د محرمیت پالیسۍ اعلامیه
د هر ډول راټولولو، کارولو، زېرمه کولو، حذفولو یا نورو کارونو (تر دې وروسته "پروسېس" بلل کېږي.) موخه یواځې زموږ د خدمتونو وړاندې کول دي. زموږ خدمتونه په داسې ډول ډیزاین شوي دي، چې د امکان تر حده شخصي مالومات لږ وکارول شي.
دلته "شخصي مالومات" (تر دې وروسته "مالومات" هم بلل کېږي.) د هر هغه ځانګړي یا تشخیصېدونکي حقیقي شخص (مشخص یا تشخیصېدونکی فرد) شخصي یا موضوعي وضعیت ته اشاره کوي.
لاندې توضیحات د محرمیت په اړه دا راڅرګندوي، چې زموږ د اېنټرنیټي خدمت کارولو پر مهال کوم ډول شخصي مالومات پروسېس کېږي، له دغو مالوماتو سره څه کېږي او تاسو څنګه کولی شئ، چې د مالوماتو د پروسېس کولو مخالفت وکړئ.
۱. د دغې وېبپاڼې د محرمیت په اړه عمومي مالومات
۱. ۱. مسوول شخص
د اروپايي اتحادیې د عمومي مالوماتو د ساتنې د مقرراتو (DSGVO) له مخې مسوول شخص:
Neue deutsche Medienmacher*innen e.V.
پته: Potsdamer Str. 99, 10785 Berlin
ټیلیفون: 030-269 472 30
برېښنالیک: privacy@handbookgermany.de
وېبپاڼه: www.handbookgermany.de
۱. ۲. د محرمیت مسوول شخص
د محرمیت مسوول کمال ویبرسهن دی، چې له WS Datenschutz GmbH څخه دی.
که تاسو د محرمیت په اړه پوښتنې لرئ، نو د لاندې برېښنالیک له لارې له WS Datenschutz GmbH سره اړیکه ونیسئ؛
برېښنالیک: neuemedienmacher@ws-datenschutz.de
پته: WS Datenschutz GmbH, Dircksenstraße 51, D-10178 Berlin
وېبپاڼه: https://webersohnundscholtz.de
۱. ۳. ستاسو د مالوماتو ساتنه
موږ تخنیکي او تنظیمي تدابیر نیولي، چې ډاډ ترلاسه شي چې د DSGVO مقررات نه یواځې زموږ له خوا، بلکې د هغو بهرنیو خدمتبرابروونکو له خوا هم رعایت شي، چې زموږ لپاره کار کوي.
که موږ د خپلو خدمتونو وړاندې کولو لپاره له نورو شرکتونو (لکه د ايمېل یا سرور چمتو کوونکو) سره کار وکړو، نو دا کار یواځې د پراخ انتخابي بهیر له مخې ترسره کېږي.
په دې بهیر کې هر خدمتبرابروونکی د محرمیت د تخنیکي او تنظیمي وړتیاوو له مخې په دقت سره ارزول کېږي. دا پروسه په لیکلي ډول ثبتېږي او یواځې هغه مهال د DSGVO د ۲۸مې مادې د ۳مې فقرې له مخې د شخصي مالوماتو د پروسېس کولو تړون (AV-Vertrag) ورسره لاسلیک کېږي، که چېرې دا د DSGVO د ۲۸مې مادې معیارونه پوره کړي.
ستاسې مالومات په ځانګړي ډول خوندي سرورونو کې زېرمه کېږي او یواځې کم شمېر ځانګړو اشخاصو ته دا اجازه ورکول کېږي، چې لاسرسی ورته ولري.
زموږ وېبپاڼه SSL/TLS کوډ شوې ده، چې تاسې یې د "https://" له لارې د URL په پیل کې پېژندلی شئ.
۱. ۴. د شخصي مالوماتو حذف
موږ شخصي مالومات یواځې تر هغه وخته پروسېس کوو، چې اړتیا ورته وي. کله چې د مالوماتو د پروسېس کولو موخه بشپړه شي، نو د محلي حذف کولو پالیسۍ له مخې دا مالومات بندېږي او حذفېږي، پرته له دې چې د حذفولو خلاف مشخص قانوني مقررات موجود وي.
۲. د دې وېبپاڼې د مالوماتو پروسېس او د لوګ فایلونو جوړول
۲. ۱. د مالوماتو پروسېس کولو اړوند سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
کله چې تاسو زموږ وېبپاڼه کاروئ، زموږ وېب سرورونه ستاسو د هر لاسرسي موقتي ثبتونه په پروتوکول فایل (log file) کې ساتي. لاندې شخصي مالومات ثبتېږي او تر اتومات حذف پورې همالته زېرمه کېږي؛
د غوښتنه کوونکي کمپیوټر IP پته
د لاسرسي نېټه او وخت
د کارېدونکي براوزر او عملیاتي سېسټم د پېژندنې مالومات
هغه وېبپاڼه، چې په وسیله یې لاسرسی شوی دی
د دغو مالوماتو پروسېس زموږ د Hetzner Online GmbH کوربه چمتوکوونکي له خوا ترسره کېږي.
۲. ۲. د مالوماتو پروسېس قانوني بنسټ
د دغو مالوماتو پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) له مخې ترسره کېږي. زموږ قانوني ګټه دا ده، چې تاسو ته زموږ خپله وېبپاڼه وړاندې کړو.
۲. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
د مالوماتو پروسېس د دې لپاره ترسره کېږي، چې د وېبپاڼې کارولو اسانتیا برابره شي، یعنې د اتصال جوړښت رامنځته شي. دا د سېسټم د خوندیتابه، د شبکې زېربنا تخنیکي مدیریت او د اېنټرنېټي خدمتونو د ښهوالي لپاره کارول کېږي.
IP پته یواځې هغه مهال ارزول کېږي، چې زموږ د شبکې زېربنا یا زموږ د اېنټرنېټ چمتوکوونکې شبکې زېربنا باندې برید وشي.
۲. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
شخصي مالومات به هغه وخت حذف شي، کله چې نور د پورته یادو شویو موخو لپاره اړتیا ورته نه وي. دا هغه مهال پېښېږي، کله چې تاسو وېبپاڼه وتړئ.
زموږ له کوربه چمتوکوونکي (Hosting Provider) سره دا مالومات له څلورو اوونیو وروسته ړنګېږي.
۲. ۵. د مالوماتو د پروسېس د بندولو امکان
دا وېبپاڼه یواځې هغه وخت ښکاره کېدی شي، څه وخت چې پورته یاد شوي مالومات پروسېس شي.
که تاسو د دغو مالوماتو د دوامداره پروسېس مخالفت لرئ، نو مهرباني وکړئ، زموږ د محرمیت له مسوول یا هم له کوربه چمتوکوونکي (Hosting Provider) سره اړیکه ونیسئ.
۳. د کوکيز (Cookies) کارول
۳. ۱. د مالوماتو پروسېس کولو اړوند سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
زموږ وېبپاڼه کوکيز کاروي. کله چې تاسو زموږ وېبپاڼه کاروئ، دا کوکيز ستاسو په کمپیوټر کې زېرمه کېږي.
کوکيز کوچني متني فایلونه دي، چې ستاسو له هارډ ډېسک، براوزر او مشخصو خدماتو سره تړل کېږي او د دې په وسیله موږ یا هغه اداره، چې کوکي ځای پر ځای کوي، مشخص مالومات ترلاسه کوو. کوکيز نهشي کولی پروګرامونه اجرا کړي یا ویروسونه انتقال کړي.
دا کوکيز د لاندې مالوماتو د راټولولو لپاره کارول کېږي؛
د وېبپاڼې د لیدنو تکرار
هغه ځانګړتیاوې، چې تاسو یې له وېبپاڼې څخه کاروئ
د هغو کلمو ثبتول، چې تاسو یې په لټون کې کاروئ
ستاسو د کوکي ترتیبات
ستاسو د ژبې تنظیمات
کله چې تاسو وېبپاڼه خلاصوئ، یو کوکي بینر به تاسو ته د کوکيز د کارولو په اړه خبر درکړي او د محرمیت پالیسۍ لوري ته به تاسو ته اشاره وشي.
۳. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
هغه کوکيز، چې یواځې د وېبپاڼې د فعالیت لپاره اړین دي، د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) له مخې پروسېس کېږي.
هغه کوکيز، چې د اضافي موخو لپاره کارول کېږي، د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې، یواځې ستاسو د رضایت پر اساس پروسېس کېږي.
۳. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
زموږ قانوني ګټې د دې لپاره دي، چې د اړیکې د جوړولو یوه هوسا پروسه ډاډمنه کړو، باثباته او آسانه کارَونه یې تضمین کړو او همدارنګه د مالوماتو پروسېس د دې لپاره تر سره کېږي، چې د وېبپاڼې د کارونې احصایوي ارزونه شونې کړي.
۳. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
دوه ډوله کوکيز کارول کېږي:
۱. ټرانزیټي کوکيز (Transiente Cookies):
۲. دوامداره کوکيز (Persistente Cookies):
الف. ټرانزیټي کوکيز(Transiente Cookies): کله چې براوزر وتړئ، په اتومات ډول باندې ړنګېږي؛ په دې کې سېشن کوکيز (Session Cookies) شامل دي، چې د Session-ID په کارولو سره ستاسو براوزر له وېبپاڼې سره تړلی ساتي. سېشن کوکيز هغه وخت حذفېږي، چې تاسو براوزر وتړئ، یا له سېستم څخه ووځئ.
ب. دوامداره کوکيز :(Persistente Cookies)دا کوکيز د ټاکل شوې مودې لپاره خوندي پاتې کېږي، چې د کوکي له نوعیت سره سم توپیر لري. دا کوکيز هغه وخت په اتومات ډول ړنګېږي، کله چې ټاکل شوی وخت پای ته ورسېږي.
۳. ۵. د شخصي مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
تاسو هر وخت دا امکان لرئ، چې د هغو کوکيزو (Cookies) له لارې د مالوماتو پروسېس کولو رضایت بېرته واخلئ، چې یواځې د وېبپاڼې د فعالیت لپاره نه وي.
همدارنګه موږ یواځې هغه مهال کوکيز فعالوو، چې تاسو د وېبپاڼې د خلاصولو پر مهال د کوکيزو د فعالولو رضایت ورکړئ. په دې توګه، تاسو کولی شئ د کوکيزو له لارې د مالوماتو د پروسېس مخنیوی وکړئ. تاسو کولی شئ هر وخت د خپل براوزر د امنیتي تنظیماتو له لارې کوکيز حذف کړئ؛ خو یادونه مو وي، چې ښايي تاسو د وېبپاڼې ټولې ځانګړتیاوې ونهشئ کارولی. همدارنګه تاسو کولی شئ، د خپل اېنټرنېټ براوزر په تنظیماتو کې د کوکيزو فعالول هر وخت بند کړئ.
۴. اړیکه
۴. ۱. د مالوماتو پروسېس کولو اړوند سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
کله چې تاسو له موږ سره اړیکه نیسئ؛ (د بېلګې په توګه، د برېښنالیک له لارې)، موږ ستاسو مالومات (لکه برېښنالیک، نوم، تخلص او پیغام) د پوښتنې د حل لپاره پروسېس کوو.
ستاسو مالومات به له اجازې پرته درېیم لوري ته نه ورکول کېږي.
۴. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
که د مالوماتو پروسېس د یوه تړون د عملي کولو یا له تړون څخه د مخکې اقداماتو لپاره اړین وي، نو دا پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(b) له مخې ترسره کېږي.
نور شخصي مالومات یواځې ستاسو د رضایت په اساس باندې پروسېس کېږي؛ د (DSGVO) د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a)، یا که موږ د مالوماتو پروسېس کولو قانوني دلیل ولرو، د (DSGVO) د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) په اساس، لکه ستاسو برېښنالیک ته ځواب ورکول.
۴. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
موږ ستاسو مالومات یواځې د دې لپاره پروسېس کوو، چې ستاسو د اړیکې غوښتنه وڅېړو.
۴. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
که ځانګړې موده نه وي مشخصه شوې، شخصي مالومات به یواځې تر هغه وخته زېرمه شي، چې د ټاکل شوې موخې د پوره کولو لپاره اړینه وي.
په ځینو مواردو کې، د مالي او سوداګریزو قوانینو له مخې، د مالوماتو زېرمه کول اړین دي. په دغو مواردو کې، مالومات یواځې د قانوني اړتیاوو لپاره ساتل کېږي او له ټاکل شوې مودې وروسته ړنګېږي.
۴. ۵. د شخصي مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
تاسو کولی شئ، هر وخت له موږ سره اړیکه ونیسئ او د خپلو مالوماتو د لا ډېر پروسېس مخالفت وکړئ.
په داسې حالت کې موږ نهشو کولی له تاسو سره اړیکه وساتو او ټول هغه شخصي مالومات، چې د اړیکې نیولو پر مهال پروسېس شوي، ړنک به شي، پرته له دې چې د قانون له مخې د زېرمه کولو اړتیا موجوده وي.
۵. په وېبپاڼه کې راجسټرېشن
۵. ۱. د مالوماتو پروسېس کولو اړوند سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
تاسو کولی شئ، زموږ په وېبپاڼه کې راجسټر شئ. د دې لپاره اړینه ده، چې شخصي مالومات د نوملیکنې په فورمه کې ورسوئ؛ لږ تر لږه لاندې مالومات باید ولیکل شي؛
تخلص (Nickname)
برېښنالیک (E-Mail-Adress)
پاسورډ (Password)
د نوملیکنې د فورمې له لارې ورکول شوي مالومات یواځې د نوملیکنې د پروسېس لپاره کارول کېږي او درېیم اړخ ته نه ورکول کېږي.
۵. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
که تاسو هغه مالومات داخل کړئ، چې د نوملیکنې د فورمې اړینې برخې دي، نو دا پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(b) له مخې ترسره کېږي. که تاسو اضافي (اختیاري) مالومات داخل کړئ، نو دا پروسېس ستاسو د رضایت پر اساس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې ترسره کېږي.
۵. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
موږ ستاسو مالومات یواځې د دې لپاره پروسېس کوو، چې ستاسو نوملیکنه بشپړه کړو او ستاسو کاري حساب مدیریت کړو.
۵. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
کله چې نوملیکنه پای ته ورسېږي، مالومات به ړنګ شي؛ دا هغه مهال پېښېږي، کله چې تاسو خپل حساب وتړئ او د مالوماتو ساتلو ته هېڅ قانوني یا اداري اړتیا نه وي پاتې.
۵. ۵. د شخصي مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
د نوملیکنې پر مهال یا وروسته، تاسو کولی شئ خپل مالومات اصلاح، بدل، یا حذف کړئ. که تاسو دوه کاله خپل حساب ونه کاروئ، نو حساب به په اتومات ډول باندې له منځه ولاړ شي. د حساب د له منځه تللو وړاندې تاسو ته خبر درکول کېږي. یواځې حسابونه او مستقیم پیغامونه له منځه ځي؛ خو لیکنې به ړنګې نهشي، بلکې د کاروونکي هویت به نامعلوم (Anonymous) شي.
۵. ۶. د ټولنیزو رسنیو له لارې ننوتل (Social Login)
۵. ۶. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو په اړه سپیناوی
موږ تاسو ته دا امکان درکوو، چې د لاندې اکاونټونو له لارې زموږ وېبپاڼې ته ننوځئ او راجسټر شئ؛
فېسبوک حساب
ګوګل حساب
په دغه حالت کې، د دې وېبپاڼې لپاره اضافي نوملیکنې ته اړتیا نهشته. پر ځای یې ستاسو د ټولنیزې شبکې حساب زموږ د وېبپاڼې له حساب سره نښلي، چې تاسو وکولی شئ، د خپل Social Media حساب له لارې د کاروونکي حساب تایید کړئ او ورننوځئ. د دغې چارې ګټې دا دي، چې تاسو ته اړتیا نهشته، چې د دغې وېبپاڼې لپاره نوی رمز (Password) خوندي کړئ.
د حساب د نښلېدنې له لارې، موږ لاندې مالومات له Meta Platforms Ireland Limited یا Google LLC څخه ترلاسه کوو؛
د Meta له خوا راکول کېدونکي مالومات؛
Social-ID
نوم
تخلص
دوهیم نوم
د نوم بڼه
پروفایل عکس
تخلص (Nickname)
د برېښنالیک پته
ستاسو د عامه پروفایل لینک
د فېسبوک د لا زیاتو تنظیماتو لپاره: https://developers.facebook.com/docs/facebook-login/permissions
د Google له خوا راکول کېدونکي مالومات؛
Social-ID
بشپړ نوم
د حساب نوم
تخلص (Family Name)
URL
د برېښنالیک پته
ستاسو د عامه پروفایل لینک
د ګوګل د لا زیاتو تنظیماتو لپاره: https://developers.google.com/identity/sign-in/web/
تاسو کولی شئ، چې د تنظیماتو له لارې دا محدود کړئ، چې یواځې (ID) انتقال شي.
د ټولنیزو رسنیو د ننوتلو، انتقالېدونکو مالوماتو او د محرمیت تنظیماتو په اړه نور مالومات له لاندې لینکونو څخه ترلاسه کولی شئ؛
Meta: https://www.facebook.com/legal/terms
Google: http://www.google.com/policies/privacy/?hl=de
۵. ۶. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
که نوم، تخلص او د برېښنالیک پته انتقال شي، دا د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(b) له مخې ترسره کېږي.
نور ټول مالومات چې تاسو یې موږ ته راکوئ، ستاسو رضایت ته اړتیا لري او د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې پروسېس کېږي.
۵. ۶. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
د ټولنیزې شبکې د حساب له لارې د ننوتلو (Social Login) اسانتیا، چې د نوملیکنې پروسه ساده شي او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له لوري د وېبپاڼې د کارولو تحلیل او ارزونه.
۵. ۶. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
د ټولنیزې شبکې د حساب له لارې د ننوتلو (Social Login) مالومات به تر هغه وخته زېرمه وي، تر څو پورې یې چې تاسو پهخپله د ړنګولو غوښتنه ونهکړئ.
۵. ۶. ۵. د شخصي مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
که تاسو نه غواړئ، چې د ټولنیزې شبکې د حساب له لارې د ننوتلو (Social Login) سېسټم وکاروئ، نو عادي نوملیکنه (Manual Registration) وکړئ. تاسو کولی شئ د نوملیکنې پر مهال یا تر نوملیکنې وروسته خپل مالومات اصلاح، بدل یا حذف کړئ.که د مالوماتو پروسېس ستاسو د رضایت پر بنسټ وي، تاسو کولی شئ، خپل رضایت هر وخت لغوه کړئ؛ د DSGVO د ۷مې مادې پر بنسټ. لغوه کول یواځې د راتلونکي لپاره اغېزناک وي او دا کولی شئ د ټیلیفون، برېښنالیک، پوسټ یا له نورو لارو ترسره کړئ. اضافي تنظیمات د ټولنیز رسنیو د حساب د محرمیت تنظیماتو له لارې هم شوني دي.
۶. فورم
۶. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو په اړه سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
موږ یو بلاګ په مخ وړو. دا بلاګ د تبصرو لپاره پرانستی دی. په دې توګه، د تبصرې د محتوا ترڅنګ لاندې مالومات هم موږ راټولوو او خپروو یې؛
تخلص
د پوسټونو محتویات (د DSGVO د ۹مې مادې په اساس ځانګړې ساتنې ته اړ مالومات)
کېدلی شي، چې پر دغو پوسټونو باندې د نورو وګړو له خوا هم تبصره تر سره شي. درېیمې خوا ته د مالوماتو ورکول اساساً نه تر سره کېږي.
۶. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
د مالوماتو پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) له مخې ترسره کېږي. زموږ قانوني ګټه له دې څخه رامنځته کېږي، چې یو فعال فورم جوړ کړو، چې زموږ کاروونکو ته له یوه بل سره د تبادلې فرصت وړاندې کوي. ټول مالومات، چې تاسو د تبصرې کولو پر مهال ورکوئ، پهخپله خوښه ورکړل شوي دي، نو د دغو مالوماتو زېرمه کول د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې په رضایت ترسره کېږي.
۶. ۳. د مالوماتو د پروسېس موخه
د پورته یادو شویو مالوماتو راټولول د دې لپاره ترسره کېږي، چې د تبصرې د فعالیت ثبات او کاروونکو ته دوستانه چاپېریال ډاډمن کړي او د تبصرې له سوء استفادې څخه مخنیوی وکړي. همدارنګه د تبصرې د فعالیت له لارې د فورم د کاروونکو ترمنځ د متقابلې تبادلې فرصت هم رامنځته کېږي.
۶. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
موږ ستاسو مالومات یواځې هغه وخت پروسېس کوو، چې د ټاکل شوې موخې د پوره کولو لپاره اړین وي او د ړنګولو لپاره هېڅ قانوني، قراردادي یا حکومتي زېرمه کولو اړتیاوې موجودې نه وي.
۶. ۵. د شخصي مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
که د مالوماتو پروسېس زموږ د قانوني ګټې پر اساس وي، تاسو کولی شئ د مالوماتو پروسېس کولو مخالفت وکړئ، د DSGVO د ۲۱مې مادې له مخې. کله چې تاسو داسې مخالفت وکړئ، مهرباني وکړئ موږ ته خپل دلایل وړاندې کړئ، چې ولې موږ ستاسو شخصي مالومات پروسېس نهکړو. په داسې حالت کې، چې ستاسو دلیلونه معقول وي، موږ د مالوماتو پروسېس کول بندوو، یا تعدیل کوو، یا که اړینه وي، موږ به تاسو ته زموږ خپل اړین او خوندي دلایل وړاندې کړو، چې پروسېس ته ادامه ورکړو.
که د مالوماتو پروسېس ستاسو د رضایت پر بنسټ وي، تاسو کولی شئ دغه رضایت لغوه کړئ، (د DSGVO د ۷مې مادې له مخې). لغوه کول به هغه وخت تر سره شي، کله یې چې په اړه وویل شي او دا به په راتلونکي کې تطبیق شي. تاسو کولی شئ هر وخت خپل رضایت لغوه کړئ، که ټیلیفون، برېښنالیک، پوسټ او یا له نورو لارو څخه استفاده وکړئ.
۷. آنلاین مشورتي وسیله
۷. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو په اړه سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
موږ یوه مشورتي وسیله چلوو؛ په دغه وسیله کې لاندې مالومات راټولېږي؛
تخلص
پاسورډ
پوښتنې
نېټې
هغه اسناد، چې کاروونکي یې پورته کوي
مالومات اساساً درېیم لوري ته نه ورکول کېږي.
۷. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
د مالوماتو پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) له مخې ترسره کېږي. زموږ قانوني ګټه له دې څخه رامنځته کېږي، چې یوه آنلاین مشورتي وسیله چلوو، چې زموږ کاروونکو ته له مشورتي سازمان سره د تبادلې فرصت ورکړي. ټول مالومات، چې تاسو د مشورتي فعالیت په ترڅ کې وړاندې کوئ، پهخپله خوښه ورکول شوي دي، نو د دغو مالوماتو زېرمه کول د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې (د رضایت په اساس) ترسره کېږي.
۷. ۳. د مالوماتو د پروسېس موخه
د پورته یادو شویو مالوماتو راټولول د دې لپاره تر سره کېږي، چې د آنلاین مشورتي وسیلې کار کول د مشورتي سازمان له خوا شوني کړي.
۷. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
موږ ستاسو مالومات یواځې هغه وخت پروسېس کوو، چې د ټاکل شوې موخې د پوره کولو لپاره اړین وي او د ړنګولو لپاره هېڅ قانوني، قراردادي یا حکومتي زېرمه کولو اړتیاوې موجودې نه وي. نور ټول مالومات (لکه چټ، چې د آنلاین مشورې په ترڅ کې تبادله کېږي.) له ټاکل شوي وخته وروسته ړنګېږي.
۷. ۵. د شخصي مالوماتو پروسېس د بندولو شونتیا
که د مالوماتو پروسېس زموږ د قانوني ګټې پر اساس وي، تاسو کولی شئ د مالوماتو پروسېس کولو مخالفت وکړئ، د DSGVO د ۲۱مې مادې له مخې. کله چې تاسو داسې مخالفت وکړئ، مهرباني وکړئ موږ ته خپل دلایل وړاندې کړئ، چې ولې موږ ستاسو شخصي مالومات پروسېس نهکړو. په داسې حالت کې، چې ستاسو دلیلونه معقول وي، موږ د مالوماتو پروسېس کول بندوو، یا تعدیل کوو، یا که اړینه وي، موږ به تاسو ته زموږ خپل اړین او خوندي دلایل وړاندې کړو، چې پروسېس ته ادامه ورکړو.
که د مالوماتو پروسېس ستاسو د رضایت پر بنسټ وي، تاسو کولی شئ دغه رضایت لغوه کړئ، (د DSGVO د ۷مې مادې له مخې). لغوه کول به هغه وخت تر سره شي، کله یې چې په اړه وویل شي او دا به په راتلونکي کې تطبیق شي. تاسو کولی شئ هر وخت خپل رضایت لغوه کړئ، که ټیلیفون، برېښنالیک، پوسټ او یا له نورو لارو څخه استفاده وکړئ.
۸. د ټولنیزو رسنیو لېنکونه
موږ د خپلو خدماتو له لارې د ټولنیزو رسنیو پلېټفارمونه د لېنکونو په وسیله شامل کړي دي، چې د ټولنیزو رسنیو چمتوکوونکو ته ستاسو د مالوماتو ترلاسه کول شوني کوي. که تاسو د ټولنیزو رسنیو پر لېنک کلیک وکړئ، نو د اړوند ټولنیزې رسنۍ چمتوکوونکې وېبپاڼه به پرانیستل شي. د دغې وېبپاڼې له لارې د ټولنیزو رسنیو چمتوکوونکي ته اړوند مالومات انتقالېږي، چې پهکې دا هم شامل دي، چې تاسو زموږ وېبپاڼه لیدلې ده.
د امریکا په متحده آیالاتو کې د مالوماتو پروسېس کولو یادونه
که تاسو د ټولنیزو رسنیو پر لینک کلیک وکړئ، نو ستاسو مالومات ممکن د اړوند چمتوکوونکي له خوا په امریکا کې پروسېس شي. د اروپایي محکمې (EuGH) له نظره، په امریکا کې د مالوماتو د محرمیت معیارونه کافي نهدي او شونتیا لري، چې ستاسو مالومات د امریکا د حکومتي ادارو له خوا د څارنې او کنټرول لپاره وکارول شي؛ حتیٰ که تاسو قانوني دفاع ته لاسرسی ونهلرئ.
که تاسو د ټولنیزو رسنیو پر لېنک کلیک ونهکړئ، نو هېڅ مالومات نه لېږدول کېږي.
د ټولنیزو رسنیو چمتوکوونکو له خوا د مالوماتو پروسېس کولو په اړه نور مالومات
Meta (Facebook): https://de-de.facebook.com/help/pages/insights
https://de-de.facebook.com/about/privacy
https://de-de.facebook.com/full_data_use_policy
Instagram: https://help.instagram.com/155833707900388
https://www.instagram.com/about/legal/privacy/
YouTube: https://www.google.de/intl/de/policies/privacy/
۹. د تعقیب (Tracker) او تحلیل وسیلې (Analysetools)
د وېبپاڼې د خدماتو د تل ښهوالي لپاره موږ لاندې تحلیل وسیلې کاروو؛ په دې پوهېدل، چې کوم مالومات پهکې پروسېس کېږي او څنګه تاسو کولی شئ، د ټولو خدماتو له وړانډې کوونکو سره اړیکه ونیسئ؛ لاندې یې په اړه وضاحت شته دی؛
۹. ۱. Matomo (پخوانی/PIWIK)
۹. ۱. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو په اړه سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
موږ د Matomo وېب څېړنې خدمت کاروو. دا پروسېس د InnoCraft Ltd., 150 Willis St, 6011 Wellington, نیوزیلېنډ له خوا ترسره کېږي.
Matomo په نیوزیلېنډ کې موقعیت لري، چې د اروپايي اتحادیې د محرمیت معیارونه پوره کوي، (د DSGVO د ۴۵مې مادې د ۳مې فقرې له مخې).
سرچینه: https://eur-lex.europa.eu/legal-content/EN/ALL/?uri=CELEX%3A32013D0065
Matomo د کوکي (Cookie) ټېکنالوژي کاروي. د کوکيزو د وضاحت لپاره، پورته برخې ته مراجعه وکړئ.
زېرمه کېدونکي مالومات:
د IP پته ۲ بایټه ماسک شوې (جزوي پټه شوې)
لیدل شوې وېبپاڼه
هغه وېبپاڼه، چې تاسو ورڅخه رااستول شوي یاست (Referrer)
فرعي پاڼې، چې تاسو ورته لاسرسی لرئ
په وېبپاڼه کې د پاتې کېدو موده
د وېبپاڼې د لیدنو شمېر
د مالوماتو زېرمه یواځې زموږ د سرورونو په محدودو ځایونو کې تر سره کېږي او بلې کومې خوا ته نه سپارل کېږي.
Matomo د IP پته په بشپړ ډول نه زېرمه کوي، بلکې یواځې دوه بایټه یې ماسک کوي؛ لکه: 192.168.xxx.xxx)، چې د IP پته له کاروونکي سره ونه تړل شي.
د Matomo محرمیت پالیسۍ لپاره:
https://matomo.org/privacy-policy/
۹. ۱. ۲. د مالوماتو پروسېس قانوني بنسټ
د مالوماتو پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) له مخې ستاسو د رضایت پر بنسټ ترسره کېږي.
۹. ۱. ۳. د مالوماتو پروسېس موخه
د Matomo وېب څېړنه په عمده توګه باندې زموږ د وېبپاڼې د اصلاح او ښهوالي او د لګښت او ګټې د څېړنې لپاره کارول کېږي؛ همدارنګه د کاروونکو د تګ راتګ د څېړنې لپاره هم کارول کېږي؛ دا زموږ په ګټه ده، چې خپله وېبپاڼه ستاسو لپاره لا اسانه کړو او د کارونې بڼه یې دوستانه کړو.
۹. ۱. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
شخصي مالومات یواځې تر هغه وخته پروسېس کېږي، چې اړین وي.
کله چې د مالوماتو پروسېس کولو موخه پای ته ورسېږي، نو دا مالومات د حذف کولو د پالیسۍ له مخې بندېږي او ړنګېږي، پرته له دې چې د حذفولو لپاره قانوني، اداري، یا قراردادي خنډونه موجود وي.
۹. ۱. ۵. د مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
تاسو هر وخت کولای شئ چې د مالوماتو پروسېس کولو رضایت لغوه کړئ. د دې لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د محرمیت پالیسۍ له مسوول سره اړیکه ونیسئ. همدارنګه تاسو کولی شئ د خپل اېنټرنېټ براوزر تنظیمات بدل کړئ، چې کوکي بند یا هم حذف شي؛ خو که کوکي بند کړئ، نو ښايي زموږ وېبپاڼه په بشپړ ډول کار ونهکړي. د Matomo د محرمیت په اړه د پوښتنو لپاره: privacy@matomo.org
۰۱۰ د درېیمې ډلې چمتوکوونکو وسیلې (Third-Party Tools)
سربېره پر دې موږ د وېبپاڼې د ښودلو او فعالیت لپاره نور چمتوکوونکي هم کارو، چې له موږ سره د وېبپاڼې په ښودلو او د هغې د فعالیت په برخه کې مرسته کوي؛ دا خدمات چمتو کوونکي په لاندې ډول ښودل شوي دي؛
۱۰. ۱. Cookiebot
۱۰. ۱. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو په اړه سپیناوی او ټاکل شوې پولې یې
Cookiebot د DSGVO او نورو د مالوماتو د ساتنې اړونده قوانینو د عملي کولو لپاره کارول کېږي، چې په دې کې د وېبپاڼې د کوکي کارول او د تحلیلي وسیلو د ادغام لپاره د رضایت تر لاسه کول شامل دي؛ که تاسو د کوکيزو د بینر له لارې رضایت ورکړئ، نو لاندې مالومات پروسېس کېږي؛
ستاسو نامعلومه (Anonymized) IP پته
د براوزر ډول
د وېبپاڼې URL د رضایت ثبتولو لپاره
نېټه او وخت
یوه ځانګړې، کوډ شوې (Encrypted) کیلي
دا مالومات د Microsoft Ireland Operations Ltd. Dublin, Ireland له خوا په Cybot Cloud ډېټا مرکز کې زېرمه کېږي او اسناد یې ثبتېږي.
د مالوماتو پروسېس د Usercentrics A/S, Havnegade 39, 1058 Copenhagen, Denmark له خوا ترسره کېږي.
د Cookiebot د محرمیت پالیسۍ
https://www.cookiebot.com/de/privacy-policy/
۱۰. ۱. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(c) له مخې.
۱۰. ۱. ۳. د مالوماتو د پروسېس موخه
د مالوماتو پروسېس زموږ له مشروع ګټې سره سم دی؛ د مالوماتو پروسېس د وېبپاڼې د بشپړ فعالیت او د قانوني محافظت لپاره دی.
۱۰. ۱. ۴. د مالوماتو د ساتنې موده
مالومات یواځې تر هغه وخته ساتل کېږي، چې د ارزونې لپاره اړین وي. که قانوني مقررات دا وغواړي، چې مالومات د اوږدمهال لپاره زېرمه شي، نو همداسې به وشي. Cookiebot به ستاسو رضایت له ۱۲ میاشتو وروسته حذف کړي.
۱۰. ۱. ۵. د مالوماتو د پروسېس د بندولو شونتیا
تاسو کولای شئ د "CookieConsent" یا "CookieConsentBulkTicket" نومي کوکي حذف کړئ، چې د Cookiebot له لارې مو کوم رضایت ورکړی دی، هغه لغوه شي.
۱۱. د ټولنیزو رسنیو حسابونه
موږ په لاندې ټولنیزو رسنیو کې خپل رسمي حسابونه لرو؛
Facebook: https://www.facebook.com/neuedeutschemedienmacher/
Instagram: https://www.instagram.com/neuemedienmachx/
LinkedIn: https://www.linkedin.com/company/neue-deutsche-medienmacherinnen-ev
X (Twitter): https://twitter.com/NDMedienmacher
YouTube: https://www.youtube.com/user/neuemedienmacher
موږ د لاندې شرکتونو خدمات کاروو؛
Facebook / Instagram:
Meta Platforms Inc., 1 Hacker Way, Menlo Park, CA 94025, USA
Meta Platforms Ireland Ltd., 4 Grand Canal Square, Grand Canal Harbour, Dublin 2, Ireland
LinkedIn:
LinkedIn Ireland, Wilton Plaza, Wilton Place, Dublin 2, Ireland
LinkedIn Corporation, 1000 W. Maude Ave., Sunnyvale, California 94085, USA
X (Twitter):
Twitter, Inc., 1355 Market Street, Suite 900, San Francisco, CA 94103, USA
YouTube:
YouTube LLC, 901 Cherry Ave., San Bruno, CA 94066, USA
Google LLC, 1600 Amphitheatre Parkway, Mountain View, CA 94043, USA
Google Ireland Limited, Gordon House, Barrow Street, Dublin 4, Ireland د اروپایي اقتصادي ساحې (EEA) او سویس لپاره د مالوماتو د پروسېس مسوول
د مالوماتو د پروسېس کولو مسوولیت
د اروپایي محکمې د ۲۰۱۸ز کال د جون د ۵مې نېټې د پرېکړې له مخې(http://curia.europa.eu/juris/document/document.jsf?text=&docid=202543&pageIndex=0&doclang=DE&mode=req&dir=&occ=first&part=1&cid=298398)، د ټولنیزو رسنیو حسابونه او د ټولنیزو رسنیو شرکتونه د مالوماتو د پروسېس کولو ګډ مسوولین ګڼل کېږي.
موږ تاسو ته دا یادونه کوو، چې تاسو زموږ د ټولنیزو رسنیو حسابونه او د هغوی ځانګړنې د خپلې ارادې پر بنسټ کاروئ. دا ځانګړتیاوې په ځانګړي ډول د تبصرې یا کمېنټ کولو، شریکولو او لایک کولو لپاره مناسبې دي.
بدیل انتخاب: تاسو کولی شئ، هغه مالومات چې موږ یې په ټولنیزو رسنیو خپروو، زموږ د رسمي وېبپاڼې له لارې هم ترلاسه کړئ.
د ټولنیزو رسنیو د محرمیت مسوولین؛ تاسو کولی شئ د ټولنیزو رسنیو د محرمیت پالیسۍ له مسوولینو سره د لاندې لېنکونو له لارې اړیکه ونیسئ:
د فېسبوک او انسټاګرام د مالوماتو د ساتنې له مسوولینو سره کولی شئ، چې د لاندې لېنک له لارې اړیکه ونیسئ؛
Facebook / Instagram:
https://www.facebook.com/help/contact/540977946302970
د لېنکډن د مالوماتو د ساتنې له مسوولینو سره کولی شئ، چې د لاندې لېنک له لارې اړیکه ونیسئ؛
LinkedIn:
https://www.linkedin.com/help/linkedin/ask/TSO-DPO
د اېکس (پخواني ټوېټر) د مالوماتو د ساتنې له مسوولینو سره کولی شئ، چې د لاندې لېنک له لارې اړیکه ونیسئ؛
X (Twitter):
https://twitter.ethicspointvp.com/custom/twitter/forms/data/form_data.asp
د یوټیوب د مالوماتو د ساتنې له مسوولینو سره کولی شئ، چې د لاندې لېنک له لارې اړیکه ونیسئ؛
YouTube:
https://www.google.de/intl/de/policies/privacy/
۱۱. ۱. د ټولنیزو رسنیو له خوا پروسېس کېدونکي مالومات
کله چې تاسو زموږ د ټولنیزو رسنیو حسابونه ګورئ، نو د ټولنیزو رسنیو شرکتونه ستاسو IP پته او هغه مالومات ثبتوي، چې د کوکيزو (Cookies) له لارې ستاسو په وسیله زېرمه شوي دي. دا مالومات د ټولنیزو رسنیو شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د پاڼې د کارونې احصایوي تحلیلونه چمتو کړي. شونې ده، چې په دې اړه راټول شوي مالومات د ټولنیزو رسنیو چمتوکوونکو له خوا له اروپايي اتحادیې څخه بهر ته ولېږدول شي.
تاسو کولی شئ د هرې ټولنیز شبکې د محرمیت پالیسۍ ته مراجعه وکړئ، چې په دې پوه شئ، چې مالومات څه ډول راټولېږي او څنګه کارول کېږي.
د ټولنیزو رسنیو د مالوماتو پروسېس کولو جزئیات:
Facebook: https://de-de.facebook.com/help/pages/insights
https://de-de.facebook.com/about/privacy
https://de-de.facebook.com/full_data_use_policy
YouTube: https://www.google.de/intl/de/policies/privacy/
Instagram: https://help.instagram.com/155833707900388
https://www.instagram.com/about/legal/privacy/
LinkedIn: https://www.linkedin.com/legal/privacy-policy
X (Twitter): https://twitter.com/de/privacy
د ټولنیزو رسنیو چمتوکوونکي موږ ته نه ښيي، چې دوی د ټولنیزو رسنیو د حسابونو لیدنې پر مهال راټول شوي مالومات څنګه د خپلو موخو لپاره کاروي؛ دوی د کاروونکو فعالیتونه تر کوم حد پورې ثبت او له مشخصو اشخاصو سره تړي، دوی دا مالومات تر څه وخته ساتي او آیا دا مالومات درېیم لوري ته ورکوي که نه؟ دا ټول شیان د ټولنیزو رسنیو د چمتوکوونکو له لوري نهدي روښانه شوي، له همدې امله، موږ ته دا موارد په بشپړ ډول نهدي معلوم.
کله چې تاسو زموږ د ټولنیزو رسنیو حسابونه ګورئ، نو ستاسو د وسیلې IP پته د اړوندې ټولنیزې شبکې چمتوکوونکي ته انتقالېږي. سربېره پر دې ټولنیزې شبکې د کاروونکو د وسیلو مالومات (لکه د "د ننوتلو خبرتیا" فیچر له لارې) ثبتوي، چې دا ممکن دوی ته دا وړتیا ورکړي، چې د IP پته له مشخصو کاروونکو سره وتړي.
که تاسو اوس مهال د ټولنیزو رسنیو حساب ته ننوتي یاست، نو یو کوکي د کاروونکي له ځانګړي پېژند (ID) سره ستاسو په کاروونکې وسیله کې زېرمه کېږي. دا ټولنیزو رسنیو ته ددغې خبرې د څارنې وړتیا ورکوي، چې تاسو کومه پاڼه لیدلې او څنګه مو کارولې ده. د دغو مالوماتو له لارې، ټولنیزې شبکې کولی شي ستاسو د پخوانیو فعالیتونو پر بنسټ اعلانات درته وړاندې کړي.
که تاسو نه غواړئ چې ټولنیزې شبکې ستاسو فعالیتونه تعقیب کړي، نو تاسو باید د اړوندې ټولنیزې شبکې حساب وتړئ، د "همېشه ننوتل ، پاتې کېدل" فیچر غیر فعال کړئ، ټول کوکيز حذف کړئ، براوزر وتړئ او بیا یې پرانیزئ.
دا کار به ستاسو د ننوتلو مالومات له منځه یوسي او تاسو به د ټولنیزو رسنیو حسابونه، پرته له دې چې ستاسو پېژندنه ښکاره شي، وکارولی شئ؛ خو که تاسو د پاڼې انټراکتیو ځانګړنې وکاروئ، (لکه "لایک"، "تبصره"، "شریکول" یا "پیغام لېږل")، نو بیا به یو ځل بیا ستاسو کارېدونکی نوم راښکاره شي.
تاسو کولی شئ د ټولنیزو شبکو د محرمیت تنظیماتو له لارې خپل مالومات اداره یا حذف کړئ؛ د دې لپاره پورته یاد شوي، د هرې ټولنیزې شبکې د محرمیت پالیسۍ لېنکونه وګورئ.
۱۱. ۲ زموږ له خوا پروسېس کېدونکي مالومات
۱۱. ۲. ۱. د مالوماتو د پروسېس کولو بڼه او ټاکل شوې پولې
تاسو چې کوم مالومات په ټولنیزو شبکو کې داخلوئ، په ځانګړي ډول کارېدونکی نوم او هغه محتوا، چې تاسو خپروئ، موږ یې هغه مهال پروسېس کوو، چې که اړتیا وه، ستاسو پیغام ته باید ځواب ووایو. همدارنګه که تاسو تبصره(کمېنټ) یا لایک وکړئ، نو دا به ستاسو د ټولنیزې شبکې له حساب سره تړل شوي پاتې شي. که تاسو موږ ته د @ یا # په لیکلو سره یادونه وکړئ، نو شونې ده، چې دا به ستاسو له کارېدونکي نوم سره زموږ په پاڼه راڅرګنده شي. که تاسو زموږ حساب(اکاونټ) "لایک" یا "فالو" کړئ، نو موږ ته به ستاسو د حساب لینک واستول شي. تاسو چې هر ډول عامه محتوا خپروئ، موږ کولی شو هغه زموږ د خدماتو برخه کړو، چې د نورو کاروونکو لپاره هم ښکاره شي.
۱۱. ۲. ۲. د مالوماتو د پروسېس قانوني بنسټ
د مالوماتو پروسېس د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(f) له مخې ترسره کېږي.
زموږ مشروع او قانوني ګټه د ټولنیزو رسنیو د تبلیغاتي فعالیت له لارې تر لاسه کېږي، موږ دا د دې لپاره کوو، چې د خپلو خدماتو پېژندګلوۍ او تعامل ته وده ورکړو.
۱۱. ۲. ۳. د مالوماتو د پروسېس موخه
هغه مالومات چې تاسو یې زموږ د ټولنیزو رسنیو له لارې چمتو کوئ (لکه کارېدونکی نوم، عکسونه، ممکنه خوښې، یا اړیکې)، یواځې له کاروونکو او مشتریانو سره د اړیکې لپاره کاروو. زموږ مشروع ګټه دا ده، چې تاسو ته یو پلېټفارم درکړو، چې موږ پهکې تاسو ته تازه مالومات وړاندې کړو او په مرسته یې تاسو خپله مسله موږ ته وړاندې کړئ او موږ امکان تر حده پورې ستاسو غوښتنه په چټکۍ سره درته پوره کوو.
۱۱. ۲. ۴. د مالوماتو ساتنې موده
موږ ستاسو مالومات تر هغه وخته ساتو، تر څو پورې چې زموږ د ټولنیزو رسنیو حسابونه فعال وي؛ که زموږ حساب بند شي، نو که شونې وي، ټول شته مالومات به ړنګ کړو.
۱۲. درېیم هېواد ته د مالوماتو انتقال
زموږ د خدماتو وړاندې کولو لپاره، موږ د اروپايي اقتصادي ساحې (EEA) او درېیمو هېوادونو د خدمتچمتوکوونکو ملاتړ ترلاسه کوو.که موږ شخصي مالومات درېیم هېواد ته انتقالوو، نو تر دقیقې ارزونې وروسته د ځانګړو قراردادونو (د مالوماتو پروسېس کولو تړون) له لارې دا کار ترسره کوو. ټول خدمتچمتوکوونکي باید د مالوماتي امنیت د تخنیکي او تنظیمي تدابیرو ثبوت وړاندې کړي.
زموږ خدمتچمتوکوونکي یا په هغو هېوادونو کې دي، چې د EU کمیسیون له خوا د محرمیت د مناسب معیار لرونکي بلل شوي دي. (د DSGVO د ۴۵مې مادې له مخې.) یا د مناسبو قانوني تضمینونو د چمتو کولو لپاره اماده دي. (د DSGVO د ۴۶مې مادې له مخې.)
د مالوماتو د خوندیتوب مناسبه کچه: چمتوکوونکی له یوه داسې هېواد څخه دی، چې د هغه هېواد د د مالوماتو د ساتنې کچه د EU کمیسیون له خوا تایید شوې ده په دې اړه نور مالومات تاسو کولی شئ، چې دلته پیدا کړئ؛
Adequacy decisions (europa.eu)
د EU معیاري قراردادي شرطونه: زموږ چمتو کوونکي د EU کمیسیون له معیاري قراردادي شرطونو سره موافقه کړې ده، چې د مالوماتو خوندي لېږد ډاډمن کړي؛ د دې په اړه نور مالومات دلته پلټلی شئ؛
https://eur-lex.europa.eu/eli/dec_impl/2021/914/oj?uri=CELEX%3A32021D0914&locale=en
د شرکتونو داخلي مقررات(Binding Corporate Rules – BCRs): د DSGVO د ۴۷مې مادې له مخې، شرکتونه کولی شي، چې د نړۍوالو مالوماتو لېږد د داخلي مقرراتو له لارې خوندي کړي، چې د مسوولو ادارو له خوا تاییدېږي.
د کاروونکي رضایت: که د پورته خوندیتوب معیارونه نه وي، نو مالومات یواځې ستاسو د رضایت (د DSGVO د ۴۹مې مادې د لومړۍ فقرې(a) په بنسټ انتقالېږي؛ یا د همدغې مادې کومه بله استثنا د مالوماتو د لېږد لپاره کارېږي.
۱۳. ستاسې حقوق
تاسې لاندې حقوق لرئ، چې زموږ له خوا په پروسېس کېدونکو شخصي مالوماتو پورې تړاو لري؛
۱۳. ۱. د رضایت د بېرته اخیستلو حق (د DSGVO د ۷مې مادې له مخې)
که تاسو د مالوماتو پروسېس کولو لپاره رضایت ورکړی وي، نو هر وخت یې لغوه کولی شئ. لغوه کول یواځې د راتلونکي لپاره اعتبار لري. تاسو کولی شئ دا کار شفاهي، د برېښنالیک، یا پوسټ له لارې ترسره کړئ.
۱۳. ۲. د مالوماتو د لاسرسي حق (د DSGVO د ۱۵مې مادې له مخې)
که تاسو له موږ څخه غوښتنه وکړئ، چې مالومات درکړو، نو باید د خپل ځان د راپېژندلو لپاره کافي مالومات وړاندې کړئ او د دې ثبوت ورکړئ، چې دا ستاسو مالومات دي. دغه غوښتنه کې لاندې مالومات شاملېږي؛
هغه موخې، چې د سخصي مالوماتو د پروسېس لپاره کارول کېږي
د شخصي مالوماتو هغه کټګورۍ، چې پروسېس کېږي
هغه څوک یا هغه اداره، چې دا مالومات ورکړل شوي وي، یا هم ورکول کېږي
د مالوماتو د ساتنې پلان شوې موده، یا د ساتنې د مودې د ټاکلو معیارونه
د مالوماتو د سمون، ړنګولو، یا محدودولو او یا هم د دغه پروسېس پر خلاف د اعتراض حقونه
که تاسو باور لرئ، چې مالومات غیرقانوني پروسېس شوي، تاسو د شکایت حق لرئ
که مالومات له تاسو نه وي راټول شوي، نو د دوی سرچینه
د اتوماتيک پرېکړو اخیستو (Profiling) شتون (د DSGVO د ۲۲مې مادې د لومړۍ او ۴مې برخې مطابق) او د مطلوب شخص لپاره د هغې ممکنې اغېزې
۱۳. ۳. د مالوماتو د سمون یا حذف حق (د DSGVO د ۱۶ او ۱۷مې مادې له مخې)
که شخصي مالومات ناسم یا نیمګړي وي، نو تاسو زموږ پر وړاندې د یوه مسوولیت لرونکي شخص په توګه باندې د هغوی د سمون یا بشپړولو حق لرئ.
سربېره پر دې تاسو کولی شئ، چې د خپلو شخصي مالوماتو د ړنګولو غوښتنه وکړئ، البته که له لاندې دلایلو څخه کوم یو یې ولرئ؛
تاسو د مالوماتو پروسېس کولو رضایت لغوه کړی وي او بله قانوني اړتیا موجوده نه وي.
تاسو د DSGVO د ۲۱مې مادې د لومړۍ فقرې(a)، یا د نهمې مادې د دوهیمې فقرې(a) له مخې مخالفت کړی وي او د پروسېس کولو لپاره بله کومه معتبره قانوني اړتیا موجوده نه وي.
تاسو د ۲۱مې مادې لومړۍ فقرې له مخې د پروسېس کولو خلاف اعتراض کړی وي او د پروسېس کولو لپاره هېڅ کوم مشروع دلایل موجود نه وي، یا تاسو د ۲۱مې مادې ۲مې فقرې له مخې د پروسېس کولو خلاف اعتراض کړی وي.
ستاسو اړوند شخصي مالومات په غیرقانوني بڼه پروسېس شوي وي.
د اتحادیې د قانون یا د غړیو هېوادونو د قانوني مکلفیتونو د پوره کولو لپاره ستاسو د مالوماتو حذفول اړین وي.
که ستاسو مالومات د DSGVO د ۸مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې د اېنټرنېټي خدمتونو لپاره راټول شوي وي.
که موږ ستاسې شخصي مالومات علني کړي وي او تاسو یې د DSGVO د ۱۷مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې د حذف غوښتنه وکړئ، نو موږ ټول اړین اقدمات تر سره کوو، چې نورو هغو مسوولینو ته هم خبر ورکړو، چې تاسو د دغو شخصي مالوماتو د ټولو لېنکونو یا د دغو مالوماتو د نقلونو د حذف کولو غوښتنه کړې ده.
که چېرته لاندې موارد موجود وي او د پروسېس اړتیا وي، نو د حذف کولو حق له منځه ځي؛ هغه موارد دا دي؛
د بیان ازادۍ یا مالوماتو د لاسرسي حقونو لپاره اړین وي.
د قانوني مکلفیتونو د پوره کولو لپاره اړین وي، چې د اتحادیې یا غړیو هېوادونو د قانون مطابق پروسېس ته اړتیا لري، یا د یوې دندې د ترسراوي لپاره، چې عامه منفعت لري، یا هم د عامه ځواک په کارولو سره، چې مسوول ته سپارل شوی دی.
د عامه ګټو، عامه روغتیا په برخه کې د نهمې مادې، دوهیمې فقرې(h او i) او نهمې مادې، درېیمې فقرې له مخې اړین وي.
د عامه ګټو لپاره د آرشیف کولو موخو، ساینسي/تاریخي څېړنو، یا هم احصایوي موخو لپاره د ۸۹مې مادې لومړۍ جملې مطابق، چې پورته یاد شوی حق احتمالاً د دغه پروسېس کولو موخو تحقق ناشونی یا هم جدي زیانمن کړي
د حقوقي دعوو د اقامه کولو، دفاع، یا ترسره کولو لپاره اړین وي.
۱۳. ۴. د مالوماتو د پروسېس د محدودولو حق (د DSGVO د ۱۸مې مادې له مخې)
تاسو لاندې شرایطو کې کولی شئ چې د خپلو شخصي مالوماتو د پروسېس د محدودولو غوښتنه وکړئ؛
که تاسو د خپلو شخصي مالوماتو د سموالي په اړه شک لرئ او دا موږ ته موقع راکوي، چې ستاسو د مالوماتو دقت تایید کړو.
که مالومات غیرقانوني پروسېس شوي وي؛ خو تاسو د مالوماتو د حذف پر ځای، د مالوماتو د کارولو د محدودیت غوښتونکي یاست.
که موږ مالوماتو ته نوره اړتیا ونهلرو، خو تاسو یې د حقوقي دعوو لپاره اړین ګڼئ.
که تاسو د DSGVO د ۲۱مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې د مالوماتو پروسېس کولو پر ضد اعتراض کړی وي او لا معلومه نه وي، چې زموږ قانوني ګټې ستاسو پر دلایلو برلاسي لري که نه.
که د مالوماتو پروسېس محدود شي، نو دا مالومات یواځې ستاسو د رضایت پر بنسټ، د قانوني دعوو د اقامه کولو، دفاع، یا ترسره کولو لپاره، یا د یوه بل فیزیکي یا حقوقي شخص د حقونو د ساتنې لپاره، یا هم د اتحادیې یا غړیو هېوادونو د عامه ګټو لپاره پروسېس کېدی شي.
که د پروسېس محدودېدل له پورته یادو شویو شرایطو سره سم تر سره شوی وي، نو تاسو ته به د محدودیت له له منځه تللو وړاندې خبر درکړل شي.
۱۳. ۵. د مالوماتو د اصلاح، حذف، یا محدودیت د خبر ورکولو حق (د DSGVO د ۱۹مې مادې له مخې)
که تاسو د مالوماتو سمون، حذف، یا محدودیت غوښتنه کړې وي، نو موږ مکلف یو، چې د دغو مالوماتو ټول ترلاسه کوونکي خبر کړو؛ دا کار یواځې په هغه صورت کې تر سره کېږي، چې دا اطلاع ورکول ناشوني نه وي او یا هم ډېر زیات زحمت ته اړتیا ونهلري.
تاسو دا حق لرئ چې پوه شئ، ستاسو مالومات چا ته سپارل شوي دي.
۱۳. ۶. د مالوماتو د انتقالولو حق (د DSGVO د ۲۰مې مادې له مخې)
تاسو دا حق لرئ، چې خپل شخصي مالومات په معیاري، د ماشین له خوا لوستل کېدونکې بڼه باندې ترلاسه کړئ، یا دا مالومات بل مسوول تن ته انتقال کړئ، که چېرې؛
د مالوماتو پروسېس ستاسو د رضایت (د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(a) یا د ۹مې مادې د ۲مې فقرې(a).
د تړون(د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې(b) پر بنسټ وي.
او پروسېس اتومات ترسره کېږي.
کله چې تاسو د مالوماتو د لېږد د حق ارزیابي کوئ، کولی شئ، چې شخصي مالومات مستقیم له موږ څخه بل مسوول ته انتقال شي، البته که په تخنیکي توګه باندې امکان ولري.
یادونه: د مالوماتو د لېږد حق د شخصي مالوماتو پر پروسېس باندې نه تطبیق کېږي. که چېرې دا پروسېس د یوې داسې دندې د ترسراوي لپاره اړین وي، چې عامه منفعت پهکې نغښتی وي، یا هم په هغه صورت کې، چې د عامه واک د پلي کولو په اساس تر سره کېږي، هغه چې موږ ته سپارل شوی دی.
۱۳. ۷. د مالوماتو د پروسېس کولو پر ضد د اعتراض حق(د DSGVO د ۲۱مې مادې له مخې)
که موږ د مالوماتو پروسېس ستاسو د رضایت پر ځای، (د DSGVO د ۶مې مادې د لومړۍ فقرې[f] یا [e]) په بنسټ ترسره کوو، تاسو کولی شئ اعتراض وکړئ.
که تاسو اعتراض وکړئ، موږ به له تاسو وغواړو، چې د اعتراض دلیلونه روښانه کړئ. که ستاسو اعتراض معقول وي، موږ به یا د مالوماتو پروسېس بند کړو، یا به تاسو ته هغه حتمي قانوني دلایل وړاندې کړو، چې د پروسېس دوام ته اړتیا پیدا کوي.
۱۳. ۸. د محرمیت اړوند نظارت له ادارې سره د شکایت حق (د DSGVO د ۷۷مې مادې له مخې)
که تاسو باور لرئ چې زموږ د مالوماتو پروسېس د DSGVO اصولو سره سمون نهلري، تاسو کولی شئ د محرمیت اړونده نظارتي ادارې ته شکایت وکړئ. تاسو کولی شئ شکایت پهخپل استوګنځي، د کار ځای، یا د احتمالي سرغړونې په سیمه کې ثبت کړئ. نظارتي اداره به تاسو ته د شکایت د حالت او پایلو په اړه خبر درکړي او که اړتیا وي، تاسو به د DSGVO د ۷۸مې مادې له مخې د قانوني اعتراض حق ولرئ.
۱۴. څنګه خپل حقوق وکاروئ؟
که تاسو د پورته ذکر شوو حقوقو کارول غواړئ، مهرباني وکړئ د مالوماتو د محرمیت مسؤول سره اړیکه ونیسئ:
کمال ویبرسهن (Kemal Webersohn) د WS Datenschutz GmbH
برېښنالیک: neuemedienmacher@ws-datenschutz.de
یا هم د پوسټ له لارې اړیکه ونیسئ، لاندې یې پته ده؛
WS Datenschutz GmbH
Dircksenstraße 51
D-10178 Berlin
۱۵. د محرمیت پالیسۍ د بدلون حق
موږ حق لرو، چې د محرمیت دا پالیسي له قانوني اړتیاوو سره سمه اصلاح کړو.
د وروستۍ سمونې نېټه: نوېمبر ۲۰۲۴ز
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ