل کېږي چې په کېکاږلو سره يې ياده ويډيويي اړيکه ټينګولی شئ. د اړيکې په ترڅ کې به د يادې ادارې کارکوونکی درنه د هويت د سند غوښتنه وکړي چې په دوی ته يې په کمره کې وښيئ. همدا راز د اړيکې په جريان کې درنه څو پوښتنې کوي، د بېلګې په ډول ستاسې د زېږېدنې ځای او نېټه ښايي درنه وپوښتل شي. د دې ويډيويي اړيکې په جريان کې ستاسې ټليفون ته يو کود استول کېږي او له تاسې غواړي چې تر لاسه شوی کود دوی ته ووايئ او يا یې وليکئ. په دې سره به  تاييد شي چې تاسې په ويډيو کال کې همغه کس ياست چې د بانکي حساب غوښتنه مو کړې وه. 

يادونه: که په جرمني ژبه خبرې نه شئ کولی، د خپل کوم ملګري او يا هم له يو ژباړن څخه مرسته وغواړئ تر څو د اړيکې په جريان کې ستاسې خبرې وژباړي. ډايرکټ او عادي بانکونه نه شي کولی تاسې د ژباړن له راوستلو منع کړي او يا له دې کبله چې په جرمني نه پوهېږئ ستاسې د حساب پرانېستلو غوښتنه رد کړي.  

يادونه: هر بانک ته چې د بانکي حساب جوړولو غوښتنه ورکړئ، په لسو ورځو کې بايد تاسې ته ځواب درکړي چې ستاسې د اکونټ جوړولو غوښتنه منل کېږي او يا هم ردېږي. که چېرې په لسو ورځو کې تاسې ته ځواب رانغی باید له بانک سره اړيکه ونيسئ او ورته ووایئ چې ځواب مو نه دی تر لاسه کړی. که چېرې بانک ستاسې د اکونټ جوړولو غوښتنه رد کړي، تاسې د اعتراض حق لرئ. په دې اړه د لا زياتو مالوماتو لپاره دا برخه/ ولولئ. (د عادي اکونټ جوړولو غوښتنه مې رد شوې/ بانک د لوړ فيس غوښتنه کوي. څنګه کولی شم اعتراض وکړم؟).

کله چې بانک ستاسې د بانک جوړولو غوښتنه ومني، تاسې به د بانک لخوا د Giro Kart/ په نوم يو بانکي کارت تر لاسه کړئ. د دې کارت مرسته کولئ شئ له بانک پيسې وباسئ، پيسې واچوئ او همدا راز په پېر او پلور کې ورڅخه ګټه واخلئ.‌ 

په عادي بانکي حساب جوړولو څومره لګښت راځي؟

بانک د عادي بانکي حساب د جوړولو لپاره له تاسې يوه اندازه پيسې اخلي. له دې کبله چې قانوني مالوم فيس نه دی ټاکل شوی، دهر بانک  د فيس اندازه د توپیر کوي. د يادونې وړ ده چې بانکونه اجازه نه لري چې د عادي بانکي حساب لپاره د نورو بانکي حسابونو د فيس په پرتله زيات فيس واخلي، ځکه د عادي بانکي حساب  فيسونه د نورو بانکي حسابونو په پرتله لوړ نه دي.

معمولا د عادي بانکي حساب کلنی لګښت د ۵۰ - ۱۵۰ يورو/ دی چې بانک يې ستاسې څخه اخلي. دا چې بانکونه د پيسو د مدیریت لپاره پيسو ته اړتيا لري، له همدې کبله له مشتريانو څخه دا پيسې اخلي چې د پيسو د مدیریت په پروسه او لارو چارو یې ولګوي. دې ته د اکونټ د مدیریت فيس او يا عمومي فيس ويل کېږي. 

همدا راز ځيني نور فيسونه دي چې بايد د هغه خدماتو په بدل کې يې ورکړئ چې بانک يې تاسې ته تر سره کوي. د بېلګې په ډول کله چې تاسې پيسې لېږئ او يا هم د خپل اکونټ سټېټمنټ په چاپي بڼه غواړئ. 

همدارنګه کولی شئ د دا ډول بانکي لګښتونو په اړه بشپړ مالومات د بيو په ليست  او يا عمومي اصول او شرايطو او يا AGB کې ومومئ.‌

تاسې د بانکي حساب له پرانيستلو وړاندې د عمومي اصولو او شرايطو ټولګه تر لاسه کوئ.

یادونه: په انلاين ډول هم د پيسو د لېږلو ډېرې لارې شته. همدا راز ډیری انلاين خدمات وړيا دي. په انلاين پيسو لېږلو کې د اضافي لګښتونو مخه تر يوې کچې نيولی شئ. که چېرې د انلاين خدماتو څخه ګټه اخیستل غواړئ، بايد په بانک کې د عادي حساب له پرانيستلو څخه وړاندې د انلاين بانکدارۍ په اړه پوښتنه او مالومات ترلاسه کړئ.

بانک په لاندې حالاتو کې د بانکي حساب پرانيستلو غوښتنه ردوي
  • که په جرمني کې د بل بانک اکونټ لرئ او د استفادې وړ وي. 
  • که تاسې په همدې بانک کې بل عادي بانکي حساب لرئ او فيس مو نه وي ورکړی. 
  • تاسې بانکي حساب لرئ او پيسو مينځلو غوندې يو غير قانوني کار يا جرم د ترسره کولو لپاره مو ترې کار اخیستی وي.
  • او کله چې درته د حساب پرانستل د قانون خلاف وي. 

يادونه: که چېرې بانک ستاسې د اکونټ جوړولو غوښتنه رد کړي، تاسې د اعتراض حق لرئ. په دې اړه د لا زياتو مالوماتو لپاره دا برخه ولولئ. (د عادي اکونټ جوړولو غوښتنه مې رد شوې/ بانک د لوړ فيس غوښتنه کوي. څنګه کولی شم اعتراض وکړم؟). 

د عادي اکونټ جوړولو غوښتنه مې رد شوې/ بانک د لوړ فيس غوښتنه کوي. څنګه کولی شم اعتراض وکړم؟

که چېرې بانک ستاسې لپاره عادي بانکي حساب نه پرانېزي، کولی شئ په مالي بنسټونو/ د څار له ادارې سره اړيکه ونیسئ او د بانک په پرېکړه اعتراض وکړئ او وغواړئ چې ستاسې غوښتنه له سره وارزوي. د دې لپاره په جرمني ژبه د اعتراض انلاين فورم ډکولو ته اړتيا لرئ تر څو په دې ډول د اعتراض اداري پروسه بشپړه شي. که د فورم ډکولو کې ستونزه لرئ، خپل د هستوګنې ځای ته نږدې د مشورتي مرکز څخه مرسته وغواړئ. چېرې مشوره او ملاتړ تر لاسه کولی شم؟/ دلته کولی شئ خپلې هستوګنې ته نږدې د مشورې د مرکزونو پتې او شمېرې تر لاسه کړئ.‌ 

همدا راز په هغه صورت کې چې بانک د خپلو خدماتو په بدل کې له تاسې د زيات فيس غوښتنه وکړي هم تاسې په مالي نهادونو/ د څار له ادارې څخه مرسته غوښتلی شئ. د دې لپاره دا بسنه کوي چې د اعتراض فورم په جرمني ژبه ډک او پرنټ کړئ، او نوموړې ادارې ته يې ولېږئ. ( د ادارې ادرس د صفحی په پای کې موندلی شئ). په مالي نهادونو/ د څار اداره به دا وڅېړي چې ايا رښتيا هم له تاسې غوښتل شوی فيس لوړ دی؟ د لوړوالي په صورت کې ياده اداره کولی شي له بانک څخه درته د فيس د کمولو غوښتنه وکړي.

همدا راز کولی شئ خپل بانک بدل کړئ، د لا زياتو مالوماتو لپاره (څنګه کولی شم خپل بانک بدل کړم؟) برخه ولولئ.

څنګه کولی شم له خپل اکونټ نغدې پيسې وباسم؟

کله چې تاسې له بانک څخه د ګيرو کارت/ او د پېن PiN کود تر لاسه کړئ، کولی شئ له خپل اکونټ څخه پيسې وباسئ. د پېن کود مو بايد ښه درته مالوم او په ياد مو وي او دا اکونټ کود مو باید د بل چا نه وي زده. که درنه هېر شي،‌ د غوښتنې په صورت کې کولی شئ له بانک څخه نوی پېن کود تر لاسه کړئ

د پيسو ایستلو اوتومات ماشينونو (ATMs) کې د انګليسي ژبه انتخابولی شئ، ځيني ATMs په انګليسي سربېره ځينې نورې ژبې هم لري. خپل د ګيرو/ کارت ماشين ته د ننه کړئ او په سکرين کې  Geld Auszahlen کېکاږئ. د پيسو اندازه وليکئ چې په دې وخت کې به له تاسې پېن کود وغوښتل شي؛ د خپل اکونټ پېن کود داخل کړئ او Bestätigen کېکاږلو سره به د سکرين په ښکتنۍ برخه کې پيسې تر لاسه کړئ

يادونه: د امکان تر کچې د خپل بانک له اړونده ATM څخه پيسې وباسئ. د نورو بانکونو له ATMs څخه هم د پيسو اېستل ممکن دي خو په دې صورت کې په  تاسې تر ۶ يورو پورې د پيسو اېستلو کمېشن راځي. او د کمېشن دا اندازه د کارت له داخلولو وروسته تاسې ته په سکرين راځي چې د دوام په صورت کې درنه نوموړی کمېشن ګرځول کېږي.‌ 

.... او ... د نورو بانکونو په نسبت زيات د پيسو اېستلو اوتومات ماشینونه لري. د دې لپاره چې د بانکونو مشتريان په کافي اندازه ATMs ته لاس رسی ولری، يو شمېر بانکونه د نورو بانکونو مشتريانو ته هم پخپلو ATMs کې وړيا خدمات وړاندې کوي. د بېلګې په توګه ... ... ... مشتريان کولی شي په وړيا ډول د پورتنيو بانکونو د ATMs له خدماتو استفاده وکړي. تاسې کولی شئ د .../ په وېبسايټ کې تاسې ته نږدې د دې بانکونو د ATMs پيدا کړئ. که چېرې تاسې د بل بانک مشتري ياست، نو د .... / په وېبسايټ کې وګورئ چې ایا ستاسې بانک د .... د ګروپ غړيتوب لري او که نه. که چېرې ستاسې بانک د دې ګروپ غړيتوب لري، تاسې کولی شئ په ليست کې د ټولو بانکونو له ATMs څخه په وړيا ډول استفاده وکړئ. په دې سربېره کولی شئ له ځينو سوپر مارکېټونو څخه هم نغدې پيسې تر لاسه کړئ خو د دې لپاره شرط دا دی چې تاسې بايد له نوموړي سوپر مارکېټ څخه يوه مالومه اندازه شی هم وپېرئ.  

څنګه پوه شم چې په اکونټ کې مې څومره پیسې دي؟‌

ضرور مو باید په منظمه توګه خپل اکونټ چک کړئ،‌ چې د نرخونو او عاید اندازه درته مالومه وي.‌

  • که بانکي حساب انلاین خدمتونه ولري، هر وخت کولی خپل حساب وګورئ.‌ همدارنګه بانک په منظم ډول ستاسي د بانکي حساب راپور په انلاین بڼه درته استوي.‌ په دغه راپور کې ستاسو د لګښتونو او عاید ټول لېست موجود وي چې تاسو یې هر وخت کتلی شئ.‌
  • که انلاین خدمتونو ته لاسرسی ونه لرئ،‌ باید د خپل حساب د کتلو لپاره د نږدې بانک څانګې ته ورشئ.‌ معمولا په د بانکونو په تولو څانګو کې داسې اتومات ماشینونه شته چې تاسو پکې خپل د بانګ د لګښتونو او عاید لېست کتلی شئ او په چاپي بڼه هم تاسو د خپل اکونټ راپور درکوي.‌ د دې کار لپاره باید یوازې خپل کار او ځانګړی پسورډ ورکړئ.‌

اړین:‌ که تاسو د خپل بانکي حساب لپاره انلاین خدمتونه فعال کړي‌ وي، اکثره بانکي شعبې د چاپي راپور د غوښتلو په صورت کې درنه پیسې غواړي.‌ خو که انلاین خدمتونه مو نه وي فعال کړي بانک باید له کومې لګښت پرته دا راپور درته پرنټ کړي او تاسو ته یې درکړي.‌

پام مو وي:‌ که د بانک په راپور کې مو څه شکمن څه تر سترګو شول، باید بانک یې په اړه خبر کړئ.‌

کارت مې رانه ورک شوی/ د بانکي حساب کنټرول مې لاسه وتلی دی؛ څه باید وکړم؟‌

که بانکي کارت مو درنه ورک شو،‌ باید په بېړه یې بند کړئ، چې څوک پیسې ترې ونه باسي.‌ د خپل بانکي حساب د بندولو لپاره شپه او ورځ له +49 116 166 شمېرې سره اړیکه نیولی شئ.‌ دا اړیکه نیول وړیا دي.‌ د ډېری بانکونو مشتریان کولی همدې یادې شمېرې په زنک وهلو سره خپل بانکي اکونټ بند کړي هغوی په جرمني او انګلیسي ژبه خبرې کوي. په کوم بانک کې چې تاسو حساب لرئ د پوهېدو لپاره چې دا خدمتونه لري کنه د همدې بانک له ویبسایټ څخه لیدنه وکړئ یا هم له بانک سره په اړیکه کې شئ چې ستاسو بانکي حساب وتړي.‌

که څوک مو په غیرقانوني توګه له بانک څخه پیسې ولېږي بانکونه کولی شي هغه لېږد رالېږد په اتومات شکل باطل کړي.‌ که له بانکي حساب څخه مو چا پیسې لېږلې وي د پیسو د تر لاسه کوونکي د بانک IBAN شمېره او د هغه د اکونټ نوم بانک ته ورکړئ د بانک کارکوونکي به دا ترانسفر باطل کړي.‌

که له بانکي کارټ مو غلا شوی وي یا هم ستاسو له اجازې پرته ترې چا پیسې ایستلې وي د بانک د ادارې سربېره په بېړه باید پولیسو ته هم خبر وکړي.

پام مو وي:‌ که کارت مو ورک شوي وي بانک باید تاسو ته له کوم لګښت پرته نوی کارت او پسورډ صادر کړي.‌

څنګه کولی شم له خپل اکونټ څخه د پیسو لېږد،‌ رالېږد وکړم؟‌

که غواړئ چاته پیسې ولېږئ نو بانګ ته خبر ورکړئ چې زه غواړم له خپل اکونټ څخه دومره پیسې بل اکونټ ته واستوم.‌ که د جرمني دننه غواړئ پیسې ولېږئ په هماغه ورځ یې اخیستل ممکن دي،‌ خو معمولا نورو اروپایي هېوادونو ته ښایي‌یوه یا دوه ورځې وخت ونیسي.‌ له اروپا څخه د باندې ښایي ډېر وخت ونیسي.‌ غیر اروپایي هېوادونو ته د پیسو د لېږد لپاره (له اروپا بهر هېوادونو ته د پیسو د لېږد پر وخت باید څه په نظر کې ونیسم؟) په برخه کې لا ډېر مالومات ولولئ.‌

په اکثرو بانکونو کې د پیسو انتقال وړیا نه دی،‌ ځینې د ګوتو په شمار دا چاره وړیا تر سره کوي او نورو باید د پیسو د انتقال لپاره یو اندازه لګښت ورکړئ.‌ د پیسو د انتقال دقیق شرایط کولی د قیمتونو په لېست یا هم د خپل بانګي اکونټ د شرایطو او مقرارتو په لېست کې وګورئ او یا هم د بانک له نږدې څانګې څخه پوښتنه وکړئ.‌

څنګه چاته پیسې لېږلی شم؟‌

کولئ شئ خپل استوګنځي ته نږدې د بانګ په یوه څانګه کې د پیسو د لېږد فورمه ډکه کړئ او وروسته پیسې ولېږئ‌.‌ د دې فورمې نوم Überweisungsträger دی،‌ چې دا فورم تاسو له د بانک له څانګې څخه تر لاسه کولی شئ‌. دا فورمه باید ډېره په دقیق او ښه خط ډکه کړئ چې د بانک کاروونکي یې مالومات په اسانۍ او دقیقه توګه ولولي.‌ لاندې مالومات باید په فورمه کې ولیکئ.‌

  • د پیسو د تر لاسه کوونکي نوم
  • د پیسو د تر لاسه کوونکي IBAN یا د بانک اکونټ شمېره
  • د پیسو د تر لاسه کوونکي‌د BIC شمېره
  • د پیسو اندازه
  • د لېږل شویو پیسو په اړه مالومات.‌ د بېلګې په توګه که بل تحویلوئ‌ باید د بېل یا هم مشتري شمېره پکې ولیکئ.‌ د کور د کرایې د ورکړې لپاره باید معمولا خپل نوم د Miete کلمه په دغه برخه کې ولیکئ.‌
  • د خپل بانک IBAN شمېره د پیسو د لېږدونکي په توګه.‌ دا شمېره ستاسو د بانکي اکونټ په کارټ شته.‌
  • د لېږلو نېټه
  • او ستاسو لاسلیک

د فورمې له ډکولو وروسته یې باید د بانک کارکوونکي ته وسپارئ.‌ ځینې بانکونه د پیسو د انتقال د فورمو لپاره ځانګړي پوست باکسونه لري چې هلته یې اچولی شئ.‌ همدارنګه کولی د بانک کارکوونکو ته هم دا فورمه وسپارئ.‌

اړین:‌ که تاسو د Sparkasse، Volksbank یا Raiffeisenbank بانکونو مشتریان یاست، په یاد ولرئ چې‌ د پیسو د انتقال لپاره د بانک هغه څانګې ته ورشئ‌ چېرته چې تاسو بانک اکونټ جوړ کړئ دی دا په دې مانا ده،‌ چې که تاسو په کولن کې بانک اکونټ خلاص کړئ وي په درسدن ښار کې نه شئ کولی د پیسو د لېږد لپاره فورمه ډکه کړئ.‌

په انلاین توګه د پیسو لېږد

که د بانک له انلاین خدمتونو څخه کار اخلئ کولی شئ په انلاین بڼه هم پیسې ولېږئ.‌ معمولا د خپل بانک په ویبسایټ کې د Überweisung صفحې تر عنوان لاندې تاسو کولی خپل مشخص مالومات هلته ولیکئ.‌ دا مالومات عبارت دي له:‌

  • د پیسو د تر لاسه کوونکي IBAN یا د بانک اکونټ شمېره
  • د پیسو اندازه
  • د لېږل شویو پیسو په اړه مالومات.‌ د بېلګې په توګه که بل تحویلوئ‌ باید د بېل یا هم مشتري شمېره پکې ولیکئ.‌ د کور د کرایې د ورکړې لپاره باید معمولا خپل نوم د Miete کلمه په دغه برخه کې ولیکئ.‌

کله چې غواړئ د SEPA تر نامه لاندې سیمې ته پیسې ولېږئ د IBAN شمېرې له دایل کولو وروسته BIC په اتومات ډول راځي د Sparkasse website  پر ویبساټ کولی شئ د SEPA د سیمې د هېوادونو لېست پیدا کړئ.‌

دا چې بانکي امنیت خوند‌ي وي د TAN په نامه له یوه کوډ څخه کار اخیستل کېږي.‌ دا کوډ د هر ځل پیسو د لېږد لپاره په جلا توګه جوړېږي او د ستاسو د انلاین لاسلیک په توګه تر کار اخیستل کېږي ځکه چې دا کوډ له بانکونو سره مرسته کوي چې هغوی ډاډه شي چې د بانکي حساب اصلي څېښتن غواړي له خپل اکونټ څخه پیسې واستوي.‌

ډېری بانکونه د TAN بېلابېلو ډولونه لري:‌

  • TAN د مسېج له لارې:‌ تاسو د TAN کوډ د موبایل د مسیج له لارې تر لاسه کوئ او باید د پیسو د انتقال په وخت کې هغه کوډ پکې ولیکئ.‌
  • PushTAN   یا  AppTAN: تاسو د TAN کوډ د بانک د اپلیکیشن له لارې تر لاسه کوئ.‌
  • په دې طریقه کې تاسو دا TAN کوډ د ”TAN-Generator”  له خوا تر لاسه کوئ.‌ دا ځانګړې دستګاه هر ځل د خپل بانکي حساب د کتلو لپاره یو ځانګړئ‌ TAN جوړوي.‌ دا دستګاه په انلاین ډول یا هم د الکترونیکي توکو له پلورنځیو څخه تر لاسه کولی شئ.‌

اړین:‌ په جرمني کې د مالوماتو د امنیت وزارت ټینګار کوي چې د TAN-Generator له دستګاه څخه کار واخلی.‌ ځینې اپلیکیشنونه هم کولی شي‌ تر یوې اندازې ستاسو د بانک امنیت خوندي کړي.‌ اکثره بانکونه د مسېج له لارې د TAN د لېږلو له طریقې څخه کار نه اخلي ځکه چې دا دومره خوندي کار نه دی.‌

کولی شم منظم میاشتني او اونیز پرداختونه تر سره کړم؟‌

کولی شئ په ځانګړو وختونو کې ثابته اندازه پیسې ولېږئ د بېلګې په توګه په میاشتنۍ توګه د کور کرایې لېږد.‌ د پیسو د اتومات ډول لېږد لپاره دوه لارې شته چې یوه یې ("Dauerauftrag") او بله "SEPA direct debit ده.‌

د ثابت يا دوامداره لېږلو طریقه ("Dauerauftrag")

که غواړئ‌ چې یوه ثابته اندازه پیسې په معلومو وختونو کې له خپل بانک څخه چاته واستوئ نو د ثابت لېږل له طریقې څخه کار اخیستلی شئ او دا طریقه باید خپل بانکي حساب ته ور زیاته کړئ.‌‌ د بېلګې په توګه غواړئ چې په میاشتنۍ،‌ کلنۍ یا هم په کال کې دوه ځله دا پیسې بیا انتقال شي.‌ دا خدمت له تاسو سره مرسته کوي چې خپل پرداختونه په وخت تر سره کړئ‌ او هېر یې نه کړئ لکه د خپل کور کرایه پر وخت ورکړئ.‌  دا چاره هم په انټرنټي بانک اکونټونو کې هم په معمولي بانک اکونټونو کې فعالولی شئ.‌ د دې چارې د تر سره کولو لاندې مالوماتو ته اړتیا لرئ:‌

  • د تر لاسه کوونکي نوم
  • د تر لاسه کوونکي د IBAN شمېره
  • د پیسو اندازع
  • د لېږډ‌ ټاکل شوی وخت یعنې لومړی ځل په کومه نېټه غواړئ‌ پیسو ولېږئ‌ په دویم ځل یې غواړئ‌ په ورځنی،‌ اوونیزه او کلنی بڼه انتقال کړئ هم کولی شئ.‌
  • که غواړئ کوم غیر اروپایي هېواد ته پیسې ولېږئ نو باید د تر لاسه کوونکي د BIC شمېره هم پکې ولیکئ.‌

هر وخت کولی شئ‌ دا د ثابت لېږل طریقه یا Dauerauftrag د خپل بانک په انټرنټي صفحه کې تغیر کړئ یا یې هم لرې کړئ.‌

اړین:  له بانک څخه پوښتنه وکړئ چې د دې خدمتونو د کارونې لپاره باید اضافي لګښت ورکړئ‌ که نه.‌ معمولي بانکونه چې ډېرې څانګې لري معمولا پر دې خدمتونو یو څه اندازه پیسې ستاسو له اکونټ څخه ګرځوي او معمولا په انلاین بانکونو کې دا خدمتونه وړیا وي.‌

“SEPA Direct Debit”

په معلومو وختونو کې د ثابتې اندازې د پیسو د لېږد لپاره کولی شئ د SEPA direct debit له طریقې څخه هم کار واخلی.‌ په دې توګه تاسو د پیسو تر لاسه کوونکي ته اجازه ورکوئ‌ چې په ټاکلي‌ وخت ستاسو له اکونټ څځه ټاکل شوې اندازې پیسې تر لاسه کړي.‌ د بېلګې په توګه دا اجازه تاسو د خپل موبایل له لارې ځینې ځانګړو ورزشي کلپونو یا هم د میاشتنو بېلونو د پراداخت لپاره ورکولی شئ.‌ د دې ډول پیسو د پرداخت لپاره معمولا د پیسو ترلاسه کوونکی کس یا شرکت د "SEPA-Lastschriftmandat په نوم فورم تاسو ته استوي او تاسو ورته د پیسو د اخیستلو اجازه ورکولی شئ.‌

اړین:‌  کولی شئ کوم سیسټم مو چې د “SEPA Direct Debit” لپاره فعال کړئ دی په اتو اوونیو کې لغوه کړئ.‌ هر څومره پیسې چې د دې سیستم له بندولو څخه وروسته ستاسو له اکونټ څخه ګرځول کېږي بېرته یې بانک ستاسو اکونټ ته راګرځوي.‌ بانک باید دا کار وړیا وکړي حتا که تاسو د دې سیسټم په فعالولو کې کومه تېروتنه کړې وي.‌ تر ۱۳ اوونیو پورې وخت لرئ‌ چې د خپلې هر ډول تېروتنې په اړه بانک ته خبر ورکړئ.‌

هر وخت چې وغواړئ دا سیسټم غیر فعالولئ شئ.‌ هغه کس یا شرکت ته هم خبر ورکړئ چې غواړئ دا د پیسو د انتقال سیسټم نور بند کړئ.‌ په یاد ولرئ چې د دې سیټم د غیر فعالو لپاره هېڅ ډول دلیل ته اړتیا نه لرئ.‌ کومه لیک چې باید د دې سیسټم د غیر فعالولو لپاره بانک ته لېږئ حتا د قرارداد یا د اړوند مشتري شمېره هم پکې ذکر کړئ تر څو هغوی پوه شي چې دا لیک د چا له خوا ورته استول شوی دی.‌ د دې لیک له لاسلیک کولو وروسته د پوسټ له لارې یې هماغه کس یا شرکت ته ولېږئ.‌ په یاد مو وي،‌ کله چې دا سیسټم غیر فعاله کوئ یوازې د پیسو د لېږلو دا سیسټم مو غیر فعاله کړئ که له هغه شرکت یا کس سره کوم بل ځانګړی قرارداد ولرئ‌ هغه به بیا هم پر خپل ځای وي.‌

څنګه کولی شم له اروپا بهر بانکي اکونټ ته پیسې واستوم؟‌

له اروپا بهر د پیسو د لېږلو پر وخت ځینې بانکونه له تاسو څخه ټاکلي اندازه فیسونه اخلي چې ښایي ځینې وخت ډېر وي.‌ نو ښه ده،‌ چې له لېږد مخکې له بانک پوښتنه وکړئ چې د انتقال لپاره څومره فیس باید ورکړئ.‌ سربېره پر دې له اروپا بهر د پیسو لېږد ښایي څو ورځې وخت ونیسي دا چې لېږل شوې پیسې پر وخت د اخیستونکي لاس ته ورشي باید څو ورځې مخکې یې ولېږئ.‌

له اروپا بهر د پیسو د لېږلو لپاره لاندې مالوماتو باید ولرئ:‌

  • د پیسو انداز او ډول
  • د اخیستونکي نوم
  • د پیسو د تر لاسه کوونکي د IBAN شمېره
  • د پیسو د تر لاسه کوونکي د BIC شمېره

اړین:‌  که غواړئ چې له ۱۲۵۰۰یورو څخه زیاتې پیسې انتقال یا هم تر لاسه کړئ باید د جرمني فدرال بانک یا Deutsche Bundesbank ته راپور ورکړئ.‌ که دا کار ونه کړئ ښایي جریمه شئ.‌ کولئ شئ له +49 800 1234 111 شمېرې سره په اړیکه کې شئ او د جرمني فدرال بانک ته د پیسو د دقیقې اندازې په اړه مالومات ورکړئ.‌ د بانک کارکوونکي له دوشنبې تر جمعې پورې د سهار له ۹ تر ۳ بجو پورې زنګونه ځوابوي معمولا یوازې په جرمني ژبه خبرې کوي دا اړیکه نیول وړیا ده.

څوک زما اکونټ بندولی یا هم پیسې ترې ایستلی شي؟‌

یوازې تاسو خپل اکونټ ته لاسرسی لرئ.‌ بانک ستاسو له خوښې پرته نه شي د انتقال شویو یا راغلیو پیسو په اړه بل چاته مالومات ورکړي.‌ د قانون پر اساس خصوصي اکونټ درلودل ستاسو حق دی.‌

که غواړئ چې ستاسو بانک ته څوک لاسرسی ولري باید یو وکالت خط Vollmacht لاسلیک کړئ. د دې وکالت خط له لاسلیک څخه وروسته کولی شئ چا ته چې تاسو غواړئ اجازه ورکړئ چې ستاسو بانکي اکونټ وګوري او پیسې ترې وباسي.‌

څنګه مې بانک بدلولی شم؟‌

هر وخت چې وغواړئ خپل بانک مو بدلولئ شئ.‌ د قانون پر اساس ستاسو اوسنی او راتلونکی باید تاسو د بانک په بدلولو کې مرسته وکړي. دا همکاري د Kontowechselhilfe په نامه یادېږي د جرمني د ټولو بانکونو تر منځ‌ لازمي کار دی او معمولا باید فیس درنه وانخلي.‌

که غواړئ چې خپل بانک مو بدل کړئ،‌ لومړی باید په نوي بانک کې اکونټ خلاص کړئ.‌ بیا د یوه فورم له ډکولو وروسته کولئ شئ خپل اوسني بانک ته ووایئ چې تاسو سره نوي بانک ته د خپل حساب په انتقال کې مرسته وکړي د بدلون دا فورم معمولا  انلاین شته او له انټرنټ څځه یې ښکته کولی شئ.

پام مو وي:‌ دا چې د بانک د بدلون په جریان کې د بانکي اکونټ ته لاسرسی له لاسه ورنه کړئ،‌ خپل پخوانی اکونټ هغه وخت بند کړئ چې نوی اکونټ مو په بشپړه توګه فعال او د ګټې اخیستنې وړ وي.‌ ښه دا ده، چې د پخواني اکونټ د تړلو لپاره دوه میاشتې په تمه شئ.‌

د بانکي اکونټ د تړلو فورمه په جرمني ژبه د مصرف کوونکي د ملاتړ د مرکز له ویبسایټ څخه ښکته کولی شئ. د دې فورمې د ډکولو تر څنګ باید د پوست له لارې خپل بانکي حساب هم بانک ته ولېږئ په یاد ولرئ چې باید کار له لېږلو مخکې مات کړئ.‌

اعتباري کارت يا کرېدت کارت څه شی دی او څنګه یې اخیستی شم؟‌

د معمولي بانکي کارټ پر خلاف له اعتباري کارت سره کولی شئ د نړۍ په هر ګوټ کې چې وغواړئ نغدې پیسې را ایستلی شئ او یو څه په پېرلی شئ.‌ سربېره پر دې د ځینو انلاین شیانو د اخیستلو لپاره هم اعتباري کارټ ته اړتیا لرئ.‌ اکثرو بانکونه د دې کارت په سر ځینې اضافه فیسونه اخلي. نو ښه ده، چې د دې له اخیستلو مخکې یې لومړی د اضافي فیسونه په اړه مالومات وکړئ.‌

پام مو وي:‌ معمولا د جاري حساب درلودنکو لپاره بانکونه اعتباري کارټ نه ورکوري. له بانک څخه پوښتنه وکړئ چې د اعتباري کارټ د اخیستلو لپاره باید کوم شرایط پوره کړم.‌

اعتباري کارټونه بېلابېلو ډولونه لري.‌

  • د  „Credit Card“ یا  „Revolving Card په نوم کارټونه: د دې کارټ د درلودونکو لپاره بانک هره میاشت ستاسو له اکونټ څخه ټاکلې اندازه پیسې اخلي. که پیسې مو د میاشتې په جریان کې مصرف کړې وې،‌ معمولا باید د نورو پیسو د انتقال لپاره یو څه اندازه فیس یا سود ورکړئ.‌
  • د Charge Card په نوم کارټونه:‌ د دې کارټ درلودنکي حتمي نه ده چې باید سود ورکړي.‌ د میاشتې په پای کې چې تاسو هر څومره پیسې د خپل اعتباري کارټ‌ څخه مصرف کړې دي ستاسو له حساب څخه ګرځوي.‌
  • د "Debit Card په نوم کارټونه: د دې کارټ په کارونې سره کولی شئ د خپل بانکي اکونټ څخه په مستقیمه توګه پیسې مصرف کړئ هر څومره پیسې چې د دې کارټ له لارې مصرفوئ ستاسو له اصلي اکونټ څخه ګرځول کېږي.‌
  • د  Prepaid-Kreditkarte:‌ د دې کارټ په کارونې سره هم کولی شئ د خپل بانکي اکونټ څخه په مستقیمه توګه پیسې مصرف کړئ هر څومره پیسې چې د دې کارټ له لارې مصرفوئ ستاسو له اصلي اکونټ څخه ګرځول کېږي.‌

د بانکونو سربېره داسې موسسې هم شته چې  اعتباري کارټونه صادروي؛ لکه د هوایي چلند ادارې خو د دې هر موسسې اعتباري کارټونه یو تر بله توپیر کوي.‌ نو په دې اساس د اعتباري کارټ له صدور مخکې باید شرایط په دقیقه توګه ولولئ.‌

اړین:‌ ځینې وړاندیزونه چې د اعتباري کارټ د ورکړې لپاره کېږي،‌ تقلبي وي او باید ډېر زیات لګښتونه یې په راتلونکي کې ورکړئ.‌ د اعتباري کارټ‌ له لاسلیک مخکې باید له چا مشوره وغواړئ تر څو د ناسمو وړاندییزونو غلت نه شئ.‌ د لا ډېرو مالوماتو لپاره (له کوم ځای څخه مشوره تر لاسه کولی شم)‌ برخه ولولئ.‌

په بانکي اکونټ کې مې له شته پیسو څخه ډېرې مصرف کړې دي؛ څه باید وکړم؟‌

له جاري یا عادي اکونټونو سره له خپلو شته پیسو څخه زیاتې نه شئ مصرفولئ.‌ له خپلو پیسو څخه زیاتې یوازې هغه وخت ایستلی شئ چې له بانک سره کوم ځانګړی توافق ولرئ. دا چې تاسو څومره اضافه پیسې له خپلو له بانک څخه ایستلی شئ اندازه یې بانک ټاکي. دا کار معمولا ستاسو په عاید پورې اړه لري.

اړین:‌ حتا که بانک درته د اضافي پیسو د ایستلو اجازه هم درکوي باید د اضافي پیسو د ایستلو وروسته یو څه اندازه فیس بانک ته ورکړئ.‌

که قرضداره یاست او د خپلو قرضونو د ورکړې توان نه لرئ، د مرستې غوښتنه کولی شئ.‌ په دې اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره (چېرته مشوره اخیستی شم؟) برخه ولولئ.‌

چېرته مشوره ترلاسه کولای شم؟‌

که د اکونټ د جوړلو په برخه کې ستونزه لرئ، په جرمني ژبه د مصرف کوونکو د حقونو د ملاتړ له مرکز څخه مرسته غوښتلی شئ. د دې ادارې کارکوونکي د بانکي خدمتونو او قراردادونو په برخه کې بشپړ مالومات لري.‌

که د اکونټ د پرانیستلو د فورمونو په ډکولو کې مرستې ته اړتیا لرئ یا قرضداره یاست، کولی شئ‌ د کډوالو چارو له مشورتي مرکز یا هم د ځوانانو د مشورتي مرکزونو څخه مرسته وغواړئ.‌ د دې مرکزونو کارکوونکي په بېلابېلو ژبو خبرې کوي. د ځوانانو کډوالو د مشورې دفتر له ۲۷ کلونو څخه کم عمره کسانو او د کډوالو مشورتي مرکزونه ټولو کډوالو ته چې عمر یې له ۱۸ کلونو ډېر وي خدمتونه وړاندې کوي.‌

که بانک او کارکوونکي یې درسره تبعیضي چلند کوي،‌ له تبعیض سره د مبارزی له مرکز سره مشوره وکړئ.‌ د دې مرکز کارکوونکي د دوشنبې په ورځ‌ د ۱ نه تر ۳ بجو پورې او د جمعې په ورځې د سهار له نهو د غرمې ته ۱۲ بجو پورې په دغه  +49 30 - 18555 1855 شمېره د لاسرسي وړ وي.‌ سربېره پر دې کولی د دې ایمیل beratung@ads.bund.de  له لارې ورسره په اړیکه کې شئ.‌ د دې ادارې کارکوونکي په انګلیسي،‌ عربي او جرمني ژبه خبرې کوي.‌

اړین

د Verbraucherzentrale-brandenburg.de پر ویبسایټ د بانکي اکونټ د پرانیستلو او بانکي چارو په اړه مهم مالومات په فارسي/دري،‌ انګلیسي،‌ روسي او عربي شته چې لوستل به یې د دې چارو په مخ وړلو کې مرسته درسره وکړي.‌

Ein Projekt von:

Gefördert durch: