د انجينر په توګه کار کول او کار موندنه
سلامونه هيله ده جوړ واوسئ، زه يو ساختماني انجينر يم چى شاوخوا 7 کاله د کار تجربه په مختلفو انجينرى پوزيشنونو کي لرم غواړم د يو انجينر په صفت په آلمان کي کار وکړم، کولاى شي بغير د ايکولانسي نور کوم کارونه بايد وکړم چي ځان آماده کړم
1 څرګندونې
ځواب (1)
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
که په جرمني کې اوسېږئ باید لومړی ژبه زده کړئ او د دې تر څنګ مو باید لومړی په جرمني کې خپل سندونه رسمي کړئ. تر څو وکولی شئ په خپله برخه کې کار وکړئ.
که په دې اړه نورو مالوماتو ته اړتیا لرئ هیله ده چې دلته یې راته ولیکئ خوشاله به شم چې مرسته درسره وکړئ شم.
په درنښت