چانس کارت
سلامونه او نیکې هیلی مې ومني، په دی هیله چې روغ او جوړ به یاست
دا پوښتنه مې تر یوه هفته انتظار وروسته مجیور شوم دوهم ځل بیا مطرح کړم.
د چانس کارت لپاره د سپانسرکوونکې کس به د اوسلنبورډي سره په کومو مواردو توافق کوي؟ د دوی په توافق کې موږ کوم رول ادا کولاي شو؟ یعنی (سرټیفکت،دپیلوم) ته ضروت شته چې دوی ته یې ولیږو؟ او بل دا چې سپانسر کوونکې کس به موږ مربوطه ادارې ته په کوم اسنادو معرفی کوي.
مننه او کور ودان
1 څرګندونې
ځواب (1)
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
لومړی غواړم درته ووایم چې څوک په جرمني کې دا ژمنلیک یا سپانسر تاسو ته درکولی شئ لاندې شرطونه یې باید پوره کړي وي.
د دې لپاره چې د يوه کس د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړای شئ، بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:
- په جرمني د استوګن په توګه ثبت شوي یاست؛
- د جرمني، اروپايي ټولنې د بل غړي هېواد او يا لښتنشتاين، ایسلنډ يا ناروې تابعيت او يا د جرمني د استوګنې معتبره اجازه (همدا شان د استوګنې دايمي اجازه) لرئ. يادونه: ستاسې د استوګنې د اجازې اعتبار بايد د اړوند کس د سفر له مودې زيات وي. د استوګنې د لندمهالي سند (Aufenthaltsgestattung)، ډولډونګ يا د استوګنې د ا فرضي سند (Fiktionsbescheinigung) درلودونکي نه شي کولای د چا لپاره ژمنليک وړاندې کړي؛
- کافي عايد لرئ او ثبوت يې وړاندې کولای شئ. په دې اړه نور مالومات لاندې په اړونده برخه کې ولولئ.
ژمنليک چېرته وړاندې کولای شم؟
ژمنليک يوازې په جرمني کې د خپلې سيمې اړوند د بهرنيانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې ته وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره بايد په خپله هلته ولاړ شئ او ټول سندونه له ځان سره يوسئ. د خپلې سيمې اړوند اوسلنډربېهورده اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته د تګ لپاره وخت اخستلو ته هم اړتيا ده او دا کار د اوسلنډربېهورده پر وېبسايت کولای شئ. که دا کار شونی نه وي، کولای شئ دوی ته ټليفون وکړئ او د ترمين يا وخت غوښتنه وکړئ. که څو ژمنليکونه وړاندې کوئ، بايد د هر يوه لپاره ځانګړی وخت ونيسئ. البته که د يوه کس او د هغه د مېرمنې/مېړه او وړو بچيانو لپاره ژمنليک وړاندې کوئ، بيا يو ترمين هم بسنه کوي.
د ژمنليک وړاندې کولو لګښت اوس مهال ۲۹ يورو دی.
کوم سندونه بايد له ځان سره يوسم؟
د ترمين په ورځ او اوسلنډربېهورده د تګ پر مهال بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:
- د هر راغوښتل کېدونکي کس لپاره د ژمنليک د مالوماتو (Angaben zur Verpflichtungserklärung) يوه ډکه شوې فورمه. د يوې جوړې يا د کمعمره ماشومانو او د هغوی د مور او پلار لپاره يوه فورمه بسنه کوي. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.
- په VIS سيستم کې د مالوماتو د ثبت او کارونې د لارښود (Belehrung zur Speicherung und Nutzung der Antragsdaten im VIS) ډکه شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.
- د ژمنليک لپاره د اضافي روښانتیا (Zusatzerklärung zur Verpflichtungserklärung) نالاسليک شوې فورمه. دا فورمه د اوسلنډربېهورده پر وېبسایټ او يا هم خپله له دې ادارې ترلاسه کولای شئ.
- د عايد د ثبوت سند.
- اوسوايس او يا هم د استوګنې د اجازې سند (Aufenthaltstitel) او پاسپورت.
- د اوسېدو د ځای د ثبت سند (Meldebestätigung).
- د راغوښتل کېدونکي کس د پاسپورت کاپي.
- د کور د کرايې د اندازې سند. دا سند ښايي د کرايې بانکي صورت حساب وي. که په خپل کور کې ژوند کوئ، د کور د مالکيت سند (د بېلګې په توګه د ځمکې د ثبت سند يا Grundbuchauszug) او د کور د مياشتنيو لګښتونو سند (د بېلګې په توګه بانکي صورت حساب).
- د نورو منظمو لګښتونو ثبوتونه. دا ښايي د موټر او يا اضافي بيمې په شان لګښتونه وي.
- که د مېرمنې/مېړه، بچيانو او يا کورنۍ د نورو غړو لګښت ورکوئ، د دې لګښتونه د اندازې ثبوت.
- د تېرو شپږو مياشتو صورت حسابونه.
- که دنده لرئ، د کار له خاوند څخه د کار دايميتوب يا لنډمهالتوب د مالوماتو په ګډون، د کار د شتون تاييدليک.
يادونه: ځينې وخت ښايي اوسلنډربېهورده ستاسې څخه د نورو سندونو غوښتنه هم وکړي. ښه به وي چې له ترمين وړاندې په دې اړه ځان وپوهوئ او ټول سندونه مخکې له مخکې تيار کړئ.
ستاسو د تحصلیي سندونو وړلو ته اړتیا نشته، ژمنلیک یوازې په جرمني کې د اوسېدونکي کس د مالي وضعیت د کتلو لپاره تر سره کېږي.
که په دې اړه لا هم پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ.
په درنښت