په جرمني کې د پناغوښتونکو د ثبتېدلو پروسه

Das Bild zeigt, wie eine Person ihren Ringfinger auf ein elektronisches Registriergerät legt.
اوسمهالیز 21.04.2023

څنګه کولای شم په جرمني کې ځان د يوه پناغوښتونکي په توګه ثبت کړم؟

هر څوک چې جرمني ته د پناغوښتونکي په توګه راځي، له رارسېدو سملاسي وروسته بايد د جرمني د مهاجرت په يوه اداره کې ځان ثبت کړي. دې ثبتېدلو ته د پنا تر لاسه کولو هڅه (ein Asylgesuch stellen) هم ویل کيږي. د پنا ترلاسه کولو هڅه د پناغوښتنې د پروسې برخه نه ده خو له هغې وړاندې کيږي.

په جرمني کې د پناغوښتونکي په توګه ثبتېدل او د پناغوښتنې د‌پروسې پیل

جرمني ته له راتګ وروسته کله او چېرته د ثبت غوښتنه کولای شم؟

جرمني ته له راننوتلو وروسته کولای شئ په سرحدي ادارو (Grenzbehörde)، د پوليسو په مرکزونو، د بهرنيانو په ادارو (Ausländerbehörd)، د رارسېدلو په مرکزونو (Ankunftszentrum) يا د کډوالو د منلو په مرکزونو کې د پنا غوښتنه وکړئ. د ځان معرفي کولو لپاره یوازې د پناغوښتونکي (Asyl) کلمه بسنه کوي او له دې وروسته تاسې په رسمي ډول پناغوښتونکی بلل کېږئ. په دې ټولو ادارو کې له نوم‌ليکنې وروسته هغوی تاسې د کډوالو لومړنيو کمپونو ته وړي. ډېر وخت د پناغوښتونکي په توګه له معرفي وروسته هغوی تاسې ته د مالوماتو يوه پاڼه (Anlaufbescheinigung) او د ټرېن يو ټکټ درکوي څو په نښه شوي کمپ ته په خپله ولاړ شئ.

د ثبت پروسه کومې مرحلې لري؟

له هغه وروسته چې تاسې لنډمهالي کمپ ته یووړل شئ؛ هلته په رسمي ډول په جرمني کې د پناغوښتونکي په توګه ثبتېږئ او د دې کار لپاره بايد د خپل د نوم، تخلص، د زېږېدنې ځای او نېټې او خپل هېواد په ګډون ټول شخصي مالومات په دقيقه توګه وړاندې کړئ. د دې تر څنګ ستاسې عکس او د ګوتو نښې اخستل کيږي او جرمني ته ستاسې د ټول سفر په اړه پوښتنې کيږي. دا پروسه ښايي په هر ښار کې له بل سره توپير ولري. د بېلګې په ډول په ځينو ښارونو کې دا پروسه په لنډمهالو کمپونو، په ځينو کې د مهاجرت او کډوالۍ په فدرالي ادارو (BAMF) او په ځينو نورو کې د بهرنيانو په ادارو (Ausländerbehörd) کې اجرا کيږي. له ثبت وروسته به تاسې په هغه ښار کې د اوسېدنې يو رسمي سند (BüMA) ترلاسه کړئ. دا سند په ډاګه کوي چې تاسې د یوې ټاکل شوې مودې لپاره په جرمني کې د اوسېدو حق لرئ. دا سند به د پناغوښتنې د پروسې تر پايه په پرله‌پسې ډول تمديد شي. دا سند ستاسې د پېژندنې د کارت پر ځای کارول کيږي او تل يې بايد له ځان سره ولرئ.

ولې باید د ګوتو نښې ورکړم؟

ټول هغه کسان چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته راځي؛ بايد د ګوتو نښې ورکړي. دا کار د دوبلين (Dublin-III-Verordnung) د مقرراتو د پلي کولو لپاره اړين دی. د دې مقرراتو له مخې هر هغه اروپايي هېواد چې تاسې لومړی د ګوتو نښې پکې ورکړي وي؛ ستاسې د پناغوښتنې د پروسې مسؤول دی. که بل اروپايي هېواد ستاسې د ګوتو نښې اخيستې وي؛ جرمنی ښايي تاسې بېرته همالته وليږي. د اصولو له مخې تاسې بايد په هماغه هېواد کې د پنا غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دوبلين پروسيجر) کې لوستلای شئ.

 د ګوتو ټولې نښې د بهرنيانو د ثبت په مرکز (Ausländerzentralregister) کې ساتل کيږي. دا ادراه په جرمني کې د ټولو بهرنيانو د ګوتو نښې ساتي او د بمف (BAMF) له لوري اداره کيږي. که څوک په قصدي ډول د خپلو ګوتو سرونه وسولوي؛ ښايي د پناغوښتنې پروسه يې لغوه شي. که په بل اروپايي هېواد کې مو د ګوتو نښې ورکړې وي او نه غواړئ له جرمني څخه بېرته هلته ولاړ شئ؛ له يوه وکيل يا مشورتي دفتر سره اړيکه ونيسئ. ځينې وخت د پاته کېدلو لپاره لارې چارې موندل کېدای شي. د وړ وکيل موندل اسان کار نه دی. کولای شئ په دې اړه له خپلو ملګرو او دوستانو هم مرسته وغواړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

له نوم ثبتولو وروسته څه کيږي؟

دا چې تاسې به د له نوم ليکنې وروسته په لومړنيو کمپونو کې پاته کېږئ که بل ځای لېږل کېږئ؛ مالومه نه ده. که په دې لومړني کمپ کې ځای وي او ستاسې د هېواد د مهاجرو لپاره ځانګړی شوی وي؛ ښايي همالته پاته شئ. که داسې نه وي؛ ښايي په بل ښار کې لومړنيو کمپونو ته ولېږل شئ. البته کمپونو ته د مهاجرو د لېږلو کار د مامورينو پر غاړه نه دی او دا کار د (Erstverteilung der Asylbegehrenden) په نوم يو کمپيوټري سيستم کوي.

همدا چې لومړني کمپ ته ورسېږئ؛ د خوب لپاره یوازې يا له نورو سره په ګډه يوه خونه درکول کيږي. په لومړنيو کمپونو کې په عمومي ډول هغه کسان ژوند کوي چې جرمني ته نوي راغلي وي. څو اونۍ يا مياشتې وروسته ښايي د استوګنې لپاره يوه بل ځای ته ولېږل شئ. دا ځای ښايي يو کور، هايم او يا په بل ښار کې يو کمپ وي.

د استوګنې د ځای د ټاکلو پر وړاندې څه کول ستونزمن دی او په عمومي ډول په نښه شوي ځای کې اوسېدل جبري دي. که د اوسېدو د ځای بدلولو لپاره کوم ښه دليل لرئ؛ له کوم مشورتي مرکز يا قانوني وکيل سره يې شريک کړئ. په خپل ايالت کې مشورتي مرکزونه پر (proasyl.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي ښايي تاسې ته د وکیل وړانديز هم وکړي.

د جامو، خوړو او جېب‌خرڅ پیسې له کومه کيږي؟

له ثبتېدلو سملاسي وروسته تاسې د ژوند کولو لپاره د دولتي مرستو مستحق ياست. دې مرستې ته د پناغوښتونکو د اړتياوو پوره کول ویل کيږي. په لومړنيو کمپونو کې پناغوښتونکي خواړه، څښاک‌توکي، جامې، بوټونه، د ځان مينځلو سامان او د کور نور لومړني لوښي په هماغه اوله ورځ ترلاسه کوي. له دې پرته دوی ته د جېب‌خرڅ پیسې هم ورکول کيږي څو وکړای شي د سيم‌کارت، د بس ټکټ يا دې ته ورته نور شيان وپېرلای شي.

څه وخت کولای شم د پنا غوښتنه وکړم؟

ډېر وخت له ثبتېدلو وروسته سملاسي د پناغوښتنه هم کولای شئ خو ځينې وخت بايد يوه ټاکل شوي وخت (Termin) ته انتظار وکړئ. د دې ترمين نېټه به ښايي همالته د ثبت په مرکز کې درته وویل شي او يا به وروسته په پوسټ کې درولېږل شي. د پنا غوښتنې له وړاندې کولو سره ستاسې د پناغوښتنې پروسه پيل کيږي. د پناغوښتنې په اړه نور مالومات د پناغوښتنې پروسيجر په څپرکي کې لوستلای شئ.

مهم

که بل کور ته کډه کوئ او يا خپله پته بدلوئ؛ بايد د خپلې نوې پتې په اړه سملاسي د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) او بمف (BAMF) ته خبر ورکړئ. که دا دارې ستاسې پته ونه لري؛ ښايي مهم پوسټونه يا ترمينونه له لاسه ورکړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: