د جرمني ملي ويزه (Nationales Visum Typ D)

Photo of a visa application form

کولای شم جرمني ته ولاړ شم او هلته د اوږدې مودې لپاره پاته شم؟

د درېيمو هېوادونو (Drittstaaten) هغه اوسېدونکي چې غواړي په جرمني کې له درې مياشتو زيات پاته شي او يا دلته کار وکړي، بايد اوږدمهاله ويزه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو،  استرالیا، اسرائيل، جاپان،کاناډا،نوی زيلاند،د کوریا جمهوریت،  انګلستان او شمالي ایرلند او د امریکا متحده ایالاتونو له اتباعو پرته د نورو ټولو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د زيات وخت پاته کېدو لپاره اړ دي څو دا ډول ويزه ترلاسه کړي. دې اوږدمهاله ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي.

هغه کسان چې غواړي جرمني‌ ته له درې مياشتو د کم وخت لپاره راشي، کولای شي يو بل د  ليدلو يا ګرځندوی ويزه ترلاسه کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزه) کې لوستلای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

د جرمني اوږدمهاله ويزه څه ته وايي؟

اوږدمهاله ويزه (Nationale Visum Typ D) په جرمني‌کې د اوږدمهاله استوګنې لپاره ورکول کيږي. له دې ويزې سره کولای شئ په جرمني کې له درې مياشتو ډېر پاته شئ‌ او د ويزې له ډول سره سم کار يا زده‌کړه وکړئ او يا حرفوي زده‌کړې (Ausbildung) ترلاسه کړئ.

اوږدمهاله ويزه (Nationale Visum Typ D) په جرمني‌کې د اوږدمهاله استوګنې لپاره ده، دا استوګنه او اړوندې چارې د استوګنې د اجازې له ډول سره تړاو لري چې یو کس ته ورکول کیږي.

د اصولو له مخې له دې اوږد مهاله ویزې سره کولای شئ جرمني ته د اوږدې مودې لپاره راشئ او د استوګنې د اجازې له مخې  د اوږدې مودې لپاره دلته پاته شئ. دا ویزه ستاسې د استوګنې د اجازې تر ډول پورې تړاو لري.

دا چې له اړونده بهرنیانو چارو ادارې يا اوسلنډربېهورده ادارې  د استوګنې د اجازې تر لاسه کول تر میاشتو وخت نیولی شي، نو غوره ده جرمني ته له راتګ وروسته سمدلاسه د خپل استوگنځي اړوند د بهرنیانو چارو ادارې ته خپل  راتګ راپور ورکړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

اوږدمهاله ويزې لاندې ډولونه لري:

څه ډول د ويزې غوښتنه کولای شم؟

د ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل هېواد کې د جرمني سفارت يا يوې کنسولګرۍ ته ورشئ. که ستاسې په هېواد کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ کار نه کوي، بايد په يوه ګاونډي هېواد کې د جرمني له سفارت څخه د ويزې غوښتنه وکړئ. په ياد مو وي چې له غوښتنې وړاندې کولو مخکې بايد له اړوند سفارت يا کنسولګرۍ سره د هغوی د وېبسایټ له لارې په انلاين ډول وخت ونيسئ. هر سفارت یا کنسولگرۍ د وخت اخیستلو مقررات لري. ښه به وي تر څو د هماغه سفارت یا کنسولګرۍ  پر ویبپاڼه په دې اړه ځان پوه کړئ. د جرمني د سفارتونو اوکنسولګریو پتې د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پروېبسایټ موندلای شئ.

اړوند سفارت به ستاسې غوښتنه په جرمني کې د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) سره شريکه کړي. په جرمني کې د هغې سيمې د بهرنيانو چارو اداره ستاسې د غوښتنې ارزولو مسؤوليت لري، په کومه سيمه کې چې تاسې ژوند کول غواړئ. د اصولو له مخې دا ادارې ستاسې د غوښتنې د منلو يا رد صلاحيت لري.

يادونه: د جرمني ځینې کنسولګرۍ په بهر کې له نورو بهرنیو ادارو سره په ګډه کار کوي تر څو د سندونو د پروسس موده را لنډه او د وېزې غوښتونکو ته ژر وخت ورکړي. په دې مانا چې د وېزې غوښتونکي خپل سندونه په مستقیم ډول سفارت یا کنسولګرۍ ته نه تسلیموي، دا ادارې د ویزې غوښتونکو سندونه له ټولولو وروسته اړوندې کنسولګرۍ ته لیږي.

پاملرنه: داسې ډېر جعلي ویبسايټونه شته چې ځانونه د جرمني د کنسولګریو بهرنۍ همکارې ادارې معرفي کوي او په دې ډول له تاسې د ډېرو پېسو او ان د شخصي مالوماتو غوښتنه کوي.په هغه هېواد کې د دې ادارو په اړه لا ډیر مالومات د جرمني د سفارتونو او کنسولګریو پر وېبسایټونو ولولئ او له بې باوره ادارو ځانونه وساتئ.

د ويزې د غوښتنليک فورمه له کومه ځايه ترلاسه کولای شم؟

د ويزې د غوښتلنيک اړوند فورمه د سفارت يا کنسولګرۍ پر وېبسایټ موندلای شئ. له دې پرته دا فورمې له (auswaertiges-amt.de) وېبسایټ څخه هم کښته کولای شئ. د دې فورمو دوې کاپيانې بايد ډکې کړئ. په ځينو سفارتونو کې ښايي فورمې د هماغه سيمې په اړوند ژبه وغوښتل شي.

پاملرنه: ډېر وخت باید خپل ټول سندونه او یاهم اضافي پاڼې جرمني ژبې ته وژباړئ او بيا يې وسپارئپه دې سندونو کې ښايي د تذکرې په شان د هويت سندونه او يا هم ورته بل سند شامل وي. د دې چارو لپاره په هماغه سیمه کې د ژباړې دفترونه شته اړ دا اضافي لکښت هم په پام کې ونيسئ.   ښه به وي چې له وړاندې ځان په هر څه پوه کړئ او د هماغه سفارت په وېبسایټ کې اړوند مالومات ولولئ.

د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کولو لپاره کومو سندونو ته اړتيا ده؟

د اوږدمهاله ويزې لپاره بايد لږ تر لږه لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:

  • د ويزې د غوښتنليک د ډکې شوې فورمې دوې کاپيانې؛
  • معتبر پاسپورت؛
  • تازه بايومتريک عکسونه؛
  • د مالي سرچينو ثبوت يا ژمنليک (Verpflichtungserklärung). په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.
  • د ويزې له ډول سره تړلي نور سندونه لکه: د کار تړون (قرارداد)، د روغتیا بیمې لرلو یا کور لرلو تصدیق او نور. دا هرڅه ستاسې د سفر له موخې سره تړاو لري. د کورنۍ غړو د یو ځای کېدلو په پروسه کې کېدای شي له تاسې څخه د ماشوم د پالنې د حق سند يا سرپرسرستنۍ ثبوت هم وغوښتل شي. که دسفر موخه مو د کار پېلول وي، د کار اړوند تړون باید له ځان سره ولرئ. په دې اړه نو مالومات  د جرمني اوږدمهاله ويزه څه ته وايي؟ برخه کې ولولئ.
د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کول څومره لګښت لري؟

د اوږدمهاله ويزې کاري لګښت يا فيس د لویانو لپاره ۷۵ يورو او له  ۱۸ کالونو د ټيټ عمر ماشومانو ۳۷،۵۰ یورو دی. دا پیسې بايد د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال له ځان سره ولرئ. مهم: که د ويزې ترلاسه کولو غوښتنه مو رد هم شي، دا پیسې بېرته نه درکول کيږي.

يادونه: له ځانګړو کسانو څخه د ويزې فيس يا لګښت نه اخستل کيږي. لاندې کسان په دې ډله کې راځي:

  • هغه کسان چې د جرمني د عامه فنډ (öffentlichen Mitteln) له لوري يو تمويلېدونکی سکالرشيپ يې ترلاسه کړی وي. که له دوی سره يې مېړه/ښځه او واړه ماشومان هم تمويل شوي وي، هغوی هم له دې فيس څخه معاف دي.
  • په جرمني کې ګمار شوي ديپلماتان، د کنسولګريو او نړيوالو سازمانونو کارکوونکي او د هغوی مېړونه/ښځې او له ۲۵ کالونو د ټيټ عمر لرونکي ماشومان.
  • که جرمني له کوم بل هېواد سره په دې اړه دوه‌اړخيزه موافقه کړې وي.
  • د جرمني تابعيت لرونکو کسانو د ژوند ملګری/ملګرې او ټيت‌عمر لرونکي ماشومان، همدا شان د دوی د کورنيو هغه غړي چې د اروپايي ټولنې يا اروپايي اقتصادي زون هېوادونو تابعيت ولري.
د ويزې اخستلو پروسه څومره وخت اخلي؟

په عمومي ډول د ويزې ترلاسه کول شاوخوا درې مياشتې وخت ته اړتيا لري خو ځينې وخت ښايي ډېرې مودې ته اړتيا وي. د کورنی غړو راوستل او یوځای کېدلو پروسه لا اوږد وخت نیولی شي. د بېلګې په توګه که د چا ويزه د جرمني د کار ادارې (Bundesagentur für Arbeit) تاييد ته اړتيا ولري، ښايي ډېر وخت انتظار وکړئ. ځينې ځانګړې ویزې کېدای شي یو څه چټکې ترلاسه شي. لکه د کار اړوند ویزې چې د اروپايي ټولنې شین یا آسماني کارت (Blaue Karte EU)، د ماهرو کارګرو ويزه، د مسلکي زده کړو لپاره ویزه او داسې نورې ویزې په دې کټګورۍ کې شامېلې دي. د يادونې وړ ده چې د ځينو هېوادونو د وګړو لپاره هم د انتظار موده اوږده ده. دا چې څنګه کولای شئ د وېزې ترلاسه کولو د مودې لنډولو غوښتنه وکړئ او دې ته ورته نور مالومات په Make-it-in-Germany.de  ویبسای‍ت کې موندلی شئ.

اوږدمهاله ويزه د څومره وخت لپاره اعتبار لري؟

د اوږدمهاله ويزې د اعتبار موده ستاسې د سفر له موخې سره اړه لري. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

کولی شم له اوږدمهاله ويزې سره د پنا غوښتنه وکړم؟

هو. کولای شئ د جرمني له اوږدمهاله ويزې (Nationalen Visum Typ) سره جرمني ته راشئ او دلته د پنا غوښتنه وکړئ. دا چې د پنا غوښتنه به مو ومنل شي او که نه، ستاسې له اصلي هېواد او قضيې سره اړه لري. البته ډېر وخت هغو کسانو ته له سره ويزه نه ورکول کيږي چې په جرمني کې د پنا ترلاسه کولو چانس لري. د پنا غوښتنې په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو کې موندلای شئ.

پاملرنه: که د مالي سرچينو ثبوت يا ژمنليک (Verpflichtungserklärung) سپارل شوي وي بايد خپله او يا هغه کس مو ټول لګښتونه (د بېلګې په توګه د کور کرايه، خوراک، جامې، درمل) ورکړي چې دلته يې ستاسې تضمين کړی دی او ژمنليک (Verpflichtungserklärung) يې لاسليک کړی دی. دا کار بايد تر هغه مهاله وشي، څو ستاسې د پنا غوښتنې د قضيې په اړه پرېکړه کيږي. که د چا ډيپورټ شونی وي، هم دا حالت ورباندې تطبيقيږي. د ژمنليک په اړه نور مالومات په د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنلیک برخه کې ولولئ.

پاملرنه: دا اصول او مقررات د پناغوښتونکو د مرستو  له قانون  (AsylbLG) سره توپیر لري. که چېرې نږدې خپلوان جرمني ته له راتللو وروسته د خپلو دلایلو پر بنسټ (لکه: د کورنۍ غړو یو ځای کېدل او نور) د پناه غوښتنه وکړي، په داسې وخت کې د پناغوښتونکو د مرستو  قانون  (AsylbLG) پلي کيږي.

مهم

د استراليا، اسراييلو، جاپان، کاناډا، نيوزيلنډ، کوريا، بريتانيا، شمالي ايرلند او امريکا وګړي اړ نه دي چې د اوږدمهاله ويزې ترلاسه کولو لپاره له وړاندې غوښتنه ثبت کړي. دوی کولای شي دلته له راتګ وروسته د دې ويزې غوښتنه وکړي.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: