منځپانګې ته لاړ شئ
بیرته کتنې ته
M.Muhammad

Chance karte

زه د Chance Karte په اړه ټول معلومات ته اړتیا لرم.

زه غواړم  Chance Karte  ترلاسه کړم .او څه باید وکړم، ما ستاسو ویډیو په فیسبوک کې ولیده.زما اسناد ريجستر دي (Anerkennung in Germany) او B1 لرم. ً مننه

1 څرګندونې

ځواب (1)

Profile Picture
Shabir__Salimi

سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.

د فرصت کارت د استوګنې يو ډول اجازه ده چې ماهرو يا متخصصو کارکوونکو ته ورکول کيږي. د دې کارت له مخې به په مسلکي وړتیاو سربیره، د ژبې مهارتونه، مسلکي تجربه یا عمر په شان نورو معیارونو لپاره هم نومرې (Punkte) ورکړل شي. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه کړئ. د فرصت کارت په ځانګړي ډول د کار لټون لپاره کارول کیږي او له بهر څخه يې هم غوښتنه کیدلی شي. دا کارت د تړاو يا پل په توګه هم کارولی شئ: که څوک په جرمني کې کار کوي او د کار له لاسه ورکولو سره د استوګنې اجازه هم له لاسه ورکړي، دا کارت ترلاسه کولی شي.

دا کارت یوازې تر یو کال پورې د لنډې مودې لپاره ورکول کیږي. په سختو شرایطو کې ښايي دا موده تر ۲ کالونو پورې وغځيږي. د دې کارت ګټه دا ده چې تاسې اړتیا نه لرئ چې جرمني ته له راتګ د مخه دندې ځانګړی وړانديز ولرئ، او له کار پرته د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شئ. اصلي مسله د ژوند د لګښتونو پوره کولو مکلفیت دی. د دندې د لټون پر مهال په اونۍ کې د شل ساعته کار کولو اجازه هم لرئ.

يادونه: د فرصت کارت د استوګنې قانون د ۱۰۴ ج مادې له مخې د استوګنې له ازمايښتي اجازې (Chancenaufenthalt) سره توپير لري.

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:

  1. د درېیم هیواد هغه وګړي چې د استوګنې قانون د ۱۸ پراګراف درېيم بند سره سم ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) ګڼل کیږي، پرته له کوم ځانګړي اضافي شرط څخه د فرصت کارت ترلاسه کولی شي. د دې لپاره چې یو ماهر کارګر وګڼل شئ، باید ثابته کړئ چې ستاسې بهرني مسلکي یا د پوهنتون د فراغت سندونه په جرمني کې رسمي شوي دي.
  2. که تاسو مسلکي يا ماهر کارکوونکي نه یاست، باید د جرمني ژبې (A1) یا د انګلیسي ژبې لومړني مهارتونه B2 ولرئ؛ د نومرو په سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړئ او د لاندې معیارونو څخه یو پوره کړئ:
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند لرئ؛ يا
  • مسلکي روزنه لرئ چې لږترلږه دوه کاله يې دوام کړی وي او سند يې د روزنې په هېواد کې رسمي شوی وي؛ يا
  • د روزنې داسې سند لرئ چې په بهر کې د جرمني د سوداګرۍ خونې لخوا تاييد شوی وي.

يادونه: تاسې باید د بهرنیو زده‌کړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زده‌کړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).

د (www.make-it-in-germany.com) پر پاڼه کتلی شئ چې د فرصت د کارت ترلاسه کولو لپاره شرطونه پوره کولی شئ او که نه.

د لا ډېرو مالوماتو لپاره په لاندې لېنک کلیک وکړئ.

 

https://handbookgermany.de/ps/opportunity-card

ځواب
یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو