د ارزانه کورونو اجازه‌ليک

د ارزانه کورنو اجازه‌ليک يا (WBS) څه شی دی او څه ډول يې ترلاسه کولای شم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

په جرمني کې د (Wohnberechtigungsschein) په نامه د ارزانه کور کرايه کولو د وړتيا سند ښيي چې تاسې د هغو کورونو د کرايه کولو حق لرئ چې د دولت په مرسته جوړ شوي او کرايه يې کمه ده. دولت د کورونو د ودانولو يا بيا رغولو پر مهال له کورونو له خاوندانو يا شرکتونو سره مرسته کوي او بيا دا کورونه د (WBS) سند درلودونکو ته په ارزانه بيه په کرايه ورکول کيږي. په دې ويډيو کې په دې اړه لنډ مالومات درکوو. د نورو مالوماتي فلمونو لپاره زموږ د يوټيوب چينل وګورئ.