د افغانستان پاسپورټ او د خړ پاسپورټ د جرمني
سلامونه ستاسې مخترمی اداری ته . هيله ده چی روغ جوړ به ياست . زه لرم يو کلن اسناد . ايډي کارټ او ورسره travel documents. او زه وس غواړم چی افغانستان پاسپورټ واخلم په مونشن کې زه کولای شم دواړه استغمال کړم. دا خو څه مشکيل نه جوړوي ماته چی افغانستان کونسلګرۍ ته لاړ شم . او زه اوسیږم په Hessen ايالات کې . هيله ده مغلومات راکړی.
1 څرګندونې
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم!
د قانون له مخې خو د افغانستان سفارت دلته په جرمني کې د افغانستان خاوره حسابېږي، خو خلک ځي او دا کار کوي خو د قانون له مخې دا کار منعه دی. خو چاره یې دا ده، چې که چېرې سفارت ته په خپل وکالت باندې بل څوک ولېږئ او هغه پاسپورټ تاسو لپاره واخلي دا چاره ممکنه ده. په دې اړه په د سفارت له کارکوونکو سره مشوره وکړئ هغوی به درته ووایي چې څنګه یو څوک ستاسو وکالت کولی شي.
که لا هم په دې اړه پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشحاله به شم چې مرسته درسره وکړم.
په درنښت