منځپانګې ته لاړ شئ
Dunja786
اوسمهاليز:
د جرمني تابعیت

Antrag für Einbürgerung

سلامونه او نيکى هيلې الله( ج) دي وکړي چي روغ او جوړ اوسۍ يوه خاصه پوښتنه لرم که  په مهربانۍ سره يې راته جواب کړي.

شپږ کلو نمي په جرمني کى ډېر وخت وشو او دري  کلنه قبولې هم لرمه  او تر اوسه مي کار هم ندي کړي د الله په فضل سره پنځه بچيان هم لرم چي دري يې په همدلته پيداشوي دي. خو دکور والا د مريض تيا په خاطر    يونګنت امت (د ماشومانو رياست) مي کارته نه پرېږدي  ايا زه  اوس ده دي نوي قانون له مخې  د جرمني تابعیت خواست کولي شم او کنه ؟ او د ماشومانو رياست لخوا راته هم تصدیق راکوي چې دوى زما دکار ممانعت کړي دي.  بى آينس او آين بورګرين  ټسټ مي هم کړي دي. مننخ

4 څرګندونې

ځواب (4)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.‌ که چېرې په رښتیا هم د یوګندامت له خوا تاسو ته اجازه نه درکول کېږي چې کار وکړئ، ځکه چې په کور کې مو ناروغان دي نو دغه حالت ته استثنایي حالت وایي. بیا نو تاسو اړ نه یاست چې کار وکړئ تر څو د جرمني هېواد پاسپورټ واخلئ. د دې کار لپاره یوازې تاسو باید له یوګندامت څخه یو سند واخلئ، چې تاسو ته ولې د کار اجازه نه درکول، بیا نو کولئ چې د جرمني هېواد د تابعیت غوښتنه وکړئ کومه ستونزه نشته.‌ که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.‌ په درنښت،‌
Dunja786
مننه شبير جانه. هو بلکل همداسې ده  تر  اوسه خو هغوى (يونګنت امت) راته  اجازه نه راکوي خو کيداي شي راتلونکې 2 کاله بعد راته او وايي چې اوس کار کولي شي.    پدي خاطر چې زما پنځه واړه ماشومان  له نهو کلونو کم عمر کې دي او مور يې هم سخته مريضه ده د ماشومانو حفاظت نشي کولى ، نو  يونګنت امت دا وظيفه ماته سپارلي ده. مننه الله مو کاميابه لره
Profile Picture
Shabir Salimi
هیله کوم، هیله ده چې ستونزه او پوښتنه به مو حل شوې وي، که همدا اوس غوښتنه وکړئ، بیا دوی نه شي‌ کولی درته ووایي‌ چې تاسو باید حتمن کار وکړئ کله چې پروسه په رسمي توګه پیل شوه، کېدلی شئ‌ د تابعیت د اخیستلو غوښتنه وکړئ بیا وروسته مو چې ماشومان لوی هم شي کولی شئ کار وکړئ.‌ په درنښت
Dunja786
مننه! صحيح شو. الله دي تاسو او سعيدي صاحب غوندې وطن دوسته انسان نور هم ډېر کړي
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو