د استوګنې د اجازې نوي کول
سلامونه او نیکې هیلې
غواړم د استوګنې د اجازې د نوې کولو لپاره معلومات ترلاسه کړم. زه په بایرن آیالت کې اوسیږم او د خپلې پناه غوښتنې ځواب ته منتظر یم، البته زه د هسپاني څخه راغلۍ یم او دلته می د دوبلین اړوند مصاحبه تقریبا ٦ میاشتې مخکی ورکړی ده اما تر اوسه یی ځواب ندی راغلي. او موږ ته یی د ٦ میاشتو لپاره د استوګنې اجازه راکړی وه چی په راتلونکي میاشت کی یی وخت ختمیږی، څنګه او په کوم ځای کې دا د اوسیدو لپاره اجازه نوي کړم؟
مننه
1 څرګندونې
ځواب (1)
سلامونه او ټوګېدر این جرمني ویبپاڼې ته درته ښه راغلاست وایم.
د استوګنې د اجازې د نوي کولو لپاره باید د خپل ښار اوسلنبهورډې ته مراجعه وکړئ، هغوی یې درته نوې کوي. تاسو ته ممکن فېکسیون بیشاینګون درکړل شوی وي، نو دا یوازې ستاسو د ښار اوسلنبهورډې نوی کولی شي.
که په دې اړه بله پوښتنه لرئ هیله ده چې دلته راته ولیکلئ. خوشاله به شم چې مرسته درته وکړم.
په درنښت