د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA)

کوم مالومات ثبتيږي او څوک يې ليدلی شي؟
د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA)یوه ډیجیټلي دوسیه ده چې د روغتیايي بیمې شرکتونه يې د خپلو بیمه لرونکو لپاره جوړوي. په ePA کې طبي مالومات خوندي کېږي او د اړتیا په صورت کې له مختلفو روغتیايي مرکزونو سره شریکېدای شي.
د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA)د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۱۵مه، د جرمني په ځينو سیمو کې د ازمایښتي پړاو لپاره معرفي شوه. دا دوسیه اوس هم موجوده ده، خو تر هغې چې د زمایښتي پړاو بریالۍ نتیجه ترلاسه نشي او ټولې امنیتي ستونزې حل نشي، په ټول هېواد کې نه پلې کېږي. خصوصي بیمهکوونکي هم کولی شي ePA وکاروي، البته که د دوی د بیمې شرکت دا اسانتیا ورکړي. د خصوصي بیمهکوونکو لپاره د ePA د لاسرسي په اړه نور مالومات د PKV- Serviceportal پر ویبسایټ موندلی شئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA) څه شی ده؟
د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA)یوه ډیجیټلي دوسیه ده چې د روغتیايي بیمې شرکتونه يې د خپلو بیمه لرونکو لپاره جوړوي. په ePA کې طبي مالومات خوندي کېږي او د اړتیا په صورت کې له مختلفو روغتیايي مرکزونو لکه د ډاکټرانو کلینیکونه، روغتونونه او درملتونونه سره شریکېږي.
د دولتي روغتیايي بیمې شرکتونو لپاره دا لازمي ده چې خپلو بیمهکوونکو ته ePA چمتو کړي. اوس مهال، د دولتي بیمې شرکتونو خپلو بیمهکوونکو ته ePAدوسې جوړې کړی دي، پرته له دې چې هغوی پرې اعتراض کړی وي. خو بیمهکوونکي مجبور نه دي چې دا دوسیه وکاروي. که تاسې نه غواړئ چې ePA وکاروئ، د "ایا ePA اختیاري ده؟" برخې ته لاړ شئ ترڅو د اعتراض کولو پروسه زده کړئ.
د روغتیايي بیمې خصوصي شرکتونه د ePA د معرفي کولو اختیار لري، خو د دولتي بیمې شرکتونو په څېر پرې اجباري نه دي.
ePA دا امکان برابروي چې ټول مهم روغتیايي مالومات په یوه ځای کې تنظیم شي. دا کار مرسته کوي چې ډاکټران وکولی شي د خپلو ناروغانو د درملو لیست، مخکیني طبي راپورونه او تشخیصونه وګوري. همداراز، بیمهکوونکي هم کولی شي خپل روغتیايي مالومات وګوري او بدلون پکې راولي.
یادونه: ستاسې د روغتیا بیمې شرکت تاسې ته د ePA د کارولو لپاره یو ځانګړې اپلیکېشن (App) درکوي. د دې اپلیکېشن او د نوم ثبتولو پروسې په اړه نور مالومات د خپل بیمې شرکت څخه ترلاسه کولی شئ.
ePA به کله معرفي کېږي؟
ټاکل شوې چې ePA به د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل څخه په ټول هېواد کې پلی شي. له دې وړاندې، دا به د جرمني په ځینو سیمو لکه هامبورګ، فرانکن، او د نوردراین ویستفالن روغتیايي اتحادیو (KV) کې وازمویل شي.
ازمایښتي ځکه پړاو ترسره کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې ePA سم کار کوي. سربېره پر دې، د جرمني د روغتیا وزارت (BMG) باید د فدرالي مالوماتي امنیت ادارې (BSI) سره په همغږۍ د ePA د امنیت لوړولو لپاره تخنیکي حللارې پلي کړي. که دا دوه شرطونه پوره شي، روغتیا وزارت به د ePA د رسمي معرفي کولو پرېکړه وکړي.
باید د ePA د کارولو پر مهال په څه وپوهېږم؟
نه یوازې ستاسې ټاکلي ډاکټران کولی شي ستاسې ePA ته لاسرسی ولري، بلکې تاسې هم کولی شئ وګورئ چې کوم مالومات، اسناد، او راپورونه پکې ثبت شوي دي.
تاسې کولی شئ خپل پخواني طبي راپورونه پخپله ePA ته پورته (Upload) کړئ. د دې لپاره، تاسې د خپل بیمې شرکت له لوري برابر شوې اپلیکېشن ته اړتیا لرئ. په دې اپ کې تاسې کولی شئ دا هم تنظیم کړئ چې څوک ستاسې مالومات وګوري او وکاروي.
مهم:
ډاکټران معمولا ستاسې ePA ته د ۹۰ ورځو لپاره لاسرسی لري، دا موده له هغه ورځې څخه پيل کيږي چې تاسې خپل بیمه کارت وکاروئ. دا مالومات ځکه هلته خوندي وي چې اوږدمهاله درملنه تر پوښښ لاندې راولي. درملتونونه بیا یوازې د ۳ ورځو لپاره دې مالوماتو ته لاسرسی لري. تاسې کولی شئ د ePA اپلیکېشن له لارې دا موده تنظیم کړئ، که وغواړئ لنډه یا اوږده یې کړئ.
یادونه: ستاسې روغتیايي بیمې شرکت نه شي کولی ستاسې روغتیايي مالومات وګوري.
له ePA سره کولی شئ:
- ستاسې روغتیايي مالومات (لکه د درملو لیست، طبي راپورونه، تشخیصونه، واکسینونه او ایکسری انځورونه) په یوه ځای کې تنظیم شوي وي.
- تاسې کنټرولوئ چې کوم مالومات ذخیره شي.
- تاسې پریکړه کوئ چې کوم ډاکټران، درملتونونه، یا روغتونونه ستاسې مالوماتو ته لاسرسی ولري.
- تاسې هر وخت د لاسرسي اجازهليک بدلولی یا لغوه کولی شئ.
د ePA ګټې څه دي؟
- ټول مالومات په یوه ځای کې: ناروغان کولی شي خپل روغتیايي مالومات په يوه ځای کې ذخیره کړي او هر وخت ورته لاسرسی ولري. دا کار مرسته کوي چې مالومات د ډاکټرانو ترمنځ ژر او اسانه ولېږدول شي.
- ښه همغږي: ډاکټرانو، روغتونونو او درملتونونو ته د اړینو مالوماتو چټک لاسرسی ورکوي او دا د درملنې پروسه اسانه او تېروتنې کموي.
- موثره درملنه: ډاکټران اړتیا نه لري چې د ناروغانو اسناد بېرته له سره راټول کړي، چې دا وخت سپموي او د درملنې کیفیت لوړوي.
- زیات شفافیت: ناروغان کولی شي خپل طبي مالومات پخپله مدیریت کړي او پرې کنټرول ولري.
په ePA څه نیوکې شته؟
سره له دې د ناروغانو برېښنايي دوسیه (ePA) ګڼې ګټې لري، خو ځینې نیوکې هم پرې شوې دي:
- د مالوماتو محرمیت: کارپوهان د بیمه شویو کسانو د حساسو مالوماتو د امنیت په اړه اندېښنه لري. هغوی له ۱۰ کلونو راهیسې د ePA سیسټم د امنیتي خلاګانو خبرداری ورکوي. وروستی ځل، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په پای کې د Chaos Computer Club هکرانو اعلان وکړ چې دوی د ePA د لاسرسي په برخه کې امنیتي نیمګړتیاوې موندلي دي. دوی نیوکه کوي چې د روغتیا وزارت د امنیتي اندېښنو سره سره د ePA تطبیق ته دوام ورکوي. اوس مهال، د روغتیا وزارت د دې خلاګانو د لهمنځه وړلو لپاره امنیتي تدابیر چمتو کوي.
- پلي کېدل: په جرمني کې ټولې طبي معاینات ترسره کوونکې مرکزونه باید ePA تطبیق کړي، خو تر اوسه دا کار نه دی بشپړ شوی.
- د استفادې ستونزې: ځینې خلک چې له ټکنالوژۍ سره اشنا نه دي، د ePA کارول ورته ګران دي. د ePA د لاسرسي او تنظیمولو لپاره د بیمې شرکت ځانګړي اپلیکیشن ته اړتیا ده، خو دا اپلیکیشنونه څو ژبې نه لري، چې دا هم یو خنډ دی.
ایا د ePA کارول اختیاري دي؟ (د مخالفت حق)
د ePA کارول اختیاري دي. که تاسې ePA نه غواړئ، نو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې مو د "Opt-out" يا نه کارول حق درلود. که چا تر دې نیټې پورې مخالفت نه و کړی، هغوی ته ePA په اتومات ډول جوړه شوې ده. خو که وروسته هم غواړئ چې دا دوسيه ونه لرئ، کولای شئ هر وخت خپل مخالفت ثبت کړئ.
د دې لپاره، تاسې کولی شئ له خپلې بیمې کمپنۍ وغواړئ چې ستاسې ePA او ټول مالومات یې پاک کړي. همداراز، تاسې کولای شئ د ePA ځینې ځانګړتیاوې رد کړئ، پرته له دې چې ټوله ePA بنده کړئ.
د بېلګې په توګه، تاسې پریکړه کولی شئ چې ایا ستاسې مالومات د څېړنو لپاره وکارول شي که نه. د دې لپاره تاسې کولی شئ خپله بیمه کمپنۍ یا د دوی "Ombudsstelle" ته مراجعه وکړئ، چې مشورې درکوي. تاسې همداراز کولای شئ د ePA اپلیکیشن له لارې انلاین مخالفت ثبت کړئ. په دې اړه نور مالومات دلته وګورئ.
تاسې کولی شئ نور معلومات د خپلې روغتیايي بیمې شرکت یا د فدرالي روغتیا وزارت په ویبسایټ کې ترلاسه کړئ. سربېره پردې، تاسو کولی شئ د wiederspruch-epa.de ویبسایټ ته لاړ شئ، چیرې چې د انصراف (Opt-out) لپاره نمونې او متنونه موندلی شئ. تاسې کولی شئ دا فورم له خپلو شخصي معلوماتو سره بشپړ کړئ او خپل روغتیايي بیمې شرکت ته یې واستوئ.
که وروسته پرېکړه وکړئ چې بېرته ePA ولرئ، کولی شئ خپلې بیمې کمپنۍ ته ووایئ چې یوه نوې دوسیه درته جوړه کړي، خو پخواني اسناد او تنظیمات به پکې شامل نه وي.
چا ته د ePA د لاسرسي حق ورکول کېږي؟
یوازې هغه کسان کولی شي ستاسې ePA ته لاسرسی ولري، چې تاسې ورته اجازه ورکړئ. دا معمولاً ډاکټران، د غاښونو درملګر، ارواپوهان، درملتونونه، او روغتونونه دي. تاسې خپله پریکړه کوئ چې څوک ستاسې مالومات وګوري او کوم اسناد خوندي شي.
د لاسرسي پروسه د برېښنايي روغتیا کارت (eGK) او شخصي PIN کوډ له لارې ترسره کېږي. تاسې هر وخت کولی شئ د لاسرسي حقونه بدل کړئ یا یې پای ته ورسوی.
Auf Ihre elektronische Patientenakte (ePA) haben nur die Personen Zugriff, denen Sie es ausdrücklich erlauben. Das sind in der Regel Ärzt*innen, Zahnärzt*innen, Psychotherapeut*innen, Apotheken oder Krankenhäuser. Sie entscheiden selbst, wer Ihre Daten sehen darf und welche Informationen gespeichert werden.
Der Zugriff funktioniert über Ihre elektronische Gesundheitskarte (eGK) und eine persönliche PIN. Sie können die Zugriffsrechte jederzeit ändern oder entziehen. Ihre Daten werden nicht ohne Ihre Zustimmung an andere Stellen wie Krankenkassen oder die Forschung weitergegeben.
Der Zugriffzeitraum von Ärzt*innen auf die elektronische Patientenakte (ePA) ist standardmäßig auf 90 Tage, ab dem Stecken der Versichertenkarte, festgelegt um auch längere Behandlungen abzudecken. Die Apotheken haben hingegen einen standardmäßigen Zugriff von 3 Tagen. Über die ePA-App können Versicherte diesen Zeitraum individuell anpassen, ihn verkürzen oder verlängern.
Wenn Sie mehr wissen möchten, können Sie bei Ihrer Krankenkasse nachfragen oder die Informationen auf der Website des Bundesgesundheitsministeriums nachlesen.
Gut zu wissen: Ihre Krankenkasse hat keinen Zugriff auf die Daten und Dokumente in Ihrer ePA.
د ډاکټرانو مکلفیتونه
ډاکټران او رواني معالجین یوازې هغه وخت کولای شي مالومات لکه طبي راپورونه، تشخیصونه، د ډاکټر لیکونه یا ایکسری عکسونه ePA ته پورته کړي، چې تاسې ورته مخکې له مخکې اجازه ورکړې وي.
که تاسې نه غواړئ چې ځینې حساس مالومات (لکه رواني ناروغۍ، جنسي انتانات، یا د حمل د پای ته رسولو مالومات) په ePA کې خوندي شي، نو تاسې کولی شئ مخالفت وکړئ. ستاسې ډاکټر باید ستاسې مخالفت ثبت کړي، خو دا لا نه ده روښانه چې ثبتول یواځې یادداشت کول دي او که باید اوږدمهاله تعقیب شي. له همدې امله، دا غوره ده چې د هر طبي ملاقات پر مهال خپل مخالفت بیا تایید کړئ.
د جنتیکي معایناتو ثبت لپاره، ستاسې کتبي یا برېښنايي اجازه ضروري ده.
ایا کوچنیان هم ePA ترلاسه کوي؟
هو، کوچنیان او تنکي ځوانان د ePA مستحق دي، که دوی روغتیايي بیمه ولري. تر ۱۵ کلنۍ پورې، د ماشومانو ePA د والدینو یا سرپرست لخوا اداره کېږي. دوی پریکړه کوي چې ایا ماشوم ePA ولري، کوم مالومات ثبت شي، او څوک ورته لاسرسی ولري.
له ۱۶ کلنۍ وروسته، ځوانان کولی شي خپله ePA خپله اداره کړي، یا د هغې د کارولو مخالفت وکړي.
چیرته نور مالومات او مشورې ترلاسه کولی شم؟
که تاسې کومې پوښتنې لرئ یا ډاډه نه یاست، کولی شئ له خپلې روغتیایي بیمې شرکت (Krankenkasse) سره اړیکه ونیسئ. د بیمې شرکت "Ombudsstelle" تاسې ته د الکترونیکي ناروغۍ دوسیې (ePA) د کارولو په اړه مشوره او مرسته درکوي. هلته تاسې د ePA د ردولو (Widerspruch) په اړه هم مهم مالومات ترلاسه کولی شئ.
د ePA په اړه مفصل مالومات د Kassenärztliche Bundesvereinigung له لارې هم ترلاسه کولی شئ.
د مصرفوونکو د حقونو لپاره، د Verbraucherzentraleاداره مسؤله ده، او هلته هم د ePA په اړه مالومات موندلی شئ.
د نورو جزیاتو لپاره، کولی شئ د Bundesgesundheitsministeriumویبسایټ ته لاړ شئ.
همدارنګه، که تاسې کومې پوښتنې لرئ، کولی شئ زموږ څوژبيز فورم ته لاړ شئ او هلته خپلې پوښتنې مطرح کړئ.
مهم
د ناروغانو برېښنايي دوسيه ePA به ستاسې د روغتیایي بیمې شرکت له خوا په اوتومات ډول رامنځته شي. که تاسې ePA نه غواړئ، کولی شئ د فورمې یا بریښنالیک له لارې لیکلی اعتراض (Widerspruch) وړاندې کړئ.
که تاسې وروسته خپله پرېکړه بدله کړئ، کولی شئ هر وخت له خپل بیمې شرکت وغواړئ چې ePA بېرته فعاله او یا یې حذف کړي.
سره ورته سکالوګانې
اضافي لینکونه
د ناروغانو د برېښنايي دوسيې په اړه پوښتنې
دلته د دې دوسيې په اړه تکراري پوښتنو ته ځوابونه موندلی شئ.
د روغتيا وزارت پر پاڼه مالومات
د جرمني د روغتيا وزارت پر پانه هم ځينې تکراري پوښتنو ته ځوابونه موندلی شئ.
د دوسې د نه کارولو په اړه مالومات
دلته د ناروغانو دوسيې د نه کارولو په اړه اړوند فورمې موندلی شئ.
په فورم کې زموږ ټولنه
هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.
فورم ته دوام ورکړئ