په جرمني کې شخصي کاروبار

په جرمني کې د شخصي کاروبار پیلولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

ډېر کسان دا هیله لري چې خپل کار ولري او خپله د خپل ځان رييس شي. هر څوک کولای شي د خپل کار نظريې ته پراختيا ورکړي او خپلواک واوسي. هغه څوک چې خپله يو کار پيلوي؛ (Existenzgründung) ورته وايي. د خپل کار درلودونکي په توګه تاسې خپله پرېکړه کوئ چې څه وخت او څه کار وکړئ. البته آزاد کار ډېر کار او زيار ته اړتيا لري. په دې حالت کې تاسې د هر څه مسؤوليت لرئ او بايد ډېرو شيانو ته پام وکړئ. د آزاد کار پر مهال مو ښايي عايد ثابت نه وي او کله ناکله ښايي له زيان سره هم مخ شئ. په دې ويډيو کې د کاروبارونو له يوې مشاورې آغلې يوليا سره غږېدلي يو. بشپړ مالومات په همدې نامه زموږ په مالوماتي څپرکي کې ولولئ.