ټاکنې

د جرمني ټاکنيز سيستم

ټاکنې د يوه دموکرات هېواد بنسټيزه ځانګړنه ده. په جرمني کې هر څلورکاله وروسته د بونډسټاګ يا پارلمان مهمې ټاکنې ترسره کيږي. د پارلمان ټاکل شوي غړي د خلکو استازيتوب کوي او دوی بيا يو فدرالي چانسلر يا چانسلره ټاکي چې د حکومت واګې په لاس کې اخلي. جهاد چې له سوريې راغلی او په جرمني کې اوسي؛ موږ ته د جرمني د ټاکنيز سيستم په اړه نور مالومات راکوي.