په جرمني کې د کار تړون يا قراراداد

Arbeitsvertrag
اوسمهالیز 15.01.2024

زه کوم حقونه او مسؤوليتونه لرم؟

د يوې دندې موندل ښايي تاسې ستړي کړي خو هغه شېبه په زړه پورې وي چې د خپلې خوښې دندې لپاره د هو ځواب ترلاسه کړئ. مخکې له دې چې کار پیل کړئ، بايد د کار تړون په غور ولولئ او ځان پرې وپوهوئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

د لنډمهالي او دايمي تړون تر منځ توپير څه دی؟

د لنډمهالي کاري تړون (befristeten Arbeitsvertrag) له مخې ستاسې د کار يا دندې موده تر ټاکلې مودې پورې وي او د تړون د پای نېټه مالومه وي. د دې نېټې په رارسېدو سره ستاسې کاري اړيکې په اتومات ډول پای ته رسيږي. ځکه نو د دې ډول تړونونو د پای ته رسېدو پر مهال د تړون لغوه کېدو اړتيا هم نه پېښيږي. د دايمي کاري تړون (unbefristeten Arbeitsvertrag) لپاره د پای نېټه نشته. که اړتيا وي؛ دا ډول تړون بايد د په خپله د کار ورکوونکي يا کارکوونکي له لوري لغوه شي.

پاملرنه: که ډاډه نه ياست چې د خپل لنډمهالي کاري تړون له پای ته رسېدو وروسته بله دنده مومئ؛ بايد د کار ادارې يا اربایتس‌اګنتور ته د تړون له پای نه درې مياشتې مخکې خبر ورکړئ. که دا کار ونه وکړئ؛ ښايي د بېکارۍ درکول کېدونکې پیسې (Arbeitslosengeld) مو کمې شي.

زه د ليکل شوي کاري تړون ترلاسه کولو حق لرم؟

دا چې تاسې د ليکل شوي کاري تړون د ترلاسه کولو حق لرئ او که نه؛ ستاسې د کاري تړون له ډول سره اړه لري:

-       د لنډمهالي کار پر مهال بايد تاسې ته د کار له پیلولو مخکې ليکل شوی تړون درکړل شي. که دا کار ونه شي؛ د لنډ مهال لپاره کار اعتبار نه لري او تاسې د دايمي کاري تړون ترلاسه کولو حق لرئ.

-       د دايمي کار پیل کولو لپاره ليکل شوی کاري تړون مکلفيت نه دی. په دې حالت کې شفاهي کاري تړون هم معتبر دی. البته د کار له پیلولو وروسته د يوې مياشتې په دوران کې بايد کاري تړون وليکل او لاسليک شي. په دې تړون کې بايد لاندې ټکي شامل وي: د کاري تړون د پیل نېټه او موده، ستاسې د کاري مسؤوليتونو لنډيز، د معاش کچه، د اونيزو کاري ساعتونو شمېر، د خبرتيا موده (Kündigungsfrist) او داسې نور.

پاملرنه: په ياد مو وي چې د کار پیلولو پر مهال له خپل کارورکوونکي يا شرکت څخه يو کاري تړون يا د کاري شرايطو ثبوت وغواړئ. که دا کار ونه کړئ او کوم سند ونه لرئ؛ د ستونزې رامنځته کېدلو پر مهال قانوني‌ ملاتړ نه شئ ترلاسه کولای.

ټوليز تړون (Tarifvertrag) څه ته وايي؟

ټوليز تړونونه د کارورکوونکو (Arbeitgebern) يا کارورکوونکو ادارو او اتحاديو (Gewerkschaften) تر منځ کيږي. اتحاديې د کارکوونکو له ګټو ملاتړ کوي. د ټوليزو تړونونو له مخې د شرکتونو يا د فلزاتو، کېمياوي او برقي صنايعو په شان د بېلابېلو کاري څانګو د کار شرايط (د بېلګې په ډول کاري ساعتونه، معاشونه او نور) تنظيمیږي. په عمومي ډول د ټولنيزو تړونونو په درلودونکو شرکتونو يا ادارو کې د کار شرايط له هغو ادارو او شرکتونو ډېر ښه دي چې دا ډول تړونونه نه لري. د کاري ټولنو او اتحاديو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کاري شوراګانې او ټولنې) کې لوستلای شئ.

زما د دندې لپاره تر ټولو لږ ټاکل شوی معاش څومره دی؟

په جرمني کې ټول لويان کارکوونکي او ډېری پرکتيک ترسره کوونکي د معاش تر ټولو ټيټې کچې ترلاسه کولو حق لري. د معاش تر ټولو ټيټه کچه د هر کال لپاره ټاکل کيږي. د ۲۰۲۴ کال د جنوري مياشتې له لومړۍ نېټې وروسته دا اندازه ۱۲٬۴۱ یورو ده. هېڅ کارکوونکي ته بايد له دې کم معاش ورنه کړل شي.

 

پاملرنه: د تر ټولو کم معاش مقرره په لاندې کسانو نه پلې کيږي:

  • هغه محصلان او زده‌کوونکي چې د ښوونځي يا پوهنتون له لوري جبري پرکتيک (Pflichtpraktikum) ترسره کوي.
  • هغه پرکتيک ترسره کوونکي چې پرکتيک يې د اوسبیلډونګ يا لوړو زده‌کړو بشپړولو لپاره وي (Orientierungspraktikum) او موده يې له دې مياشتو کمه وي.
  • هغه کسان چې د جاب‌سنتر يا اربایت‌اګنتور له لوري پرکتيکوم ته معرفي کيږي او د (Einstiegsqualifizierung) لپاره پرکتيک ترسره کوي.
  • هغه کسان چې له يوه کال زيات بېکاره پاته شوي وي او د بيا کار له پیلولو يې له شپږ مياشتو زياتې نه وي وتلې.
  • رضاکاران او رضاکارانې.

 

له ۲۰۲۰ کال راهيسې د اوسبیلډونګ ترسره کوونکول لپاره هم د تر ټولو کم معاش مقرره پلې کيږي. دا کسان بايد د زده‌کړو په لومړي کال، هره مياشت له ۶۴۹ يورو کمې ترلاسه نه کړي. په دوهم او درېيم کال کې دا اندازه لوړيږي.

په ورځ کې څومره کار کولای شم؟

د اصولو له مخې په ورځ کې له ۸ ساعتونو د زيات کار اجازه نشته. د لنډ مهال لپاره کولای شئ تر ۱۰ ساعتونو کار وکړئ. البته اضافه ساعتونه بايد د شپږو مياشتو په دوران کې جبران شي او له مخې يې رخصت واخستل شي او يا لږ کار وشي.

پاملرنه: که په ورځ کې له ۶ ساعتونو ډېر کار کوئ؛ بايد ۳۰ دقيقې دمه واخلئ. دا دمه اخستل جبري دي خو په کاري ساعتونو کې نه شمېرل کيږي.

په کار کې څومره دمه کولای شم؟

که په ورځ کې له ۶ ساعتونو ډېر کار کوئ؛ بايد ۳۰ دقيقې دمه واخلئ. که له ۹ ساعتونو ډېر کار کوئ؛ کولای شئ ۴۵ دقیقې دمه واخلئ. که عمر مو له قانوني اندازې کم وي؛ کولای شئ له څلورنيم ساعته کار وروسته ۳۰ دقيقې دمه واخلئ. له ۶ ساعته دز يات کار لپاره تر ۶۰ دقيقو دمه اخستلای شئ. په عمومي ډول د دمې د وختونو لپاره معاش نه ورکول کيږي.

هغه لنډې دمې چې له ۵ دقيقو زياتې نه وي؛ نه حسابيږي او معاش يې نه کميږي. په دې ډول تاسې کولای شئ د بېلګې په توګه تشناب ته ولاړ شئ او يا ارام وکړئ. دا وخت مو له کاري وختونو نه کميږي او معاش يې درکول کيږي. البته د سګرټ څکولو دمې د دې لنډو دمو برخه نه دي. په بله وينا، که څوک د سګرټ څکولو لپاره دمه کوي؛ بايد په هماغه اندازه زيات کار وکړي. د کار درکوونکی يا شرکت مو کولای شي د سګرټ څکولو په دمه بنديز ولګوي.

تاسې همدا شان د دوو کاري وختونو يا ورځو تر منځ د دمې حق لرئ. له دې کبله بايد د وو کاري وختونو تر منځ لږ تر لږه ۱۰ تر ۱۱ ساعتونو پورې ارام او دمه وشي.

زه بايد اضافه کار وکړم؟

اضافي کار هغه کار ته ویل کيږي چې د کار له نورمال وختونو په اضافه وخت کې وشي. د اصولو له مخې کارکوونکي يوازې هغه وخت اضافه‌کاري کولای شي چې په دې اړه په کاري تړون، د شرکت په قرارداد او يا ټوليز تړون (Tarifvertrag) کې يادونه شوې وي. که داسې څه نه وي؛ کارکوونکی کولای شي له اضافه کار کولو ډډه وکړي. له دې پرته په هغو وختونو کې هم بايد اضافه کار وشي چې له دې پرته د کار ورکوونکی يا شرکت زيانمنيږي (د بېلګې په ډول ډېر کارکوونکي ناروغ وي او يا شرکت له ډيوالي کېدو سره مخ وي)  او‌ په بل ډول يې مخنيوی نه کيږي. دا خبره د کوويډ ۱۹ يا کورونا ناروغۍ پر مهال هم هغه مهال کېدای شي چې کارکوونکي ډېر کم شي او اضافي کار ته اړتيا وي.

دا چې د اضافي کار په بدل کې پیسې ورکول کيږي او که اضافه رخصتي؛ د کار له تړون سره اړه لري. که چا ته نه پیسې او نه هم اضافي رخصت ورکول کيږي؛ د اضافي کار وخت يې بايد د اصلي کاري ساعتونو له ۱۰٪ څخه زيات نه شي. که په کاري تړون کې د اضافه کار په اړه څه نه وي؛ په معمول ډول د اضافه ساعتونو لپاره هم خپل نورمال معاش ترلاسه کوئ. د دې معاش ترلاسه کولو لپاره شرط دا دی چې ستاسې رييس بايد دا اضافه وخت تنظيم کړی وي او تاسې يې په اړه ليکل شوی سند خوندي کړی وي. ځکه نو بايد خپل اضافه کاري ساعتونه وليکئ او په خپل رييس يې لاسليک کړئ.

پاملرنه: هغه کسان چې لوړ معاشونه ترلاسه کوي (په ختيځ جرمني جرمني کې له ۷٫۱۰۰ لوړ او په لويديځ جرمني کې له ۷٫۳۰۰ لوړ ناخالص معاش) نه شي کولای د اضافي ساعتونو لپاره پیسې ترلاسه کړي.

بايد ټول هغه کارونه وکړم چې رييس يا د کار مشر يې غواړي؟

تاسې په خپل کاري تړون کې ټول هغه مسؤوليتونه ليدلای شئ چې بايد ترسره يې کړئ. د دې مسؤوليتونو ترسره کول ستاسې مکلفيت دی. البته ريیس کولای شي تاسې ته ځينې نور مسؤوليتونه هم درکړي. البته دا کارونه او مسؤوليتونه بايد په لاندې شرايطو برابر وي:

-       قانوني او بې‌خطره وي.

-       ستاسې له اوسنۍ‌ دندې سره اړه ولري.

-       ستاسې له وړتياوو سره سمون ولري.

د رخصتۍ اخستلو حق لرم؟

په جرمني کې ټول کارکوونکي له معاش سره د رخصت اخستلو حق لري. که بشپړ وخت کار کوئ؛ په کال کې لږ تر لږه د ۲۰ ورځې بامعاشه رخصت اخستلو حق لرئ. که نيمه‌وخته يا لږ کار کوئ؛ د رخصت ورځې مو هم کميږي. په ډېرو کاري تړونونو کې د رخصت د ورځو په اړه روښانتيا شته. که په دې تړون کې د رخصت لپاره ډېرې ورځې ليکل شوي وي؛ په هماغه اندازه قانوني رخصت اخستلای شئ.

که په همدې کال کې خپل ټول رخصت نه شئ اخستلای؛ کولای شئ باقي ورځې په راتلونکې کال کې واخلئ. البته دا باقي رخصتي بايد د بل کال د مارچ مياشتې تر ۳۱مې نېټې ختمه کړئ. له دې پرته دا رخصت سوځي.

پاملرنه: معلولو کسانو ته له معمول رخصتۍ پرته، پينځه ورځې اضافه رخصت ورکول کيږي.

له کومه ځايه مرسته او ملاتړ ترلاسه کولای شم؟

که ډاډه نه ياست چې خپل کاري تړون لاسليک کړئ او که نه او يا يې په پوهاوي کې ستونزه لرئ؛ کولای شئ د (Faire Integration) پروژې اړوند له مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده. په خپل شاوخوا کې يوه مرستندويه يا مشورتي اداره پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که له چا سره د اصليت، مليت، جنسي لېوالتيا، جنسیت يا عمر له مخې تبعيض يا ناسم چلند وشي؛ کولای شي د تبعيض ضد ادارې له کارکوونکو سره اړيکه ونيسي. د دې ادارې کارکوونکي هره دوه‌نۍ يا دوشنبه د ماسپښين له يوې تر درې بجو او هره څلورنۍ يا چهارشنبه او جمعه د سهار له نهو بيا د غرمې تر ۱۲ بجو پورې ستاسې اړيکو ته په (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېره ځواب درکوي. دوی ته په (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې ماموران په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي.

 

پاملرنه: له دې ټولو ادارو سره د ځان له ورپېژندلو پرته اړيکه نيولای شئ. که ونه غواړئ؛ څوک به ستاسې له شکايته نه خبريږي او هويت مو پټ ساتل کيږي.

مهم

خپل کاري تړون له لاسليک کولو مخکې په غور ولولئ. که د تړون د مادو او موادو په اړه ډاډه نه ياست؛ کولای شئ له يوې مشورتي‌ ادارې مرسته وغواړئ. په څپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: