د کارولو شرایط
د تطبیق ساحه
لاندې شرایط د "Handbook Germany: Together" له پلېټفارم نه د استفادې په موخه مطرح کېږي. دا شرایط د کاروونکو، د ټولنې مدیرانو، بهرنیو مشاورینو او د وېبپاڼې چلوونکي "Neue deutsche Medienmacherinnen e. V." تر منځ د تطبیق وړ دي. یاده اداره، چې ایلا شینډلر او ناتالي سابلوفسکي یې استازیتوب کوي، د برلین په Potsdamer Str. 99, 10785 کې موقعیت لري.
کاروونکي له "Handbook Germany: Together" پلېټفارم څخه یواځې هغه وخت ګټه پورته کولی شي، چې لاندې شرایط ومني؛
نوملیکنه، ګډون او غړیتوب
- د "Handbook Germany: Together"له پلېټفارم څخه په فعاله توګه د ګټې اخیستنې لپاره باید کاروونکي مخکې له مخکې ځانونه ثبت کړي. کاروونکي یواځې د نوملیکنې په پروسه کې له بریالي کېدو وروسته د یاد انجمن له پلېټفارم څخه ګټه اخیستلی شي.
- دا پلېټفارم د هغو عادي اشخاصو لپاره ځانګړی شوی دی، چې لږ تر لږه ۱۶ کاله عمر ولري. له ۱۶ کالو د کم عمر لرونکو وګړو پر مخ ثبتنام بند دی او استفاده نهشي ترې کولی.
- د غړیتوب اخیستل په وړیا ډول دي.
- کاروونکي اجازه نهلري، چې خپل حساب(اکونټ) کوم بل چا ته د استفادې لپاره ورکړي. هغوی د خپلو حسابونو د معلوماتو د پټ ساتلو مسوول دي.
د چمتوکوونکي خدمتونه
- چمتوکوونکی کاروونکو ته اجازه ورکوي، چې د یادو شرایطو د منلو له مخې د "Handbook Germany: Together" پلېټفارم له لارې خپل مطالب خپاره کړي. چمتوکوونکی د خپلو تخنیکي او اقتصادي امکاناتو په محدوده کې په شرایطو د برابرو کسانو لپاره په وړیا ډول د موضوعاتو او بحثونو د انتخابولو فورم جوړوي.
- چمتوکوونکی همداراز د خپلو کاروونکو لپاره د خصوصي پیغامونو د تبادلې په برخه کې په وړیا ډول اسانتیاوې رامنځته کوي، هغوی به له دغو اسانتیاوو څخه په استفادې سره کولی شي، چې د انجمن له مدیرانو اوبهرنیو مشاورینوسره په اړیکه کې واوسي؛ خو کاروونکي حق نهلري، چې د مشورې د ترلاسه کولو قانوني تضمین ترلاسه کړي.
- چمتوکوونکی هڅه کوي، چې خپل خدمتونه تل فعال وساتي؛ خو په دې برخه کې له دې پرته هېڅ اضافي مکلفیت نهلري.
- چمتوکوونکی د خپرو شویو مطالبو د کرهوالي، بشپړتیا، اعتبار، نويوالي او ګټورتیا تضمین نه ورکوي.
- شخصي پیغامونه
- د شخصي پیغامونو تبادله کول د فورم د مدیرانو او مشاورینو په مسوولیتونو او مکلفیتونو هېڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم اغېز نهکوي. د ټولنې مدیران او مشاورین خپلې چارې له قانوني مقرراتو سره سمې په خپلواک او مسلکي ډول ترسره کوي.
- چمتوکوونکی د کاروونکو او د ټولنې د مدیرانو تر منځ شخصي پیغامونه له ۲ کالو غیر فعاله اوسېدو وروسته پاکوي. د شخصي پیغامونو پاکول له غړیتوب سره تړاو لري؛ په دې اړه ۷مې فقرې ته مراجعه وکړئ.
- د مسوولیت نه منل
- چمتوکوونکی د کاروونکو د هغو زیانونو د جبران مسوولیت په غاړه نه اخلي، چې په اړه یې ځانګړي مکلفیتونه نهدي موجود. که چېرته کاروونکي د قانوني استازو او مرستندویانو پر وړاندې دعوې مطرح کړي، نو قانوني استازي او مرستندویان د پورته ذکر شوي اصل په اساس د کاروونکو دعوې ردولی شي.
- ژوند، بدن او روغتیا ته زیان رسېدل؛ له پورته اصل څخه مستثنا دي. که چېرته د کاروونکي ژوند، بدن او روغتیا ته زیان رسېږي، نو چمتوکوونکی یې د بدلې په ورکړه مکلف دی. د قراردادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د قرارداد د مهمو مکلفیتونو پر ځای کول اړین دي. له قانوني استازو او مرستندویانو څخه په هغه صورت کې د مسوولیت د نه منلو حق سلب کېږي، چې زیان د دوی د بېغورۍ له امله او یا په قصدي ډول رامنځته شوی وي.
- د کاروونکو مکلفیتونه
- کاروونکي باید له چمتوکوونکي سره ژمنه وکړي، چې غیراخلاقي او یا د نافذه قوانینو خلاف مطالب به نه خپروي. کاروونکي مکلف دي، چې د لاندې مواردو لرونکو مطالبو له خپرولو څخه ډډه وکړي؛
- هغه مطالب، چې د شخصي معلوماتو لرونکي دي،
- هغه مطالب، چې یو جرمي عمل بشپړوي، یا بېنظمي رامنځته کوي،
- هغه مطالب، چې د خپروونکو د حقونو، د نښو(لوګو/واټرمارک) حقونو او یا د سیالۍ(رقابت) د قانون خلاف وي،
- هغه مطالب، چې د حقوقي خدمتونو د قانون خلاف وي،
- هغه مطالب، چې د سپکاوي، نژادپالنې، جنسیتي تبعیض، فحش او نورو تعصباتو اړوند مواد ولري،
- هغه مطالب، چې ناوړه ژبه، له افراطي ډلو سره د اشخاصو پرتله کول، ګواښونه او یا بېثبوته تورونه ولري،
- هغه مطالب، چې د اعلاناتو لرونکي وي؛ په دې اړه ۲یم بند ته مراجعه وکړئ.
- سوداګریز او تبلیغاتي مواد
په تبصرو او لاسلیکونو کې سوداګریز او تبلیغاتي مواد (لکه اعلانات، پروموشن، تکراري نښې یا د خپلې وېبپاڼې لینکونه او پټ اعلانات) منعه دي؛ خو د هغو لینکونو د خپرولو اجازه شته، چې د اړوندې موضوع په اړه نور معلومات او لارښوونې وړاندې کوي. د دې معلومول، چې کومه تبصره یا لاسلیک د اعلاناتو لرونکي دي او کومه یې د معلوماتو/مشورو، اسانه چاره نهده، په همدې اساس هره هغه تبصره یا لاسلیک، چې چمتوکوونکي ته اعلان ښکاره شي، له منځه یې وړي.
- کېدلی شي، له مطالبو سره یو ځای لېنکونه هم خپاره شي. چمتوکوونکی د دغو لېنکونو د منځپانګې مسوول نهدی او نه یې هم پلټنه کوي؛ خو چمتوکوونکی د هغو لېنکونو د له منځه وړلو حق لري، چې منځپانګه یې د کارونې له اصولو سره په ټکر کې وي.
- که چېرته کاروونکی د چمتوکوونکي شرایط، په ځانګړي ډول د ۱ پاراګراف اړوند مکلفیتونه نقض کړي، نو چمتوکوونکی حق لري، چې د کاروونکي غړیتوب لغوه کړي، د ده اړوند ټول مواد تعدیل یا حذف کړي او پلېټفارم ته د لاسرسي حق ترې واخلي. د دې تر څنګ کاروونکي مکلف دي، چې د دا ډول سرغړونو له امله رامنځته شوي زیانونه جبران کړي.
- چمتوکوونکی د هغو موادو او محتویاتو د له منځه وړلو حق لري، چې د قانوني سرغړونې احتمال ولري.
- چمتوکوونکی حق لري، چې کاروونکي د هغو درېیمګړو له دعوو څخه خوندي کړي، چې د کاروونکو د حقوقو د نقض له امله رامنځته کېږي. کاروونکي باید د دا ډول دعوو په ردولو کې له چمتوکوونکي سره مرسته وکړي. د دې ترڅنګ کاروونکي مکلف دي، چې چمتوکوونکي ته د قانوني دفاع لپاره لګښتونه ورکړي.
۷. د غړیتوب پای ته رسول
- چمتوکوونکی کولی شي، چې له کومې خبرتیا پرته د کاروونکي غړیتوب پای ته ورسوي.
- کاروونکي کولی شي، چې له کومې خبرتیا پرته خپل غړیتوب پای ته ورسوي.
- که چېرته کاروونکی پهخپله یا د بل چا په وسیله حساب له منځه یوسي، نو د دوی پوسټونه به د حساب د لغوه کېدلو سربېره هم په پېلټفارم کې د ټولو کاروونکو لپاره د استفادې وړ وي او له منځه به نه ځي؛ خو نور معلومات، په ځانګړي ډول شخصي پیغامونه یې له منځه وړل کېږي. البته د کاروونکي په غوښتنه د دوی پوسټونه هم له منځه تللی شي، د دې کار لپاره کاروونکی باید چمتوکوونکي ته خبر ورکړي.
- که چېرته کاروونکی د «Handbook Germany: Together» پلېټفارم له ۲ کلونو نه د زیات وخت لپاره غیر فعال وساتي، نو حساب یې له منځه وړل کېږي. کاروونکي ته د حساب له منځه وړلو څخه د مخه د ايمېل له لارې خبر ورکول کیږي.
- د وړاندې شوي خدمت بدلول یا متوقف کول
- چمتوکوونکی حق لري، چې د «Handbook Germany: Together» پلېټفارم کې بدلونونه راولي.
- چمتوکوونکی حق لري، چې خپل خدمت پای ته ورسوي، خو باید ۱۴ ورځې مخکې خبر ورکړي. که چېرې خدمت پای ته رسېږي، نو چمتوکوونکی حق لري، چې د کاروونکو له خوا تولید شوې محتوا یا مواد له منځه یوسي.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ