له ميندو او پلرونو سره مرسته (Elterngeld)

Junge Mutter mit Kopftuch hält ihr Baby im Arm und küsst seine Hand.
اوسمهالیز 21.02.2024

دولت څه ډول له کورنيو سره مرسته کوي؟

د ځوانو ميندو او پلرونو  لپاره د ماشومانو پالنه يوه ستره مسله ده. په جرمني د کار او کورنۍ جوړولو تر منځ تعادل او همغږي راوستل سخت دي. له ځوانو کورنيو سره د مرستې لپاره په جرمني کې د الټرن‌ګېلډ (Elterngeld) په نوم پیسې ورکول کيږي. دا پیسې له هغو ميندو او پلرونو / په زوی‌ولی يا پلارولی نيوونکو سره مرسته کوي چې لږ معاش لري او يا د ماشومانو له زېږېدو وروسته د هغوی د ساتلو له کبله نه شي کولای کار وکړي. هغه ميندې او پلرونه چې د ماشوم له زېږېدو وړاندې بېکاره وي، هم کولای شي د دې پیسو يا مرستې ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. دلته به د دې پیسو د ترلاسه کولو په اړه ټول مالومات ولولئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

اېلټرن ګېلډ څه ته وايي؟

اېلټرن‌ګېلډ له ميندو او پلرونو يا د ماشومانو له سرپرستانو سره مالي مرسته څو د ماشوم له زېږېدو وروسته د هغه ساتنه وکړي. دا پیسې د ماشوم د زېږېدو له ورځې ترلاسه کولای شئ. البته د ماشوم له زېږون وړاندې د دې مرستې غوښتنه نه شئ کولای. که څوک ناوخته خپله غوښتنه ثبت کړي، د تېرو درې مياشتو پیسې هم ورکول کيږي. غوره ده چې د دې مرستې ترلاسه کولو غوښتنه د ماشوم د عمر د مياشتو له مخې وشي او د جنترۍ مياشتې په پام کې ونه نيول شي. که د جنترۍ مياشتې په پام کې ونيسئ، ښايي لږ پیسې ترلاسه کړئ. دا پیسې د ماشوم تر ۳۲مياشتنۍ پورې ترلاسه کولای شئ. په بله وينا، تر هغه وخته چې د ماشوم عمر دوه‌ کاله او ۸ مياشتې شي. دا چې دا پیسې څنګه وغواړو، لاندې په بله برخه کې ولولئ.

د اېلټرن‌ګېلډ بېلابېل ډولونه شته. په دې کې (Basiselterngeld)، د والدينو اضافه پیسې يا مرسته (ElterngeldPlus) او د پارټنرانو ډالۍ (Partnerschaftsbonus) راځي. د دې پیسو اندازه له دې ډولونو او ستاسې له پخواني عايد سره تړلې ده.

آيا زه الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولای شم؟

د لاندې شرطونو پوره کوونکي کسان کولای شي چې الټرن‌ګېلډ ترلاسه کړي:

 

  • له خپلو بچي يا بچۍ سره يوځای په جرمني کې ژوند وکړي؛
  • په خپله د خپل ماشوم پالنه وکړي؛
  • په اونۍ کې له ۳۲ ساعتونو کم کار وکړي؛ که ماشوم د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې زېږېدلی وي، په اونۍ کې تر ۳۰ ساعتونو کار؛
  • په جرمني کې د ژوند کولو او کار اجازه (د استوګنې دايمي اجازه، د اروپايي ټولنې د استوګنې دايمي اجازه، د اروپايي ټولنې شين کارت، ICT کارت او يا هم مبايیل ICT کارت)؛ يا د استوګنې داسې جازه چې تاسې ته د ۶ مياشتو لپاره د کار د لټون جازه درکوي (استثناوې د اېلټرن‌ګېلډ قانون د اوومې مادې په ۲الف او ۲ب برخو کې په نښه شوې دي)؛ يا
  •  کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung)؛ او يا
  •  د جرمني يا (د ایسلنډ، لختن‌شتاين، ناروې، سويس په ګډون) د اروپايي ټولنې د بل غړي هېواد تابعيت ولري.

 

مهم: که څوک په خپل هېواد کې د جګړې له کبله د استوګنې قانون د ۲۳مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې او يا هم د ۲۳ الف، ۲۴ یا ۲۵ مادې د درېيمې څلورمې يا پنځمې فقرې له مخې د استوګنې اجازه ولري؛ د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد له لاندې دوو شرطونو يو پوره کړي:

 

  • کار وکړي؛ د والدينو په رخصتۍ کې وي او يا هم له کار وروسته د بېکارۍ پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کړي؛

يا

  • په جرمني کې يې لږترلږه ۱۵ مياشتې وتلې وي.

 

د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره د کار ډول شرط نه دی. دا پیسې مامورين يا ټول کارکوونکي، د ازاد کار ترسره کوونکي، بېکاره شوي کسان، زده‌کوونکي يا محصلين، د اوسبیلډونګ ترسره کوونکي او يا د کورونو مېرمنې يا نارينه ټول کولای شي د دې پیسو ترلاسه کولو غوښتنه وکړي. خو: که څوک يوازې په کال کې له ۲۵۰٬۰۰۰ او يا د ماشوم د مور يا پلار سره په ګډه په کلني ډول له ۵۰۰٬۰۰۰ ډېرې يورو وګټي؛ نه شي کولای د دې پیسو غوښتنه وکړي.

 

ښه ده چې پوه شئ: د اېلټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره د عايد حد راکميږي. د ۲۰۲۴ کال د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته د زېږېدلو ماشومانو هغه ميندې او پلرونه يا پالونکي چې په ګډه له ۲سوه زره يورو زيات عايد ولري، نه شي کولای د دې مرستې غوښتنه وکړي. د يوازې مور يا يوازې پلار لپاره دا حد ۱۵۰زره يورو دی. د ۲۰۲۵ کال له اپرېل مياشتې بيا د جوړې لپاره دا حد ۱۷۵زره يورو ته راټيتيږي.

 

د الټرن‌ګېلډ د قوانينو له مخې دا پیسې د خپل سکني ماشوم؛ د ژوند د ملګري يا ملګرې د ماشوم، رضاعي او يا په زوی‌ولۍ يا لورولۍ نيولي ماشوم لپاره ورکول کيږي. په استثنايي حالتونو کې ښايي د لمسيانو او د خور يا ورور د بچيانو لپاره هم دا پیسې ترلاسه کولای شئ خو دا پیسې يوازې هغه مهال درکول کيږي چې د ماشوم خپل مور او پلار د هغه پالنه ونه کړي.

مهم: د (Aufenthaltsgestattung) سند درلودونکي (د پنا غوښتنې د پروسې په دوران کې)، الټرن‌ګلېډ نه ورکول کيږي. همدا شان له کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) پرته د بل ډول ډولډونګ درلودونکو ته هم دا پیسې نه ورکول کيږي.

که بچيان مې کيتا يا وړکتون ته ولاړ شي؛ بيا هم الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولای شم؟

هو. که بچيان مو وړکتون ته ولاړ شي او يا يې کومه بله مېرمن يا سړی (Tagesvater يا Tagesmutter) د ورځې له خوا وساتي؛ بيا هم کولای شئ الټرن‌ګېلډ ترلاسه کړئ. په دې اړه نور مالومات د ماشومانو د پالنې په څپرکي کې کتلای شئ.

د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره بايد د والدينو رخصتي (Elternzeit) واخلم؟

نه. د والدينو پیسې له اېلټن‌څایټ سره اړه نه لري. تاسې کولی شئ د اېلټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو پر مهال نيمه‌وخته يا ټایل‌څایټ کار وکړئ. البته لاندې مسايلو ته بايد پام وکړئ:

  • که ماشوم د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې زېږددلی وي، په اونۍ کې له ۳۰ ساعتونو د زيات کار اجازه نه لرئ.
  • که ماشوم د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته زېږېدلی وي، په اونۍ کې تر ۳۲ ساعتونو کار کولای شئ.
اېلټرن‌ګېلډ د څومره مودې لپاره ورکول کيږي؟

د ميندو او پلرونو پیسې يا الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو موده د هغو له ډول سره اړه لري. د دې مرستې لاندې ډولونه شته: له والدينو سره لومړنۍ مرسته (Basiselterngeld)، د والدينو اضافه پیسې يا مرسته (ElterngeldPlus) او د پارټنرانو ډالۍ (Partnerschaftsbonus). تاسې کولی شئ لومړي ډوه ډولونه سره یوځای کړئ او درېيم ډول اضافي ترلاسه کړئ.

د اېلټرن‌ګېلډ مرسته په پرلپسې ډول لپاره ترلاسه کولی شئ. همدا شان کولی شئ په هغې کې وقفه واخلئ او وروسته يې بيا ترلاسه کړئ. يا هم کولی شئ له بل مور، پلار يا جوړې سره وخت بدل کړئ. د دې ډولونو له ترکيب سره د ماشوم تر ۳۲ مياشتنۍ پورې دا پیسې ترلاسه کولی شئ.

مهم: که ماشوم مو له ټاکلې مودې مخکې وزيږي، د اضافي مياشتو لپاره هم دا پیسې درکول کيږي. په داسې حالت کې دا اضافه پیسې د ۶ تر ۱۶ اضافي اونيو لپاره ترلاسه کولی شئ.

د والدينو لومړنۍ پیسې (Basiselterngeld) څه ته وايي؟

د والدينو لومړنۍ پیسې (Basiselterngeld د هغو ميندو او پلرونو يا پالونکو لپاره په زړه دي چې غواړي د ماشوم له زېږون وروسته کار ونه کړي او يا لږ کار وکړي. په عمومي توګه دا پیسې د ماشوم په لومړيو ۱۴ مياشتو کې ورکول کيږي. له هغه وروسته د د دې پیسو نور دوه ډولونه ترلاسه کولی شئ.

که يو مور يا پلار د دې پیسو غوښتنه کوي، کولی شي د هر ماشوم لپاره د لږ تر لږه دوه او تر ټولو ډېر ۱۲ مياشتو لپاره دا پیسې ترلاسه کړي. که د ماشوم مور او پلار دا پیسې سره شريکې کړي؛ کولای شي دوې نورې اضافه مياشتې يې هم ترلاسه کړي. دې اضافي مياشتو ته د ملګرتيا مياشتې (Partnermonate) وايي. په دې حالت کې کولای شئ په هغو مياشتو کې چې دا پیسې مو ترلاسه کړې دي، په ازاد ډول یو له بله بېلې کړئ.

د ملګرتيا د مياشتو شرطونه:

  • مور او پلار/قانوني پالونکي دواړه د دې پیسو غوښتنه وکړي او يو يې لږ تر لږه د دوو مياشتو لپاره ترلاسه کړي.
  • لږ تر لږه يو مور يا پلار د ماشوم له زېږون وړاندې کار درلود او له د ماشوم له زېږون وروسته يې عايد کم شوی دی.

که څوک په يوازې ځان د ماشوم پالنه کوي، د ملګرتيا د مياشتو تر څنګ تر ۱۴ مياشتو د والدينو پیسې ترلاسه کولای شي.

 

پاملرنه: د ۲۰۲۴ کال د اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې د زېږدلو ماشومانو ميندې او پلرونه بايد د ملګرتيا له مياشتو لږ تر لږه يوه د ماشوم په لومړيو ۱۴ مياشتو کې حساب کړي. يوازې په همدې مياشت کې مور او پلار دواړه په يوه وخت کې دا پیسې ترلاسه کولی شي.

مهم: د اېلټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو غوښتنه بايد د ماشوم له زېږېدو وروسته د درې مياشتو په موده کې وشي. دا ځکه چې بيا يوازې د تېرو درو مياشتو لپاره پیسې ورکول کيږي. تاسې کولی شئ د والدينو لومړنۍ پیسې (Basiselterngeld) له د والدينو اضافي پیسې (ElterngeldPlus) سره يوځای کړئ. که شرايط پوره کړئ، د جوړو ډالۍ (Partnerschaftsbonus) هم ترلاسه کولی شئ.

د والدينو اضافي پیسې (ElterngeldPlus) څه ته وايي؟

د والدينو اضافي پیسې (ElterngeldPlus) کېدای شي د هر ماشوم لپاره د ۲۴ مياشتو لپاره ترلاسه شي. که د ماشوم له زېږون وروسته کار نه کوئ، هره مياشت د والدينو د لومړنيو پیسو (Basiselterngeld) نيمې ورکول کيږي. که څوک نيمه وخت يا ټایل‌څایټ کار وکړي، کولی شي دا پیسې پوره ترلاسه کړي.

 که د مور او پلار په توګه لا هم په اونۍ کې له ۲۵ تر ۳۰ ساعتونو کار کوئ؛ کولای شئ د ۴ اضافه مياشتو لپاره هم دا پیسې ترلاسه کړئ. که مور يا پلار په يوازې ځان د ماشوم پالنه کوي؛ هم کولای شي د ۴ مياشتو لپاره دا اضافي پیسې ترلاسه کړي. ميندې او پلرونه دا پرېکړه هم کولای شي چې د لومړنيو پیسو يا الټرن‌ګېلډ يوه مياشت د الټرن‌ګېلډ پلس په دوو مياشتو بدله کړي. اصلي الټرن‌ګېلد د ۱۴ مياشتو لپاره او الټرن‌ګېلډ پلس بيا د ۲۸ مياشتو لپاره ورکول کيږي. ميندې او پلرونه کولای شي د پورته يادو شوو ډولونو يو، او يا هم د داوړو ترکيب غوره کړي.

 

مهم: که د ماشوم له څوارلس مياشتنۍ وروسته هم د والدينو اضافي پیسې (ElterngeldPlus) ترلاسه کوئ، وقفه نه شئ پکې راوستلای. که دا کار وکړئ، د دې پیسو د ترلاسه کولو حق له لاسه ورکړئ. د دې پر ځای کولی شئ له بل مور يا پلار سره دا وخت ووېشئ. دا پیسې هم د ماشوم تر ۳۲ مياشتنۍ ورکول کيږي.

د جوړو ډالۍ (Partnerschaftsbonus) څه ته وايي؟

د جوړو ډالۍ (Partnerschaftsbonus) د والدينو لپاره اضافي مرسته ده چې مور او پلار دواړو ته د الټرن‌ګېلډ د ترلاسه کولو پر مهال ورکول کيږي. دا پیسې هغه وخت ترلاسه کيږي چې مور او پلار دواړه د ماشوم پالنه پر غاړه ولري او په اونۍ کې ۲۴ تر ۳۲ ساعتونو کار وکړي.

د دې پیسو ترلاسه کولو بل شرط دا دی چې مور او پلار بايد دا مرسته پر يوه مهال یوځای واخلي. که دا شرطونه پوره شي، دواړه د ۴ اضافي‌ مياشتو لپاره د والدينو اضافي پیسې (ElterngeldPlus) ترلاسه کولی شي.  په ټوليز ډول دوی اته مياشتې اضافي الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولای شي. د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته زېږون لپاره ميندې او پلرونه هر يو د ۲ تر ۴ مياشتو لپاره دا ډالۍ ترلاسه کولی شي. په دې مانا چې په ګډه کولی شي د ۴ تر ۸ مياشتو لپاره اېلټرن‌ګېلډ ترلاسه کړي.

د دې مرستې موخه دا ده چې مور او پلار دواړه د ماشوم پالنې ته وخت ولري او د کار او کورنۍ تر منځ تعادل وساتلای شي. په دې ډول دوی د ماشوم د پالنې لپاره ډېر وخت پر کور تېرولای شي.

هغه يوازې ميندې يا يوازې پلرونه چې په اونۍ کې ۲۴ تر ۳۲ ساعتونو کار وکړي، دا ډالۍ ترلاسه کولی شي.

 

مهم: د جوړو ډالۍ د ماشوم تر ۳۲مياشتنۍ ترلاسه کولی شئ. د جوړو د ډالۍ پیسې په اتومات ډول نه ورکول کيږي. والدين بايد د دې کار لپاره يو غوښتنليک وړاندې کړي او اړين سندونه برابر کړي. که شرطونه پوره کولای شئ، کولای شئ د الټرن‌ګېلد له اړوندې ادارې سره اړيکه ونيسئ او خپله غوښتنه ورته وړاندې کړئ.

له والدينو سره د مرستې يا الټرن‌ګېلډ اندازه څومره ده؟

د اېلټرن‌ګېلډ اندازه د هر کس له حالت او د پیسو د ترلاسه کولو له ډول سره تړلې ده. د قانون له مخې د دې پیسو مقدار د مور او پلار له هغه خالص معاش سره تړلی دی چې د ماشوم له زېږېدو وړاندې يې د ۱۲ مياشتو په اوږدو کې ترلاسه کړی دی. په دې ډول به ستاسې د الټرن‌ګېلډ مقدار د تېر معاش له ٪۶۵ تر ۱۰۰ ٪ پورې وي. څومره چې معاش لوړ وي؛ په هماغه اندازه د اېلټرن‌ګېلډ اندازه هم لوړه وي. په همدې حال کې د لږ معاش لرونکو ته د هغوی د خالص معاش په اندازه، يعني ۱۰۰٪ الټرن‌ګېلډ او د زيات معاش لرونکو ته د خالص معاش ۶۵٪ ورکول کيږي.

 

د اېلټرن‌ګېلډ لپاره تر ټولو ډېره او تر ټولو لږ اندازه شته او د اساسي يا لومړني اېلټرن‌ګېلډ لپاره په مياشتني ډول له ۳۰۰ تر ۱٬۸۰۰ يورو توپير کوي. د ميندو او پلرونو د اضافه پیسو لپاره بيا دا اندازه له ۱۵۰ تر ۹۰۰ يورو پورې ده. مهم: که څوک د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو پر مهال کار وکړي؛ ښايي د دې پیسو اندازه ډېره کمه شي.

 

 

د ډېرو ماشومانو ميندو او پلرونو ته د خويندو او وروڼو انعام (Geschwisterbonus) په نامه نورې پیسې هم ورکول کيږي چې د اېلټرن‌ګېلډ ۱۰٪ دي. د دې پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد لږ تر لږه يو له ۳ کالو د لږ عمر لرونکی او يا دوه له ۶ کالو ټيټ ماشومان ولرئ. که په درې کسيزه کورنۍ کې کوم کس معلول وي او عمر يې له ۱۴ کالونو کم وي، کولای شي دا انعام ترلاسه کړي. د دې کار شرط دا دی چې اړوند کس بايد لږ تر لږه ۲۰ درجې معلوليت ولري. د غبرګونو او يا زياتو ماشومانو د زېږېدلو پر مهال له دې پرته ۳۰۰ اضافه يورو هم ورکول کيږي.

 

د ميندو او پلرونو د پیسو د ماشين‌حساب په مرسته کولای شئ حساب کړئ چې ستاسې لپاره د والدينو د پیسو کوم ډول ښه دی او څومره پیسې ترلاسه کولای شئ. د دې کار لپاره پر (familienportal.de) وېبسایټ يو دا ډول ماشين‌حساب موندلای شئ.

 

يادونه: که د واده شوې جوړې په توګه له مخکې پوهېږئ چې د والدينو د پیسو غوښتنه به کوئ؛ بايد د خپلې ماليې درجه‌بندي (Steuerklasse) بدله کړئ څو عايد مو يو څه لوړ شي. هغه کسان چې د والدينو پیسې ترلاسه کوي؛ د ماليې درجه يا کلاس به يې ۳ شي. پلرونه بايد د دې کار لپاره د ماشوم له زېږېدو ۷ مياشتې وړاندې او مېرمنې د مورولۍ د خونديتوب له دورې وړاندې اقدام وکړي.

مهم: د الټرن‌ګېلد ماليه نه اخستل کيږي خو د عايد په توګه په پام کې نيول کيږي او بايد د ماليې د تصفيې پر مهال يې يادونه وشي. له همدې کبله سپارښتنه کيږي چې د دې پیسو يوه برخه وساتئ څو د ماليو ورکول پر مهال له ستونزې سره مخ نه شئ.

څنګه او چېرته د الټرن‌ګېلډ غوښتنه کولای شم؟

د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره بايد د خپل ايالت د الټرن‌ګېلډ په اداره (Elterngeldstelle) کې غوښتنلیک وړاندې کړئ. پر (elterngeld.net) وېبسایټ د خپلې سيمې دا ډول ادارې موندلای شئ. د غوښتنليک وړاندې کولو لپاره بايد يوه فورمه ډکه کړئ. خپل غوښتنليک انلاين او يا هم د پوسټ له لارې لېږلی شئ. پر (familienportal.de) وېبسایټ د دې غوښتنليک فورمې، د ادارو دفترونه او نور مالومات موندلای شئ.

 

 

په فورمه کې بايد په نښه کړئ چې له مور او پلار کوم يو د څومره مودې لپاره دا پیسې ترلاسه کوي. البته وروسته هم کولای شئ يو ځل او په استثنايي حالاتو کې دوه ځله د پیسو د وېش کچه او وخت بدل کړئ. غوښتنليک بايد مور او پلار دواړه لاسليک کړي او هلته څرګنده کړي چې دوی يو له بل سره واده کړی دی او يا له واده پرته په ګډه د ماشوم پالنه پر غاړه اخلي.

 

يادونه: دا غوره ده چې د مياشتو پر حساب د دې پیسو غوښتنه ونه کړئ او پر ځای يې د ماشوم د عمر له مخې وکړئ. که د مياشتو له مخې دا کار وشي؛‌ ښايي لږ پیسې ترلاسه کړئ.

 

په ياد مو وي چې د الټرن‌ګېلډ ترلاسه کولو لپاره پر وخت غوښتنليک ولېږئ. دا پیسې د تېرو درې مياشتو لپاره هم ورکول کيږي خو که ډېر وخت ووزي؛ بيا يې نه شئ ترلاسه کولای.

له والدينو سره د مرستې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د الټرن‌ګېلډ يا والدينو د مرستې پیسو ترلاسه کولو لپاره لاندې سندونه اړين دي:

-       د ماشوم د زېږېدلو سند يا (Geburtsurkunde)،

-       په تېرو ۱۲ مياشتو کې د عايد يا معاش د ترلاسه کولو سندونه او يا له جاب‌سنټر يا ورته بلې ادارې څخه د مرستو ترلاسه کولو سند،

-       له روغتيايي بيمې څخه د مورولۍ د خونديتوب د پیسو ترلاسه کولو تاييدليک،

-       له خپل کارځای يا ادارې څخه د والدينو د رخصتۍ (Elternzeit) ترلاسه کولو تاييدليک؛ البته که اړين وي،

-       د کارځای يا خپلې ادارې له خوا د مورولۍ د خونديتوب د پیسو ترلاسه کولو تاييدليک (هغه ميندې چې د اولاد له زېږون مخکې کار کوي).

يادونه: که د خپل ژوند يا مدني حالت بدل کړئ؛ بايد د الټرن‌ګېلډ ادارې (Elterngeldstelle) ته خبر ورکړئ. که اضافه عايد ترلاسه کړئ؛ بيا هم بايد دې ادارې ته خبر ورکړئ؛ ځکه ستاسې عايد د والدينو د د پیسو په کچه اغېز لري.

د والدينو د مرستې پیسو ترلاسه کولو پر مهال مې روغتيايي بيمه څنګه کيږي؟

که له دې وړاندې مو جبري دولتي روغتيايي بيمه درلوده؛ کولای شئ په هماغه سيستم کې پاته شئ. که پر دې مهال نيمه وخته کار نه کوئ؛ د دې بيمې پیسې نه درنه اخستل کيږي. که دولتي روغتيايي بيمه مو په خپله خوښه اخيستې وه؛ بايد له دې وروسته يې هم پیسې ورکړئ. يوازينۍ استثنا کورنۍ بيمه ده چې پر مهال يې د دې پیسو له ورکولو خلاصېږئ.

که د والدينو يا الټرن‌ګېلډ له ترلاسه کولو وړاندې مو شخصي روغتيايي بيمه درلوده؛ اوس هم په هغې کې پاته کېدای شئ خو بايد د پیسو ورکولو ته دوام ورکړئ.

مهم: که زده‌کړې پرېږدئ او يا اېلټرن‌ګېلډ اخستل قطع شي، ځانګړي مقررات پلي کيږي. له همدې کبله د اېلټرن‌ګېلډ له غوښتنې وړاندې د روغتيايي بيمې له شرکت سره خبرې وکړئ او مشوره ورسره وکړئ. له دوی څخه د خپلې ونډې د اندازې او يا د بيمې د له لاسه ورکول په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

کولای شم د الټرن‌ګېلډ تر څنګ له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هم پیسې ترلاسه کړم؟

د والدينو د مرستې پیسې د عايد په شان ګڼل کيږي. دا په دې مانا ده چې په همدې کچه پیسې به ستاسې د بېکارۍ (Bürgergeld) يا سوسيال له مرستو وګرځول شی. په عمومي ډول به تاسې ته له هغه ډېرې پیسې درنه کړل شي؛ څومره مو چې د والدينو له پیسو ترلاسه کولو مخکې مو ترلاسه کولې. البته که د ماشوم له زېږېدو وړاندې مو کار درلود؛ کولای شئ د (Elterngeldfreibetrag) په نامه پیسو غوښتنه وکړئ. د دې پیسو اندازه ستاسې له د پخواني عايد له اندازې سره اړه لري. په دې اړه نور مالومات پر (familienportal.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د ميندو او پلرونو د مرستې پیسو په اړه چېرته مشوره ترلاسه کولای شم؟

ستاسې د ايالت د الټرن‌ګېلډ اداره کولای شي تاسې ته د دې پیسو په اړه مشوره درکړي. په خپله سيمه کې د دې ادارې يوه څانګه پر (elterngeld.net)  وېبسایټ موندلای شئ. له دې پرته د لويانو يا ځوانانو لپاره د کډوالو مشورتي مرکزونو ته هم ورتلای شئ. د دې ادارو کارکوونکي په ډېرو ژبو خبرې کوي او ستاسې سره مرسته کوي. په خپل شاوخوا کې د دې ادارو يوه څانګه پر (bamf.de) يا (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ.

مهم

په بايرن او زاکسن ايالتونو کې د مرستو ترلاسه کولو يو بل فرصت هم شته چې له کورنيو سره د مرستې پیسې (Familiengeld) يا د ايالتي پوهنې مرسته (Landeserziehungsgeld) نوميږي. د دې مرستو ترلاسه کولو شرطونه او قوانين په دواړو ايالتونو کې توپير کوي. د بايرن د کورنيو د مرستې په اړه ټول ګټور مالومات پر (zbfs.bayern.de) وېبسایټ موندلای شئ. د زاکسن د ايالتې مرستې په اړه مالومات بيا پر (familie.sachsen.de) وېبسایټ ولولئ. په نورو ايالتونو کې د کورنۍ مرستې او ايالتې مرستې اسانتياوې نشته.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: