تاسې حق لرئ چې په خوندي فضا کې ژوند وکړئ. په ځانګړي ډول ښځې، نوي ځوانان او ماشومان بايد له ګواښونو او تاوتريخوالي لرې وساتل شي. د کمپونو مسؤولين بايد ډاډه شي چې ټول اوسېدونکي د خونديتوب احساس کوي، شخصي حريم لري او پوهيږي چې له کومه ځايه مرسته ترلاسه کړي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د کورنيو يا فاميلي چارو وزارت د (پلان نړيوال جرمنی بنسټ) په شان نورو بنسټونو او يونيسیف سره په ګډه يو پروګرام جوړ کړ ځو د مهاجرو په کمپونو او د استوګنې په نورو مرکزونو کې د ماشومانو، ښځو او نويو ځوانانو د خونديتوب لپاره لومړني معيارونه پلي کړي. د دې معيارونو پر بنسټ پورته ياد شوي کسان له تاوتريخوالي ساتل کيږي؛ روغتيايي او رواني-ټولنيزې پاملرنې ته يې لاسرسی تضمينيږي. د دې تر څنګ په هر مرکز کې بايد يوه داسې خونه وي چې ماشومان يو له بل سره لوبې پکې او زدکړې پکې وکړای شي.
د استوګنې په دې کمپونو کې ځينې نور مقررات هم پليکيږي. په عمومي ډول چا ته د دوی په خوښه د اوسېدو کوټه نه ورکول کيږي او يوازې کسان نه شي کولای ووايي چې څوک بايد په کوټه کې ورسره واچول شي يا وایستل شي. که د خپل کوټې له ملګري سره ستونزه لرئ؛ ټولنيز کارکوونکي يا د کمپ مشر خبر کړئ. نور عمومي قوانين په لاندې ډول دي:
- جوړه کسان يا د يوې کورنۍ غړي په يوه کوټه يا کور کې د ګډ اوسېدو حق لري.
- ښځو ته له نورو ښځو سره ګډې کوټې ورکول کيږي.
- د کوټې د دروازې، کولپ او کيليانو درلودل ستاسې حق دی. که خونه مو له بل چا سره شريکه وي؛ د کولپېدونکې المارۍ درلودلو حق لرئ.
- د کمپ اداري مامورين حق نه لري چې ستاسې له اجازې پرته ستاسې کوټې ته د ننه شي.
- له مخکينۍ خبرتيا پرته يا ستاسې په نه شتون کې د کوټې د کنټرول اجازه نشته.
- تاسې د ورځې له خوا د ملاقات کوونکو د راوستلو او کتلو حق لرئ.
- تاسې ته بايد هره اونۍ يو تازه ځانپاک درکړل شي او هرې دوې اونۍ وروسته مو بايد د توشکې پوښ بدل او ومينځل شي.
- که غواړئ شپه بل ځای تېره کړئ؛ بايد د کمپ مسؤولين خبر کړئ. که تاسې له دريو شپو زيات بل ځای پاته شئ؛ د کمپ مسؤولين ښايي ستاسې ځای بل جا ته ورکړي خو شخصي شيان به مو وساتل شي.
- تاسې د پاکو، د نر او ښځو بېلو تشنابونو او شاورونو درلودلو حق لرئ.
- تاسې د سالمو، بېلابېلو او کافي خوړو درلودلو حق لرئ. دا خواړه بايد د خوګ غوښه ونه لري.
- د کمپ مسؤولين بايد تاسې ته ستاسې د پوستونو او ليکونو راتللو په اړه په ورځني ډول خبر درکړي.