د شبکې شریکان

وړيا، بېپرې او محرم

AWO Migrationsberatung
اوو (AWO) په جرمني کې یوه له لویو خپلواکو خیریه ټولنو څخه ده چې د ټولنیزو کارونو په بیلابیلو برخو کې فعاله ده.
تمرکز: د AWO د مهاجرت مشورتي خدمتونه د خپلو متخصصینو په وسيله له هغو خلکو سره مرسته کوي چې جرمني ته تازه راغلي وي او د استوګنې، روغتیا، کور، مالي چارو، ادارو، ژبو زدهکړې، ښوونځي او کار، واده، کورنۍ او پالنې په اړه پوښتنې لري.
نور معلومات: awo-migrationsberatung.org

د کډوالو او کاري حقونو لپار د بيما برلين (BEMA Berlin) مشورتي دفتر
د کډوالو او کاري حقونو لپاره د برلين مشورتي دفتر (BEMA) د کار په ناسمو شرایطو کې د مهاجرو کارګرو ملاتړ کوي، د کار قانون په اړه مشوره ورکوي او هڅه کوي چې د ناڅاپي قانوني سرغړونو مخه ونیسي. دا فرصت د هغو کسانو لپاهر دی چې په برلین کې ژوند کوي.
تمرکز: بيما BEMA په جرمني کې ښو او عادلانه کاري شرایطو ته د لاسرسي په اړه له عملي معلوماتو سره، له اوکراین څخه له نوو راغلو خلکو سره مرسته کوي. دوی د کار اړوند موضوعاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکوي، لکه د کار قراردادونه، معاشونه، موسمي کار، کوچنۍ دندې يا مينيجابز او د زیږون رخصتۍ.
نور مالومات: https://bema.berlin/

د پرمختيا د پيل شرکت يا VBKI (Einstieg zum Aufstieg gGmbH)
د پرمختيا د پيل شرکت یو غیر انتفاعي نوښت دی چې د برلین په لویه سیمه کې د کډوالۍ تجربه کوونکي او شرکتونه يو له بل سره نښلوي.
تمرکز: د دې شرکت هدف دا دی چې په برلین کې مهاجرینو ته د راتلونکي لپاره لرليد ورکړي او دوی ته پر ځان د بسیا ژوند کولو فرصت رامخې ته کړي. دوی هغه خلک سره نښلوي چې په برلین کې د خپلې خوښې شرکتونو سره د کار په لټه کې دي.
نور مالومات: Einstiegzumaufstieg.de

برلين-برانډنبورګ او شليسويګ هولشتاين د عادلانه ادغام مرکزونه
د "عادلانه ادغام" پروژه د غیراروپايي هیوادونو څخه د راغلو مهاجرو او کډوالو کارکوونکو د حقونو د دفاع وکالت کوي او په جرمني کې يې د یوې لویې کاري اتحاديې (DGB) له خوا ملاتړ کیږي.
تمرکز: دا اداره د برلین - برانډنبورګ او شلیسویګ - هولشټاین په فدرالي ایالتونو کې خلکو ته د کار په اړه مشوره ورکوي. د بېلګې په توګه د کار ساعتونه، د کار تړون لغوه کېدل، لنډمهاله کار، معاش، رخصتي او نور ...
نور مالومات دلته: faireintegration.de

Gladt e.V
دا اداره په برلین کې د تورپوستو او رنګين پوستو LGBTQ+ خلکو یو ګډ تنظیم دی چې د توکمپالنې، جنسیت او ټرانس*، هومو فوبیا، د معلولینو سره دښمنۍ او د تبعیض د نورو ډولونو په وړاندې کمپاین کوي.
تمرکز: دا اداره د LGBTQ+ اړوند هغو کسانو څخه ملاتړ کوي چې د پناه غوښتنې او مهاجرت اړوند پوښتنې لري او د تبعیض له مختلفو ډولونو څخه اغیزمن شوي دي.

Intez e.V.
دا بنسټ د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د BAföG غوښتنلیکونه یې په بهر کې د زدهکړو له امله رد شوي وي. ځينې دفترونه ډېری وخت د محکمې حکمونو ته غاړه نه ږدي.
تمرکز: دوی هغو محصلينو ته مشوره ورکوي او ملاتړ يې کوي چې پخوا یې په بهر کې زدهکړې کړې وي او د BAföG لپاره یې غوښتنلیک رد شوی وي. دوی له تاسې سره د اعتراض یا دعوی له لارې د BAföG په ترلاسه کولو کې هم مرسته کوي.
نور مالومات: intez.de

Das Regionale Integrationsnetzwerk IQ NRW -West
د ادغام شبکه IQ NRW-West د ویبسایټ او اپلیکیشن له لارې په ناردراين وستفالن ايالت کې د سندونو د رسمي کولو او مسلکونو په اړه ډیجیټل مشورې ورکوي.
تمرکز: د IQ شبکه د خلکو سره د سندونو د رسمي کولو او مسلکونو په څیر موضوعاتو کې مرسته کوي. دوی پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د بېلګې په توګه دا چې په جرمني کې د ماهر کس په توګه د کار کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي.
نور مالومات: iq-nrw-west.de

BZI Pass[t] Genau
پست ګېنو (Pass[t] Genau) د فدرالي کډوالۍ او ادغام شورا (Bundeszuwanderungs- und Integrationsrat) یوه مشورتي شبکه ده، چې هغو کسانو ته مشوره ورکوي چې غواړي د جرمني تابعیت ترلاسه کړي.
تمرکز: دا پروژه په راینلند-فالڅ او میکلنبورګ-فورپومرن کې فعاله ده، چیرې چې مشاورین او رضاکاران خلکو ته لارښوونه کوي او هغوی هڅوي چې د تابعیت پروسه تعقیب کړي.
نور مالومات: BZI Pass[t] Genau

Mobi Job
د مهاجرو لپاره د دندې ګرځنده مشوره د JobPoint برلین له خوا وړاندې کیږي او د انسجام، کار او ټولنیزو چارو لپاره د سنا ریاست له خوا يې ملاتړ کیږي. د دې نوښت سپانسر (GesBiT GmbH für Bildung und Teilhabe) دی.
تمرکز: موبي جاب په برلین کې د هغو خلکو لپاره مشورې وړاندې کوي چې د کار بازار ته د لاسرسي په لټه کې دي او د غوښتنلیکونو لیکلو، روزنې او د کار موندلو په اړه پوښتنې ځوابوي.
نور مالومات: mobijob-berlin.de

Migrafrica gGmbH
د (Let's Go – Migrantinnenfit für die Arbeitswelt) پروژې هدف په کولن کې د ټیټ مهارت لرونکې مېرمنې دي چې د مهاجرت شاليد لري او په جرمنيکې د زدهکړو سند يا رسمي شوي مسلکي سندونه ونه لري. دا پروژه د ښځو لپاره مشورې، ملاتړ او ورکشاپونه وړاندې کوي.
تمرکز: د کار په بازار کې ادغام او د مهاجرو، کم مهارت لرونکو میرمنو لپاره د سوداګرۍ پیل کولو ملاتړ.
نور مالومات: Migrafrica.org

Start with a Friend e.V.
د (Start with a Friend e.V.) د مساوي ټولنې لپاره هلې ځلې کوي. د دې ادارې له نظره د مهاجرت شاليد لرونکو او نورو خلکو ترمنځ همغږي پیاوړې کيږي او ډیموکراسي د تبادلې او تعامل له لارې وده کوي.
تمرکز: دا ادره د مختلفو شالیدونو او تجربو لرونکي خلک د ملګرتیا له لارې سره نښلوي او د ټولنيزو غونډو، تعلیمي وړاندیزونو او ګډو فعالیتونو په اړه مالومات چمتو کوي.
نور مالومات: Start with a friend e.V.

Türkischer Bund Berlin Brandenburg (TBB)
د (Türkische Bund in Berlin-Brandenburg e.V.) بنسټ د سازمانونو او اشخاصو یو بې طرفه چترۍ سازمان دی.
دوی د خپلې پروژې "زما کورنۍ" سره تاسې ته په برلین کې مشورې درکوي او ټولنيزې غونډې تنظيموي.
تمرکز: د TBB "زما کورنۍ" پروژه د مهاجرت، LGBTQIA+ او تبعیض مسلو په اړه پوښتنې ځوابوي.
نور مالومات: Meine Familie (TBB)

Der Jugendmigrationsdienst (JMD)
Der Jugendmigrationsdienst (kurz “JMD”) ist ein bundesweites Beratungs- und Unterstützungsangebot für Menschen zwischen 12 und 27 Jahren.
Schwerpunkt:
Mit den Projekten ‚JMD digital-hub‘ und ‚JMD 2Connect‘ entwickelt und realisiert der Jugendmigrationsdienst Beratungsmöglichkeiten sowie Maßnahmen zur Vorintegration.
Mitarbeitende des JMD sind im Forum bei Fragen erreichbar und können erste Infos teilen und Anlaufstellen vorschlagen.
Mehr Infos: jugendmigrationsdienste.de
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.