ټول هغه کسان چې جرمني ته راکډه کيږي او يا په جرمني کې د ننه له یوه ښاره يا سيمې بل ځای ته کډه کوي؛ بايد د وګړو د ثبت په اداره (Einwohnermeldeam,Bürgeram يا Bürgerbüro) کې خپله پته او ځانکړنې ثبت کړي. دا نوم ثبتونه جرمني ته د راتلو په لومړيو دوو اونيو يا د اوسېدو د پتې د بدلون پر مهال جبري دی. که ځان ثبت نه کړئ او يا يې ناوخته ثبت کړئ؛ ښايي د جريمې ورکولو ته اړ شئ. له ثبت وروسته هر چا ته د ثبت رسمي سند (Amtliche Meldebestätigung) ورکول کيږي. دا سند په ښه توګه له ځان سره وساتئ. د ثبت د دې سند په وسيله، له اوسوايس پرته هم ثابتولای شئ چې په جرمني کې ثبت ياست او په يوه ځانګړي ځای کې استوګنه لرئ.
په جرمني کې ثبتېدل یا Anmeldung
چېرته او څنګه ځان ثبتولای شم؟

په اصل کې هر هغه څوک چې جرمني ته راځي او غواړي له دريو مياشتو زيات پاته شي؛ بايد په دوو اونيو کې د ننه له اړونده ادارو سره د اوسېدو د ځای پته او خپلې ځانګړنې ثبت (Anmeldung) کړي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې له يوه ځايه بل ته کډه کوي، بايد د خپل اوسېدو د ځای پته ثبت کړي.
مهم: دا ثبتېدل د پناغوښتنې له پروسې سره اړه نه لري او پناغوښتونکي بايد پر دې ثبتېدلو د پاسه ځانونه د مهاجرو په اداره (Ausländerbehörde) کې هم ثبت کړي. د کډوالو د ثبت د پروسې په اړه نور مالومات (د پناغوښتونکي په توګه ثبتېدل) په څپرکي کې ولولئ.
لومړنۍ نومليکنه او د استوګنې ځای ثبتول
مهم
که تاسې تر څار لاندې ياست او يا داسې دنده لرئ چې تاسې ته ترې خطر پېښېدای شي؛ کولای شئ د ثبت د فدرالي قانون د ۵۱مې مادې له مخې د وګړو د ثبت له ادارې وغواړئ چې ستاسې شخصي مالومات پټ وساتي. په دې ډول ستاسې پته پټه پاته کيږي او بل څوک يې نه شي کتلای.