کاري ډولډونګ (Beschäftigungsduldung)

Menschen in Werkstatt produzieren an Werktischen Autoteppiche.
اوسمهالیز 27.03.2024

د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو شرطونه څه دي؟

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهيسې د ډول‍ډونګ يو نوی ډول ورکول کيږي چې کاري ډولډونګ يا بشیفتيګونګزډولډونګ يې بولي. دا ډولډونګ د جرمني د استوګنې قانون د ۶۰ د مادې له مخې ورکول کيږي. کاري ډولډونګ هغو کسانو ته ورکول کيږي چې اوس مهال کار کوي او تر څنګ يې ځينې نور اړوند شرطونه پوره کړي وي. دا ډول ډولډونګ د نورمال ډولډنګ په پرتله دوې مهمې ښېګڼې لري: اول: د کاري ډولډونګ لرونکي نه ډيپورت کيږي. دوهم: له يوې ټاکلې مودې وروسته د کاري ډولډونګ لرونکو ته د استوګنې عادي اجازه ورکول کيږي.

مهم: د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره د غوښتنليک ورکولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳ کال د سمبر مياشتې ۳۱مه وه. اوس دا مهلت په پام کې نه نيول کيږي او کولای شئ له دې وروسته هم د دې ډول ډولډونګ غوښتنه وکړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

زه کاري ډولډونګ ترلاسه کولای شم؟

که څوک لاندې شرطونه پوره کړي؛ کولای شي کاري ډولډونګ ترلاسه کړي:

 

  • بايد د ۲۰۲۲ کال د دسمبر مياشتې له له ۳۱مې نېټې مخکې جرمني ته راغلی وي.
  • لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې ډولډونګ ولري. په ياد مو وي چې د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې (نه پېژندل شوو کسانو ډولډونګ) په دې برخه کې نه منل کيږي.
  • لږ تر لږه له ۱۲ مياشتو راهيسې يې هره اونۍ ۲۰ ساعته د ټولنيزې بيمې ورکوونکی کار کړی وي.
  • له تېرو ۱۲ مياشتو راهيسې يې له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه مرسته نه وي اخيستې.
  • تر A2 کچې پورې يې جرمني ژبه زده وي.
  • جرمني ته د ۲۰۱۸ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېټې وړاندې راغلی وي.
  • خپله (او د ژوند ملګرې/ملګری) يې د تذکرې،‌ پاسپورت يا لایسنس په شان د هويت د ثابتېدو سند ولري. يا هم ثابته کړي چې د سند ترلاسه کولو هڅه يې کړې ده خو توانېدلي نه دي.
  • که خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې) په انټګراڅيون کورس کې ګډون کړی وي؛ بايد هغه يې په برياليتوب پای ته رسولی وي.
  • که د ښوونځي په عمر ماشومان ولري؛ بايد هغوی ښوونځي ته ولاړ شي.
  • په خپله (يا يې د ژوند ملګری/ملګرې يا بچيان) يې کوم جرم نه وي کړی.
  • خپله (د ژوند ملګری/ملګرې) يې له ترهګريزو او توندلارو بنسټونو سره تړاو ونه لري.
تر څه وخته بايد خپل هويت ثابت کړم؟

په عمومي توګه د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره بايد د يوه کس هويت مالوم وي.

که څوک د خپل هويت روښانولو لپاره ټوله هڅه وکړي خو بريالي نه شي، بيا هم کولای شي کاري ډولډونګ ترلاسه کړي. البته په دې اړه اړونده اوسلنډربېهورده اداره پرېکړه کوي او څوک يې د يوه حق په توګه غوښتنه نه شي کولای.

مهم: د هويت مالومولو د هڅو په لړ کې د تذکرې يا پاسپورت ترلاسه کولو په شان د خپلو هڅو ثبوتونه وساتئ. د بېلګې په توګه هر ځل چې سفارت ته ځئ، برېښناليک ورته لېږئ، وخت اخلئ او يا نور سندونه ترلاسه کوئ؛ ټول له ځان سره وساتئ. همدا شان کولای شئ ويډيوګانې او عکسونه واخلئ. که له ډيپورټ کېدلو وېرېږئ، کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي مرکز ته ورشئ. د وړ وکيل موندل اسان کار نه دی. کولای شئ په دې اړه له خپلو ملګرو او دوستانو هم مرسته وغواړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

زما د کورنۍ غړو ته هم دا ډولډونګ ورکول کيږي؟

که تاسې ته کاري ډولډونګ درکړل شي؛ ستاسې مېرمنې/مېړه او کم‌عمره ماشومانو ته هم ډولډونګ ورکول کيږي. دا ډولډونګ ستاسې د کاري ډولډونګ يا بشېفتيګونګز‌ډولډونګ د مودې تر پايه معتبر دی.

که د کورنۍ کوم غړی جريمه شي؛ څه کيږي؟

که يو څوک او يا يې د ژوند ملګرې/ملګری جرم وکړي؛ د اصولو له مخې کاري ډولډونګ نه ورکول کيږي. د جريمې اندازه توپير نه کوي خو د استوګنې قانون او پناغوښتنې قانون د استثناوو له مخې په دې ډله کې يوازې هغه جريمې شاملې دي چې له مخې يې يو کس له ۹۰ ورځو زيات بندي کېدای شي.

د ماشومانو لپاره مقررات يو څه نرم دي. يوازې هغه ماشومان چې له يوه کال زيات بندي شي او يا د نشه‌يي‌ توکو يا زورزياتي په شان ستر جرم وکړي؛ اړوند والدينو ته يې کاري ډولډونګ نه ورکول کيږي.

له کاري ډولډونګ سره د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شو؟

هو. له ۳۰ مياشتو وروسته، د استوګنې قانون د ۲۵ب مادې له مخې د ښه ادغام شوي کس په توګه د استوګنې د عادي اجازې غوښتنه کولای شئ. د دې تر څنګ د همدې قانون د ۲۵ مادې د پينځم بند له مخې د بشري دلايلو له لارې هم د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شئ. که څوک واړه ماشومان ولري؛ کولای شي د همدې قانون د ۲۵الف مادې له مخې د ښو ادغام شويو نوي ځوانانو او د هغوی د اړونده کسانو لپاره د استوګنې اجازې غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (ډولډونګ د استوګنې په اجازې بدلول) څپرکي کې لوستلای شئ.

کاري ډولډونګ د څومره وخت لپاره ورکول کيږي؟

کاري ډولډونګ د ۳۰ مياشتو لپاره معتبر دی. که څوک پورته شرطونه پوره او کاري ډولډونګ ترلاسه کړي؛ په دې موده کې نه ډيپورټ کيږي. له دې وخت پوره کېدو وروسته کولای شئ د ډولډونګ د مودې غزولو يا استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.

د کاري ډولډونګ د له لاسه ورکولو چانس هم شته؟

که پورته ياد شوي شرطونه له منځه ولاړ شي؛ کېدای شي کاري ډولدونګ له لاسه ورکړئ. د بېلګې په توګه که څوک کار له لاسه ورکړي او سملاسي بل کار ونه مومي؛ ښايي دا حالت رامنځته شي.

کولای شم له کاري ډولډونګ سره خپله دنده بدله کړم؟

هو. البته په ياد مو وي چې هېڅ وخت بېکاره پاته نه شئ. د دې مانا دا ده چې له يوه کاره بل ته لېږدېدل بايد له وقفې پرته وي. په ياد مو وي چې د نوي کار لپاره بايد بيا د کار د اجازې غوښتنه وشي. د کار د اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې ولولئ.

کولای شم اوسبیلډونګ ډولډونګ په کاري ډولډونګ بدل کړم؟

که په اوسبیلډونګ کې د ۱۸ مياشتو له تېرېدلو وړاندې هغه پرېږدئ او کار پیل کړئ؛ ښايي کاري ډولډونګ ستاسې لپاره يوه بله ټاکنه وي. البته دا کار يوازې هغه وخت کېدای شي چې اړوند اوسلنډربېهورده اداره ستاسې د اوسبیلډونګ موده هم په کار کې حساب کړي. البته په دې اړه کوم ځانګړي مقررات نشته.

د کاري ډولډونګ غوښتنه چېرته کولای شم؟

د کاري ډولډونګ غوښتنه په ليکلي ډول د خپلې سيمې له د بهرنيانو چارو له ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه کولای شئ. له دې غوښتنې سره بايد نور اړين سندونه هم مل کړئ. د تورينګن د کډوالو شورا د کاري ډولډونګ د غوښتنليک يوه بېلګه لري چې تاسې يې د خپل ځان لپاره ډکولای او کارولای شئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د دې غوښتنې له وړاندې کولو مخکې غوره ده چې له يوه وکيل يا مشورتي ادارې سره سلا وکړئ. 

په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره يا وکيلان زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلی شئ. هلته د د پلټنې د ماشين په کړکۍ کې (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) پا ورته نورې کلمې ورکړئ او پلټنه ترسره کړئ.

له کاري ډولډونګ سره کوم حقونه لرم؟

په دې اړه د مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (ډولډونګ) ولولئ.

کولای شم له کاري ډولډونګ سره بهر ته سفر وکړم؟

نه. ډولډونګ لرونکي کسان نه شي کولای له جرمني بهر سفر وکړي. وروسته که د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ؛ بيا کولای شئ بهر ته ولاړ شئ.

که اوسلنډربېهورده د کاري ډولډونګ لپاره زما غوښتنه رد کړي؛ څه وکړم؟

که د کاري ډولډونګ لپاره ټول شرطونه هم پوره کړئ؛ د بهرنيانو چارو اداره يا اوسلنډربېهورده ستاسې غوښتنه ردولای شي. د دې ډولډونګ ترلاسه کولو لپاره هېڅ قانوني حق نشته. که دا کار وشي؛ له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره سلا وکړئ. يو وکيل ښايي وکړای شي چې د بهرنيانو چارو ادارې په پرېکړه بيا کتنه وکړي او بېرته تاسې ته دا ډولډونګ ترلاسه کړي. 

د وړ وکيل موندل اسان کار نه دی. کولای شئ په دې اړه له خپلو ملګرو او دوستانو هم مرسته وغواړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

زه د کاري ډولډونګ ترلاسه کولو شرطونه نه شم پوره کولای؛ څه وکړم؟

که کاري ډولډونګ نه شئ ترلاسه کولای؛ بيا هم په جرمني کې د پاته کېدو چانس لرئ. زيات مالومات زموږ‌ په بل څپرکي (د پناغوښتنې ردېدل) کې لوستلای شئ.

له کوم ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د خپلو حقونو او فرصتونو په اړه پوهېدل غواړئ؛ په خپل شاوخوا کې يوې مشورتي ادارې ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره د (پروازول) او (مهاجرو شورا) پر وېبسایټونو موندلای شئ. د دې تر څنګ د ځوانو مهاجرو خدمتونو ادارې او د کډوالو لپاره د مشورتي دفترونو له ادارو هم مرسته ترلاسه کولای شئ.

د وړ وکيل موندل اسان کار نه دی. کولای شئ په دې اړه له خپلو ملګرو او دوستانو هم مرسته وغواړئ. په خپله سيمه کې وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په برخه کې پلټلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان توري وکاروئ.

مهم

د کاري ډولډونګ لرونکي کسان له ډيپورټ څخه ژغورل کېدای شي خو په ياد مو وي چې د ترلاسه کولو شرطونه يې يو څه سخت دي.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: