د ۲۳ مادې له مخې د اوسېدنې اجازه
سلامونه
ما او څو تنو نورو ملګرو د جرمني له يوې ادارې سره کار کړی ؤ، ټول يو ځای په يوه الوتکه کې المان ته راغلي يو، په دې ټولو ملګرو کې يواځې زما اجازه د (23ABS.1) مادې له مخې ده، د هغوئ ټولو د ۲۲ مادې له مخې ده، حال دا چې دوه تنه يې له ما سره په يو ايالت کې اوسېږي، د ۲۲ او ۲۳ مادې تر منځ توپير په څه کې دی؟ هيله ده، چې په دې اړه مالومات راکړئ.
1 څرګندونې
ځواب (1)
سلامونه او هنډبوک جرمني : ټوګېدر ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
لومړی باید زه وپوښتم چې تاسو ته ویزه درکړل شوې ده کنه؟ په هماغه ویزه کې باید درته لیکل شوي چې تاسو ته د کوم قانون له مخې د استوګنې اجازه درکول کېږي باید په ویزه کې مو لیکل شوي وي چې تاسو ته د ۲۲ مادې د ۲ بند په اساس تاسو ته د استوګنې اجازه درکول کېږي. که تاسو ته د استوګنې اجازه د ۲۳مې مادې په اساس درکړل شوې تاسو حق لرئ چې اعتراض وکړئ ځکه زه په شخصي توګه هم له ورته ستونزې سره مخ وم، چې بیا مې بېرته ۲۲مې مادې ۲ بند ته بدله کړه. د دې کار لپاره باید د خپلې ویزې سکن او د استوګنې د اجازې کاپي مو د ښار اوسلنبهورډې ته واستوائ او خپله ټوله ستونزه د ایمیل له لارې ورسره شریکه کړئ نو هغوی به دا ستونزه درته حل کړي او که چېرې په خپله دا کار نه شئ کوئ نو کریتاز ته ورشئ او هغوی ته دا ستونزه ووایئ حتمن به مرسته درسره وکړي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت