ويولېتا برانيا لافورکد

Porträt einer Frau mit langen Haaren.
اوسمهالیز 11.09.2023

د اېډېټ پلانوونکې

له هغه وروسته چې د د ويولېتا برانيا لافورکېده کورنۍ په چيلي کې له پوځي کوتا وروسته کاناډا ته ولاړه؛ هغه د کاناډا په مونټرال کې وزېږېده او په کاناډا، امريکا، هسپانيا او جرمني کې لويه شوې ده. د فلم جوړونې په څانګه کې له ماسټرۍ وروسته يې د بایسکل کارونې د دودولو له استراليايي پروژې سره د فلم جوړوونکې په توګه کار پیل کړ او په مادريد، مونشن او سانتياګو کې يې د مستندو، مالوماتي او ټولنيزو رسنيو لپاره د لنډو ويډيويي کليپونو په ګډون بېلابېل ويډيويي او ټلويزيوني خپرونې چمتو کړي دي.
ويولېتا د خپلواکې فلم‌جوړوونکې په توګه ډېر لنډ او مستند فلمونه ډايرکټ کړي چې له دې ډلې د (We are German, too) فلم په ۲۰۱۶ کال کې په واشنګټن کې د مهاجرو په فلمي فستيوال کې نندارې ته وړاندې شوی و.
ويوليتا د بېکارۍ پر مهال د وايلون له غږولو خوند اخلي. په ۲۰۱۸ کال کې هغه برلين ته راغله او له هنډبوک جرمني سره يې کار پیل کړ او له دې ګټورې او هيجاني پروژې سره په کار کولو خوښه ده.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: