منځپانګې ته لاړ شئ
open12
اوسمهاليز:
ویزه او د استوګنې اجازه

Aufenthaltsgenehmigung

سلامونه خدای تعالی دې وکړی چی روغ او جور اوسئ، زما پوښتنه داده چی یو کال مخکی می انټروی ورکړی له ماسره چی څه ملګرو انټروی ورکړی وه هغوی ټولو ته اسناد راغلل خو زه لا پاتی هیڅ مالومات نه کیږی، ايا زه وکیل ونیسم؟ زه اوس محال د انتیکراسیون کورس کی د بی ۱ درجی درس وایم ، زه څه وکړم یوه حل لاره راته راوښایی ډیره مننه. 

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir Salimi
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې درته ښه راغلاست وایم.‌ متاسفانه په جرمني کې د کډوالو د بیروبار له امله د ځینې کسانو د انټریوګانو ځوابونه ډېر ځنډېږي یا هم ځینو کسانو ته انټریو ناوخت راځي دا ستونزه معمولي ده. دا چې ستا ملګرو ته ځواب راغلی دی، تشویش باید ونه کړئ تاسو ته هم حتمن ځواب راځي، متاسفانه تاسو په چا فشار نه شئ‌ راوړلی چې ولې زما د انټریو ځواب نه راځي یوازینۍ لاره دا ده چې باید په تمه شئ. که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ‌ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ. په درنښت،
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو