مسيحي دموکراتيک اتحاد (Christlich Demokratische Union Deutschlands) ګوند د جرمني تر ټولو ستر سياسي ګوند دی او د ولسي ګوند (Volkspartei) په نامه هم پېژندل کيږي. د دې ګوند بنسټ په ۱۹۴۵ کال کې کېښودل شو. دا ګوند اوس مهال له CSU او SPD ګوندونو سره يوځای د فدرالي حکومت واګې په لاس کې لري او د جرمني لومړۍ وزيره (Kanzlerin) هم له همدې ګوند څخه ده.
د (CDU) ګوند د بازار اقتصاد پلوي دی او د دويزو مسيحي ارزښتونو ملاتړی دی.
د CDU ګوند رنګ تور دی.