د پناغوښتنې پروسيجر

څنګه کولای شم په جرمني کې د پنا غوښتنه وکړم؟

په جرمني کې د پنا غوښتلو حق د اساسي قانون په ۱۶الف ماده کې مشخص شوی دی. دا قانون د هغو کسانو لپاره دی چې په خپل وطن کې له سياسي تاوتريخوالي سره مخ دي. د پنا دا ډول (politisches Asyl) بلل کيږي. په ډېرو مواردو کې کډوال د جينوا د کډوالو د کنوانسيون له مخې په جرمني کې منل کيږي چې (Flüchtlingsschutz) يې بولي. د کډوالو د محافظت په حالت کې (د پناغوښتنې قانون دريم بند) د دولت له لوري سياسي تاوتريخوالی په پام کې نه نيول کيږي. دا حالت همدا شان د هغو سوريايي کډوالو لپاره هم د پلي کېدو وړ دی چې په اصطلاح له اسلامي دولته راتښتېدلي دي.

د پناغوښتنې په پروسه کې د خونديتوب بل ډول، فرعي خونديتوب (subsidiärer Schutz) يا اصلي وطن ته په کتو د ايستلو مخنيوی (Duldung) دی. په دې حالت کې د اوسېدو يو کلنه اجازه ورکول کيږي.

د پناغوښتنې او پنا د ورکړې پروسه

آيا زه د پنا غوښتنې حق لرم؟

څنګه کولای شم د پنا غوښتنه وکړم؟

آيا د پنا غوښتنې د پروسې په جريان کې په جرمني کې د اوسېدلو اجازه لرم؟

انټرويو (مرکه) څه ده او څه په کې پېښېږي؟

په مرکه کې کوم کسان ګډون کوي؟

څنګه او کله د قاضي د پرېکړې په اړه خبرېدلای شم؟

مهم

دا ډېره مهمه ده چې د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي اداره (Bundesamt für Migration und Flüchtlinge يا BAMF) کې خپلې ترسره کېدونکې مرکې ته ښه تيارۍ ونيسئ. د مرکې د يوې بېلګې په توګه دا ويډيو وګورئ او د زياتو مالوماتو لپاره د مهاجرو لپاره د مشورو او ملاتړ سيمه‌ييزو مرکزونو ته ورشئ.