منځپانګې ته لاړ شئ
open12
مالیه

اضافه کاری

سلامونه، زما پوښتنه داده چی زه د امازون سره کار کوم او زما د کار قرارداد ددی کال تر اخره دی د بل قرارداد مالومات نشته چی رابه یی کړی کنه، نو د امازون د کار سیستم داسی دی چی کال اخری کی د اضافه کاری سل فیصده بونس دی نو د اضافه کاری معاش ډبل وی نو بونس اتومات د معاش سره راځی او اضافه کار دوی سره جمع کیږی بیا چی کله ته وغواړی باید دوی ته د میاشتی سر کی ووایی چی مثلا زه د لس یا شل ساعتونه د اضافه کاری معاش غواړم بیا یی درته معاش سره یو ځای رالیږی خو اکثره خلک یوازی د شل ساعتونه د اضافه کاری معاش راوباسی په یو میاشت کی وایی بیا مالیه ډیره راځی که ډیر راوباسی، خو که چیری زه پدی میاشت کی اضافه کاری وکړم ۶ ورځی چی ټول ۴۸ ساعتونه نو دوی به بیا ماته د بونس پیسی د معاش سره یو ځای رالیږی نو زما د مالیې کلاس به تغیر وکړي؟ او که یی وکړی له ما به څومر تکس واخلی؟ او هغه د اضافه کاری به ورسره پاتی شی نو بیا چی زما د کار قرارداد ددی کال تر اخره پوری دی که دوی ماته بل قرارداد رانکړی دوی بیا مجبور زما د اضافه کاری معاش هم زما اخری معاش سره رالیږی نو پدی دواړو معاشونو کی به زما د مالیه کلاس تغیر وکړی؟ یو چا وویل چی حتا د خپل معاش نه هم درته کمې پیسی راځی ځکه وایی تانه د شپږم کلاس مالیه اخلی ایا دا حقیقت لری؟ 

1 څرګندونې

ځواب (1)

m.saeed

سلامونه
د ماليې کلاس د معاش له اندازې سره نه بدليږي او دا خبره ناسمه ده چې کمې پیسې درته راځي. ښه به وي چې د ټولو پیسو غوښتنه وکړئ. البته که ماليه ډېره درڅخه وګرځول شي، کولی شئ د ماليې د حسابونو تصفيه وکړئ او زياتې اخستل شوې پیسې بېرته ترلاسه کړئ.

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو