پناغوښتونکي له دولت څخه ماليمرسته ترلاسه کوي. دې مرستې ته د پناغوښتنې خدمتونه (Asylbewerberleistungen) وايي. ټولو پناغوښتونکو ته خواراک، څښاک، پوښاک، بوټونه، د روغتيا ساتنې اړوند توکي او د کور سامانونه ورکول کيږي. د دې تر څنګ دوی ته جیبخرڅ (Taschengeld) هم ورکول کيږي څو د سيمکارت، بس ټيکټ يا نورو ورته توکو په شان اړين شيان پرې واخلي. دولت همدا ډول ستاسې د اوسېدنې د ځای کرايه هم ورکوي. دا چې د خوراک، څښاک، پوښاک او نورو اړونده توکو لپاره پیسې ترلاسه کوئ چې خپله يې واخلئ او يا يې دولت په خپله درکړي؛ ستاسې د اوسېدو له ځای سره اړه لري. په لومړنيو کمپونو کې دا شيان په مخامخ ډول خپله ورکول کيږي خو که څوک په د کور په شان په بل استوګنځای کې اوسي؛ ښايي د پېرلو لپاره يې پیسې ترلاسه کړي. البته دا هم کېدای شي چې ځينې شيان په مخامخ ډول درکړل شي او د ځينو نورو لپاره پیسې درکړل شي. هر ايالت د دې کار لپاره بېل قوانين لري.
د پیسو اندازه بيا له نورو شيانو سره اړه لري. که څوک واده کړي وي او بچيان ولري؛ ډېرې پیسې ترلاسه کوي. هره مياشت له سوسيال څخه يو ليک ترلاسه کوئ چې د ترلاسه کېدونکو پیسو اندازه پکې ليکل شوي وي. که دا ليک ترلاسه نه کړئ؛ له خپل اړوند مامور سره خبرې وکړئ. که غواړئ پوه شئ چې دا سند او محاسبه يې سم دي که نه؛ له يوه مشورتي مرکز څخه مرسته وغواړئ. د پروازول پر وېبسایټ (proasly.de) په نږدې سيمه کې يو مشورتي مرکز موندلای شئ.
يادونه: د پناغوښتنې د پروسې په دوران کې د ماشومانو پیسې يا کينډرګیلډ او د لويانو پیسې يا الټرنګېلډ نه شئ ترلاسه کولای. البته د مراکش، تونس او ترکيې هغه اوسېدونکي چې د ټولنيزې بيمې اړوند لرونکې دنده لري؛ کولای شي د پناغوښتنې پروسې پر مهال هم د لويانو د پیسو غوښتنه وکړي.