د جرمني د ټاکنو سيستم

اوسمهالیز 16.01.2024

جرمنی کوم ډول ټاکنيز سيستم لري؟

په ديموکراسۍ کې ازادې ټاکنې اړينې دي. د ټاکنو له لارې ټول ګډونوال کولای شي په سياسي پروسه کې ګډون وکړي او په سياسي پرېکړو اغېز وکړي. هغه ګوندونه چې د ډېری خلکو له خوا رايه ورکول کيږي؛ کولای شي د يوې ټاکلې مودې لپاره حکومت جوړ کړي. که د هېواد اوسېدونکي د سياستوالو له کړنو راضي نه وي؛ کولای شي په بل ځل ټاکنو کې د خپلې خوښې ګوند يا کسانو ته رايه ورکړي.

د رايه ورکولو سيستم څه ډول کار کوي؟

رايه د څه لپاره ورکول کيږي؟

په جرمني کې څو ډوله ټاکنې تر سره کيږي: پارلماني ټاکنې، ايالتي ټاکنې، د ښارواليو ټاکنې او د اروپايي ټولنې ټاکنې.

-       پارلماني ټاکنې (Bundestagswahl) هر څلور کاله وروسته ترسره کيږي. په پارلماني ټاکنو کې د پارلمان راتلونکي استازي ټاکل کيږي. دا استازي بيا کولای شي لومړۍ وزيره يا لومړی وزير وټاکي.

-       ايالتي ټاکنې (Landtagswahlen) هر پينځه کاله وروسته ترسره کيږي او د هر ايالت د ټاکنو وخت له نورو سره توپير لري. د ايالتونو د پارلمانونو نومونه هم يو له بله توپير لري. د بېلګې په ډول په هامبورګ او برېمن کې ورته (Bürgerschaft)، په برلين کې ورته (Abgeordnetenhaus) او په پاته نورو کې ورته (Landtag) وايي.

-       د ښارواليو په ټاکنو (Kommunalwahl) کې خلک د سيمه‌ييزو او ښاري شوراګانو لپاره خپل سياسي استازي، ښاروالان او د ښاري ناحيو مديران ټاکي. د اروپايي ټولنې د تابعيت لرونکي کولای شي په دې ټاکنو کې برخه واخلي.

-       د اروپايي ټولنې په ټاکنو کې(Europawahl) د نورو وګړو په شان جرمنيان هم کولای شي د اروپايي پارلمان لپاره خپل استازي وټاکي. د اروپايي پارلمان لپاره ټاکنې هر پنځه کاله وروسته ترسره کيږي. په دې ټاکنو کې هر وګړی کولای شي يوازې يوه ګوند ته رايه ورکړي.

څوک رايه ورکولای شي؟

په پارلماني ټاکنو  (Bundestagswahl) کې هر هغه څوک رايه ورکولای شي چې عمر يې له ۱۸ کالو لوړ وي او د جرمني تابعيت ولري.

 په ايالتي ټاکنو  (Landtagswahlen) کې هر هغه څوک رايه ورکولای شي چې عمر يې له ۱۸ کالو لوړ وي او د جرمني تابعيت ولري. په برانډنبرګ، بادن ورتمبرګ، مکلنبرګ پورفومرن، شلسويګ هولشټاين، برېمن او هامبورګ کې له ۱۶ کلنۍ پورته کسان رايه ورکولای شي.

د ولسواليو په ټاکنو (Kommunalwahlen) د جرمني تابعيت لرونکي او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ټول هغه وګړي رايه ورکولای شي چې له درې مياشتو راهيسې په جرمني کې ژوند کوي. تر ټولو کم عمر له ايالت سره اړه لري. په زاکسن، زارلنډ، راين‌لندفالڅ، هېسن او بايرن کې يوازې له اتلس کلنۍ پورته کسان او په نورو ايالتونو کې له ۱۶ کلنۍ پورته کسان رايه ورکولای شي.

 

د اروپايي ټولنې په ټاکنو کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ټول هغه وګړي رايه ورکولای شي چې قانوني عمر ته رسېدلي وي.

چا ته رايه ورکول کېدای شي؟

هر څوک چې د جرمني تابعيت ولري او عمر يې له ۱۸ کالو زيات وي؛ له کانديد کېدلو وروسته رايه ورکول کېدای شي. په هېسن کې ايالتي ټاکنې يوه استثنا لري: نوماند بايد ۲۱ کاله عمر پوره کړی وي او د جرمني‌تابعيت ولري.

ټاکنې په کومه ورځ ترسره کيږي؟

په عموي ډول په جرمني کې ټاکنې د يوه‌نۍ يا يکشنبې په ورځ ترسره کيږي. د دې کار لامل دا دی چې په دې ورځ بازار تړلی او خلک وزګار وي او کولای شي په ټاکنو کې ګډون وکړي. البته مخکې له مخکې هم د پوسټ له لارې رايه ورکول کېدای شي. د دې کار لپاره بايد نوم ثبت شي. دا چې دا کار کله کيږي، د ټاکنو په خبرتياوو کې يې موندلای شئ، کومې چې له ټاکنو وړاندې هر رايه اچوونکي‌ ته د پوسټ له لارې راځي.

هر وګړی څو رايې کارولای شي؟

په پارلماني کې هر وګړی د ټاکنو لپاره دوې رايې لري: لومړۍ رايه (erste Stimme) د خپلې ټاکنيزې حوزې اړوند يوه مستقل يا ښايي ګوندي نوماند لپاره مخامخ (Direktwahl) کارول کيږي. دوهمه رايه (zweite Stimme) د يوه ګوند د ټاکلو لپاره کارول کيږي (Verhältniswahl). دوهمه رايه ځکه مهمه ګڼل کيږي چې په پارلمان کې د ګوندونو تر منځ د څوکيو په وېش کې پرېکړه‌کوونکی رول لوبوي. دې سيستم ته شخصي متناسب رايه ورکول (personalisierte Verhältniswahl) هم وايي.

 

په ايالتي ټاکنو د هر ايالت ټاکنيز حق او د رايو شمېر توپير کوي. په‌ ډېرو ايالتونو کې لومړۍ او دوهمه رايه شته.

 

 د ولسواليو په ټاکنو کې هم د هر ايالت ټاکنيز سيستم او په دې توګه درايو شمېر توپير کوي.

 

د اروپايي‌ ټولنې په ټاکنو کې بيا يوازې يوه رايه کارول کيږي او په وسيله يې يوه ګوند ته رايه ورکول کيږي.

ټاکنيزه پروسه څنګه کار کوي؟

ټول رايه ورکوونکي له ټاکنو لږ تر لږه درې اونۍ مخکې د پوست له لارې د رايه ورکولو د اړوند مرکز د پتې په اړه يوه ټاکنيزه خبرتيا (Wahlbenachrichtigung) تر لاسه کوي. د رايه ورکولو مرکزونه په موقت ډول په ښوونځيو او نورو عامه ودانيو کې جوړيږي. ټاکنيزې کوټنۍ يا غورفې په دې عمومي ځايونو کې ځای پر ځای کيږي. ټاکنيزو مرکزونو ته د ننوتلو پر مهال ټاکنيز مرستندويان ستاسې نوم، د پېژندنې کارت او درلېږل شوې ټاکنيزه خبرتيا غواړي څو د رايه اچوونکو په لست کې ستاسې نوم په نښه کړي. دا کار د دې لپاره کيږي چې د يوه کس له لوري د څو ځله رايه ورکولو مخنيوی وکړي.

 رايه ورکوونکو ته د رايه اچولو پاڼې ورکول کيږي او په ټاکل شوو کوټنيو کې د رايه ورکولو دواړه برخې ټېک‌مارک کوي. دا کوټنۍ خوندي دي او بل څوک نه پوهيږي چې چا، چا ته رايه ورکړه. له دې وروسته د رايه ورکولو پاڼه قات کيږي او په اړوند مهرولاک شوي (versiegelte Wahlurne) بکس کې اچول کيږي.

مهم: که د رايې ورکولو حق لرئ خو ټاکنيزه خبرتيا مو نه وي ترلاسه کړې، کولای شئ د خپلې سيمه په ښاروالۍ (Stadtverwaltung) کې پوښتنه وکړئ.

که د ټاکنو په ورځ بوخت وم، څه کولای شم؟

که د رايه‌اچونې په ورځ رايه نه شئ ورکولای، کولای شئ د غيابې رايه ورکولو غوښتنه وکړئ. وروسته بيا له ټاکنيزې خبرتيا سره دا پوستي رايې پاڼې ترلاسه کولای شئ. د ټاکنيزې خبرتيا د پاڼې په شا کې د دې ډول رايه ورکولو يو فورم موندلای شئ. همدا شان د برېښناليک يا (QR-Code) له لارې هم د پوستي رايې د فورمو ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ. د پوستي رايې د څرنګوالي په اړه زموږ تشريحي ويډيو وګورئ.

د ټاکنيز مرستندوی دندې څه دي؟

په ټاکنو کې ډېرو مرستندويو لاسونو ته اړتيا ده. تاکنيز مرستندويان هغه کسان دي چې د رايه ورکولو حق لري او په رضاکارانه ډول د ټاکنو په تنظيم کې برخه اخلي. دوی د رايو پاڼې وېشي؛ ګوري چې رايه ورکوونکی سم ټاکنيز مرکز ته ورغلی که نه او له رايه اچونې وروسته رايې شمېري. که تاسې د رايه ورکولو حق لرئ؛ کولای شئ د رضاکار په توګه په خپله ښاروالۍ، د وګړو په لارښود دفتر يا ناحيه کې ځان ثبت کړئ.

د ټاکنو لپاره عمومي مقررات څه دي؟

په جرمني کې بايد د ټاکنو پر مهال بايد لاندې مقررات په پام کې ونيول شي:

  • عمومي: ټول جرمنيان چې عمر يې له اتلس کالو زيات وي؛ کولای شي رايه ورکړي او يا رايه ترلاسه کړي.
  • مخامخ: د پارلمان استازي مخامخ او يا د امريکا د کالج د ټاکنيز سيستم په شان د ګوندونو له لارې ټاکل کيږي.
  • آزاد: رايه ورکول په خپله خوښه دي. هېڅوک په زور رايه ورکولو ته نه اړ کيږي.
  • مساوي: د هر چا رايه له بل سره مساوي شمېرل کيږي.
  • سري يا پټ: له ټاکنو وروسته يوازې عمومي پايلې اعلانيږي. د هر يوه رايه ورکوونکي شخصي ټاکنه پټه ساتل کيږي.
پينځه سلنه حد (Fünf-Prozent-Hürde) څه ته وايي؟

واړه ګوندونه هم د خپلو رايو په تناسب په پارلمان کې ګډون لري. هر ګوند بايد لږ تر لږه پينځه فيصده رايې او يا درې مخامخ ټاکل شوي استازي ولري څو پارلمان ته لاره پيدا کړي. دا حد (Fünf-Prozent-Hürde) په پارلمان کې د ډېرو وړو ګوندونو او له کبله يې په وړو ډلګيو د ټوټه کېدو د مخنيوي په پار وضع شوی دی.

اوبرهنګ‌منډټه (Überhangmandate) څه ته وايي؟

د جرمني په پارلمان يا بونډسټاګ کې د غړو شمېر ثابت نه دی. دا ځکه چې د جرمني په پارلماني ټاکنو کې د (Überhangmandate) په نوم يو قانون پلی کيږي. د ټاکنو پر مهال د لومړۍ رايې په وسيله يو سيمه‌ييز نوماند کس ټاکل کيږي. که څوک کافي رايې ترلاسه کړي، د مستقيم وکالت (Direktmandat) له مخې په بونډسټاګ کې يوه څوکۍ ترلاسه کوي. دوهمه رايه په بونډسټاګ کې د ګوندونو ونډه په ګوته کوي. که کوم ګوند د لومړۍ رايې په وسيله له هغو څوکيو ډېرې وګټي، کومې يې چې د دوهمې رايې په وسيله ترلاسه کړې دي، د اوبرهنګ‌منډټه خبره رامنځته کيږي.

د بېلګې په توګه که کوم ګوند د دوهمې رايې له مخې ۷٪ رايې وګټي، په بونډسټاګ کې به ۴۲ څوکۍ ترلاسه کړي. که همدې ګوند د لومړۍ رايې له مخې ۵۴ څوکۍ ترلاسه کړې وي، کولای شي بونډسټاګ ته ۱۲ اضافي استازي (۵۴-۴۲=۱۲) وليږي. دا ۱۲ استازي د (Überhangmandate) له مخې لېږل کيږي.

البته دا چې د ټولو ګوندونو نسبت د دوهمې رايې له له پايلو سره برابريږي، نور ګوندونه هم د برابرۍ د حکم (Ausgleichsmandate) له مخې اضافي استازي پارلمان ته وړاندې کوي.

په پايله کې د بونډسټاګ لپاره له پلان شوو ۵۹۸ څوکيو د استازو شمېر ډېريږي. په ۲۰۲۱ کال کې بونډسټاګ ته ۷۳۶ استازي راغلي دي او دا لومړی ځل دی چې دومره ډېر استازي پارلمان ته لاره پيدا کوي. په دې ويډيو کې هم دا مسله روښانه شوې ده.

حکومت څه ډول جوړيږي؟

په جرمني کې د ځانګړي ټاکنيز سيستم له کبله د يوه ګوند لپاره سخته ده چې په يوازې ځان حکومت جوړ کړي. د دې کار لپاره هر ګوند له ۵۰ په سلو کې زياتو رايو ته اړتيا لري. ځکه نو د حکومت جوړولو لپاره د ګوندونو ایتلاف جوړيږي. ایتلافونه له دوو يا زياتو ګوندونو څخه جوړيږي او په ګډه د هېواد د حکومتي چارو واګې په لاس کې اخلي. له همدې کبله زيات وخت له ټاکنو وړاندې د ایتلافونو جوړولو لپاره د ګوندونو تر منځ خبرې اترې کيږي.

څومره خلک په ټاکنو کې ګډون کوي؟

په هرو ټاکنو کې د رايه‌اچوونکو د ګډون شمېرې په ډاګه کيږي. دا د هغو رايه ورکوونکو سلنه ده چې د رايه ورکولو حق لري او په ټاکنو کې يې ګډون کړی وي. په جرمني کې په دوديز ډول پارلماني ټاکنو د ګډونوالو شمېر لوړ دی. په اويايمو کلونو کې دا اندازه له ۹۰ په سلو کې لوړه وه. په ۱۹۹۰ کال کې د جرمني له يوځای کېدو ورسته ا۸۰ په سلو کې وګړو په ټاکنو کې ګډون کړی و. د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې د قانوني رايه اچوونکو له ډلې ۷۶٫۲ په سلو کې کسانو ګډون کړی و.

څنګه کولای شم سياسي فعاليت وکړم؟

هغه کسان چې د جرمني يا اروپايي ټولنې په ټاکنو کې رايه نه شي ورکولای؛ بيا هم د سياسي فعاليت لپاره ځينې نورې لارې موندلای شي.

- د بېلګې په ډول کولای شئ د وګړو په نوښتيزه ډله (Bürgerinitiative) کې ګډون وکړئ. په دې ډله کې د يوه واټ د رغېدنې يا پارک د ساتنې په شان فعاليتونو کې ونډه اخستلای شي.کله چې ستونزه حل شي؛ ټولنه هم منحليږي.

- که غواړئ په اوږدمهاله سياسي فعاليتونو کې ونډه ولرئ؛ د د بېلګې په ډول د چاپېريال ساتنې په شان د يوې ځانګړې موضوع په اړه د ټولنې (Interessenverband) بنسټ اېښودل ښايي يوه ټاکنه وي.

- همدا شان کولای شئ د جرمني د يوه سياسي ګوند غړيتوب واخلئ او يا د ګوند تر چتر لاندې يو فرعي سازمان جوړ کړئ. په ښارواليو کې هم د مهاجرينو د سازمان Migrantenorganisationen يا د يوځای کېدنې شورا Integrationsbeiräten په شان بنسټونو سره په ګډه کار کولای شئ. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (سياسي ګوندونه) کې هم موندلای شئ.

مهم

که په برلين کې اوسېږئ يا د راتګ پلان لرئ؛ کولای شئ د جرمني له پارلمان څخه (Bundestag) ليدنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد دلته خپل نوم ثبت کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: