په جرمني کې بایسکل چلول

اوسمهالیز 14.08.2023

د بایسکل چلولو پر مهال څه ته بايد پام وکړم؟

بایسکل چلول د روغتيا او چاپېريال لپاره ښه دي او خوند کوي. د جرمني په اکثرو ښارونو کې د بایسکلونو ځانګړې لارې شته چې په ډاډه زړه بایسکل ورباندې زغلولای شئ. همدا شان په کليو او بانډو کې هم بایسکل له يوه ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره غوره وسیله ده او ډېر کارول کيږي.

 

په څه بايد ځان وپوهوم؟

چېرته يو بایسکل پېرلای شم؟

د بایسکلونو په هټيو کې ښايي د نويو بایسکلونو بيې لوړې وي خو په فلومارکټونو، ebay kleinanzeigen او يا د فېسبوک په ځينو ګروپونو کې کارول شوي يا دوهم لاس بایسکلونه موندلای شئ. په ځينو ښارونو کې ځينې خيريه بنسټونو کډوالو ته وړيا بایسکلونه ورکوي. په خپل ښار کې د دې ډول بنسټونو موندلو لپاره زموږ د سيمه‌ييز لټون ماشين وکاروئ.

چېرته خپل بایسکل بيا جوړولای شم؟

له بایسکل چلولو مخکې بايد د بایسکل برېکونه، پاډلونه، زنګ او د شا او مخ څراغونه وګورئ. که کوم څه خراب وي؛ د بایسکلونو يو ورکشاپ مو مرسته کولای شي. په ځينو سيمو کې د خپل ترميم ورکشاپونه هم شته. په دې ډول ورکشاپونو کې د يوه ماهر کس تر نظر لاندې په خپل خپل بایسکل رغولای شئ. دا کار وړيا دی خو د وسایلو پیسې بايد خپله ورکړئ.

کومو قوانينو ته بايد پام وکړم؟

·       یو بایسکل بايد منعکسوونکې اشارې، څراغ، برېکونه او زنګ ولري. په دې اړه زيات مالومات پر (Das verkehrssichere Fahrrad) لوستلای شئ.

·       که څه هم د خولۍ پر سر کول جبري نه دي او نه پر سر کول يې جريمه نه لري خو د خونديتوب لپاره بايد محافظتي خولۍ پر سر کړئ.

·       که چا الکول څښلي وي (په وينه کې ۱٫۶ ملي لېټره يا ډېر) او په بایسکل چلولو وليدل شي؛ ښايي‌ جريمه شي. د دې تر څنګ ښايي د موټر چلولو لايسنس له لاسه ورکړي او او مجرم وګڼل شي.

·      د بایسکېل چلولو پر مهال تاسې هم د ټرافيکو برخه ګنل کېږئ او بايد د واټونو ټرافيکي قوانين مراعات کړئ. هر ځای چې د بایسکېل ځانګړې ليکه شته؛ ويې کاروئ او د سړک په ښي اړخ کې حرکت وکړئ. له لسو کالو د ټيت عمر ماشومان کولای شي په پلې لاره هم بایسکېل وچلوي خو لويانو ته د دې کار اجازه نشته.

·       واړه ماشومان هم په بایسکل وړلای شئ خو بايد ځانګړې څوکۍ ولري. د دې تر څنګ په بایسکېل پسې نښلېدونکي د ماشومانو واړه ټرېلرونه هم کارولای شئ.

·       که له ملګرو سره يو ځای بایسکېل چلونه کوئ؛ بايد يو د بل تر شا ولاړ شئ. د یو بل تر څنګ د بایسکل چلولو اجازه نه لرئ.

·       د بایسکل چلولو پر مهال د ټليفوني اړيکو نيولو اجازه نشته. د دې کار لپاره بايد بایسکل يوه څنګ ته ودروئ او خبرې وکړئ.

·       د بایسکل چلولو پر مهال په موټر پسې د نښتلو اجازه نشته.

·       د تيارې پر مهال بايد د بایسکل څراغونه روښانه کړئ.

 

د بایسکل چلولو د ځينو نورو اصولو په اړه دا لارښودليک او د (www.germanroadsafety.de) پر وېبسایټ ډېر مالومات موندلای شئ. د ښوونځيو په څلورم ټولګي کې هم زده‌کوونکي د بایسکل چلولو او ترافيکي اصولو زده‌کړه کوي.

ماشومان چېرته بایسکل چلولو زده‌کولای شي؟

په ځينو ښارونو کې د کډوالو لپاره د بایسکل چلولو د زده‌کړې وړيا مرکزونه شته. دا چې ستاسې په ښار کې هم دا شان کوم مرکز شته او که نه؛ زموږ د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه يې موندلای شئ.

په ځينو ښارونو کې ماشومان کولای شي د ترانسپورتي وسيلو د کرايې له ځايونو (Verkehrsübungsplatz) بایسکل کرايه کړي او د بایسکل چلولو له ښوونځيو پرته بایسکل زده کړي. د دې بایسکلونو کرايه کولو وړيا او يا هم په ډېر لږ بيه دي. د دې ځايونو په اړه مالومات د خپلې سيمې د بایسکل چلولو په ښوونځيو کې مالومات موندلای شئ. د بایسکل چلولو ښوونځي پر (adfc-radfahrschule.de) وېبسایټ موندلای شئ.

آيا په بس يا اوګاډي کې د بایسکل د لېږدولو اجازه شته؟

د اصولو له مخې تاسې کولای شئ د اورګاډي، ټرم او يا ميترو په ځانګړو ځايونو کې بایسکل ولېږدوئ. البته ډېر وخت اړ ياست چې د بایسکل لپاره ځانګړی ټکټ واخلئ.

په ښاري بسونو کې د بایسکل لېږدلو اجازه نشته. که په سفري بسونو کې لرې ځايونو ته ځئ؛ کولای شئ بایسکل مو د بار په ډول له ځان سره يوسئ. البته خپل بایسکل بايد مخکې له مخکې ثبت کړئ. دا چې د دې بار لپاره اضافه پیسې اخستل کيږي که نه؛ د بسونو چلوونکي يا اړونده شرکت پرېکړه کوي. د بسونو د سفر په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د جرمني ترانسپورتي سیستم) کې لوستلای شئ.

مهم

پر واټونو د بایسکل چلولو پر مهال بايد بایسکل د چلولو وړ وي او د اشارو، څراغ، برېک او زنګ په شان اساسي پرزې ولري. که څوک د خراب بایسکل چلولو پر مهال د پوليسو له لوري ونيول شي؛ ښايي جريمه شي. د جريمو په اړه مالومات پر (bussgeld-info.de) وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: