جرمني ته مهاجرت

څنګه کولای شم په قانوني ډول جرمني ته مهاجرت وکړم؟

هر بهرنی چې جرمني ته راځي؛ دلته د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. که څوک غواړي د لنډې مودې لپاره پاته شي؛ يوازې ويزې ته اړتيا لري خو هغه کسان چې غواړي د اوږدې مودې لپاره دلته پاته شي او يا دلته د تل لپاره ژوند وکړي؛ د استوګنې اجازې ته اړتيا لري. البته د اروپايي ټولنې د هېوادونو وګړي له دې خبرې مستثنا دي. دوی کولای شي په جرمني کې له ويزې او استوګنې اجازې پرته پاته شي.

د جرمني د استوګنې حق ترلاسه کولو لپاره ځينې ټاکنې شته. که جرمني ته د کډوال په توګه راغلي ياست زموږ پر وېبسایټ د (کډوالو لپاره د استوګنې حق) څپرکی ولولئ او د پناغوښتونکو د حقونو او استوګنې حق په اړه ټول مالومات ومومئ.

د استوګنې د حق ترلاسه کولو لپاره لارې چارې

حرفوي زده‌کړې (Ausbildung)

لوړې زده‌کړې

د دندې ترلاسه کول

کار

د اروپايي ټولنې شين کارت

شخصي کاروبار

څېړنه

د کورنۍ له غړو سره يوځای کېدل

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ؛ بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته ورشئ او ضروري سندونه له ځان سره يوسئ. جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

که جرمني ته له ويزې پرته راتلای شئ (د بېلګې په ډول د بل هېواد د شېنګن په ويزا)؛ له راتګ وروسته بايد په خپله سيمه کې د بهرنيانو په اداره کې ځان ثبت کړئ.

مهم

که څوک د اروپايي ټولنې د هېوادونو يا آيسلنډ، لښتنشټاين، سویس يا ناروې اوسېدونکی وي؛ په جرمني کې د اوسېدو، زده‌کړو، اوسبیلډونګ يا کار لپاره د استوګنې اجازې يا ويزې ته اړتيا نه لري.