په جرمني کې د ماشومانو پیسې يا کينډرګلېډ

اوسمهالیز 31.05.2023

په جرمني کې له ماشوم لرونکو کورنيو سره څه ډول مالي مرسته کيږي؟

د ماشومانو لپاره تل پمپر، د لوبو وسيلې، د ښوونځي درسي توکي، د سپورت پیسې او وروسته بيا د اوسبيلډونګ يا لوړو زده‌کړو پر مهال لګښتونه د مور او پلار پر غاړه وي. د ماشومانو لويول دې ته ورته ډېر لګښتونه لري. له همدې کبله له دې کورنيو سره مالي مرسته کيږي چې کينډرګېلډ (Kindergeld) يې بولي. دا پیسې له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي څو ماشومانو ته يو څه ښه ژوند برابر کړي او ښې راتلونکې ته يې فرصت برابر کړي.

په څه بايد ځان پوهوم؟

کينډرګېلډ د چا لپاره دي؟

کينډرګېلډ له ميندو او پلرونو سره مرسته کوي څو د ماشومانو پالنه وکړي. ماشومان بېلابېلې بوختياوې لري او يا هم د زده‌کړو پر مهال لګښتونه لري. د دې تر څنګ ورځنی ژوند هم لګښتونه لري او د دې لپاره چې والدينو ته دا لګښتونه پوره کول اسانه شي، دولت مرسته ورسره کوي. دا مرسته د والدينو د کار يا وزګارتيا له په پام کې نيولو پرته کيږي.

ما ته کينډرګېلډ راکول کيږي؟

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي، کينډرګېلډ ورکول کيږي:

-        ماشوم مو له ۱۸ کالونو کم عمر لري. د لوړ عمر لرونکو کسانو په اړه مالومات لاندې ولولئ.

-        ماشوم له تاسې سره یوځای ژوند کوي او تاسې يې پالنه پر غاړه لرئ. مهم: اړينه نه ده چې ماشوم دې خامخا ستاسې خپل وي؛ تاسې کولای شئ تر خپلې سرپرستۍ لاندې د بل ماشوم، لمسيانو، تر پالنې لاندې ماشومانو او يا پرکټيانو/بنزيانو لپاره ترلاسه کړئ.

-        ماشوم مو په جرمني، اروپايي ټولنه، ناروې، لښتن‌شتاين، آیسلند يا سويس کې ژوند کوي. مهم: د ماشوم تابعيت يا اصلي هېواد مهم نه دی.

له دې پرته بايد د استوګنې د اجازې اړوند له لاندې شرطونه يو پوره کړئ:

-        د جرمني تابعيت لرئ؛

-        د اروپايي ټولنې اړوند يو بل هېواد، ناروې، لښتن‌شتاين، آیسلند يا سويس تابعيت لرئ؛

-        د استوګنې داسې اجازه لرئ چې په وسيله يې په جرمني کې لږ تر لږه شپږ مياشتې کار کولای شئ. دا مهمه نه ده چې په عمل کې کار کوئ او کنه، خو د کار اجازه مهمه ده؛

-        د الجريا، بوسنيا هرزګوينا، کوسوو، مراکش، مونتنيګرو، سربيا، تونس يا ترکيې تابعيت لرئ او په جرمني د ټولنيزو بيمو سره تړلی یو کار کوئ او يا هم د وزګارتيا لومړی ډول پيسې او يا هم د ناروغۍ پیسې ترلاسه کوئ.

يادونه: په عمومي ډول ډولډونګ لرونکو کسانو ته کينډرګېلډ نه ورکول کيږي. البته د کاري يا بشېفتيګونګزډولډونګ درلودونکي استثنا دي. د دې ډول ډولډونګ درلودونکي، د هغوی د اصلي هېواد له په پام کې نيولو پرته د کينډرګېلد غوښتنه کولای شئ. د اوسبيلدونګزډولډونګ لپاره دا استثنا نشته.

په دې اړه لا زيات مالومات دلته موندلای شئ.

له اتلس کالونو د زيات عمر لرونکو بچيانو لپاره کينډرګېلد ترلاسه کولای شم؟

د اصولو له مخې تر اتلس کلنۍ پورې ټولو ماشومانو ته کينډرګېلډ ورکول کيږي. که بچيان مو وزګار وي او د کار په لټه کس په توګه ثبت شوي‌ وي، تر ۲۱ کلنۍ پورې هم کينډرګېلډ ترلاسه کولای شي. که بچيان مو ښوونځي يا پوهنتون ته ځي، اوسبيلډونګ ترسره کوي او يا کوم تاييد شوی رضاکارانه کار کوي، کولای شي تر ۲۵ کلنۍ پورې کينډرګېلډ ترلاسه کړي.

له کومه ځايه د کينډرګېلډ غوښتنه کولای شم؟

د ماشوم له زېږېډو او يا جرمني ته راتګ وروسته که څوک پورته ياد شوي شرطونه پوره کړي، کولای شي د کينډرګېلډ غوښتنه وکړي.

د کينډرګېلد غوښتنه په انلاين ډول د کار ادارې پر وېبسایټ (arbeitsagentur.de) کولای شئ. البته اړونده فورمې کښتنه کولای، چاپولای او بيا ډکولای شئ. پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ په څو ژبو د کينډرګېلډ غوښتنليک (Antrag auf Kindegeld) او بله اضافي اړينه فورمه (Anlage Kind zum Hauptantrag Kindergeld) موندلای شئ.

د کيڼدرګېلد‌په غوښتنليک کې بايد د خپلې او ماشوم د ماليې شمېره (steuerliche Identifikationsnummer) وليکئ. د دې شمېرې په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني د ماليې سيستم) کې لوستلای شئ. که ماشوم مو په بهر کې زېږېدلی وي او يا هم اوس په بل اروپايي هېواد کې ژوند کوي، بايد د ماشوم د زېږېدنې سند (Geburtsurkunde) هم له غوښتنليک سره مل کړئ.

له ډکېدو وروسته، د کينډرګېلد غوښتنليک او نور اړين سندونه د خپلې سيمې د کورنيو بانک (Familienkasse) ته ولېږئ. ستاسې اړوند کورنی بانک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ، د خپل پوستي کوډ په مرسته موندلای شئ. د کورنيو بانک به ستاسې غوښتنليک وارزوي او که اړتيا وي، د نورو سندونو غوښتنه به وکړي.

په عمومي توګه بايد د شپږ اونيو جريان کې بېرته ځواب ترلاسه کړئ. که شپږ اونۍ وروسته مو هم ځواب نه وي ترلاسه کړی، کولای شئ (۰۸۰۰۴۵۵۵۵۳۰) شمېرې ته وړيا زنګ ووهئ او په جرمني ژبه د خپلې غوښتنليک په اړه مالومات ترلاسه کړئ.

څوک د کينډرګېلډ غوښتنه کوي؟

د مور او پلار يا نورو دوو کسانو له‌ ډلې يوازې يو کس د کينډرګېلډ غوښتنه کولای شي. که دواړه په ګډه د ماشوم پالنه کوي، بايد په خپل منځ کې پرېکړه وکړي چې کوم يو د کينډرګېلډ غوښتنه وکړي.

يادونه: که مور او پلار بېل ژوند کوي، کينډرګېلډ هغه چا ته ورکول کيږي چې ماشوم ډېر وخت ورسره تېروي. که بل مور يا پلار د ماشوم نفقه ورکوي، د نفقې پیسې د کينډرګېلد نيمايي ته راټيټيږي.

کيڼدرګېلډ له کومه ځايه ترلاسه کولای شم؟

کينډرګېلډ په مخامخ توګه ستاسې بانکي حساب ته راځي. که ډېر ماشومان هم ولرئ، د ټولو کينډرګېلډ هره مياشت پر يوه ځای ستاسې اکونټ ته راځي. دا چې د مياشتې په کومه ورځ دا پیسې ترلاسه کوئ، د کينډرګېلډ له وروستيو دوو شمېرو سره اړه لري. پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ کتلای شئ چې د مياشتې کومه نېټه ستاسې د کينډرګېلډ له شمېرې سره برابره ده.

زه څومره کينډرګېلډ ترلاسه کولای شم؟

د ۲۰۲۳ز کال له جنوري میاشتې څخه به د کینډرګېلډ اندازه په میاشتنۍ توګه ۲۵۰ یورو ته لوړه شي،‌ پرته له دې چې دا په نطر کې ونیول شی‌ چې دا ستاسو لومړی،‌ دویم یا درېیم ماشوم دی.

مهم: که ځينې بچيان مو له تاسې سره یوځای ژوند نه کوي، کينډرګېلډ يې نه درکول کيږي. 

يوه بېلګه: درې بچيان لرئ خو يوازې دوه يې له تاسې سره اوسيږي. مشر اولاد مو له بل مور يا پلار سره ژوند کوي او د هغه يا هغې لپاره کينډرګېلد نه ترلاسه کوئ. البته د نورو دوو ماشومانو لپاره د کينډرګېلډ په غوښتنليک کې د هغه يادونه هم کولای شئ. 

که څوک وروسته د کينډرګېلډ غوښتنه وکړي، د پخواني وخت پیسې هم ترلاسه کولای شي؟

هو، د تېر وخت لپاره هم کينډرګېلډ ترلاسه کولای شئ. البته تر ټولو ډېره موده ۶ مياشتې ده. په دې ډول يوازې د تېرو شپږ م‍ياشتو لپاره کينډرګېلډ ترلاسه کولای شئ. له همدې کبله دا ډېره مهمه ده چې د کينډرګېلډ غوښتنه پر وخت وکړئ.

که د چا حالت بدل شي، بايد د کورنيو بانک ته خبر ورکړي؟

هو. که ستاسې د حالت بدلون د کينډرګلډ په څرنګوالي اغېز کوي، بايد سملاسي د کورنيو بانک ته خبر ورکړئ. دا حالتونه د بېلګې په توګه په لاندې ډول دي:

-        کله چې له مور او پلار يو يې په بهر کې دنده پيل کړي.

-        که يو مور، پلار يا ماشوم بهر ته کډه وکړي.

-        ماشوم له يوه بل هېواد څخه د ژوند لګښتونه ترلاسه کړي.

-        که د ماشوم مور او پلار سره بېل شي او يا طلاق واخلي.

-        که ماشوم بېل شي او کډه وکړي.

-        که مور يا پلار يوه دولتي دنده واخلي.

-        ټوله کورنۍ کډه وکړي.

-        اړوند بانکي حساب بدل شي.

که ماشوم له اتلس کلنۍ وروسته کينډرګېلډ ترلاسه کوي، په لاندې حالتونو کې هم بايد د کورنيو بانک ته خبر ورکړئ:

-       ماشوم مو ښوونځی، اوسبيلډونګ او يا پوهنتون بشپړ کړي.

-       ماشوم دنده ومومي.

-       ماشوم مو اوسبيلډونګ يا پوهنتون پيل کړي.

-       ماشوم مو اوسبيلدونګ يا پوهنتون پرېږدي او يا يې بدل کړي.

-       لور مو امېدواره شي او يا د ميندو خونديتوب (Mutterschutz) رخصتۍ ته ولاړه شي.

پاملرنه: د کورنيو له بانک سره د ټولو مهمو مالومات شريکول ستاسې مکلفيت دی. که دا کار ونه کړئ، ښايي جريمه شئ.

د کورنيو له بانک څخه د پوښتنليک ترلاسه کولو پر مهال څه کولای شو؟

د کورنيو بانک تل ګوري‌ چې تاسې لا هم د کينډرګېلد ترلاسه کولو لپاره اړين شرطونه پوره کوئ او کنه، له همدې کبله ځينې وخت ښايي تاسې ته يو پوښتنليک وليږي. په دې پوښتنليک کې د بېلګې په توګه لاندې پوښتنې ليکل شوې وي:

-       لا هم په جرمني کې ژوند کوئ؟

-       ماشوم مو تر اوسه له تاسې سره ګډ ژوند کوي؟

-       ماشوم مو لا هم ښوونځي ته ځي او يا اوسبيلډونګ ترسره کوي؟

د دې تر څنګ ښايي د نورو اړينو سندونو او تاييدليکونو، د بېلګې په توګه د ماشوم د ښوونځي د تاييدليک غوښتنه وشي.

پاملرنه: دا مهمه ده چې د کورنيو بانک له لوري په نښه شوې موده کې اړوند پوښتنليک ته ځواب ورکړئ. که ځواب مو ناوخته شي، ښايي د کينډرګېلډ درکول ودريږي. که نه شئ کولای پر وخت ځواب ورکړئ، بايد د کورنيو له بانک څخه د وخت د غځېدو غوښتنه وکړئ.

که څوک د لغوه کېدو (Aufhebungsbescheid) يا بېرته ورکړې (Erstattungsbescheid) خبرتيا ترلاسه کړي، څه بايد وکړي؟

که ستاسې د ژوند حالت بدل شي، د بېلګې په توګه ماشوم مو اوسبيلډونګ يا پوهنتون بشپړ کړي، ښايي د کينډرګېلډ په اندازه مو اغېز ولري.  په داسې حالتونو کې بيا ښايي د کورنيو د بانک له لوري د لغوه کېدو (Aufhebungsbescheid) يا بېرته ورکړې (Erstattungsbescheid) خبرتيا ترلاسه کړئ.

که تر اوسه مو ډېرې کينډرګېلډ پیسې ترلاسه کړې وي، بايد بېرته يې ورکړئ. د کورنيو بانک به له تاسې د دې پیسو د بېرته ورکړې غوښتنه وکړي. دا اضافي پیسې بايد د کار ادارې (Inkasso-Service der Bundesagentur für Arbeit) له لارې بېرته تحويل کړئ.

که د پیسو د لغوه کېدو يا بېرته ورکړې په اړه پوښتنې لرئ، د کورنيو له بانک څخه پوښتنه وکړئ. ستاسې اړوند کورنی بانک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ، د خپل پوستي کوډ په مرسته موندلای شئ.

که د پیسو له بېرته ورکړې سره موافق نه ياست، کولای شئ د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړئ. دا کار په ليکلي ډول او يا هم په مخامخ ډول د کورنيو په بانک کې کولای شئ. مهم: له مخالفت سره سره بايد پیسې بېرته ورکړئ او که بېرته ورکړه يې اړينه نه وه، کولای شئ بېرته يې ترلاسه کړئ. 

که څوک له خپل حق څخه کمې پیسې ترلاسه کړي، څه بايد وکړي؟

که له خپل حق يا په نښه شوو کينډرګېلد څخه کمې پیسې ترلاسه کړئ، لومړی بايد په خپل کورني بانک ک د دليل په اړه پوښتنه وکړئ. دا کار په ليکلي ډول او يا هم په مخامخ ډول د کورنيو په بانک کې کولای شئ. ستاسې اړوند کورنی بانک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ، د خپل پوستي کوډ په مرسته موندلای شئ.

که د لږ ترلاسه کېدونکو پیسو له پرېکړې سره موافق نه ياست، کولای شئ د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړئ. دا کار بايد په پرېکړه له خبرېدو وروسته د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. اعتراض په ليکلي ډول او يا هم په مخامخ ډول د کورنيو په بانک کې کولای شئ. په پرېکړه کې په نښه شوې وي چې اعتراض چېرته کولای شئ. د اعتراض ثبتول لګښت نه لري.

که اعتراض مو رد شي، کولای شئ د رد پر وړاندې بيا عريضه وکړئ. وروسته بيا اړونده پرېکړه د محکمې له لوري ارزول کيږي. که عريضه کوئ، بايد د رد له ترلاسه کولو وروسته يې د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. د عريضې او محکمې پروسه لګښت لري او وړيا نه ده. د لږ عايد لرونکي کسان کولای شي د قضايي پروسې لګښتونه بېرته ترلاسه کړي. البته مخکې له عريضې بايد له يوه مشورتي مرکز څخه مشوره ترلاسه کړئ. د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادراې (Jugendmigrationsdienst) څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

که د چا غوښتنه رد شي، څه بايد وکړي؟

که د چا د کينډرګېلډ غوښتنه ونه منل شي، لومړی بايد په خپل کورني بانک ک د دليل په اړه پوښتنه وکړي. دا کار په ليکلي ډول او يا هم په مخامخ ډول د کورنيو په بانک کې کولای شئ. ستاسې اړوند کورنی بانک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ، د خپل پوستي کوډ په مرسته موندلای شئ.

که د کينډرګېلډ د غوښتنليک له رد سره موافق نه ياست، کولای شئ د دې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړئ. دا کار بايد په پرېکړه له خبرېدو وروسته د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. اعتراض په ليکلي ډول او يا هم په مخامخ ډول د کورنيو په بانک کې کولای شئ. په پرېکړه کې په نښه شوې وي چې اعتراض چېرته کولای شئ. د اعتراض ثبتول لګښت نه لري.

که اعتراض مو رد شي، کولای شئ د رد پر وړاندې بيا عريضه وکړئ. وروسته بيا اړونده پرېکړه د محکمې له لوري ارزول کيږي. که عريضه کوئ، بايد د اعتراض د رد له ترلاسه کولو وروسته يې د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. د عريضې او محکمې پروسه لګښت لري او وړيا نه ده. د لږ عايد لرونکي کسان کولای شي د قضايي پروسې لګښتونه بېرته ترلاسه کړي. البته مخکې له عريضې بايد له يوه مشورتي مرکز څخه مشوره ترلاسه کړئ. د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادراې (Jugendmigrationsdienst) څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ګڼو ژبو خبرې کوي.

اعتراض څه ډول ثبتولای شم؟

که باوري ياست چې د کورنيو بانک خطاوتلی دی، کولای شئ د پرېکړې پر وړاندې يې اعتراض وکړئ. په دې ډول تاسې د کورنيو د بانک له ارزونې سره خپل مخالفت څرګندوئ. د دې کار لپاره يوه مياشت وخت لرئ او د کورنيو بانک د پوستي پاکټ پر شا د ټاپې له نېټې درې ورځې وروسته پيل کيږي. که درېيمه ورځ له جمعې، شنبې يا يکشنبې سره برابره شي، دا مهلت بيا د بلې اونۍ له پيل يا دوشنبې ورځې څخه پيل کيږي. اعتراض بايد په ليکلي ډول د پوسټ او يا د فکس له لارې ولېږئ. له دې پرته کولای شئ په خپله د کورنيو بانک ته ورشئ او اعتراض ورسره ثبت کړئ.

په اعتراض‌ليک کې بايد لږ تر لږه خپل نوم، پته، د خپل اړوند کورني بانک پته او د پرېکړې ځانګړې شمېر (Aktenzeichen des Bescheids) وليکئ. د اعتراض لپاره د دليل درلودل اړين نه دي خو بيا هم د دليل وړاندې کول ګټور تماميږي. که په ټاکل شوې يوه مياشت کې د اعتراض دليل يا توجیه ته وخت نه لرئ، کولای شئ وروسته يې په اړه خبر ورکړئ. پر (kindergeld.org) د اعتراض‌ليک يوه بېلګه موندلای شئ. که مرستې ته اړتيا لرئ، د ځوانو مهاجرو د خدمتونو له ادراې (Jugendmigrationsdienst) سره اړيکه ونيسئ.

مهم: د اعتراض ثبتول لګښت نه لري او د دې کار لپاره وکيل نيولو ته هم اړتيا نشته.

که څوک له جرمني بهر ژوند وکړي، بيا هم کينډرګېلډ ترلاسه کولای شي؟

په عمومي توګه هغه کسان چې په جرمني کې ماليه نه ورکوي، کينډرګېلډ هم نه شي ترلاسه کولای شئ. البته که څوک په بهر کې اوسيږي‌او لاندې شرطونه پوره کړي، کينډرګېلد ترلاسه کولای شي:

-       په جرمني کې د ماليې په ورکولو مکلف ياست. په دې مانا چې تاسې په بهر کې له يوې جرمنۍ ادارې سره کار کوئ او ماليه مو په جرمني کې اخستل کيږي.

-       ماشومان مو په جرمني يا د اروپايي ټولنې اړوند په بل هېواد کې ژوند کوي.

-       د جرمني تابعيت لرئ.

که په بهر کې ژوند کوئ او په جرمني کې ماليه هم نه ورکوئ، کولای شئ له دولت څخه کينډرګېلډ د مرستې په توګه ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره له لاندې شرطونو يو پوره کړئ.

-       د کار له ادارې (Bundesagentur für Arbeit) سره بيمه ياست؛

-       په پرمختيايي برخه کې د مرستندوی يا د مذهبي تبليغ په برخه کې بوخت ياست؛

-       په جرمني کې د کارکوونکي يا ازاد کاروباري په توګه بوخت ياست او يا له جرمني څخه د تقاعد پیسې ترلاسه کوئ او يا هم د اروپايي ټولنې اړوند يوه هېواد تابعيت لرئ او له دې هېوادونو په يوه کې ژوند کوئ.

پاملرنه: ځينې وخت ښايي يو کس په څو هېوادونو کې د کينډرګېلډ ترلاسه کولو مستحق وي. په داسې حالت کې هر هغه هېواد د کينډرګېلډ ورکولو مسؤوليت لري، په کوم کې چې د ماشوم والدين کار کوي او يا ماشوم ژوند پکې کوي. په عمومي توګه يوازې همدا مسؤول هېواد کينډرګېلډ ورکوي.

په دې اړه نور مالومات د کار ادارې پر وېبسایټ (arbeitsagentur.de) لوستلای شئ.

د ماشومانو د پیسو يا کينډرګېلډ او د ماشومانو د مرستې (Kinderfreibetrag) توپير څه دی؟

په جرمني کې هر هغه کس چې عايد لري، ماليه هم ورکوي. د دې لپاره چې ميندې او پلرونه د ماشومانو ښه ساتنه وکړای شي، د هغوی لپاره په ماليه کې ځينې اسانتیاوې شته. ميندې او پلرونه کولای شي د يوه ماشوم پر سر ۸٫۹۵۲ يورو (۴۴۷۶ یورو هر یوه ته) له ماليې ورکولو پرته خپلې کړي (۲۰۲۳). دې اسانتیا ته (Kinderfreibetrag) يا د ماشومانو د روزنې د خلاصون پیسې وايي. چې د ماشوم له کلني عاید څخه د مالیو په ګډون ګرځول کېږي.‌

مجرد والدین یوازې نیمه مرسته له مالیو پرته تر لاسه کولی شي، په همدې اساس هغوی د مجردو والدینو له تخفیف څخه ګټه اخیستلی شي.‌ مجرد والدین په هر کال ۴۲۶۰ یورو نور عاید له مالیې پرته (له ۲۰۲۳ز کال څخه) درلودلی شي،‌ د هر زیاد اولاد لپاره ۲۴۰ یورو اضافه کېږي.‌

د کينډرګېلډ ورکولو موخه هم دا ده چې له والدينو سره د ماشومانو په ښه روزنه کې مرسته وشي. له همدې کبله د کينډرګېلډ ماليه هم نه اخيستل کيږي. د دې دواړو تر منځ ستر توپير دا دی چې کينډرګېلډ هره مياشت ستاسې بانکي حساب ته راځي خو Kinderfreibetrag بيا ستاسې د عايد د ماليې پر مهال په پام کې نيول کيږي. د ماليې اداره د ماليې د حسابولو پر مهال د ماشومانو د روزنې د خلاصون پیسې د کال له عايد څخه کموي او په دې توګه تاسې يوه څه کمه ماليه ورکوئ.

مهم: له دې دواړو اسانتياوو پر يوه وخت ګټه نه شئ اخستلای. والدين کولای شي د ماليې د کمېدو له يوې ټاکنې ګته واخلي. کله چې د ماليې حسابونه تصفيه کوئ، د ماليې اداره ارزوي چې ستاسې لپاره کوم ډول اسانتيا غوره ده. دا ارزونه په اتومات ډول ترسره کيږي او اړتيا نشته چې خپله يې غوښتنه وکړئ. که د ماشومانو د روزنې د خلاصون د پیسو او ماليې کمېدو اندازه د کينډرګېلډ له پیسو کمه وي، د کينډرګېلډ ورکول به ادامه ولري. که د ماشومانو د روزنې د خلاصون پیسو (Kinderfreibetrag) په وسيله، د کينډرګېلډ په پرته ډېرې پیسې ترلاسه کولای شئ، د ماليې ادره به يې دا پيسې ستاس لپاره محاسبه کړي.

يادونه: که فکر کوئ چې د ماشومانو د روزنې د خلاصون پیسې ستاسې لپاره ښې دي، بيا هم د کينډرګېلډ غوښتنه کړئ. د ماليې اداره فکر کوي چې ټول والدين کينډرګېلډ ترلاسه کوي او د ماليې د تصفيې پر مهال يې په پام کې نيسي. دا کار د دې په له پام کې نيولو پرته کيږي چې تاسې په عمل کې د کينډرګېلډ غوښتنه کړې ده او که نه.

د ماشومانو د روزنې د خلاصون پیسې (Kinderfreibetrag) د ماشوم تر ۱۸ کلنۍ پورې په پام کې نيول کيږي. که ماشوم مو اوسبيلډونګ ترسره کوي او يا پوهنتون لولي، کولای شئ د هغه تر ۲۵ کلنۍ پورې د محاسبې غوښتنه وکړئ.

د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag) څه ته وايي؟

د ماشومانو مرسته (Kinderzuschlag) يا KIZ هغو والدينو ته ورکول کيږي چې د ځان لپاره يې عايد کافي وي خو د کورنۍ د نورو غړو لپاره بسنه ونه وکړي.

د ماشومانو د مرستې تر ټولو زياته مياشتنۍ اندازه د هر ماشوم پر سر ۲۵۰ يورو (۲۰۲۳) ده خو د هر کس لپاره دقيقه اندازه د هغه کس له حالت سره تړلې ده. هر څومره چې د چا عايد لوړ وي، د دې مرستې اندازه هم کميږي. د ماشومانو احتمالي عايد، د بېلګې په توګه نفقه يا د يتيمانو تقاعد (Waisenrente) هم د دې مرستې په کموالي اغېز لري.

که عايد مو لږ وي، د ماشومانو د مرستې تر څنګ د زده‌کړو او ګډون د خدمتونو (Leistungen für Bildung und Teilhabe) مرسته هم ترلاسه کولای شئ. د دې خدمتونو له مخې د بېلګې په توګه په وړکتون يا ښوونځي کې د ماشوم لپاره د غرمې وړيا ډوډۍ او يا د ماشومانو لپاره د ښوونځي وسايلو اخستلو مرسته يا نور ترلاسه کولای شئ. همدا شان د ماشومانو د مرستې ترلاسه کوونکي په توګه د وړکتون د فيس له ورکول هم ځان خلاصولای شئ.

د ماشومانو د مرستې يا کينډرڅوشلګ ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-       ماشوم مو له ۲۵ کالونو کم عمر لري او ناواده شوی دی.

-       د ماشوم لپاره کينډرګېلډ ترلاسه کوئ.

-       د جوړې لپاره ستاسې ناخالص مياشتنی عايد له ۹۰۰ يورو اود يوه کس لپاره له ۶۰۰ يورو کم نه دی.

دا چې تاسې ته دا پیسې درکول کيږي او کنه، پر (KiZ-Lotsen) وېبسایټ يې يوه لنډه محاسبه کولای شئ.

د کينډرڅوشلګ غوښتنه د خپلې سيمې د کورنيو له بانک څخه کولای شئ. ستاسې اړوند کورنی بانک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ، د خپل پوستي کوډ په مرسته موندلای شئ. که غوښتنه مو ومنل شي، د کينډرڅوشلګ پیسې به له کينډرګېلډ سره یوځای ستاسې بانکي اکونټ ته راشي.

مهم

د ځوانو مهاجرو د خدمتونو اداره له والدينو سره د وړکتون، ښوونځي، اوسبيلډونګ او دولتي مرسته په اړه مرسته کوي. دا ادره نادولتي ده او څانګې يې د جرمني په سترو ښارونو کې شته. دوی دولتي‌ادارو ته کار نه کوي او ستاسې مالومات له چا سره نه شريکوي. د دې ادارې کارکوونکي په څو بېلابېلو ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده. په خپل شاوخوا کې د دې ادارې يوه څانګه پر (jugendmigrationsdienste.de) وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: