وېبپاڼې ته د لاسرسي د پیدا کولو په اړه اعلامیه
اوسمهاليز:
وېبپاڼې ته د لاسرسي د پیدا کولو په اړه اعلامیه
دا اعلامیه د ۲۰۲۴ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه چمتو شوې ده.
دا وېبسایټ تر ډېره د اروپايي معیار (EN 301 549 V2.1.2 (08-2018) له غوښتنو سره سم دی.
د محتوا د ارزونې چارې یې د (David Job) موسسې د شریک بنسټ Sozialhelden e.V.)) له لوري ترسره شوې دي.
هغه منځپانګه، چې لاسرسی ورته نه کېږي.
- بدیل متنونه
- په ځینو برخو کې بدیل متنونه نهشته دي، یا که وي هم، په څرګند او دقیق ډول د انځورونو د منځپانګې د تشریح لپاره بسنه نه کوي. د دې تر څنګهغه انځورونه، چې د وېبپاڼې د ښکلي کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، اړینې نښې نښانې نهلري. د هغو انځورونو لپاره، چې د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره نه، بلکې د وېبپاڼې د ښکلي کولو لپاره کارېدلي دي.
- د کیبورډ له لارې د ژبې د ټاکلو کنټرول
- کیبورډ په سمه توګه د ژبې ټاکنه نهشي اداره کولی، چې دا چاره د وېبپاڼې د کارولو په برخه کې محدودیت رامنځته کوي.
- په چټکو لېنکونو (Skip links) تمرکز
- ځینې وخت د کيبورډ کنټرول له چټکو لینکونو سره سم مخ ته نه ځي، چې دا چاره د هغو کاروونکو لپاره، چې له مرستندویه ټېکنالوژیو څخه ګټه اخلي، خنډونه راپیدا کوي.
- د محاورې پر مودالونو/کړکیو (Dialogfenster) تمرکز
- کېدلی شي، چې د کيبورډ تمرکز په ځینو مواردو کې له خلاص شوي ډیالوګ بکس (محاورې کړکۍ) څخه خارج شي.
- د ژبو د ټاکلو په برخه کې د نورو ژبو د الفاظو شتون
- د ژبې د ټاکلو په برخه کې د نورو ژبو الفاظ نهدي په نښه شوي.
- د فورمونو په برخه کې د تېروتنو پیغامونه
- د اوس لپاره د تېروتنو اړوند پیغامونه یواځې لیدل کیدای شي، د فورم په هغو برخو کې چې تیروتنې لري د پروګرام له لارې لینک شوي ندي.
نظرونه او اړیکه
ایا تاسې کله د دې وېبسایټ د کارولو په وخت له کومې ستونزې سره مخ شوي یاست؟ که ځواب مو «هو» وي، نو مهرباني وکړئ، موږ ترې خبر کړئ.
د لاندې ادرسونو له لارې له موږ سره په اړیکه کې شئ؛
د ځای پته: Neue deutsche Medienmacher*innen e.V., Potsdamer Str. 99, 10785 Berlin
برېښنالیک:info@handbookgermany.de
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئیو پروژه د
تميلوونکي: