منځپانګې ته لاړ شئ
Mansoor99
اوسمهاليز:
نور

چانس کارت

سلامونه او نیکې هیلی مې ومنې، په دی هیله چې روغ او جوړ به یاست

د چانس کارت لپاره غواړم اپلاي وکړم خو د بلاک اکونټ باره کې یوه پوښتنه لرم.

آیا کیدلاي شي چې دبلاک اکونټ په ځای په جرمنی کې یو کس زموږ سپانسر شي یعنی د دی ضرورت پیدا نشي چې زه هلته په بانک کې پیسي بندي کړم؟ که چیرته زموږ سپانسر کیدلاي شي نو سپاسر کوونکې کس باید کوم اسناد موږ ته را ولیږي تر څو یې سفارت کې د ویزې اخیستلو په وخت کې ورته وښیو.

مننه. 

2 څرګندونې

ځواب (2)

Profile Picture
Shabir Salimi

سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم. 

 

هو دا کار ممکن دی، هغه کس باید په جرمني کې دومره عاید ولرئ چې دلته ستاسو لګښتونه ورکړئ. تقریبا د میاشتې تر ۹۰۰ څه اندازه زیاتې پیسې د خپلو لګښتونو سربېره ولري چې تاسو سپانسر کړئ شي. که چې دومره عاید لري باید تاسو ته د خپل کار قرارداد، د تېرو درېیو یا هم شپږو میاشتو د عاید ثبوت وړاندې کړي او تاسو یې باید سفارت ته وکړئ. لومړی په جرمني کې اوسېدونکی کس باید د خپل ښار له اوسلنبهورډې سره توافق ته ورسېږي او هغوی دا خبره تایید کړي چې ستاسو لګښتونه له بلاک اوکونټ پرته ورکولی شي. 

 

که په دې اړه لا ډېرو مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړم. 

 

په درنښت

Mansoor99

مننه او کور ودان سلیمی صیب

د اوسلنبهورډې په اړه که لږ معلومات راکړئ په جرمنی کې اوسیدونکې کس د دغې اداري څخه کوم سند زموږ لپاره اخلی که نه؟ که یې اخلی کومه پروسه باید مخته یوسي؟ د دوی  توافق کې موږ څه رول درلودی شو( ډاکومنټ یا سندونه ) لیږلو ته اړتیا شته او که نه؟

په درنښت

یو پروژه د
  • medienmacher
  • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
  • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
  • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
تميلوونکي:
  • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو