ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې اجازه

د ډولډونګ لرونکو کسانو برخليک به څه وي؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

د زغمل شوې استوګنې سند يا ډولډونګ (Duldung) په معمول ډول هغو کسانو ته ورکول کيږي چې له جرمني وتلو ته اړ وي خو ايستل يا ډيپورټ يې د لنډ وخت لپاره د ځينو خنډونو يا په جرمني کې د پاته کېدو د اړتيا د دلايلو له کبله ناشونی وي. د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه ښايي د ناروغۍ درلودل يا د اړينو سندونو د نه شتون په شان نور لاملونه وي. د پاته کېدلو نور قانوني دليلونه ښايي د حرفوي زده‌کړو پیلول يا د ضروري درملنې پروسه او يا دې ورته بل څه وي.

د زغمل شوې استوګنې اجازه (Duldung) له قبولۍ وروسته د اجازې په شان د اوسېدو معمول اجازه نه ده بلکې يو لنډمهالی سند دی چې په جرمني کې د يوې ټاکل شوې مودې استوګنې لپاره تاسې ته درکول کيږي. هغه کسان چې دا سند ترلاسه کوي؛ کولای شي په دې سند کې د نښه شوې مودې په دوران کې په جرمني کې په قانوني ډول پاته شي. د استوګنې دا ډول اجازه يوازې د يو څو ورځو، اونيو يا مياشتو لپاره ورکول کيږي. که د دې اجازې له پای ته رسېدو وروسته هم اړوند خنډونه پر ځای وي؛ ښايي د نور وخت لپاره بيا وغځول شي. له دې پرته که د استوګنې بل ډول اجازه ترلاسه نه کړئ؛ بايد جرمنی پرېږدئ.

د ډولډونګ (Duldung) په اړه مهمې پوښتنې او ځوابونه

آيا زه کولای شم ډولډونګ ولرم؟

د زغمل شوې استوګنې پر مهال زما حقونه او مسؤوليتونه څه دي؟

آيا ډولډونګ لرونکي کسان هم ډيپورټ کيږي؟

چېرته او څنګه د ډولډونګ غوښتنه کولای شم؟

ډېر مهال د ډولډونګ د اعتبار موده د ډېرو کالو لپاره غځول کيږي او درلودونکي يې ښايي په‌ پای کې د استوګنې معمول اجازه ترلاسه کړي. البته د استوګنې د نورمال اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. د خپلو شرطونو په اړه له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. له دې ډلې د بېلګې په ډول د مهاجرو د شورا پر وېبسایټ (fluechtlingsrat.de) د خپل ايالت اړوند له شورا سره اړيکه ونيسئ او مشوره ترې ترلاسه کړئ.

ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدل کړو؟

د بشردوستانه دلايلو لپاره د استوګنې اجازه

د ښو ادغام شوو لويانو لپاره د استوګنې اجازه

په ښه توګه د ادغام شوو نويو ځوانانو او ځوانانو لپاره د استوګنې اجازه

د متخصصو ډولډونګ لرونکو لپاره د استوګنې اجازه

اوسبیلډونګ ډولډونګ (۲+۳ قانون)

چېرته او څنګه د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شم؟

مهم

په ۲۰۱۸ کال کې د ډولډونګ لرونکو او رد شوو پناغوښتونکو په اړه نوي قوانين تصويب شول. دا قوانين د ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته پلي کيږي.