د ځانګړې خونديتوب وړ کډوال

Das Bild zeigt zwei Hände, die einen Kreis aus Holzfiguren umschließen.
اوسمهالیز 05.09.2023

د ځانګړي خونديتوب مستحق کسان کوم حقونه لري؟

هر څوک چې په اروپايي ټولنه کې د پنا غوښتنه کوي، د پنا غوښتنې د عادلانه پروسې، سرپنا او لومړني خونديتوب حق لري. په اروپايي‌ټولنه کې د ماشومانو، امېدواره مېرمنو، د شکنجې قربانيانو، ناروغانو او له تراوما لاندې کسانو په شان خلکو ځانګړی ملاتړ کيږي. له همدې کبله دې کسانو ته د ځانګړي خونديتوب مستحق پنا کډوال (besonders schutzbedürftige Flüchtlinge) ويل کيږي. د اروپايي‌ ټولنې غړي هېوادونه مکلف دي چې دې کسانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې څپرکي کې د دې کسانو د حقونو او د ملاتړ د فرصتونو په اړه ټول مالومات درکوو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

څوک د ځانګړي خونديتوب مستحق کډوال بلل کيږي؟

لاندې کسان د ځانګړي خونديتوب مستحق کډوالو په ډله کې راځي:

  • له اتلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي
  • له اتلس کالونو ټيټ بې‌سرپرسته کدوال
  • معلول کسان
  • د سختو جسمي او ذهني ناروغيو درلودونکي
  • زاړه کسان
  • امېدوارې مېرمنې
  • له ماشومانو سره يوازې مور يا يوازې پلار
  • د انساني قاچاق قربانيان
  • د شکنجې، تاوتريخوالي، جنسي تيري او يا د ښځو د تناسلي الې د ختنه کولو قربانيان.

که څوک په دې ډله کې راځي، د اروپايي ټولنې د (Richtlinie 2013/33/EU) قانون د ۲۱مې مادې له مخې د ځانګړي خونديتوب مستحق ګڼل کيږي.

د ځانګړي خونديتوب وړتوب څوک تاييدوي؟

کله چې څوک د پنا غوښتنه وکړي، اړونده اداره ارزوي چې دا کس د ځانګړي خونديتوب مستحق دی او که نه. په معمول توګه د دې کار لپاره ځينې پوښتنليکونه شته او يا هم مامورين له دې کسانو ځينې پوښتنې کوي. په ياد مو وي چې هر څومره وختي د ناروغۍ، امېدوارۍ او يا بلې ستونزې په اړه خبر ورکړل شي.

که څوک د ځانګړي خونديتوب وړ وګڼل شي، دا کس له ځانګړو حقونو برخمن کيږي. دا کسان د استوګنې د وړ ځای، پاملرنې او د مرکې پر مهال د ځانګړې مرستې حق ترلاسه کوي.

مهم: که څوک په پورته يادو شوو کسانو کې راځي او د اړوند ادارې له لوري د ځانګړي خونديتوب مستحق ونه ګڼل شي، بايد سملاسي مشورتي ادارو ته ورشي. په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د ځانګړي خونديتوب وړ کسان د پناغوښتنې پروسې پر مهال کومه مرسته ترلاسه کوي؟

د ځانګړي خونديتوب وړ کډوال حق لري چې د پناغوښتنې پر مهال يې مرکه يا انټرويو د ځانګړي استازي (Sonderbeauftragten) له لوري ترسره شي. ځانګړي استازي هغه کسان دي چې د ځانګړي خونديتوب وړ کډوالو د مرکې لپاره يې ځانګړې زده‌کړې ترسره کړې وي او د دوی په اړه پرېکړه کوي. په ياد مو وي چې مرکه د پناغوښتنې پروسې يوه مهمه برخه ده او جرمني‌ د راتګ په اړه خپل ټول دليلونه او لاملونه پکې روښانه کيږي.

د پناغوښتنې مرکه د مهاجرو او کډوالۍ فدرالي ادارې له لوري‌ ترسره کيږي. هلته بايد څرګنده کړئ‌ چې تاسې د ځانګړي خونديتوب حق لرئ. دا کار د پناغوښتنې پر مهال کولای شئ. که د ډاکټر تاييدليک يا نور سندونه لرئ، يوه کاپي يې اړوند مامور ته ورکړئ.

د پناغوښتنې د پروسې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پناغوښتنې پروسه) کې ولولئ.

د استوګنځي په اړه کوم حقونه لرم؟

د ځانګړي خونديتوب مستحق کسان بايد د شونتيا تر کچې د رارسېدو په لومړنيو مرکزونو (Erstaufnahmeeinrichtungen) کې پاته شي او بايد هر څومره ژر يوه واړه استوګنځي يا اپارتمان ته ولېږدول شي. دا کسان همدا شان حق لري چې په لومړنيو مرکزونو کې د اجباري پاته کېدو د مودې له ختمېدو وړاندې بل ځای ته د لېږدېدو غوښتنه وکړي. د دې کار لپاره د خپل استوګنځي له ټولنيزو کارکوونکو پوښتنه وکړئ. په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه هم مرسته ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د طبي او مالي پالنې په برخه کې کوم حقونه لرم؟

د ځانګړي خونديتوب هغه مستحق کسان چې اضافي طبي يا مالي اړتياوې لري، د دولت له لوري اضافي مرسته ورسره کيږي. د بېلګې په توګه امېدوارې مېرمنې د طبي پاملرنې او اضافي پیسو ترلاسه کولو حق لري. له تلس کالونو د ټيټ عمر لرونکي د زده‌کړو او ګډون د بستې له مخې د اضافي مرستو ترلاسه کولو مستحق دي.

د اضافي پیسو ترلاسه کولو لپاره بايد يو سوسيال‌امت ته يو غوښتنليک وړاندې شي. د استوګنځي ټولنيز کارکوونکي او يا هم د مشورتي ادارو کارکوونکي د فورمو په ډکولو کې مرسته کولای شي. پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

د روغتيايي پالنې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د کډوالو لپاره روغتيايي خدمتونه) څپرکي کې لوستلای شئ.

مرسته او مشوره له کومه ځایه ترلاسه کولای شم؟

په خپله سيمه کې د مهاجرو شورا او يا هم د پروازول له ادارو څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. د مهاجرو شورا نږدې څانګه پر (fluechtlingsrat.de) موندلای شئ او له پروازول سره پر (beratung@proasyl.de) برېښناليک اړيکه نيولای شئ. له دې پرته پر (proasyl.de) او يا هم زموږ د سيمه‌ييز لټون پر ماشين يوه مشورتي اداره موندلای شئ.

مهم

تر هغه مهاله چې د پنا غوښتنې پروسه مو روانه وي، بايد ډېرو قوانينو ته پام وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د پناغوښتنې پروسه) کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: