Arbeitslosengeld
غواړم پوهه شم چی څنګه کولی شم چی Agentur für Arbeit کی ځان راجستر کړم ؟
غواړم پوهه شم چی څنګه کولی شم چی Agentur für Arbeit کی ځان راجستر کړم ؟
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
دا چې قرارداد مو خلاصېږي باید دری میاشتې مخکې د بېکارۍ پیسو ته اپلای وکړئ. او زه به یې دلته د ویبپاڼې لینک درته پرېږدم چې چېرته باید ځان راجسټر کړئ. او د اکونټ د جوړېدو لپاره باید بنونډیس ای ډي هم جوړه کړئ یوازې د هغه له طریقه پکې اکونټ جوړولی شئ. د دې اکونټ د جوړولو لپاره کولی شئ په یوټیوب کې ځینې ویډیوګانې وګورئ. او خاصو اسنادو ته اړتیا نشته، یوازې باید داسې سند درسره وي چې ښکاره کړي چې ستاسو دنده څه وخت پاتې ته رسېږي.
https://www.arbeitsagentur.de/arbeitslos-melden/
او د دې تر څنګ که دا کار نه شئ کولی، پخپله همدې دفتر ته ورشئ هغوی به مرسته درسره وکړي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ، هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت
او کوم کوم اسناد ورته پکار دی ؟