د وړیا مشورې له لارې مرسته

چېرته بېپرې مرسته ترلاسه کولی شم؟
ډېر وخت انسان په داسې حالت کې وي چې سلا او مرسته ورته پکار وي. د بېلګې په توګه د شخصي ستونزې پر مهال، د یوې مهمې پرېکړې پر وخت یا د قانوني مسایلو په اړه. په داسې حالاتو کې خپلواکې مشورتي ادارې وړیا مرسته درکولی شي. ډېرې مشورتې ادارې په ځانګړو موضوعاتو کې تخصص لري، لکه د معلولو کسانو د حقونو ملاتړ، د معلولیت کارت غوښتنه یا د مرستندویه خدمتونو لاسرسی. همدارنګه د کورنۍ لپاره مشوره، د امیندوارۍ په اړه سلا، د مالي مرستو لکه د مور د حقونو (Mutterschutz) او والدينو د پیسو (Elterngeld) مالومات. ځينې ادار بيا د استوګنې اسنادو په اړه پوښتنې ځوابوي، لکه دا چې کار، زده کړه یا د کورنۍ غړو یو ځای کېدلو اجازه شته او که نه.
په مشورتي مرکزونو کې مسلکي مشاورین کار کوي چې عموماً په دې برخه کې تخصص لري او د موضوع په اړه ځانګړې پوهه لري. دوی له تاسې سره مرسته کوي چې خپل حقونه او وجایب ښه درک کړئ او وروسته پرېکړه وکړئ چې کوم ګامونه واخلئ. ډېری وخت د هغوی مرسته تر هغه وخته دوام کوي، څو ستاسې ستونزه حل شي.
یادونه: مشاورین وکیلان نه دي. که تاسې ته قانوني مشوره یا د محکمې لپاره لپاره ملاتړ پکار وي، باید یو وکیل وګمارئ او هغوی بيا لګښت لري.
په ځینو دولتي ادارو او مؤسسو کې هم وړیا مشورې ورکول کېږي. د سيمهييز لټون پاڼېله لارې د داسې ځایونو پته موندلی شئ.
په دې څپرکي کې به تاسېېته وښیو چې په جرمني کې وړیا او خپلواکه مشوره څنګه کار کوي او د کومو موضوعاتو لپاره دا ډول مرکزونه شته.
په جرمني کې مشورتي مرکزونه څه ډول کار کوي؟
مشوره څنګه ترلاسه کولای شم؟
وړیا او خپلواکه مشوره کولای شي په ډېرو حالتونو کې مرسته درسره وکړي. توپير نه کوي چې تاسې په جرمني کې نوي یاست او که له پخوا څخه دلته اوسیږئ. مشورتي مرکزونه کولای شي د اسنادو او د کار د لټون لپاره مرسته درسره وکړي او د ورځني ژوند لپاره هم ملاتړ وړاندې کوي.
بېلګه:
- تاسې د کار د ځای په لټه کې یاست، خو ډاډه نه یاست چې څنګه یوه غوښتنلیک (Bewerbung) ولیکئ؟ اړونده مشوره درته په ډاګه کوي چې څه شی ته پام وکړئ.
- تاسې له جابسنټر (Jobcenter) سره ستونزې لرئ؟ مشاورین کولای شي ستاسې لیکونه درسره وګوري او تشریح یې کړي چې څه مانا لري.
- تاسې غواړئ پوه شئ چې ایا مسلکي يا حرفوي روزنه (Ausbildung) کولی شئ؟ مشاورین له تاسې سره یوځای ګوري چې کومې لارې شته.
مشاورین په خپلو ځانګړو برخو کې ډېره تجربه لري. دوی قوانین او سیسټم پېژني. دوی په دې هم پوهېږي چې کومې غوښتنې (Anträge) وړاندې کړئ او چېرته نور ملاتړ ترلاسه کولای شئ.
تاسې اړ نه یاست چې هر څه یوازې ترسره کړئ. په مشوره کې د مرستې ترلاسه کولو امکان لرئ، خو پرېکړه تل ستاسې په لاس کې وي چې څنګه مخکې لاړ شئ. د مشورې په مرسته کولی شئ ګام په ګام خپله ستونزه حل کړئ.
یوه مشوره څنګه پر مخ ځي؟
مشوره په بېلابېلو بڼو ترسره کېدای شي. دا په دې پورې اړه لري چې تاسې په خپله ورشئ، تلیفون وکړئ او که انلاین مشوره واخلئ. دلته به درته وښیو چې هره بڼه څنګه پر مخ ځي:
حضوري مشوره (په مشورتي مرکز کې)
- وخت ټاکل: د مشورې مرکز ته زنګ ووهئ یا ایمیل ولیکئ. په ځینو ښارونو کې خالي وختونه (offene Sprechstunden) هم وي چې پرته له وخت ټاکلو ورتلی شئ.
- مخکېنۍ خبرې اترې: تاسې مشورې مرکز ته ځئ. هلته مشاور تاسې ته ښه راغلاست وايي. هلته خپل مشکل بیان کړئ، د بېلګې په توګه د یوې ادارې لیک، د استوګنې ستونزه یا د اقامت پوښتنه. اسناد هم له ځان سره یوسئ.
- ګډ وضاحت: مشاورین تاسې ته غوږ نیسي، پوښتنې کوي او تشریح کوي چې کومې لارې شته. کېدای شي اسناد وګوري او مرسته وکړي چې یو پلان جوړ کړئ. که اړتیا وي، د فورمونو په ډکولو کې هم مرسته کوي یا مو بل ځای ته استوي، لکه د حقوقي مشورې مرکز ته.
- راتلونکې ګامونه: په پای کې له تاسې سره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کېږي. کله ناکله نوی وخت هم ټاکل کېږي.
د تلیفون له لارې مشوره
- لومړی تلیفون: د مشورتي مرکز شمېرې (Beratungshotline) ته زنګ ووهئ یا وخت ونیسئ. تاسې کولی شئ وخت واخلئ او یا په خالي وختونو کې زنګ وهلای شئ.
- په تلیفون کې خبرې: تاسې خپل مشکل بیان کړئ. مشاورین غوږ نیسي، امکانات تشریح کوي او راتلونکې ګامونه درسره شریکوي. که اسناد ولرئ، کېدای شي وغواړي چې ایمیل یې کړئ یا وروسته حضوري ملاقات وکړئ.
انلاین مشوره (د ایمیل، چیټ یا ویډیو له لارې)
که مخامخ خبرې نه غواړئ او ليکلې مشوره غواړئ، نو د برېښناليک يا چټ له لارې دا کار کولی شئ.
- برېښناليکي مشوره: خپل مشکل په ایمیل يا برېښناليک کې ولیکئ. هرڅومره چې کولای شئ دقیق یې تشریح کړئ. که اړتیا وي اسناد هم ورسره ولېږئ. مشاورین یې لولي، ستاسې وضعیت ارزوي او عموماً په یوه تر درې کاري ورځو کې ځواب درکوي. پهځواب کې معلومات، مشورې او وړاندیزونه وي چې څه ډول پر مخ ولاړ شئ.
- چټ مشوره: دلته تاسې د یو مشاور سره پر ليکه لیکلې خبرې کوئ، لکه د WhatsApp په څېر. له دوی پوښتنې کولای شئ او سمدستي ځوابونه ترلاسه کوئ. البته ځينې وخت کېدای شي په اړوند وېبسایټ کې د حساب جوړولو اړتیا وي.
- ویډیويي مشوره: د ویډیويي خبرې لپاره وخت ټاکئ. اړتیا ده چې انټرنټ ښه وي او کامره لرونکی کمپیوټر یا موبایل له ځان سره ولرئ. خبرې د حضوري مشورې په څېر پر مخ ځي او ستاسې د ستونزې لپاره حل لټول کيږي.
مهم: ټول مشورتي مرکزونه ټولې بڼې نه وړاندې کوي. ځینې یوازې حضوري، ځینې یوازې تلیفوني یا نلاین مشورې لري. ځکه نو تل مخکې وګورئ چې کوم ډول مشوره وړاندې کيږي. د مالومات لپاره د اړوند مرکز وېبسایټ وګورئ او يا له دوی سره اړيکه ونيسئ.
ایا مشوره رښتيا وړیا ده؟ د وړیا او پیسو مقابل کې د مشورې توپیر څه دی؟
ډېرې مشورې وړیا دي؛ په ځانګړې توګه که چېرې د خیریه سازمانونو (gemeinnützigen Organisationen)، د عامه هوساینې اتحادیو (Wohlfahrtsverbänden) یا دولتي ادارو (staatlichen Stellen) له خوا وړاندې شي.
دا مشورتي ادارې د پیسو ګټلو لپاره نه، بلکې د خلکو د ملاتړ لپاره کار کوي؛ د بېلګې په توګه:
● د لويانو لپاره د مهاجرت مشوره (MBE)
● د ځوانانو د مهاجرت خدمتونه (JMD)
● د عامه هوساینې د اتحادیو مشورتي ادارې (لکه Caritas، Diakonie، AWO یا DRK)
● د ښاروالیو اړوند د بهرنیانو ادارې (Ausländerbehörden) یا د ښه راغلاست مرکزونه (Welcome Center)
د بېلګې په توګه که تاسې د اقامت، تابعیت یا د مسلکي اسنادو د پېژندنې په اړه پوښتنې لرئ، نو پرته له دې چې پیسې ورکړئ، له تاسې سره مرسته کېږي. البته یو شمېر خصوصي عرضه کوونکي هم شته چې د خپلې مشورې لپاره پیسې اخلي، د بېلګې په توګه، هغه ادارې چې له خلکو سره د کار موندلو یا د ویزې په غوښتنه کې مرسته کوي، یا وکیلان/مشاورین چې د مختلفو، ځانګړو حقوقي موضوعاتو په اړه مشوره ورکوي او د دې لپاره فیس اخلي. یا هم هغه شرکتونه چې د بهرنیو اسنادو د پېژندنې په برخه کې مرسته کوي، او دا کار ډېر کله د پیسو په بدل کې وي.
دا وړاندیزونه په اتومات ډول د وړيا په پرتله ښه نه دي، خو وړیا نه دي. ځينې کیدای شي لوړ لګښتونه ولري چې ډېری وخت څو سوه یورو ته رسېږي.
مهم: باید تاسې ښه وڅېړئ چې مشورتي اداره باوري ده که نه.که ډاډه نه یاست چې مشوره وړیا ده که نه، نو غوره ده مخکې له مخکې پوښتنه وکړئ. دا کار د ناڅاپي حیرانتیاوو مخنیوی کوي.
ایا څو ژبنۍ مشوره شته؟
ډېر مشورتي مرکزونه، په ځانګړې توګه هغه ادارې چې نړیوال شاليد لرونکو خلکو ته مشوره ورکوي، څو ژبنۍ مشوره هم وړاندې کوي. په دې مانا چې تاسې کولای شئ په خپله مورنۍ ژبه یا داسې ژبه چې ښه پرې پوهېږئ، مشوره ترلاسه کړئ.
په لویو ښارونو او ملي کچه وړاندیزونو کې داسې مشاورین کار کوي چې پښتو، عربي، ترکي، فارسي، روسي، انګلیسي، فرانسوي یا نورې ژبې وایي. که د اړینې ژبې پوه مشاور په ټیم کې نه وي، ځینې مشورتي ادارې له ژباړونکو سره کار کوي.
د بېلګې په توګه لاندې ځایونه څو ژبنۍ مشوره لري:
– د مهاجرت مشورتي ادارې (MBE)
– د ځوانانو مهاجرت خدمتونه (JMD)
– د ښارونو یا فدرالي ایالتونو د ښه راغلاست مرکزونه یا Welcome Center
– د عامه هوساینې د اتحادیو ادارې، لکه Caritas، AWO، Diakonie، DRK یا Paritätischer
– ځانګړې انجيوګانې چې د مهاجرت، کډوالۍ یا کاري مهاجرت په برخو کې تخصص لري.
مهم: هره مشورتي اداره په اوتومات ډول په هره ژبه مشوره نه ورکوي. ځکه نو ښه ده چې مخکې له مخکې د تلیفون، برېښناليک یا وېبسایټ له لارې وپوښتئ چې ستاسې په ژبه مشوره شته که نه.
که ستاسې په ژبه مشوره ممکنه نه وي، پوښتنه کولی شئ چې ایا ژباړونکی برابرېدای شي یا نه، یا دا چې ایا نلاین وړاندیزونه ستاسې په ژبه شته او که نه.
ایا کولی شم مشورتي ادارو باندې باور وکړم؟
په اکثره مشورتي ادارو باندې باور کولی شئ، په ځانګړې توګه که چېرې خیریه سازمانونه، د عامه هوساینې اتحادیې یا د دولت له خوا تمویلېدونکي وړاندیزونه وي. دا ادارې خپلواکې، محرمې (confidential) او د ګټې اخیستنې له هدف پرته کار کوي. په دې مانا چې مشاورین یوازې ستاسې د ملاتړ لپاره دي او خپل شخصي هدفونه نه تعقیبوي. پرته له دې چې تاسې څرګنده اجازه ورکړئ، هیڅ مالومات ادارو یا درېیمو خواوو ته نه لېږدول کېږي.
په خصوصي یا تجارتي عرضه کوونکو کې بیا ممکن توپیر وي: هلته باید ډېر احتیاط وکړئ. ځینې باوري دي، خو ځینې نور تجارتي هدفونه تعقیبوي، د بېلګې په توګه د فیسلرونکو اضافي خدمتونو خرڅول یا د بلې موخې لپاره ستاسې د مالوماتو کارول.
نو پام وکړئ چې ایا مشورتي اداره د عامه تمویل له لارې ده، ایا مشوره وړیا ده او ایا تاسې کولی شئ خپل معلومات په ازاده توګه کنټرول کړئ؟ که ځان ډاډه نه احساسوئ، نو پوښتنه وکړئ:
- ایا مشوره محرم ده؟
- زما له معلوماتو سره څه کېږي؟
- ایا باید څه لاسلیک کړم یا پیسې ورکړم؟
ښه مشورتي ادارې دا ډول پوښتنو ته په روښانه او د پوهېدو وړ ډول ځواب وایي او تاسې ته وخت درکوي.
د څه لپاره وړیا مشوره شته؟
د ژوند په ډېرو برخو کې وړیا مشورې شته، په ځانګړې توګه هغه وخت چې تاسې ملاتړ ته اړتیا لرئ، مالومات نه لرئ یا یوازې غواړئ له داسې چا پوښتنه وکړئ چې مالومات لري. ډېر خیریه سازمانونه، د عامه هوساینې اتحادیې او دولتي ادارې مرسته وړاندې کوي. دا مشوره محرمه، خپلواکه او وړیا ده.
د مشورې لپاره ډېری مختلف موضوعات شته، مثلاً د مهاجرت او پناه غوښتنې قانون، رواني او فزیکي روغتیا، کار او مسلکي روزنه، مالي مسایل، کورنۍ یا بحراني وضعیتونه. ستاسې د اړتیا پر بنسټ، تاسې کولای شئ مناسبه مشورتي اداره پیدا کړئ.
دلته موږ تاسې ته ښیو چې د کومې موضوع لپاره له چا سره اړیکه ونیسئ. د سيمهييز لټون پاڼېله لارې هم د مشورتي ادارو پته موندلی شئ.
مهم: که چیرې اړتیا وي، تل مسلکي مرسته او ملاتړ شته. مخکې له دې چې پیسې لرونکي خدمتونه، لکه د وکیل مرسته، وکاروئ، لومړی د عامه هوساینې اتحادیو سره اړیکه ونیسئ، لکه Caritas، AWO، Diakonie، DRK یا Paritätischer او وړیا مشوره واخلئ.
د لويانو لپاره د مهاجرت مشوره او د ځوانانو مهاجرتي خدمتونه
په جرمني کې ډېرې مشورتي ادارې شته چې نوو راغلو کسانو ته مرسته برابروي څو په خپل نوي چاپېریال کې خپله لاره ومومي. دا ادارې په بېلابېلو برخو کې وړیا او محرمې مشورې وړاندې کوي؛ لکه:
- مسلک او مسلکي روزنه
- روغتیا
- استوګنه
- د کورنۍ ژوند
د کورنۍ یوځای کېدو پوښتنې
یو مهم وړاندیز د لويانو لپاره د مهاجرت مشوره (MBE) ده. دا خدمت په ټول جرمني کې د مختلفو عامه هوساینې اتحادیو له خوا وړاندې کېږي، لکه AWO، Caritas یا Diakonie او مشاورین يې په څو ژبو خبرې کوي. دوی له تاسې سره د ځای پر ځای کېدو او د ورځني ژوند له ننګونو سره د مخامخېدو په اړه مرسته کوي.
د لويانو لپاره د مهاجرت مشوره انفرادي ملاتړ وړاندې کوي چې د مشوره غوښتونکو شخصي اړتیاو ته ځانګړې شوې وي. د BAMF-Navi له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې ژر او اسانه یوه مناسبه مشورتي اداره پیدا کړئ.
سربېره پر دې، د هغو ځوانانو لپاره چې عمر یې د ۱۲ او ۲۷ ترمنځ وي، ځانګړې مشورې هم شته: د ځوانانو مهاجرت خدمتونه (JMD) له ځوانو مهاجرینو سره مرسته کوي. دا تخصصي مشورتي ادارې ګڼ اړخیزه مرسته وړاندې کوي، د بېلګې په توګه:
- ملاتړ د ښوونځي، مسلکي روزنې او د کور موندلو کې
- د ژبې کورسونو ته معرفي کول
انفرادي مشوره او ملتیا
د JMD مشاورین په بېلابېلو ژبو مشوره ورکوي. همدارنګه، هغوی د تنوع او کلتوري تفاوتونو په اړه حساس دي. د انفرادي ملاتړ تر څنګ، د ځوانانو مهاجرتي خدمتونه تفریحی فعالیتونو هم تنظیموي چې ځوانو کسانو ته دا زمینه برابروي چې اړیکې جوړې کړي او په خپل نوي چاپېریال کې ځان ارام احساس کړي. دا وړاندیزونه ټولو ځوانانو او نوو ځوانو لويانو ته پرانستي دي او د دوی اصليت او د استوګنې سند په پام کې نه نيسي.
د مهاجرت قانون، د پناه غوښتنې قانون او د اقامت موضوعات
هغه مهاجرین او پناه غوښتونکي کسان چې په جرمني کې اوسیږي، کولای شي له تخصصي مشورتي خدماتو څخه استفاده وکړي. دا خدمات په ځانګړي توګه په حقوقي پوښتنو او انفرادي ملاتړ تمرکز کوي. په دې خدماتو کې لاندې موضوعات شامل دي:
- ملاتړ د پناه غوښتنې په پروسه کې
- مشوره د اقامت او مهاجرت قانون اړوند پوښتنو کې
- مرسته د لومړنیو استوګنځایونو یا د مرکزي بهرنیانو ادارو په اړه د لوري موندلو لپاره
د پناه غوښتنې په پروسه کې، مشورتي ادارې مرسته کوي چې دغه پروسه ښه درک کړئ، د مرکې لپاره ځان چمتو کړئ یا اعتراض وکړئ. دا د پناه غوښتنې د پروسې مشوره (AVB) ده، چې د عامه هوساینې اتحادیو لکه AWO، Caritas، Diakonie، د کډوالو شوراګانو، او همداراز د Amnesty International، Pro Asyl یا Refugee Law Clinic لخوا وړاندې کېږي. هدف دا دی چې خلک د ټولې پروسې په اوږدو کې ملتیا ترلاسه کړي.
همدارنګه، د استوګنې قانون په برخه کې تخصصي ادارې شته. دا ادارې د استوګنې اجازو، (Duldung)، ویزې، د کار یا زدهکړې د ويزې په اړه پوښتنو ته ځوابونه درکوي. هلته تاسې د حقوقي امکاناتو، د استوګنې اجازې د غځېدو یا د استوګنې اجازه د بدلون او د ادارو پر وړاندې د خپلو حقونو او مکلفیتونو په اړه مالومات ترلاسه کولی شئ. دا مشوره په ځانګړې توګه هغو کسانو لپاره مهمه ده چې لاهم د ثابت اقامت وضعیت نه لري یا غواړي د استوګنې مختلفو اجازې ترمنځ بدلون راولي.
همدارنګه، د مهاجرت قانون مشوره هم مهمه ده. دا برخه د کورنۍ یوځای کېدو، د تابعیت قانون، تابعیت اخیستلو یا هغو کسانو ته د کار او زده کړې لاسرسي پورې اړه لري چې د "مهاجرت شاليد" لري. دلته هم مشورتي ادارې مرسته کوي څو حقوقي مقررات درک کړئ او مناسب ګامونه پلان کړئ.
د اړيکې لومړنۍ نقطه کېدای شي د لويانو لپاره د مهاجرت مشوره (MBE) یا د ځوانانو مهاجرت خدمتونه (JMD) وي. د سيمهييز لټون پاڼېله لارې یا adressen.asyl.net او mbeon.de وېبسایټونو له لارې کولای شئ په خپل شاوخوا کې د مشورې لپاره ادارې ولټوئ.
ژبه او زدهکړه
که د ژبې، زدهکړې یا مسلکي روزنې (Ausbildung) په اړه پوښتنې لرئ، کولای شئ له تخصصي مشورتي مرکزونو سره اړیکه ونیسئ. دا مرکزونه له تاسې سره مرسته کوي چې د جرمني د زدهکړې له سیستم سره بلد شئ او مناسب وړاندیزونه ومومئ. له عامو موضوعاتو څخه یې دا دي:
- د ژبې کورسونه او د ادغام کورسونه
- د ښوونځي سندونه او د لوړو زدهکړو یا دوامداره زدهکړې امکانات
- د مسلک اړوند ژبني ملاتړ
- د بهرني تحصیلي اسنادو پېژندنه
- د زدهکړې، ښوونځي یا مسلکي روزنې ته د لاسرسي موضوعات
ډېری مشورتي ادارې شته چې د د ژبې د وړ کورس موندلو کې مرسته کوي، ځکه د هر کس اړتیا بېله ده. ځینې خلک غواړي جرمني د دویمې ژبې په توګه زده کړي، نور بیا غواړي د مسلکي زدهکړو لپاره چمتو شي. همداراز، دا ادارې د ښوونځي د سند ترلاسه کولو، دوامداره زدهکړې یا پوهنتون ته د داخلې په برخو کې هم مرسته کوي.
یوه مهمه موضوع د بهرنیو زدهکړو او سندونو پېژندنه ده. مشورتي ادارې مرسته کوي چې څنګه غوښتنلیک ورکړئ، کومواسنادو ته اړتیا ده او دا چې له خپل سند سره په جرمني کې څنګه کار یا زدهکړې ته ادامه ورکړئ.
د سيمهييز لټون پاڼېله لارې او يا هم د (netzwerk-iq.de) يا (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایتونو له لارې په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلی شئ.
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
"وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار"،
لکه: (Kostenlose Beratung Anerkennung Saarbrücken). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ.
مسلک، کار او د کار قانون
که تاسې په جرمني کې کار کول غواړئ یا لا دمخه کار کوئ، نو ډېر وخت دا ډول پوښتنې لرئ: زه د کارکوونکي په توګه کوم حقونه لرم؟ څنګه یو کار یا مسلکي روزنه پیدا کولی شم؟ که زما تنخوا را نه کړل شي، څه کولی شم؟
د دې لپاره، د کار، مسلک او د کار قانون په اړه ځانګړې مشورتي وړاندیزونه شته. دا مشورتي ادارې له تاسې سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:
- د کار لټون یا د کار بازار ته د داخلېدو په برخه کې،
- د کار قراردادونو، تنخاګانو او د کارکوونکو حقونو اړوند پوښتنو کې،
- د استثمار، تبعیض یا په کار ځای کې د ځورونې (Mobbing) ستونزو په صورت کې،
د مسلکي روزنې، د وړتیاوو لوړولو پروګرامونو یا د اسنادو پېژندنې ته د لاسرسي په برخه کې.
په ځانګړې توګه هغو خلکو ته چې د اقامت نامالوم وضعیت، د ژبې ستونزه یا د مالوماتو نشتوالی لري، ډېر وخت ګران وي چې خپل حقونه تر لاسه کړي یا د ناعادلانه چلند پر وړاندې له ځانونو دفاع کړي. له همدې امله، داسې وړیا مرکزونه شته چې ملاتړ وړاندې کوي. ډېر وخت څو ژبنۍ مشوره هم شته او ځینې وختونه پرته له ټاکلي وخت هم مشوره ورکوي.
ځینې مهم مشورتي مرکزونهعبارت دي له:
- د “دریېمو هېوادونو” اتباعو لپاره د "عادلانه ادغام" مشورتي پروګرام،
- د سندونو د پېژندنې او مسلکي وړتیا لپاره د IQ شبکې،
- د عامه هوساینې اتحادیو د کارکوونکو مشورې، لکه Caritas، Diakonie، AWO،
- او همداراز، د کار د حقوقو ځایي مشورتي ادارې چې له ناسم چلند سره مخ کسانو ته ځانګړې شوې دي.
همداراز، د حقوقي شخړو په صورت کې – د بېلګې په توګه که خبره د اخراج، نهتادیه شوو اضافي ساعتونو یا جعلي کاروبار (Scheinselbstständigkeit) وي؛ دا ادارې وړیا لومړنۍ مشوره وړاندې کوي او یا مو وکیلانو یا د کارګرو اتحادیو ته معرفي کوي.
د سيمهييز لټون پاڼېله لارې او يا هم د (faire-integration.de) يا (netzwerk-iq.de) وېبسایتونو له لارې په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلی شئ.
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
"وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار"،
لکه: (Kostenlose Beratung Arbeit Hannover). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ.
استوګنه او د کرایې قانون
یو داسې استوګنځای پیدا کول، چیرې چې له انسان سره عادلانه چلند وشي، تل اسانه نه وي. که دا د کور موندلو په وخت کې وي، که د کور له مالک سره ستونزې وي، یا که کرایه لوړېږي. ډېر خلک د استوګنې او د کرایې قانون په اړه پوښتنې لري. په ټول جرمني کې د همدې لپاره مشورتي وړاندیزونه شته چې مرسته کولای شي.
د استوګنې او کرایې قانون د مشورې په برخه کې معمول موضوعات دا دي:
- د کرایې قراردادونه په سمه توګه درک کول
- د خدماتي مصارفو (Betriebskosten) ارزونه
- د کرایې لوړیدنه، ایستل، یا د ایستلو دعوې
- د استوګنځای موندل او د غوښتنلیکونو لپاره مرسته
د کرايي کورونو په بازار کې تبعیض
مشاورین له تاسې سره مرسته کوي چې خپل حقونه وپیژنئ او د ډېری وخت د کرایې په پېچلي قانون ښه ځان پوه کړئ. دوی حتی هغه وخت هم مرسته کوي کله چې له د کور له مالک سره شخړه رامنځته شي یا خطر وي چې استوګنځی له لاسه ووځي.
- داسې مشورې له بېلابېلو ځایونو څخه ترلاسه کیدلای شي، لکه:
- د کرایې ورکوونکو ټولنې (لکه د جرمني د کرایې ورکوونکو اتحادیه – اکثره وخت د فیس په بدل کې)
- د مصرفوونکو مرکزونه (ځینې وخت وړیا)
- ټولنیزې اتحادیې او د عامه هوساینې ادارې، عموما وړيا (لکه Caritas، Diakonie، AWO – )
همداراز، د ښاروالیو یا د ټولنیزو چارو دفترونه
ځینې مشورتي مرکزونه په ځانګړې توګه ټاکلو ډلو ته ځانګړي شوي وي؛ د بېلګې په توګه هغو کسانو ته چې ټیټ عاید لري، یوازینۍ سرپرست مور یا پلار وي، مشران وي، یا هغه کسان چې له بېکورهتوب سره مخ دي. همداراز، هغه کسان چې دولتي مرستې (لکه د Bürgergeld یا د Wohngeld په نوم) ترلاسه کوي، هم مشوره اخیستلای شي. د بېلګې په توګه د مناسبې کرایې اندازه یا د استوګنې لګښتونو د پوښښ په اړ مشوره ترلاسه کولای شي.
د سيمهييز لټون پاڼېله لارې او يا هم د (mieterbeistand.de) يا (verbraucherzentrale.de) وېبسایتونو له لارې په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلی شئ.
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
"وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار"،
لکه: (Kostenlose Beratung Wohngeld Freiburg). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ. پام مو وي چې مشورتي وېبسایټونه د Caritas، Diakonie، AWO، DRK په شان پېژندل شوو بنسټونو اړوند وي.
رواني او بدني روغتیا
روغتیا یو اساسي حق دی، خو تل لاسرسی ورته تل اسانه نه دی. ډېر خلک نه پوهېږي چې دوی د کومو طبي خدماتو حق لري، څنګه ځان بیمه کولی شي یا د رواني فشارونو په صورت کې باید چیرته مراجعه وکړي. دا موضوع هغه وخت لا ستونزمنه شي کله چې د ژبې، د اقامت وضعیت یا ټولنیزې بېثباتۍ خبره هم ورسره مل وي.
له همدې امله په جرمني کې د روغتیايي پوښتنو لپاره وړیا او خپلواک مشورتي وړاندیزونه شته؛ حتی د هغو خلکو لپاره چې روغتیایي بیمه نه لري یا نامعلوم اقامتي وضعیت لري.
دغه مشورتي مرکزونه د لاندې مواردو په برخه کې ملاتړ او مشوره برابروي، د بېلګې په توګه:
- پوښتنې د روغتیايي بیمې او روغتیایي پاملرنې په اړه،
- د ډاکټر لیدو یا د ډاکټر/ډاکټرې په موندلو کې،
- مزمنو ناروغیو، امیندوارۍ یا د اعتیاد ستونزو په اړه،
- رواني فشارونو، ټراما، خپګان یا د ویرې ګډوډیو په اړه،
- له HIV او AIDS سره د ژوند کولو اړوند،
- د رواني-ټولنیزو خدماتو یا درملنو ته د وړیا یا ارزانه لاسرسي په اړه،
- د تناسلي غړو د مثلهسازي/وژنې (FGM) موضوع کې.
دا مشورې د لاندې ادارو لخوا وړاندې کېږي:
- د هوساینې اتحادیې لکه Caritas، Diakonie یا AWO،
- د مهاجرو او د تاوتریخوالي ژغورل شوو کسانو لپاره د رواني-ټولنیزو مرکزونو (PSZ) له لوري،
- د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره رواني-ټولنیز مشورتي مرکزونه، لکه Krisechat،Medibüros / MediNetz
- د هغو خلکو لپاره چې روغتیايي بیمه نهلري،
- د روغتیايي چارو دفترونه، د ښځو مشورتي مرکزونه، د اعتیاد مشورتي مرکزونه،
- او همداراز مذهبي یا خپلواکې مرستندویه ادارې.
همداراز، ډېر روغتیايي دفترونه د جنسي روغتیا، امیندوارۍ، HIV/STI یا واکسینونو په اړه بېنومه او وړیا مشورې وړاندې کوي. د رواني روغتیا لپاره نور مراجع هم شته لکه، د تلیفون مشورتي خدمتونه، بیړني خدمات یا د ځوانانو او کورنیو لپاره مشورتي مرکزونه.
د سيمهييز لټون پاڼېله لارې او يا هم د (mieterbeistand.de) يا (verbraucherzentrale.de) وېبسایتونو له لارې په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره موندلی شئ.
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
"وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار"،
لکه: (Kostenlose Impfberatung Potsdam). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ. پام مو وي چې مشورتي وېبسایټونه د Caritas، Diakonie، AWO، DRK په شان پېژندل شوو بنسټونو اړوند وي.
کورنی ژوند، ماشوم روزنه، امیندوارۍ
کورنۍ ډېر وخت د ورځني ژوند په جریان کې له پېچلو پوښتنو سره مخ وي. خبره د امیندوارۍ، ماشومانو روزنې، جلاوالي، کورني تاوتریخوالي یا مالي اندېښنو وي. په جرمني کې ډېر وړیا او خپلواک مشورتي خدمات شته چې د ژوند بیلابیلو شرایطو له مخې کورنیو ته ملاتړ برابروي.
دغه مرکزونه د بېلګې په توګه په لاندې برخو کې مشوره وړاندې کوي:
- د امیندوارۍ او زیږون په اړه پوښتنې (لکه د مور د خوندیتوب قانون، د والدینو مرسته، طبي پاملرنه)
- د ماشوم روزنې اړوند پوښتنې، مثلاً کله چې د ماشوم یا ځوان سره د چلند په اړه ستونزه وي
- کورنۍ شخړې، همداراز د جلاوالي، طلاق یا د ماشوم سرپرستۍ اړوند مسایل
- د ژوند له ملګري/ملګرې سره یا د کورنۍ دننه تاوتریخوالی
- د یوازینی سرپرست یا ځوانو والدینو لپاره ملاتړ
- د ماشوم پالنې، د وړکتون ځای، ښوونځي او کورنۍ ته ځانګړې مالي مرستې.
د دغو مشورتي خدماتو ډېری برخې د هر ډول کورنیو لپاره برابرې شوې دي. په دې برخه کې لاندې کسان شامل دي: واده شوي جوړې، یوازیني سرپرستان او کویر (Queer) افراد. ځینې خدمات بیا ځانګړې ټولنې په نښه کوي، لکه د مهاجرت یا کډوالۍ شالید لرونکي کسان، تنکي والدین یا هغه والدین چې معلولیت لري.
د دغو مشورو وړاندې کوونکي دا دي:
- د امیندوارۍ مشورې لپاره (Pro Familia)
- د AWO، Caritas، Diakonie، DRK او نور هوسایني بنسټونه
- د ښارونو او ولسوالیو د کورنۍ مشورتي مرکزونه
- د والدینو، ماشومانو او ځوانانو لپاره د روزنیزو مشورو مرکزونه
- د ښځو مشورتي مرکزونه او د امیندوارۍ مشورتي مرکزونه
- د ماشومانو د خوندیتوب مرکزونه یا د ځوانانو دفترونه (په ځانګړي ډول که د ماشوم روزنه کې ستونزه، تاوتریخوالی یا د ماشوم ژوند ته ګواښ وي)
دغه مشورې عموماً بېنومه (مجهوله)، محرم، وړیا او ځینې وختونه څو ژبنۍ وي. د مشورې ډول ممکن حضوري، د تلیفون له لارې یا انلاین وي. همداراز، د نارینهوو لپاره ځانګړي مشورتي مرکزونه، د کویر وګړو لپاره حساس خدمات او د تاوتریخوالي ښکار شوو لپاره ځانګړي وړاندیزونه هم د مرستې د سیستم برخه دي.
تاسو کولی شئ د سيمهييز لټون پاڼېله لارې نږدې مشورتي مرکزونه پیدا کړئ. همداراز په لاندې وېبپاڼو کې:
profamilia.de – د امیندوارۍ، جنسي اړیکو او کورنۍ اړوند مالومات
elternsein.info - د روزنیزې مشورې لپاره د فدرالي کنفرانس مالومات
د مشورتي مرکزونو لټون – د فدرالي روزنیز مشورتي کنفرانس له لورې
familienportal.de - د دولتي مرستو او ملاتړ خدماتو لپاره
caritas.de/hilfeundberatung د کورنۍ او ژوند مشورې لپاره
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
"وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار"،
لکه: (Kostenlose Schwangerschaftsberatung Bonn). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ. پام مو وي چې مشورتي وېبسایټونه د Caritas، Diakonie، AWO، DRK په شان پېژندل شوو بنسټونو اړوند وي.
مالي ملاتړ، ټولنیزې مرستې او د پور مشورې
د جرمني د ټولنیز دولت سیستم بیلابیلې مالي مرستې وړاندې کوي. دا مرستې د هغو کسانو لپاره دي چې نه شي کولای د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي، ماشومان لري، ناروغ دي، کار نه شي موندلی یا د ژوند په یوه سخت حالت کې دي. خو د مرستو غوښتنلیکونه ډېر وخت پېچلي وي، اړوند ادارې موندل سخت وي، او ډېر خلک نه پوهېږي چې دوی د کومو مرستو حق لري او څنګه یې غوښتنه کولی شي. ځینې نور بیا ناڅاپه له داسې حالت سره مخ شي چې پیسې بسنه نهکوي، او له همدې امله پورونه ورباندې زيات شي.
په ډېرو ایالتونو او سیمو کې وړیا مشورتي مرکزونه شته چې د مالي مرستو او ټولنیزو خدماتو اړوند ستونزو کې ملاتړ کوي.
عام موضوعات دا دي:
- د وګړي مرسته (Bürgergeld، پخوا Hartz IV): څوک یې ترلاسه کولی شي؟ څنګه غوښتنه پرې کولی شو؟ څه ته باید پام وشي؟
- د کور کرایه مرسته (Wohngeld)، د ماشومانو اضافه مرسته (Kinderzuschlag)، د زدهکړو مرسته (BAföG)،
- د والدینو مرسته (Elterngeld) یا د مور حقونه (Mutterschaftsgeld).
- د زړښت یا د کار ناتوانۍ په صورت کې بنسټیزه مرسته.
- د غوښتنلیکونو سم ډکول، د پرېکړو ارزونه، او شکایت وړاندې کول.
- د ناڅاپي عوایدو له لاسه ورکولو یا بیړنیو حالاتو په صورت کې ملاتړ.
- د تقاعد (پینشن) اړوند پوښتنې او مالومات.
تاسو کولی شئ د سيمهييز لټون پاڼېله لارې نږدې مشورتي مرکزونه پیدا کړئ. همداراز په لاندې وېبپاڼو کې:
- د هوساینې اتحادیې لکه Diakonie, Caritas, AWO, DRK او نور
- د کورنيو مرکزونه (Familienzentren)، د ښځو مشورتي مرکزونه یا مذهبي بنسټونه
- ټولنیز دفترونه (Sozialämter) او د کار موندنې مرکزونه (Jobcenter) – چې اکثره له غوښتنلیک سره تړلي وي
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار
لکه: (Kostenlose Sozialberatung Darmstadt). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ. پام مو وي چې مشورتي وېبسایټونه د Caritas، Diakonie، AWO، DRK په شان پېژندل شوو بنسټونو اړوند وي.
ورځنی ژوند او ټولنیزه برخه اخستنه
په ورځني ژوند کې ځای پر ځای کېدل، یعنې یوازې دا نه چې یو څوک د اوسېدو ځای یا کار پیدا کړي، بلکې دا هم چې ځان وپېژني، اړیکې جوړې کړي او د ټولنیز ژوند برخه وګرځي. ډېر خلک دا هڅه کوي چې خپل ورځنی ژوند په جرمني کې جوړ کړي، او له نورو سره اړيکې ولري. حتا هغه کسان چې له پخوا راهیسې دلته اوسي، کله ناکله د خوځښت، ګاونډیتوب، تفریح یا د دولتي لیکونو په اړه پوښتنې لري.
له همدې امله، په جرمني کې ګڼ شمېر وړیا مشورتي وړاندیزونه او مرکزونه شته چې له خلکو سره د ورځني ژوند په تنظیم کې مرسته کوي او د ټولنیزې ونډې لپاره هڅونه کوي.
مشورتي مرکزونه، د بېلګې په توګه، د لاندې موضوعاتو په اړه مرسته کوي:
- د ورځني ژوند اړوند پوښتنې، لکه خوځښت (موټر، بس، اورګاډی)، انټرنټ، سودا، دولتي ادارې، قراردادونه
- د جرمني سیسټم پېژندنه: له دولتي لیکونو سره څه وکړو؟ څنګه د یو څه غوښتنه کولی شو؟
- تفریحي وړاندیزونه: ورزشي کلبونه، فرهنګي فعالیتونه، د ګاونډيانو نوښتونه (Nachbarschaftsinitiativen)
- د حقوقو او د ګډون د امکاناتو په اړه معلومات
- په ښار/سیمې او په ټولنه کې د نوو راغلو کسانو د ځای پر ځای کېدو ملاتړ
- د خپلواکو بنسټونونو ځواکمنتيا پیاوړتیا: د مهاجرو بنسټونه، د والدینو کافيګانې، د ښارګوټي پروژې
- د همجنسپالنې (Queeres Leben): د LGBTQIA+ لپاره ځانګړي مشورتي مرکزونه او د لیدنې ځایونه شته، لکه
- د ځان څرګندونې (Coming-Out)، تبعیض، روغتیا یا پېژند (Identity) په اړه. همداراز، کویېر مهاجرین هم کولای شي هلته ملاتړ تر لاسه کړي.
دا ډول مرستې، د بېلګې په توګه، د لاندې بنسټونو له لورې وړاندې کېږي:
- د ادغام یا ښارګوټي مرکزونه
- د څو نسلونو کورونه (Mehrgenerationenhäuser) او کورنۍ مرکزونه
- د هوساینې اتحادیو پروژې لکه AWO، Caritas، Diakonie
- د ښار یا ولسوالۍ مشورتي مرکزونه
- د مهاجرو سازمانونه یا بینفرهنګي ټولنې
- د رضا کارانو ادارې او د رضاکارۍ پروژې
- د LSVD – د همجنسپالو د تنوع اتحادیه
- د Handicap International پروژه "Crossroads"
- د ټولنیز چارو دفترونو لخوا د شاملېدو مرستې او مشورې
- د خپلواکې برخهواخستنې مشورتي خدمتونه (Die EUTB)
د دغو وړاندیزونو ډېری یې ټولو ته پرانیستي، څو ژبني، او د برابرۍ پر اساس جوړ شوي دي. دا ځایونه د لیدنې، تبادلې او دوه اړخیز ملاتړ فضا برابروي، او ډېر ځله ډلهییز فعالیتونه، غونډې او د زدهکړې اسانه فرصتونه (لکه د ژبې کافيګانې یا ډیجیټلي مشورتي وختونه) هم وړاندې کوي.
تاسو کولی شئ د سيمهييز لټون پاڼېیا خپل ښار يا سيمې د وېبسایټونو له لارې نږدې مشورتي مرکزونه پیدا کړئ.
یا هم خپله د انټرنټ له لارې وپلټئ، مثلاً ولیکئ:
وړیا مشوره + موضوع + خپل ښار
لکه: (kostenlose Freizeitangebote Dresden). په دې ډول مشورتي مرکزونه په چټکۍ موندلی شئ. په لټون کې لاندې توري مرسته کولی شي: (Beratungsstelle”, „Treffpunkt”, „Stadtteilzentrum” oder „Hilfe bei).
نژادپالنه، تبعیض، یهود ضدي او اسلامضدي
ډېر خلک په ورځني ژوند کې د تبعیض له تجربې سره مخ کېږي، مثلاً د خپل پوستکي رنګ، مذهب، ژبې، اصل، جنسي هویت یا معیوبیت له امله. افراطي ښی اړخې تفکر، یهود ضدي (Antisemitismus)، د مسلمانانو پر ضد نژادپالنه، ښځو ضد او د کوییر کسانو ضد فکر هم په جرمني کې جدي ستونزې دي. اغېزمن کسان ځانونه منزوي، بېوسه او تر ګواښ لاندې احساسوي. دا وضعیت کولای شي د رواني یا فزیکي ناروغیو لامل هم شي.
یوه ځانګړی حساسه موضوع د پوليسو له لوري تبعيضي زورزياتی دی، یعنې کله چې خلک د پولیسو لهخوا په خپلسري ډول کنټرول شي، برید پرې وشي یا سپک شي. اغېزمن کسان اکثره تر سخت فشار لاندې وي او نه پوهېږي چې له چا مرسته وغواړي.
له همدې امله، وړیا او خپلواک مشورتي مرکزونه شته چې د دغو موضوعاتو تخصص لري او اغېزمنو کسانو ته ملاتړ برابروي.
مشورتي مرکزونه، د بېلګې په توګه، په لاندې برخو کې مرسته کوي:
- په ښوونځي، کار، دولتي ادارو یا د استوګنې بازار کې توپيري چلند
- یهود ضد یا د مسلمانانو ضد بریدونه
- کوییېر ضد بایکاټ یا تاوتریخوالی
- د پولیسو لهخوا د نژادپالنې پر بنسټ کنټرول یا بریدونو تجربې
- د تبعیض یا تاوتریخوالي له امله رواني فشار
- د شکایت، عریضې یا قانوني اقداماتو په اړه پوښتنې
دا ملاتړ ډول ډول بڼې لري:
مرسته ممکنه ده یوازې له یوه لومړني ملاقات څخه پیل شي، خو کېدای شي اوږدمهاله ملتیا ته هم واوړي. مشاورین له تاسې سره په ډېرو برخو کې مرسته کوي، مثلاً د شکایتونو یا څرګندونو د لیکلو، ادارو یا محکمو ته د تللو، یا متخصصو وکیلانو، درملونکو یا د خوندیتوب مرکزونو ته د معرفي کولو په برخه کې.
په ډېرو مواردو کې، دوی د ځواکمنتیا (Empowerment) ورکشاپونه، ډلهییز فعالیتونه یا د ټولنې دننه د شبکې جوړونې فضاوې هم برابروي. هدف دا دی چې خلک نه یوازې له قانوني پلوه ملاتړ شي، بلکې دا چې وهڅول شي او پیاوړي شي، تر څو د تبعیض پر وړاندې ودرېږي.
دا ډول مرستې، د بېلګې په توګه، له لاندې مرکزونو سره شونې دي:
د تبعیض ضد دفترونه (Antidiskriminierungsbüros)، مدني ټولنیزې پروژې لکه GLADT، CLAIM Allianz او نور ډېر. همدا شان د نژادپالې پولیسې زورزیاتي د قربانیانو لپاره کمپاین د پولیسو د تجربو په اړه ، ځانګړې مرسته وړاندې کوي.
ښي اړخي ضد مشورتي شبکې او د نژادپالنې یا یهود ضد تاوتریخوالي پر ضد شبکې هم شته.د دولتې ادارې لکه د فدرال تبعیض ضد اداره یا د ایالتونو ادارې او همدا ډول د تبعیض ضد تخصصي دفتر له لارې هم مشورتي مرکزونه موندلی شئ.
تاسو پخپله هم کولای شئ د خپلې سيمې د مرستې مرکز لپاره په انټرنټ کې لټون وکړئ:
مثلاً په لټونګر کې ولیکئ:
„Kostenlose Beratung Diskriminierungستاسو ښار “
„Antisemitismus Hilfe ښار “
یا
„rassistische Polizeigewalt Beratung ښار
په دې ډول، ډېر ژر خپل نږدې د باور وړ مرستندویه مرکزونه پیدا کولای شئ.
د قانوني مشورې اړتیا
که له دندې څخه شړلو، طلاق، د استوګنې اجازې، تبعیض یا له ادارو سره ستونزې وي، کله نا کله قانوني مشوره اړینه وي. خو ډېر خلک نه پوهېږي چې له چا څخه مرسته وغواړي. له یو وکیل سره مشوره معمولا پیسې غواړي. له همدې امله دا مهمه ده چې پوه شو، وړیا یا غیرانتفاعي لومړنۍ مشورې هم شته. دا مشورې په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره دي چې له سختو مالي شرایطو سره مخ دي یا د جرمني له قانوني نظام سره بلد نه دي.
دغه مشورې لومړنۍ لارښوونه برابروي، قانوني وضعیت په ساده ډول تشریح کوي، او ښيي چې ممکنه راتلونکي ګامونه څه دي. همدارنګه مشوره غوښتونکي دا هم زده کوي چې ایا دوی کولای شي د مشورې مرستهلیک (Beratungshilfeschein) ترلاسه کړي، کوم چې هغوی ته وړیا یا ارزانه وکالت برابروي.
يادونه: د Amtsgericht لخوا ورکړل شوی د مشورې له مرستهلیک سره کولای شئ د یو وکیل/وکیلې څخه ارزانه یا وړیا مشوره واخلئ. دا د هغو خلکو لپاره دی چې د قیمتي قانوني مشورې توان نه لري. د دې غوښتنلیک لپاره باید Amtsgericht ته لاړ شئ او اسناد وړاندې کړئ، لکه د عوایدو ثبوت او د قانوني ستونزې تفصیل. په دې په اړه نور مالومات د Faire Integration په وېبپاڼه کې په څو ژبو موندلی.
وړیا قانوني مشورې اکثره دا ادارې وړاندې کوي:
- د هوساینې اتحادیې لکه Caritas، AWO، Diakonie، DRK
- د مهاجرت مشورتي ادارې یا د کډوالو شوراګانې
- د تبعیض ضد ادارې
- ټولګټې اتحادیې لکه د کار حقونو په برخه کې د کارګرو اتحادیه
- د پوهنتونونو د محصلینو د قانوني مشورې ډلې
د کلیساوو، ټولنو یا غیرانتفاعي بنسټونو د قانوني مشورې مرکزونه
مهم: دا ادارې معمولا یوازې لومړنۍ مشوره وړاندې کوي، نه دا چې په محکمه کې ستاسې استازیتوب وکړي. د دعوو یا پېچلو قضیو لپاره یواځې قانوني جواز لرونکي وکیلان د استازیتوب حق لري، چې معمولاً پیسې غواړي.
تاسې کولی شئ د سيمهييز لټون پاڼېیا خپل ښار يا سيمې د وېبسایټونو له لارې نږدې اړوند ادارې پیدا کړئ.
یا هم د انټرنټ له لارې لټون وکړئ. د بېلګې په توګه، ولیکئ:
„kostenlose Rechtsberatungستاسو ښار
یا
„Rechtsberatung für Migrant*innen ستاسو ښار
په دې ډول، پرته له دې چې پر تاسې لوړ مال لګښتونه راشي، مرسته ترلاسه کولای شئ.
د مصرفوونکي خوندیتوب (Verbraucher*innenschutz)
موږ هره ورځ قراردادونه لاسلیک کوو او دا ښايي د موبایل قرارداد، انلاین سفارش، د انرژۍ عرضهکوونکی یا د ويډيويي خپرونو غړیتوب وي. خو کله نا کله په دې کې ستونزې راځي: یو قرارداد زموږ له اجازې پرته فعال شوی، بیل ډېر لوړ دی، محصول هیڅ نه دی راغلی، یا عرضهکوونکی شکایتونو ته ځواب نه ورکوي. همداراز، درغلي، د انټرنټ له لارې دوکه، یا جعلي وېبپاڼې (Fake-Shops) هم ډېرې عامې دي.
په ځانګړي ډول، کله چې جرمني ژبه مو مورنۍ ژبه نه وي، یا د جرمني د قرارداد قانون درته پېچلی ښکاري، نو مرسته ډېر اهمیت لري.
د مصرفوونکو د خوندیتوب مشورتي ادارې، د بېلګې په توګه، په دې برخو کې مرسته کوي:
- له قراردادونو، بیلونو یا د پیسو اخیستونکو دفترونو سره ستونزې
- له انلاین پیرودلو یا د فسخ له حق سره ستونزې
- له اجازې پرته ټیلیفوني اعلانات یا پټ قراردادونه
- لوړې انرژۍ یا ټیلیفوني بیې
- نامعلوم شرایط، د لغوه کولو نیټې یا د ګډون د دامونو په اړه مالومات
- د شخصي مالوماتو خونديتوب یا د انلاین پېرود امنیت په اړه پوښتنې
- د ناقانونه یا مشکوکو شرکتونو سره د چلند لپاره مرسته
په جرمني کې، ډېر د مصرفوونکو مرکزونه (Verbraucherzentralen) وړیا یا ډېره ارزانه مشوره برابروي او اکثره وخت حتی په څو ژبو یا د ژباړې له مرستې سره وي. همداراز، غیرانتفاعي مشورتي مرکزونه، د مصرف کوونکي د حقونو نوښتونه یا د ډيواليتوب مشورتي ادارې (لکه د هوساینې اتحادیې) هم ملاتړ برابروي. د جرمني د چاپېریال وزارت وېبپاڼه کې د خپل نږدې ځای د مصرفوونکو مرکزونه موندلی شئ.
مهم: په ځینو مواردو کې لومړنۍ مشوره وړیا وي او په ځینو کې باید یو څه فیس ورکړئ. ښه ده چې مخکې له مخکې د لګښتونو پوښتنه وکړئ، ځکه چې اکثره ادارې د فیسونو په اړه راڼه مالومات وړاندې کوي.
د مصرفوونکو د خونديتوب مرکز (Verbraucherzentrale)، د Caritas، AWO، Diakonie یا نورو هوساینیزو اتحادیو مشورتي دفترونه، د ناحیو مشورتي مرکزونه، د مهاجرت مشورتي ادارې، یا ټولنیز خدمات باوري دي.
د "Local Search" په نوم زموږ د لټون ماشین له لارې، کولای شئ په خپل شاوخوا کې مناسبې مشورتي ادارې وړیا او خپلواکه توګه پیدا کړئ.
تاسو کولای شئ پخپله هم د انټرنټ له لارې دا ډول لټون وکړئ، لکه:
„وړیا د مصرفوونکو مشوره [ستاسو ښار]“، „د قرارداد ستونزه مرسته [ښار]“ یا „انلاین دوکه مشوره وړیا [ښار]“.
په دې ډول، تاسو کولای شئ د ورځني مصرفوونکي ژوند د ستونزو لپاره هم لازم ملاتړ ومومئ.
د مصرف کوونکو مرکزونه (Verbraucherzentrale)
● د Caritas، AWO، Diakonie یا نورو هوساینې اتحادیو مشورتي مرکزونه
● د ښارګوټو مشورتي مرکزونه
● د مهاجرت مشورتي ادارې
● یا د ټولنیزو خدمتونو ادارې
تاسې کولی شئ د سيمهييز لټون پاڼېیا خپل ښار يا سيمې د وېبسایټونو له لارې نږدې اړوند ادارې پیدا کړئ.
یا هم د انټرنټ له لارې لټون وکړئ. د بېلګې په توګه، ولیکئ
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
ځای پر ځای ملاتړ
د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.