د کار موندنې لپاره د فرصت کارت

Hand hält eine Karte, auf der "Chance" steht.
اوسمهالیز 09.07.2024

د ۲۰۲۴ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه، د استوګنې قانون د شلمې الف او ب مادو له مخې  د فرصت کارت (Chancenkarte) ورکول کيږي. په دې توګه به وړ ماهر کارکوونکي د کار موندلو لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو فرصت ترلاسه کړي. د دې کار لپاره، باید دا کسان ځینې شرایط پوره کړي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د فرصت کارت څه ته وايي؟

د فرصت کارت د استوګنې يو ډول اجازه ده چې ماهرو يا متخصصو کارکوونکو ته ورکول کيږي. د دې کارت له مخې به په مسلکي وړتیاو سربیره، د ژبې مهارتونه، مسلکي تجربه یا عمر په شان نورو معیارونو لپاره هم نومرې (Punkte) ورکړل شي. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه کړئ. د فرصت کارت په ځانګړي ډول د کار لټون لپاره کارول کیږي او له بهر څخه يې هم غوښتنه کیدلی شي. دا کارت د تړاو يا پل په توګه هم کارولی شئ: که څوک په جرمني کې کار کوي او د کار له لاسه ورکولو سره د استوګنې اجازه هم له لاسه ورکړي، دا کارت ترلاسه کولی شي.

دا کارت یوازې تر یو کال پورې د لنډې مودې لپاره ورکول کیږي. په سختو شرایطو کې ښايي دا موده تر ۲ کالونو پورې وغځيږي. د دې کارت ګټه دا ده چې تاسې اړتیا نه لرئ چې جرمني ته له راتګ د مخه دندې ځانګړی وړانديز ولرئ، او له کار پرته د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شئ. اصلي مسله د ژوند د لګښتونو پوره کولو مکلفیت دی. د دندې د لټون پر مهال په اونۍ کې د شل ساعته کار کولو اجازه هم لرئ.

يادونه: د فرصت کارت د استوګنې قانون د ۱۰۴ ج مادې له مخې د استوګنې له ازمايښتي اجازې (Chancenaufenthalt) سره توپير لريد ازمايښتي اجازې په اړه نور مالومات په بل څپرکي کې ولولئ. 

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:

  1. د درېیم هیواد هغه وګړي چې د استوګنې قانون د ۱۸ پراګراف درېيم بند سره سم ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) ګڼل کیږي، پرته له کوم ځانګړي اضافي شرط څخه د فرصت کارت ترلاسه کولی شي. د دې لپاره چې یو ماهر کارګر وګڼل شئ، باید ثابته کړئ چې ستاسې بهرني مسلکي یا د پوهنتون د فراغت سندونه په جرمني کې رسمي شوي دي.
  2. که تاسو مسلکي يا ماهر کارکوونکي نه یاست، باید د جرمني ژبې (A1) یا د انګلیسي ژبې لومړني مهارتونه B2 ولرئ؛ د نومرو په سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړئ او د لاندې معیارونو څخه یو پوره کړئ:
  • د بهرني پوهنتون د فراغت سند لرئ؛ يا
  • مسلکي روزنه لرئ چې لږترلږه دوه کاله يې دوام کړی وي او سند يې د روزنې په هېواد کې رسمي شوی وي؛ يا
  • د روزنې داسې سند لرئ چې په بهر کې د جرمني د سوداګرۍ خونې لخوا تاييد شوی وي.

يادونه: تاسې باید د بهرنیو زده‌کړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زده‌کړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).

د (www.make-it-in-germany.com) پر پاڼه کتلی شئ چې د فرصت د کارت ترلاسه کولو لپاره شرطونه پوره کولی شئ او که نه.

د فرصت کارت د نومرو لپاره کوم نور معیارونه بايد پوره کړم؟

که تاسې متخصص نه یاست مګر شرايط پوره کوئ، د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره نومرې اخستلی شئ. د بېلابېلو معیارونو لپاره یو ټاکلی شمیر نومرې ترلاسه کوئ. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره بايد لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه شي. د نومرو ورکولو پر مهال دا معیارونه په پام کې نیول کیږي:

  • په جرمني کې د سندونو رسمي کېدل
  • ژبنی مهارت
  • تجربه
  • عمر
  • له جرمني سره پخوانۍ اړيکه او يا په جرمني کې د پاتې کیدو موده
  • ستاسې سره د راتلونکو کسانو د راتګ شونتيا

يادونه: د فرصت کارت ټول درلودونکي ورته دندې او حقونه لري او د ترلاسه شوو ټکو په شمیر پورې اړه نه لري. ستاسې نمرې هم د فرصت په کارت کې نه ثبتیږي.

نومرې څه ډول ورکول کيږي:

  • څلور نومرې
  • د بهرني مسلکي سند د د رسمي کېدلو(بشپړ يا نيمه) لپاره ورکول کيږي.

یا

  • د یو تنظیم شوي مسلک د ترسره کولو اجازې لپاره (د بیلګې په توګه ښوونکی، نرس یا انجینر)

  • درې نومرې
  • که څوک لږترلږه پنځه کلنه مسلکي تجربه ولري (په تېرو اوو کالونو کې) او دمخه یې په خپل اصلي هیواد کې دوه کلنې حرفوي زده‌کړې بشپړې کړې وي.

یا

  • د جرمني ژبې د زده‌کړې سند ولري(B2 GER).

  • دوه نومرې
  • د جرمني ژبې د زده‌کړې سند ولري (B1 GER)

یا

  • په تیرو پنځو کالونو کې دوه‌کلنه مسلکي تجربه، که پخوا يې مسلکي زده‌کړې بشپړې کړې وي.

يا

  • هغه کسانو ته چې عمر يې له ۳۵ کالونو ټيټ وي.

    یوه نومره

  • د جرمني ژبې د کافي مهارت لپاره(A2 GER)

یا

  • که په تیرو پنځو کالونو کې لږترلږه شپږ میاشتې په جرمني کې پاته شوي یاست (د ګرځندوی په توګه نه)

یا

  • که د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لرئ

یا

  • که انګلیسي ژبه مو ښه زده وي (C1 GER)

یا

  • که ستاسې مسلک له کمښت سره مخ دندو (Engpassberuf) سره اړه لري.

يادونه: تاسې کولی شئ د دې سند په ۳۴م مخ کې د کمښت سره مخ دندې وګورئ. يوازې د ۱۳۲، ۱۳۳، ۱۳۴، ۲۱، ۲۲۱، ۲۲۵، ۲۲۶، ۲۳ او ۲۵ شمېره دندې په دې کته‌ګورۍ کې راځي.

یا

  • که ستاسو مېړه يا ښځه د فرصت کارت شرطونه پوره کړي او تاسې دواړه یوځای د فرصت کارت لپاره غوښتنلیک وړاندې کړئ.

مهم: حتی که تاسې شپږ نمرې ترلاسه کړې وي، بيا هم ښايي ويزه درنه کړل شي. د ويزې ورکول پریکړه د اړوندو کونسلګریو يا سفارتونه له خوا کیږي.

د فرصت کارت د څومره وخت لپاره ترلاسه کولی شم؟

تاسې کولی شئ په پیل کې تر یو کال پورې د فرصت کارت ترلاسه کړئ. د دې لپاره اړینه ده چې په دې وخت کې د خپل ژوند لګښتونه پوره کړئ.

څنګه کولی شم د دندې د لټون پر مهال د ژوند لګښتونه پوره کړم؟

د فرصت له کارت سره کولی شئ په جرمني کې د اوسېدو پرمهال د دوه اونیو لپاره ازمويښتي کار وکړئ. کار يا دنده باید ستاسې له مسلک او زده‌کړو سره سمه وي. دا فرصت هم لرئ چې په اونۍ کې د ۲۰ ساعتونو لپاره نیمه‌وخت کار وکړئ. په دې ډول کولی شئ د خپل ژوند لګښتونه پوره کړئ. بله لاره دا ده چې یو بلاک اکونټ (Sperrkonto) پرانیزئ. په دې حساب کې باید د هرې میاشتې لپاره چې تاسې يې په جرمني کې د کار د پلټنې لپاره تېروئ،  لږ تر لږه ۱۰۲۷ یورو موجودې وي. دغه پیسې تر هغه وخته پورې چې تاسې جرمني ته ورسېږئ، په حساب کې قید پاتې کېږي. د بلاک اکونټ بله ځانګړتیا دا ده چې تاسې نشئ کولی په غیر محدود ډول پیسې وباسئ یا انتقال کړئ. تاسې اجازه لرئ چې په میاشت کې تر ۱۰۲۷ یورو پورې پیسې وباسئ. که زياتې پیسې مو اکونټ ته اچولې وي، بيا ښايي نورې هم وايستلی شئ. 

که تاسې په خپله کافي پیسې ونه لرئ، یو بل کس کولی شي ستاسو لپاره د لګښتونو درکولو ژمنليک وړاندې کړي. د دې په اړه نور معلومات په "د ملي ویزې لپاره ژمنليک" څپرکي کې ولولئ.

د فرصت له کارت سره د استوګنې موده غځېدلی شي؟

که د یو کال په موده کې کار ونه مومئ (§§ 18 – 21 Abs. 4 AufenthG)، ستاسې د استوګنې موده بیا هم د ځانګړو شرایطو په پوره کېدلو سره غځېدلی شي. د دې لپاره، د وړ دندې داسې وړاندیز ته اړتیا لرئ چې د فدرالي کارموندنې ادارې (Bundesagentur für Arbeit) له خوا تاييد شوی وي. وروسته د فرصت کارت بیا د تر ټولو ډیرو، نورو دوو کالونو لپاره تمدیدلی شي. په دې موده باید د ماهرو کارګرانو لپاره د استوګنې اجازې ورکولو شرطونه پوره کړئ (§§ 18 ff. AufenthG). د بیلګې په توګه مسلکي تجربه ترلاسه کړئ. د فرصت  تمديد شوی کارت بيا نه تمدیديږي. د تمديد شوي فرصت په جریان کې، یوازې د هغه کار کولو اجازه لرئ چې ستاسې د کار په اجازه لیک کې په نښه شوی وي. په دې مانا چې په بله دنده کې به نیمه‌وخت کار نه کوئ (§ 20a Abs. 5 S. 5 AufenthG).

مهم: که د فرصت کارت مو ترلاسه کړی وي، د وخت له پای ته رسېدو وروسته يې سملاسي د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه نه شئ کولی. د استوګنې د دايمي اجازې د ترلاسه کولو لپاره باید لومړی د استوګنې بله اجازه ترلاسه کړئ. البته هغه کالونه چې تاسې د فرصت کارت درلود، د استوګنې د دايمي اجازې لپاره د اړتیا وړ پخوانۍ موده (Voraufenthaltszeiten) کې شمیرل کیږي (§ 20a Abs. 6 AufenthG-Entwurf). د اوسیدو پخوانۍ موده هغه وختونه دي چې تاسو مخکې په جرمني کې تېر کړي دي.

يادونه: د فرصت کارت له اعظمي تمدید وروسته ، کولی شئ یوازې د یوې ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته د نوي فرصت کارت غوښتنه وکړئ.

د زاړه فرصت کارت پای ته رسیدو او د نوي فرصت کارت لپاره غوښتنلیک ترمینځ باید لږترلږه د زاړه فرصت کارت په کچه موده تېره شوې وي. په بله وينا، په مينځ کې موده باید لږترلږه د هغه وخت په اندازه وي چې تاسې د فرصت کارت پکې درلود. د دې وخت په جریان کې باید د استوګنې بل ډول اجازه ولرئ او یا له جرمني بهر استوګنه ولرئ.

د فرصت کارت په وسيله د کورنۍ غړي راوستلی شم؟

که عمومي شرایط پوره شي، د کورنۍ د غړيو یوځای کېدل شوني دي. په دې حالت کې د ژوند د لګښتونو پوره کول، د مناسب استوګنځي درلودل او که اړتیا وي، د ژبې د زده‌کړې سند درلودل شامل دي (د میړه/میرمن لپاره A1، له ۱۶ کالونو د لوړ عمر ماشومانو لپاره C1). په دې اړه نور مالومات د کورنۍ  غړو یوځای کیدو په څپرکي کې موندلی شئ.

دا شونې ده چې له خپل میړه/میرمن سره په ګډه د فرصت کارت غوښتنه وکړئ. د دې لپاره حتی يوه نومره هم ورکول کيږي.  په" د فرصت کارت د نومرو لپاره کوم نور معیارونه بايد پوره کړم؟" برخه کې د نومرو سیستم په اړه نور مالومات ترلاسه کړئ.

که ستاسې میړه/میرمن نه شي کولی چې په یو وخت کې له تاسې سره د فرصت کارت غوښتنه وکړي، ښايي د کورنۍ غړو راوستل اسانه نه وي. ستاسې لپاره یو مهم شرط دا دی چې ستاسې د استوګنې اجازه، په هغه وخت کې چې ستاسې میړه/میرمن د کورنۍ له غړو سره د یوځای کیدو لپاره د ویزې غوښتنه کوي، لږ تر لږه یو کال اعتبار ولري ((§ 30 Abs. 1 e) AufenthG)). لکه څنګه چې د فرصت کارت یوازې یو کال اعتبار لري، نو د کورنۍ د غړو راوستل ښايي ستونزمن وي.

د کورنۍ د غړيو راوستلو شرطونه ښايي یوازې هغه وخت پوره کړئ، کله چې تاسې د دندې يو مشخص او داسې وړاندیز ولرئ چې د کار ادارې لخوا تایید شوی وي او په دې توګه د ماهرو کارکوونکو لپاره د استوګنې اجازه، د اروپايي ټولنې شين کارت، د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه، د سندونو رسمي کولو لپاره د استوګنې اجازه، یا یو دویم فرصت کارت ترلاسه کړئ. د دې لپاره د کورنۍ د غړو راوستلو عمومي شرایط پلي کیږي. په دې اړه نور مالومات د کورنۍ غړو راوستلو په څپرکي کې موندلی شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: