د دوبلين پروسيجر

کوم هېواد زما د پناغوښتنې د پروسې مسؤول دی؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

کله چې څوک اروپايي ټولنې ته راځي؛ نه شي کولای په خپله خوښه د پناغوښتنې د پروسې د پرمخ بېولو لپاره يو هېواد وټاکي. د دوبلين  درېيمه مقرره په نښه کوي چې کوم اروپايي هېواد ستاسې د پناغوښتنې د پروسې پرمخ بېولو دنده پر غاړه لري. له دې وړاندې چې بمف (BAMF) ستاسې سره د مهاجرت د دلايلو په اړه مرکه وکړي؛ لومړی ګوري چې جرمنی ستاسې د پناغوښتنې پروسې مسؤوليت لري او که نه. که څرګنده شي چې کوم څوک په بل هېواد کې د ګوتې نښې لري او يا يې هلته د پنا غوښتنه کړې ده؛ هماغه اروپايي هېواد ستاسې د پنا غوښتنې مسؤول دی او جرمنی کولای شي تاسې بېرته هلته واستوي.

د دوبلين درېيمه مقرره د اروپايي ټولنې د هېوادونو تر څنګ په ناروې، آيسلنډ، لختن‌شتاين او سويس کې هم پلي کيږي. د دوبلين د مقرراتو له مخې د اروپايي‌ ټولنې يا دوبلين اړوند هغه هېواد بايد ستاسې د پنا غوښتنه وارزوي چې تاسې تر ټولو لومړی ورغلي ياست او يا يې لومړی د ورننوتلو ويزه درکړې وي.

په جرمني کې د دوبلين پروسيجر

آيا زما په اړه د دوبلين مقررات پلي کيږي؟

د دوبلين پروسيچر څه دول پلی کيږي؟

په کوم حالاتو کې جرمنی بل هېواد ته زما د لېږلو حق نه لري؟

زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

کولای شم بل هېواد ته د خپلو لېږلو پر وړاندې اعتراض وکړم؟

که د دوبلين اړوند بل هېواد هم پنا راکړې وي؛ څه پېښيږي؟

د دوبلين مقرراتو تر څنګ نور کوم تړونونه شته؟

مهم

که فکر کوئ چې ښايي په جرمني کې مو د پنا غوښتنه، له نورو هېوادونو څخه د راتګ له کبله رد شي؛ سملاسي له يوه وکيل سره اړيکه ونيسئ. د وکيل موندلو لپاره کولای د پروازول وېبسایټ وګورئ. د دوی کارکوونکي په جرمني او انګليسي خبرې کوي او کولای شئ په (۰۰۴۹۶۹۲۴۲۳۱۴۲۰) شمېره يا (proasyl@proasyl.de) برېښناليک اړيکه ورسره ونيسئ.