وړيا شوفا

څنګه کولای شم وړيا شوفا ترلاسه کړم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

د کور يا دوکان د کرايه کولو پر مهال د کور خاوندان، شرکتونه يا کرايه ورکوونکي د شوفا د حساب د تصفيې د سند غوښتنه کوي. که له بانکونو د پور غوښتنه کوئ؛ دوی به هم د شوفا يو پوښتنليک وغواړي او يا به يې خپله ترلاسه کړي. حتا که ټليفون يا موټر په مياشتني قسط اخلئ؛ ستاسې قرارداد به د شوفا اړوند ماده ولري. 

شوفا هالډېنګ د شوفا د راپور لپاره پیسې غواړي. د جرمني د قانون له مخې تاسې په کال کې يو ځل د شوفا راپور په وړيا ډول ترلاسه کولای شئ.

د هنډبوک جرمني د يوټيوب پر کانال دې ته ورته نورې ويډيوګانې هم موندلای شئ.