تکراري پوښتنې
ډېرې پوښتل شوې
هنډبوک جرمني : ټوګېدر
هنډبوک جرمني : ټوګېدر څه دی؟ هنډبوک جرمني : ټوګېدر (Handbook Germany : Together)د جرمني مېډيا د نويو فعالانو (Neuen deutschen Medienmacher*innen e.V.) ټولنې یوه پروژه ده. د دې پروژې وخت د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر پای پورې ټاکل شوی دی.
موخې
د هنډبوک جرمني : ټوګېدر پروژې موخې څه دي؟ موږ هغه کسانو ته د باور وړ مالومات، مشوره او د لومړنۍ لارښوونې خدمتونه وړاندې کوو چې د اروپايي ټولنې او د اروپايي اقتصادي سيمې غړي نه دي، خو په جرمني کې د پاتې کېدو چانس لري. دا پروژه د خلکو لپاره د حقوقي پروسو روښانتيا او د ادارو د مسؤلیتونو تشریح کوي او مرستندويو خدمتونو ته لاسرسی اسانوي.
په دې کې د زیانمنو کسانو لپاره د حقونو او مسؤلیتونو وضاحت هم شامل دی، څو هغوی په خپلو قانوني حقوقو پوه شي.
د حقوقي دولت یوه مهمه برخه د دې وضاحت دی چې څنګه خلک د ادارو د پرېکړو پر وړاندې اعتراض کولی شي. د ټولنیز ادغام لپاره مهمه ده چې خلک په خپلو حقونو او مسؤلیتونو پوه شي او په ورځني ژوند کې په اسانۍ سره بریالي شي. زموږ د معلوماتي خدمتونو موخه همدا ده.
په انټرنیټ کې، په بېلابېلو ژبو د مالوماتو وړاندې کول زموږ دندې یوه مهمه برخه ده. جرمني د یوه دیموکراتیک دولت په توګه ډاډ ورکوي چې حتی هغه کسان چې لږ جرمني ژبه يې زده وي، کولی شي د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره خپل حق وکاروي.
دا انلاین پلټفورم د ادغام په پروسه کې مهمه ونډه لري. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې (د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د سپتمبر تر۱۵ پورې) دا وېبسایټ شل اعشاريه ۷ ميليونه ځلې کتل شوی دی.
ډیجیټل بدلون یوه بنسټيزه او دوامداره پروسه ده چې زموږ د ژوند، کار کولو او اړیکو طریقه په اساسي بڼه بدلوي. له همدې امله، زموږ اصلي موخه دا ده چې د مهاجرت او ادغام په برخه کې ډیجیټل بدلون په فعاله توګه رهبري کړو.
موږ د دې لپاره داسې ډیجیټل زیربناوې جوړوو چې سازمانونه، ښاروالۍ او ادارې یې کارولی شي او د ادارو او وزارتونو د ډیجیټل خدماتو لپاره د مرکزي اړیکې نقطه شي. دا زیربناوې په پرلهپسې ډول پرمختګ کوي.
د جرمني په څېر د مهاجرت لپاره جذاب هېواد کې ډیجیټل کول اهمیت لري، څو د نړیوالو مسلکي کسانو او د هغوی د کورنیو لپاره زړه راښکونکی پاتې شي او هغه کسان چې د پاتې کېدو چانس لري، په ټولنیزو فعالیتونو کې ګډون وکړي.
منځپانګه
د هنډبوک جرمني: ټوګېدر پروژه څه ډول مالومات وړاندې کوي؟ هنډبوک جرمني: ټوګېدر د مختلفو موضوعاتو په اړه متنونه، ویډیوګانې او یو بحث فورم وړاندې کوي. د دې پروژې د پخوانیو مرحلو (د کډوالو لپاره د مرکزي معلوماتي پلټفارم www.handbookgermany.de)) د موادو په مرسته، موږ په اوس وخت کې د بېلابېلو سکالوګانو ۱۶۰ څپرکي په نهه ژبو وړاندې کوو چې لاندې برخې رانغاړي:
د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر ۱۹مې نېټې پورې:
- ژوند: په جرمني کې د ورځني ژوند په اړه مالومات، لکه د کور لټون، د کثافاتو جلا کول، بانکي معاملې او عامه ترانسپورت.
- کار: د دندې موندلو لارښوونې، د بهرنیو سندونو رسمي کول، د کارګرانو قانوني حقوق، ټولنیز امنیت، او مالیات.
- زدهکړه: د ماشومانو لپاره ښوونځي، د وړکتونونو مالومات، پوهنتونونه، او د مسلکي زدهکړې فرصتونه.
- ژبه: د ادغام او ژبې د کورسونو په اړه مالومات، د مسلک لپاره جرمني زدهکړه، او د ژبني مهارتونو د ښه کولو نور فرصتونه.
- حقوق او قوانین: د اساسي حقوقو روښانتيا، د اوسېدو او تابعیت پروسې، د مرستندویو ادارو (لکه د ماشومانو اداره او پولیس) مالومات او د تبعیض سره د مقابلې لارې چارې.
- کډوالي: د ویزې مالومات، په ځانګړي ډول د مسلکي کسانو لپاره، د استوګنې اجازې او د کورنۍ غړو د یوځای کېدو پروسه.
- کورنۍ: د ماشومانو پیسې، د والدینو وخت يا اېلټرنڅایت، د ماشومانو روزنه او د واده او سرپرستۍ اړوند مسایل.
- روغتیا: د روغتیايي سیستم وضاحت، د ډاکټرانو لیدنه، د مخنیوي تدابیر، او د بېړنیو حالاتو مالومات.
د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۹مې نېټې وروسته:
- ژوند: د ورځني ژوند اړوند مالومات، لکه د کثافاتو جلا کول، بانکي معاملې او عامه ترانسپورت.
- استوګنه: د کرایې، د کور لټون، استوګنې او کډه کولو په اړه لارښوونې.
- کار: د دندې موندلو لارښوونې، د بهرنیو سندونو رسمي کول، د کارګرانو حقونه، ټولنیز خونديتوب او مالیات.
- زدهکړه: د وړکتونونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او مسلکي زدهکړو په اړه مهم مالومات.
- ژبه: د ادغام او ژبې د کورسونو په اړه مالومات، د مسلکي کارونو لپاره د جرمني ژبې زدهکړه، او د ژبې د زدهکړې او ښه کولو نور فرصتونه.
- کډوالي: د ویزې مالومات، په ځانګړي ډول د مسلکي کسانو لپاره، د استوګنې اجازې او د کورنۍ یوځای کېدو پروسه.
- کورنۍ: د ماشومانو پیسې، د والدینو وخت (ایلټرنڅایت)، د ماشومانو روزنه، او د واده او سرپرستۍ اړوند مسایل.
- روغتیا: د روغتیايي سیستم وضاحت، د ډاکټرانو لیدنه، د مخنیوي تدابیر، او د بېړنیو حالاتو مالومات.
د هنډبوک جرمني: ټوګېدر پروژې ټول مواد د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۱۹مې نېټې وروسته په موجوده ډیجیټل زیربنا کې د پخوانیو تمویلي دورو (لکه: د ویبپاڼې handbookgermany.de د جوړېدو له وخته) له سیسټم سره یوځای شوي دي.
تمويل
د هنډبوک جرمني: ټوګېدر پروژه څنګه تمویلېږي؟
دا پروژه ۹۰ سلنه د اروپایي اتحادیې د پناه، مهاجرت او ادغام فنډ (AMIF) لخوا تمویلېږي. د دې ترڅنګ، د کورنیو چارو وزارت (BMI) او د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازي، چې همدارنګه د توکمیز تبعیض پر ضد د حکومت استازیتوب کوي، او د نړیوال مرستندویه کمیټې (IRC) لخوا تمويليږي.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د ټولې تمویل شوې بودیجې اندازه ۹٬۹۴۳٬۴۲۳،۲۳ یورو ده.
شاليد
د handbookgermany.de ویبپاڼه له کوم وخته شته؟
د handbookgermany.de ویبپاڼه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه انلاین شوه. په هغه وخت کې (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې) دا پروژه په رسمي ډول د "د کډوالو لپاره مرکزي معلوماتي پلټفارم www.handbookgermany.de په نوم یادیږي او د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله.
د پناه غوښتنې اړوند ټول څپرکي په هماغه وخت کې چمتو شوي وو او له هغه وخته یوازې د رضاکارانو لخوا تازه کېدل. سربېره پر دې، دغه پلټفارم د زدهکوونکو او د اوسېدو اجازه لرونکو لپاره د کار، استوګنې، کورنۍ او نورو سکالوګانو په اړه پراخه مالومات وړاندې کول.
د پروژې ټول تمویل:
د پروژې د بېلابېلو مرحلو لپاره ټول تمویل ۵٬۲۲۸٬۷٬۱.۴۲ یورو و.
د تمویلي دورو وېش:
- ۲۰۱۶: د کډوالو لپاره مالوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۱۳۵٬۶۱۶.۶۶ یورو - ۲۰۱۷: د کډوالو لپاره مالوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۴۷۶٬۲۳۹.۶۱ یورو - ۲۰۱۸: د کډوالو لپاره مرکزي مالوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۸۰۴٬۲۰۶.۹۶ یورو - ۲۰۱۹: د کډوالو لپاره مرکزي مالوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۸۵۲٬۵۶۸.۰۰ یورو - ۲۰۲۰: د کډوالو لپاره مرکزي معلوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۹۱۷٬۰۶۸.۰۰ یورو - ۲۰۲۱: د کډوالو لپاره مرکزي مالوماتي پلټفارم
په ښځو تمرکز - د فعالو معلوماتو وړاندې کول
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۱٬۰۱۸٬۳۵۳.۰۰ یورو - ۲۰۲۲: د کډوالو لپاره مرکزي مالوماتي پلټفارم
د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېدله: ۱٬۰۲۴٬۶۴۹.۱۹ یورو
د "Together in Germany" او "Handbook Germany: Together" پروژو اړیکه
د "Together in Germany" بشپړ نوم دا و: )د درېمو هېوادونو اړوند کسانو لپاره د جرمني د ژوند په اړه د ټولنيز پلټفورم جوړول(. د دې پروژې موخه د یوه داسې ټولنېز پلټفارم جوړښت و چې د درېمو هېوادونو د هغو اتباعو لپاره وي چې په جرمني کې د پاتې کېدو چانس ولري. په دې پلټفارم کې د مشورتي ادارو د کارکوونکو او په نښه شوې ډلې لپاره د فعال ګډون فرصتونه وو. دغه پلټفارم د مالوماتو خونديتوب له نړیوال معیار سره سم ډیجیټل چاپېریال وړاندې کوي، چې له ټولنیزو شبکو څخه په بېله توګه کار کوي. په دې پلټفورم کې د پوښتنو لپاره ځوابونه او مرسته ترلاسه کېدای شوه او مشورتي چاپېريال ته لاسرسي اسانېده.
دا ټولنيز پلیفارم اوس په "Handbook Germany: Together" پروژه کې له مالوماتي پاڼو سره یوځای شوی، پراخ شوی او نوې ډیجیټل زیربنا ته لېږدول شوی دی.
د دې پروژې د تمویل موده د ۲۰۲۰ کال د نومبر له ۱۵مې نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې وه. دا پروژه ۹۰ سلنه د اروپایي اتحادیې د پنا، مهاجرت او ادغام فنډ (AMIF) لخوا تمویلېده، او د مهاجرت او پناه د فدرالي ادارې (BAMF) او د برلین د ادغام، کار او ټولنیزو چارو د سنا ادارې، او وروسته د (IRC) لخوا يې مالي ملاتړ کېده.
د دې پروژې د ټول تمویل اندازه ۱٬۸۲۱٬۰۰۱.۳۲ یورو وه.
وروستي مالومات
د زولینګن له برید وروسته: زموږ وېبپاڼه د ۲۰۲۴ کال د اګست له ۲۸مې نېټې راهیسې د ناسم ادعاوو هدف ګرځېدلې ده.
موږ هېڅکله داسې لارښوونې نه کوو چې څنګه قوانین تر پښو لاندې کړای شي. په اصل کې موږ د قانوني حالت په اړه بشپړ مالومات ورکوو. هغه اخستل شوي متنونه چې په ځینو بلاګونو کې خپرېږي ناسم دي. داسې ویل کېږي چې موږ، چې د کورنیو چارو وزارت او د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د حکومت استازې لخوا تمویلېږو، هغو کډوالو ته د جرمني پرېښودو امر ورته شوی دی، د شړلو څخه د مخنیوي لارې چارې وړاندې کوو. دا بېخي ناسم دي.
د "Handbook Germany" پروژه د هغو خلکو لپاره مالومات وړاندې کوي چې جرمني ته کډوال شوي دي. موږ د دوی د ژوند د اسانتیا لپاره عملي لارښوونې ورکوو او د دوی حقونه او مسؤلیتونه روښانوو. د دې کار یوه برخه د پناغوښتنې پروسه وه. په دې کې موږ روښانوو چې دا پروسه څنګه پرمخ ځي، د استوګنې کوم ډول سندونه شته او کوم مسؤلیتونه باید په پام کې ونیول شي. په دې کې، لکه څنګه چې په يوه قانوني دولت کې معمول دی، د پناغوښتنې له رد وروسته د قانوني شونتياوو روښانتيا هم شامله ده.
زموږ موخه دا ده چې د ادغام په پروسه کې د خلکو ملاتړ وکړو، څو دوی په جرمني کې په خپلو حقونو او مسؤلیتونو پوه شي. زموږ د مالوماتو له لارې، موږ په دې برخه کې مهم رول لوبوو.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ