فيليپ يېزکه
![Bild Philipp Jeske](/sites/default/files/styles/1280x720/public/2023-10/231011_Philipp%20Jeske_pj_su.jpg?itok=5MnHgmbE)
د مولټي ميډيا توليدوونکی
فيليپ په کالينينګرارد کې زېږېدلی دی. هغه لومړی سياسي زدهکړې وکړې او بيا يې فوټوژورناليزم ولوست. د زدهکړو په جریان کې، هغه ډیری وختونه په ختیځه اروپا کې کار کاوه او د خپل دويم لېسانس ديپلوم يې د اوکراین د رضاکار واحد په اړه، کوم چې د ختیځ اوکراین په جګړه کې یې د پوځ ملاتړ کاوه بشپړ کړ چې بيا په 2016 کې د SPIEGEL ډیجیټل نسخه کې د مولټي میډیا کیسې په توګه راڅرګند شو. په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند بشپړولو وروسته، هغه په خپلو پروژو کې کار وکړ. وروسته هغه په ۲۰۲۳ کال کې پریکړه وکړه د هنډبوک جرمني : ټوګېدر له مولټي ميډيا ډلې سره يوځای شي.