په جرمني کې معلوليت لرونکو کسانو ته د استوګنې اجازه او پنا

Asyl und Aufenthalt für Menschen mit Behinderung
اوسمهالیز 18.08.2023

معلول کډوال په جرمني له کومو حقونو برخمن دي؟

جرمني ته راتګ او دلته د پناغوښتنې پروسه د ټولو کډوالو لپاره ستونزمن دي. البته معلول کسان بيا د نورو په پرتله له لا ډېرو ستونزو سره مخ وي. دلته موږ د معلولو کسانو لپاره د پناغوښتنې او نورو اړونده حقونو په اړه مالومات درکوو. پر دې د پاسه دلته د معلولو کډوالو لپاره د ځانګړو حالتونو په اړه هم مالومات لوستلای شئ. د معلوليت په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلی شئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د پنا غوښتونکي معلول په توګه له کومه ځايه او څنګه مرسته ترلاسه کولای شم؟

په جرمني کې يوازې معلوليت د پنا، مهاجرت حق او يا د فرعي خونديتوب ترلاسه کولو لپاره دليل نه شي کېدای. البته که څوک د معلوليت له کبله تر تعقيب لاندې وي؛ کېدای شي دلته پنا ورکړل شي. همدا شان که له چا سره په خپل وطن کې د معلوليت له کبله غيرانساني چلند شوی وي؛ کېدای شي په جرمني کې فرعي خونديتوب ترلاسه کړي. التبه دا مهمه نه ده چې ستاسې د معلوليت کچه څومره ده. د پنا په پروسه کې دا مهمه ده چې تاسې د معلوليت له کبله تر څارنې لانې ياست او يا ناسم چلند درسره شوی وي. که تاسې په دې ډله کې راځئ؛ خامخا له يوه مشورتي مرکز او يا وکيل څخه مرسته وغواړئ. په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکزونه زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht  يا  Rechtsberatung) وليکئ او پلټنه وکړئ.

د پناغوښتنې پروسې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرک‍ي د پناغوښتنې پروسيجر ولولئ.

آيا زه د خپل معلوليت له مخې پنا ترلاسه کولای شم؟

آيا زه د قبولۍ لپاره بل چانس لرم؟

که تاسې ځانګړې درملنې ته اړتيا لرئ او دا ډول درملنه ستاسې په خپل هېواد کې ناشونې وي؛ ښايي بمف د ډيپورټ د ملي بنديز حکم درکړي. د ډيپورټ د ملي بنديز له مخې تاسې د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. که ستاسې خپل يا د هېواد حالات مو بدل نه شي؛ ښايي دا يوکلنه موده له پای ته رسېدو وروسته بيا تمديد شي.

که ځانګړې درملنې ته اړتيا نه لرئ خو کار نه شئ کولای او په خپل وطن کې د کورنۍ د غړو پالنه ستاسې پر غاړه وي؛ ښايي بيا هم د ډيپورټ د ملي بنديز حکم ترلاسه کړئ. د ډيپورټ د ملي بنديز له مخې تاسې د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوئ. که ستاسې خپل يا د هېواد حالات مو بدل نه شي؛ ښايي دا يوکلنه موده له پای ته رسېدو وروسته بيا تمديد شي.

د پناغوښتنې د پروسې پر مهال به بمف وګوري چې تاسې د ډيپورټ د ملي بنديز مستحق ياست او که نه. په ياد مو وي چې د مرکې پر مهال له بهر او جرمني څخه د ډاکټرانو او روغتيايي‌ ازموينو ټول سندونه له ځان سره راوړئ. د دې تر څنګ بمف ستاسې په هېواد کې هم حالات او هلته ستاسې لپاره د ژوند په فرصتونو بيا فکر کوي او هغه ارزوي. له مرکې مخکې خامخا په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي مرکز ته ورشئ او يا له يوه وکيل څخه مرسته وغواړئ. 

په خپل شاوخوا کې مشورتي مرکزونه زموږ د پلټونکي ماشين په مرسته موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht  يا  Rechtsberatung) وليکئ او پلټنه وکړئ.

د پناغوښتنې پروسې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرک‍ي د پناغوښتنې پروسيجر ولولئ.

ولای شم د پناغوښتنې پروسې پر مهال او يا له ډولډونګ سره د سخت معلوليت کارت ترلاسه کړم؟

د جرمني حکومت له معلولينو سره مرسته کوي څو هغه زيان جبران کړي چې دا کسان يې د خپل معلوليت له کبله ويني. دې ته د زيان جبران يا (Nachteilsausgleich) وايي. د دې لپاره چې له دې مرستو برخمن شئ، لومړی بايد د سخت معلوليت د کارت (Schwerbehindertenausweis) غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (معلوليت لرونکي کسان) کې لوستلی شئ.

د سخت معلوليت کارت غوښتنه، د پناغوښتنې پر مهال او يا هم له ډولډونګ سره کولای شئ. د پناغوښتنې پروسې پر مهال د معلوليت د کارت اعتبار، د استوګنې د لنډمهالي سند (Aufenthaltsgestattung) تر مودې پورې اړې لري. که دا سند له وخته تېر شي، د سخت معلوليت د کارت اعتبار هم پای ته رسيږي. د ډولډونګ لرونکو کسانو لپاره بيا خبره داسې نه ده. د دوی لپاره د سخت معلوليت د کارت اعتبار، د هغوی د ډولډونګ له مود سره اړه نه لري.

آيا د کار د توان له درلودلو سره سره د ژوند دايمي اجازه ترلاسه کولای شم؟

د اصولو له مخې هغه کسان چې د سوسيال امت مرسته ترلاسه کوي؛ نه شي‌کولای د جرمني د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. البته د معلولو کسانو لپاره يوه استثنا شته: که معلوليت مو د کار مانع وي؛ کولای شئ د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړئ. البته د کار کولو د نه توان ثابتولو لپاره بايد د ډاکټر نسخې او نور اړوند روغتيايي سندونه ولرئ.

مهم

د پناغوښتنې په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو د پناغوښتنې پروسيجر او د کډوالو لپاره د استوګنې اجازې ډولونه کې ولولئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: