د دوبلين پروسيجر

په کومو حالاتو کې د دوبلين مقررات زما په اړه پلي کيږي.

د دې لپاره چې په اروپايي ټولنه کې د پناغوښتنې قوانين معياري او منظم شي؛ غړو هېوادونو د دوبلين پروسيجر رامنځته کړی دی. د دوبلين د مقرراتو له مخې هر څوک بايد په هغه اورپايي هېواد کې د پنا غوښتنه وکړي چې لومړی يې ګام پکې ايښی وي. په دې ويډيو کې له افغانستان څخه راغلې عفيفه منصوري د دوبلين د قوانينو په اړه له خپلو تجربو خبرې کوي او د هغو کسانو لپاره چې د دوبلين تر قوانينو لاندې راځي؛ د ځينو مهمو ټکو يادونه کوي چې بايد په ياد يې وساتو.