په جرمني کې د پنا د غوښتنې ردېدل

اوسمهالیز 03.03.2023

که د پنا غوښتنه مې رد شوې وي؛ څه کولای شم؟

که د جرمنی د کډوالو او مهاجرت فدرالي اداره يا بمف (BAMF) د چا د پنا غوښتنه رد کړي، دا کس بايد جرمنی پرېږدي. هغه کسان چې ساده رد (einfachen Ablehung) ترلاسه کوي، تر ډيپورټ پورې ۳۰ ورځې وخت لري. که بل هېواد مو د پناغوښتنې د قضيې مسؤول نه وي (د دوبلين مقرره) او د مهاجرت او کډوالو فدرالي اداره (BAMF) دا تور ولګوي چې تاسې په کېس کې دوکه کوئ او يا جرمني ته د اقتصادي لېوالتيا لپاره راغلي ياست؛ ښايي د پنا غوښتنه مو په ساده ډول رد شي. که د پنا غوښتنه مو د نه منلو وړ(unzulässig) يا په ښکاره ډول بې‌بنسټه (offensichtlich unbegründet) قضيې په توګه رد شي؛ يوازې يوه اونۍ وخت لرئ چې په خپله خوښه جرمنی پرېږدئ. که د اروپايي ټولنې بل هېواد مو د پناغوښتنې د قضيې مسؤول وي؛ د پنا غوښتنه مو د نه منلو وړ قضيې په توګه رديږي. که بمف ستاسې د راتګ په دلايلو کې ډېر تضادونه ومومي او يا باوري شي چې جرمني ته د اقتصادي دلايلو له مخې راغلي ياست؛ قضيه به مو د څرګندې بې‌بنسټه قضيې په توګه رد شي.

د دې لپاره چې له جرمني څخه د وتلو نېټه ووينئ، له بمف څخه د خپلې رد کېدنې ليک وګورئ. د وتلو فرصت د ليک له ترلاسه کولو وروسته پیليږي. د ليک ترلاسه کولو کره نېټه د ليک پر پوښ کتلای شئ. که په ټاکل شوي وخت کې له جرمني ونه وزئ، ښايي د پوليسو او مهاجرت د مسؤولينو له لوري بېرته خپل هېواد ته ډيپورټ شئ. که د رد ځواب مو ترلاسه کړی وي؛ زر تر زره له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. د ډيپورټ په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ډيپورټ) کې لوستلای شئ.

د پنا له رد وروسته څه کولای شم؟

شکايت ثبتول

تاسې کولای شئ د بمف (BAMF) د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته د شکايت په شان قانوني ګامونه پورته کړئ. له شکايت وروسته بيا محکمه پرېکړه کوي چې تاسې ته ولې پنا، د کډوالۍ حق، فرعي خونديتوب او يا پر ډيپورټ د بنديز له مخې د استوګنې اجازه نه ده درکول شوې او بيا ښايي دوی د استوګنې اجازه درکړي. وکيل يا د مشورتي مرکزونو مامورين ښايي تاسې وویلای شي چې شکايت يا اعتراض کول درته غوره دي او که نه او څه بايد وکړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

هغه پناغوښتونکي چې ساده رد ځواب يې ترلاسه کړی وي؛ د شکايت لپاره دوې اونۍ وخت لري. د دې مودې پیل د ليک پر پوښ له ليکل شوې نېټې پیل کيږي؛ ځکه نو بايد د ليک پوښ له ځان سره وساتئ څو بيا يې د ثبوت په توګه ښکاره کړای شئ. که د پنا غوښتنه مو د نه منلو وړ(unzulässig) يا په ښکاره ډول بې‌بنسټه (offensichtlich unbegründet) قضيې په توګه رد شي، يوازې يوه اونۍ وخت لرئ چې په اداري محکمه کې بېړنی اعتراض (Eilantrag) يا شکايت ثبت کړئ. په ياد مو وي چې نه منلو وړ رد او دوبلين مقررې تر پوښښ لاندې راتلو پر مهال له بېړني اعتراض وروسته، بل هېواد ته د لېږلو لپاره شپږ مياشتې وخت پیليږي. البته په دې اړه له وکيل سره له مشورې ځان ډاډه کړئ. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (د دوبلين مقرره) کې لوستلای شئ.

 

که له مشورتي مرکز يا وکيل سره د مشورې وخت نه وي، په خپله په ادارې محکمه کې شکايت ثبتولو ته ورشئ او په خوله يا ليکل شوې بڼه اعتراض ثبت کړئ. د ساده رد پر مهال د شکايت لپاره فورمې له دې ځايه (د نه منلو وړ قضيې رد پر مهال له دې ځايه او په ښکاره توګه د بې‌بنسټه قضيې د رد پر مهال له دې ځايه) کښته کولای شئ. د اړوندې اداري محکمې پته د رد په خبرتيا کې ليکل شوي وي. په هره محکمه کې يو قانوني کارپوه (Rechtsantragstelle) شته چې کولای شي ستاسې سره د اعتراض په ثبت کې مرسته وکړي. په ياد مو وي چې د شکايت له ثبت سره سره بيا هم بايد وکيل ته ولاړ شئ څو محکمې ته د شکايت په روښانولو کې مرسته وکړي.

که پنا مو په ساده ډول رد شوي وي او يا بېړنۍ عريضه وکړئ، د محکمې د حکم ترلاسه کولو پورې به ډيپورټ نه شئ. تر هغه مهاله به مو د استوګنې لنډمهاله جازه (Aufenthaltsgestattung) قانوني وګڼل شي او د پناغوښتونکو لپاره ځانګړې مرسته به درکړل شي. البته د محکمې پرېکړه اوږده موده نيسي او ښايي تر يوه کاله منتظر پاته شئ. ښه به وي چې دا موده د ژبې زده‌کړې يا اوسبيلډونګ پيلولو لپاره وکاروئ.

کله چې اعتراض ثبت کړئ؛ اداري محکمه ستاسې د راتګ دليلونه او د محکمې پرېکړه يو ځل بيا ارزوي. قاضي به ستاسې د مرکې نوټ ولولي، ثبوتونه به وګوري او بيا به تاسې محکمې ته د مرکې لپاره يو ځل بيا وروغواړي. له دې ټولو کړنو وروسته محکمه ستاسې د پنا د غوښتنې په اړه پرېکړه کوي:

·       که قاضي دې پایلې ته ورسيږي چې تاسې د پناغوښتنې، د مهاجرت حالت، فرعي خونديتوب يا‌ په ډيپورټ د ملي بنديز مستحق ياست، د بمف رد به لغوه اعلان شي او تاسې ته به د استوګنې اجازه درکړل شي.

·       که قاضي د بمف پرېکړه تاييد کړي، ستاسې اعتراض به ونه منل شي او وروسته اړ ياست چې جرمنی پرېږدئ.

کله چې اداري محکمه پرېکړه وکړي، ډېر وخت د پناغوښتنې پروسيجر پای ته رسېدلی ګنل کيږي. که قاضي د بمف پرېکړه تاييد کړي؛ ستاسې وکيل کولای شي د شکايت د بيا ارزولو (Zulassung der Berufung) غوښتنه وکړي. که ستره اداري محکمه (Oberwaltungsgericht) ستاسې د وکيل غوښتنه ومني؛ ستاسې د پنا غوښتنه به بيا وارزول شي خو په ياد مو وي چې ستره ادراي محکمه ډېر کم دا ډول قضيې مني. دا ډول شکايتونه يوازې د سختو حالاتو پر مهال منل کيږي. د بېلګې په ډول د راتګ د دلايلو په اړه مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاته وي او يا قاضي د قضيې په اړه بيخي بېل نظر ولري.

بيا‌ ځلې پناغوښته

که چېرته څوک د خپلې قضيې اړوند نوي ثبوتونه پيدا کړي او يا‌ يې په هېواد کې حالات بدل شي (د بېلګې په‌ ډول حکومت بدل شي)؛ کولای شي د بيا ځلې پنا غوښتنه وکړي چې (Asylfolgeantrag) ورته وايي. دا ډول غوښتنه هغه مهال هم کېدای شي چې چا د جګړې له کبله شديد رواني ټکان ليدلی وي او وروسته په اړوند کس کې کشف شي. همدا شان که څوک داسې ناروغي ولري چې په خپل هېواد کې يې درملنه ناشوني وي، کولای شي دلته بيا ځلې د پنا غوښتنه وکړي. په دې اړه د ځان لپاره نور مالومات له وکيل يا مشورتي مرکزونو ترلاسه کولای شئ.

د دوهم ځل پناغوښتنه بايد د بمف په هغه اداره کې په خپله وکړئ؛ کومه چې ښايي ستاسې د اوسېدو په ځای کې وجود ولري. که تاسې له جرمني د باندې سفر کړی وي، د دوهم ځل پنا له غوښتلو وروسته بايد د شپږو مياشتو لپاره د خپلې استوګنې په ځای کې پاته شئ او د استوګنې محدوديتونه يو ځل بيا پلي کيږي. د مشورتي مرکزونو موندلو لپاره د پروازول پاڼه او د کډوالۍ متخصص وکيل موندلو لپاره (rechtsberaterkonferenz.de) وګورئ.

د لنډمهالې استوګنې يا زغملو اجازه (ډولډونګ)

ځينې وخت د ډيپورټ پر وړاندې خنډونه رامنځته کيږي. د بېلګې په ډول که تاسې د يوه پناغوښتونکي په توګه پاسپورت ونه لرئ او يا سفر ونه کړای شئ. په داسې حالاتو کې اړوند کس ته ډولډونګ يا د زغمل شوې استوګنې سند ورکول کيږي. په ياد مو وي چې ډولډونګ د استوګنې سند نه دی خو د لنډمهالې استوګنې لپاره يو بديل سند (Aufenthaltspapier) ګڼل کېدای شي. هغه کسان چې ډولډونګ سند ترلاسه کوي، کولای شي په قانوني ډول د ټاکل شوې مودې لپاره په جرمني کې پاته شي خو د ډيپورټ لپاره يې اړتيا پر ځای پاته کيږي.

هغو کسانو ته هم ډولډونګ سند ورکول کيږي چې د درملنې پای ته رسول غواړي او يا په جرمني کې ځانګړی عمليات ترسره کوي. همدا شان هغه کسان هم ډولډونګ ترلاسه کوي چې په جرمني کې يې د ښوونځي يا حرفوي زده‌کړې روانې وي. که څوک داسې حرفوي زده‌کړې يا اوسبیلډونګ پیل کړي چې بشپړول يې لږ تر لږه دوه کاله وخت غواړي؛ هغه ته تر ځانګړو شرطونو لاندې د حرفوي زده‌کړو ډولډونګ (Ausbildungsduldung) ورکول کيږي. البته دا کار يوازې هغه وخت کيږي چې ستاسې ډیپورټ له وړاندې پلان شوی نه وي او په جرمني کې مو د پام وړ جنايي جرمونه نه وي ترسره کړي. همدا شان هغو کسانو ته چې کار کوي؛ تر ځانګړو شرطونو لاندې کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung) هم ورکول کيږي.

په ډېرو کمو قضيو کې د کډوالو د ځانګړو ډلو ل‍پاره د داخله چارو فدرالي وزرات يا د ايالتونو د داخله چارو وزارتونه په ډيپورټ د بنديز حکم ورکوي. دا کار ښايي هغه وخت وشي چې د بېلګې په ډول ستاسې په هېواد کې د قحطۍ په شان سخت ناورين راغلی وي.

د استوګنې قانون د حق له مخې (ډولډونګ) د ايستلو د لنډمهالي ځنډ په مانا دی او د استوګنې اجازه نه ده. که چېرې ستاسې د ايستلو لپاره عملي او قانوني شرایط برابر نه وي؛ د کډوالو چارو اداره تاسې ته د زغمل شوې پاته کېدنې اجازه درکوي. په ډېرو مواردو کې د کډوالو چارو اداره د ایستلو د شرایطو تر برابرېدلو لپاره کلونه صبر کوي. اړوند مسؤولين بايد د اړتيا په صورت کې ستاسې د اوسېدنې وخت څو ځله تمديد کړي. د تمديد د وخت لپاره ځانګړی محدوديت نشته خو په معمول ډول د یوې، دريو يا شپږو مياشتو لپاره تمديديږي. که ستاسې د وخت تمديد یوازې د څو ورځو لپاره وي، بايد له وکيل سره مشوره وکړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د ډولډونګ په په اړه نور مالومات په همدې نوم زموږ‌ په بل مالوماتي څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

د سختو حالاتو کميسيون

که څوک په جرمني کې په ښه ډول ادغام شو‌ي وي او د ډيپورټ په صورت کې له ستونزو سره مخ کيږي، کولای شي د سختو حالتونو لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه (Härtenfallantrag) وکړي. په داسې حالت کې که څوک په جرمني ژبه ښې خبرې وکړای شي، ښوونځی ولولي، حرفوي زده‌کړې يې ترلاسه کړې وي او يا دنده ولري؛ د استوګنې اجازې ترلاسه کولو ډېر چانس لري. ځکه نو د رضاکارانه کار تجربه، د ملګرو درلودل او له جرمنيانو سره اړيکې ستاسې سره د سختو حالاتو له مخې د استوګنې اجازې په ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

د هر ايالت د داخله چارو وزارت پرېکړه کوي چې چا ته د سختو حالاتو له مخې د استوګنې اجازه ورکړي او که نه. د دې ډول غوښتنو د ارزولو لپاره هر ايالت د سختو حالاتو کميسيون (Härtefallkommision) لري. د دې کميسيون کارکوونکي کولای شي تاسې ته ووايي چې چېرته دا غوښتنه وړاندې کړئ او نور ګامونه بايد څه وي. د (fluechtlingshelfer.info) پر وېبسایټ د خپل ايالت اړوند کميسيون موندلای شئ.

موږ سپارښتنه کوو چې په دې اړه مخکې له مخکې له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. دوی به تاسې ته ووايي چې د بريا څومره چانس لرئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

 

له پارلمان څخه غوښتنه

تاسې کولای شئ د جرمني فدرالي پارلمان (Bundestag) يا خپل اړوند ايالتي پارلمان (Landestag) ته د خپل حالت په اړه يو داسې غوښتنليک (petition) ولېږئ چې د استوګنې حق ترلاسه کولو ل‍پاره د بيا کتنې غوښتنه پکې شوې وي. په ياد مو وي چې پارلمانونو ته غوښتنليک او د سختيو کميسيون ته د سخت حالت غوښته په يوه وخت نه شئ لېږلای. د اصولو له مخې د غوښتنليک د منل کېدو او بريا چانس لږ دی. د دې ډول غوښتنې وړاندې کولو پر مهال بايد په جرمني کې د پاته کېدو لپاره داسې ځواکمن دليلونه ولرئ چې نورو رد شوو کسانو نه وي وړاندې کړي. پارلمانونو ته غوښتنه د يوه عادي ليک په بڼه استولای شئ. البته دا به غوره وي چې د پارلمان له کوم غړي سره په مخامخ ډول اړيکه ونيسئ. هر څومره ډېر کسان چې ستاسې ملاتړ وکړي، په هماغه کچه مو د قبلېدو چانس زياتيږي.

يادونه: پارلمانونو ته د غوښتليک لېږل ستاسې د ډيپورټ په ممکنه پروسه زيات اغېز نه لري. دا شونې ده چې پارلمان له لوري د يو چا د قضيې د ليدلو پر مهال هم دا کس ډيپورټ کړای شي.

په کليسا کې پنا غوښتنه

که څوک د حتمي ډيپورټ له ګواښ سره مخ وي، کولای شي په کليسا کې پنا واخلي. کليسا به د اړوند کس کيسې ته غوږ شي او هڅه به وکړي چې يوه حل‌لاره ومومي. دوی ښايي پرېکړه وکړي چې تاسې له ځان سره وساتي او له ډيپورټه مو وژغوري. دې کار ته د کليسا پناغوښتنه يا (Kirchenasyl) وايي. د کليسا پناغوښتنه ښايي ستاسې وروستۍ ټاکنه وي خو په ياد مو وي چې دا ټاکنه هم تل کار نه کوي. ځينې کسان د کليسا له پنا سره سره ډيپورټ کيږي.

هغه کليساوې چې د کليسا د پنا له مخې کډوال مني؛ ډېر وخت دوی ته د محدود وخت لپاره پنا ورکوي. کله چې څوک د کليسا د خونديتوب تر پوښښ لاندې راشي؛ د کليسا مسؤولين له دولتي مامورينو سره خبرې کوي څو ستاسې د قضيې لپاره د حل لاره ومومي. د کليسا پناغوښتنه ډېره پېچلې او ستړې کوونکې ده. له چارواکو سره خبرې ښايي ډېر وخت ونيسي؛ په کوم کې چې تاسې په بشپړه توګه له کليسا سره تړلي ياست. په دې موده کې دولتي مرسته نه شئ ترلاسه کولای او نه شئ کولای د کليسا له انګړه د باندې ووزئ.

يادونه: د کليسا لپاره د پناغوښتونکي ديني بارونه مهم نه دي او له دوی د مرستې ترلاسه کولو لپاره اړينه نه ده چې څوک دې عيسوی وي.

د مشورتي مرکز ماموران يا وکيل ښايي تاسې ته ووايي چې د کليسا پنا مو په ګټه ده او که نه. دوی همدا شان کولای شي تاسې هغه کليسا درپه ګوته کړي چې د پنا لپاره مناسبه وي. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

د کليسا د پنا په اړه لا ډېر مالومات په دې (kirchenasyl.de) کې ومومئ.

مهم

که څوک د ساده رد شوې (einfachen Ablehnung) پنا پر وړاندې اعتراض وکړي؛ د پناغوښتنې د‌ پروسې تر پايه به ډيپورټ نه شي. همدا شان هغه کسان هم نه ډيپورټ کيږي چې د پنا له رد وروسته د عاجلې بيا کتنې غوښتنه يا اعتراض (Eilantrag) ثبت کړي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: