شرميلا هاشمي

Das Bild zeigt eine Frau vor einem Haus. Sie trägt ein Kopftuch und eine Jacke mit einem gelben Shirt.
اوسمهالیز 09.05.2023

اېډېټره

شرميلا هاشمي يوه مدني فعاله او ژورنالسته ده او په ۱۹۸۷ کال کې په هرات کې زېږېدلې ده. هغې د ژورنالېزم او حقوقو – سياسي علومو په برخو کې زدکړې کړې او له ۲۰۰۶ کال راهيسې يې له ګڼو نړيوالو او کورنيو بنسټونو سره د خبريالې، څېړونکې، ژباړنې، پروډيوسرې او د پروژې د مديرې په توګه دندې اجرا کړې دي.

شرميلا په ۲۰۰۹ کال کې په هرات کې د افغان خبريالانو د مرکز په نوم خپل بنسټ پرانيست او له افغانستان څخه تر راوتلو پورې يې له نورو ځوانو خبريالانو سره په ګډه د ديموکراسۍ د ملاتړ، د بيان آزادۍ او په رسنيو کې د ښځو د ګډون په برخو کې بېلابېلې پروژې اجرا کړې دي. هغه له ۲۰۱۴ کال راهيسې په جرمني کې ژوند کوي او د ژبې له زدکړې وروسته يې بېرته د خبريالې په توګه خپل فعاليت پیل کړی دی.

اوس مهال شرميلا د هنډبوک جرمني د فارسي څانګې مسؤوله ده او له Amal Berlin، Süd Deutsche Zeitung او Chrismon Magazin  سره هم د ليکوالې په توګه همکاري کوي.

د شرميلا موخه ټولو فارسي‌ژبو ته په مورنۍ ژبه د مالوماتو وړاندې کول او مالوماتو ته په مساوي توګه د ټولو لاسرسی دی.

Ein Projekt von:
Dieses Projekt wird aus Mitteln des Asyl-, Migrations- und Integrationsfonds (AMIF) kofinanziert.

Gefördert durch: