که ستاسې په اړه د وتلو اجرايي حکم (vollziehbar ausreisepflichtig) وشي او له جرمني وتلو ته اړ ايستل شئ خو په خپله خوښه له جرمني ونه وزئ او د ايستلو لپاره مو کوم قانوني خنډ هم موجود نه وي؛ ښايي ډيپورټ شئ. د ډيپورټ د مخنيوي په اړه زيات مالومات د پنا غوښتنې ردېدل په څپرکي کې ولولئ. همدا شان که جرمني ته په ناقانونه ډول راغلي ياست او د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه مو په قطعي ډول رد شوې وي؛ بايد جرمنی د وتلو د اجرايي حکم له مخې پرېږدئ. دا ډول جبري ايستل په هغه وخت کې لازمي کيږي چې تاسې د پنا غوښتنې له رد وروسته ټولې قانوني لارې چارې وازمايئ او يا د اعتراض لپاره په ټاکل شوي وخت کې هېڅ ګام پورته نه کړئ. که د پنا غوښتنې قضيه مو روانه وي؛ ډيپورټ مو د پلي کېدو وړ نه دی او په زور له جرمني نه ايستل کېږئ.
د اصولو له مخې لاندې کسان بايد جرمنی پرېږدي او په اړه يې د ډيپورټ حکم د پلي کېدو وړ دی:
- هغه پناغوښتونکي چې د پنا غوښتنه يې په څرګند ډول رد شوې وي. دا حکم په هغه چا هم پلی کيږي چې د پنا غوښتنه يې د دوبلين د قوانينو له مخې رد شوې وي.
- غيرقانوني کسان، د بېلګې په ډول هغه کسان چې په جرمني کې نه وي ثبت شوي او يا يې ثبتېدل لغوه شوي وي.
- هغه بهرنيان چې د استوګنې د اجازې وخت يې پوره شوی وي خو بيا ونه غزيږي او يا لغوه وګڼل شي.
- هغه بهرنيان چې د سترو جرمونو د ترسره کوونکو په توګه پېژندل شوي وي.
- د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ لرونکي. البته په دې حالت کې د دې کسانو لپاره له جرمني د ايستلو حکم ځنډول کيږي او دوی حق لري چې په جرمني کې تر بلې خبرتيا پورې پاته شي. په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ.
په ياد مو وي چې: ميندې او پلرونه يوازې د هغوی له اولادونو سره يو ځای ډيپورټ کېدای شي. که د ډيپورټ پر مهال د کورنۍ کوم ماشوم ونه موندل شي؛ نور غړي به يې له هغه پرته ډيپورټ نه شي.